Medical World طبي نړۍ

Medical World طبي نړۍ strange world

03/09/2025
صد مبارک ټول افغان ولس خو کله.چی راشید او دا بیراغ یو ځاي وینم ماته هر څه را کوی د نړی ټوله خوشي لکه چی ز ما وی دومره خو...
25/10/2023

صد مبارک ټول افغان ولس خو کله.چی راشید او دا بیراغ یو ځاي وینم ماته هر څه را کوی د نړی ټوله خوشي لکه چی ز ما وی دومره خوش شم


15/09/2023

دکوم گروپ وينه لرونکي کسانو واده خطرناکه دى؟

دواده په موضوع کي دويني دګروپونو څخه مهم د Rh فکتوردى ،کله چه دښځينه دوينى ګروپ منفى -Rh وى او دنارينه دوينى ګروپ مثبت +Rh وى واده کول يي دماشوم لپاره خطرناكه دي.

کله چه يو منفى Rh- ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh+ ګروپ سره واده وکړي نو ددوى راتلونکى ماشوم دوه حالته امکان لري:

۱- که دمورپه نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره يوشان را ووځى دماشوم اينده ژوند ته خطر نسته ښځه ديو دعادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .

که دمور په نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره ضد راووځى يعنى دماشوم دوينى ګروپ مثبت +Rh ثابت شى پدى وخت کى دماشوم ژوند ته خطر سته با يد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .

کله چه دمور دوينى ګروپ منفي -Rh او دماشو دوينى ګروپ مثبت +Rh وى دمور دوجود دفاعى سيستم دماشوم دوينى حجرى تر حملى ندى راولى او وينه يي دمنځه وړى,په ماشوم کى دکم خونى،ژيړى،دعصابوتخريب، دزړه خرابوالى اودمرګ سبب ګرځى .

کله چه مثبت +Rh نارينه اومنفى -Rhښځينه ګروپونه واده سره وکړى څه بايد وشى؟

دحامله توب د 26 - 28 هفتو په منځ کي د کومبز coombs test په نامه تيست دى چه دا تيست بايد وشى.ددى تيست په واسطه موږ کولاى شو چه معلومه کړو چه مور دماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا؟

که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور دماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چه دمور دفاعى سيستم تر اوسه دماشوم دوينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى نو پدى وخت کى دماشوم مورته يوه پيچکارى چه د RhD Immune globulin يا RhoGAM په نامه ياديږي ورلګول کيږى ددى پيچکارى وظيفه داد چه دمور دفاعى سيستم ترفشارلاندى راولى او مخنيوى يي کوى چه نور دماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چه تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه وي.
#نوټ: دوستانو داحالت په نږدې دوستانو کي سره واده کول څو چنده زياتوي. نو کله چي په نږدې دوستانو کي واده کوي داحالت بايد په پام کي ونيسي.

10/09/2023

سجده سهوه کله واجب کیږي او طریقه یې څنګه ده؟
ځواب:
په لاندې حالتونو کې د سهوې سجده واجب کیږي:
۱-کله چې په لمانځه کې د سورة فاتحه وروسته سورت لوستل هیر شي.
۲-کله چې په وترو کې دعا قنوت ویل هیر شي.
۳- کله چې د لمونځ کوونکي څخه په دوهم رکعت کې (التحیات) هېر شي.
۴-کله چې لمونځ کوونکی د درې۳ یا څلور رکعته لمونځ په دوهم رکعت (اوله قاعده) کې، له تشهد څخه وروسته درود شریف د «الهم صل علی محمد» په اندازه ووایي او یا هم همدومره وخت چپ پاتې شي، سجده سهوه پرې واجب ده.
۵-کله چې یو لمونځ کوونکی، د اخترونو د لمونځونو تکبیرونه پریږدي، ببا هم پرې سجده سهوه واجب ده.
۶-کله چې امام په جهر لمونځونو کې قرأت هیر کړي، یا په پټو (خفیه) لمونځونو کې په جهر سره قرأت وکړي؛ نو سجده سهوه پرې واجب ده.
۷-کله چې لمونځ کوونکی فرض مکرر وکړي، مثلا‌ً د یوې رکوع پر ځای دوه رکوع، یا د دوه سجدو پر ځای، درې سجدې وکړي؛ نو سجده سهوه دې وکړي.
۸-کله چې د یو واجب کیفیت بدل شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي، مثلاً د سورة فاتحه څخه مخکې، بل سورة ولولي.
۹-که لمونځ کوونکي ته په رکعتونو کې شک وشي؛ نو کوم تعداد چې یقیني وي، هغه دې سم وګڼي او نور لمونځ دې پوره کړي او په اخره کې دې سجده سهوه وکړي.
۱۰-که لمونځ کوونکی د څلورم رکعت اراده وکړي، بیا د پنځم رکعت لپاره ودریږي او سلام ونه ګرځوي او همدا اوله قاعده وګڼي؛ خو وروسته ورته رایاد شي؛ نو لمونځ کوونکي لپاره پکار ده چې، د پنځم رکعت سجده کولو څخه مخکې بېرته کښیني او سجده سهوه وکړي او که پنځم رکعت یې تر سجدې پورې ورسوه؛ نو یو رکعت دې ورسره بل هم یو ځای کړي، دا ډول به لمونځ پوره شي، په آخر کې دې سجده سهوه وکړي، څلور رکعته به فرض شي او دوه ركعته به نفل شي.
د سهوې سجدې #طریقه داسې ده:
-په آخري ناسته کې د تشهد نه وروسته، يواځې ښي طرف ته سلام ګرځول او وروسته دوه سجدې کول او بيا تشهد، درود او دُعا ويل او د سلام ګرځول.
د سجده سهوې یوه ډیره لویه آسانتیا دا ده، چې پدې سره لمونځ کوونکی د خپل لمونځ د کمي او زیاتي اصلاح کوي او همدا ډول د لمانځه د نيمګړتيا پوره والی کولای شي.
شیطان مسلمان ته په لمونځ کې دوکه ورکوي، په هغه باندې د لعنت لیږلو همدا سجده سهوه طریقه ده، همدا ډول چې مسلمان لمونځ کوونکی خپل رب ته نورې دوه سجدې هم وکړي، پدې سره شیطان ډېر زیات خفه کېږي او په خپل مقصد کې ناکامه او شرمنده کیږي، الله ددې دوو سجدو له كبله د لمونځ کمی او هیره معاف کوي.
(ترک د واجب او تآخیر د فرض)

آزموينه

09/09/2023

زوی ته د پلار نصيحتونه:

📗خپل اوښکې پخپله پاکې کړه،هيچا ته مه په تمه کېږه،ټول لارويان دې، يوازي تماشا دې کوي.
📗 ژبه هډوکی نلري،لېکن دومره غښتلې ده،چې په ډېرې اسانۍ سره کولی سي يو زړه مات کړي؛خپلو خبرو ته دې پام کوه.
📗د هغه کسانو په اړه هيڅ فکر مکوه، چې ستا تر شا درپسې غږېږي،ځکه د هغوئ ځای ستا شا ته دی،مخ ته دې ځای مه ورکوه.
📗کله کله الله ج ځيني کسان او ځيني شيان درنه اخلي،هيڅکله يې د بيرته ستنيدو غوښتنه مکوه،چې پښيمانه به سې،دا‌ ومنه چې الله هر څه ستا په خير کړي،دالله ج حکمت ته ځان تسليم کړه.
📗زما اتيا(۸۰) کاله عمر داسې راباندې تير سو لکه اته دقيقې،عمر مې پای ته رسيدلی.
نو پوه سه!چې دا لنډ عمر په دې نه ارزي،چې خلکو ته ازار او کړاوونه ورسوې.
📗 نه سپين رنګ د ښايست او نه تور رنګ د بدرنګوالي نښه ده،کفن سپين دې،خو ډاروونکی دی،کعبه توره ده اما مينه ناکه او زړه وړونکې ده.
📗 که بربنډتوب د ښځې د پت او عزت نښه وای،نو بيزوګاني به تر ټولو درنې او پتمنې وای.
📗 انسان په ښو اخلاقو ښايسته دی،نه په ظاهرې بڼه،نو تل غوره اخلاق ولره.
📗که لوړ غږ د نارينتوب نښه وای،نو سپي به د نارينو سرداران وای.
📗مخکې له دې چې له الله نه د خپل بدبختيو ګيله وکړي ،يو ځل خپل شته نعمتونه وشمېره.
📗انسان د‌ عمر په وسيله نه لوېږي(غټېږي) بلکې انسان د خپل فکر په وسيله لوېږي(غټېږي).

*لیکوال : ډاکټر حنیف تائب ❤️*

لنډه تشریح د ځینو مخففاتو چی ډیر استعمالیږي  .out patient department د بهر ناروغانو څانګې ته راجع کیږي او هغه ناروغانو ت...
14/08/2023

لنډه تشریح د ځینو مخففاتو چی ډیر استعمالیږي

.out patient department

د بهر ناروغانو څانګې ته راجع کیږي او هغه ناروغانو ته راجع کیږي چې روغتون ته نه وي داخل شوي.

.Body Mass index
د بدن (BMI) د قد او وزن پراساس د بدن د غوړ اندازه ده چې په بالغ نارینه او ښځو باندې تطبیق کیږي.

. Intensive Care Unit
د شدید پاملرنې برخه ده . دا د روغتون یوه ځانګړې څانګه ده چې د جدي پاملرنې درمل چمتو کوي. او د ناروغ جدي څارنی لاندی نیسي

.Cronic obstructive Pulmonary Disease
د اوږدمهاله پلمونري ناروغۍ ده. دا ناروغي د سږو د انتاناتو عام ډولونو ته اشاره کوي چې د وخت په تیریدو سره خرابیږي.

. Over The Counter
د کاونټر درملو لپاره ولاړ دی.
دا ټول هغه درمل ته اشاره کوي چې تاسو یې د نسخې پرته پیرود کولی شئ.

. Ear,Nose,Thraot
د غوږ، پوزې او ستوني لپاره ولاړ دی او د بدن په دې دریو برخو کې د هر ډول اختلالاتو جراحي او درملنې سره معامله کوي.

. Chief Medical Officer
د روغتون لوی طبي افسر دی چې د حکومت لخوا پرمخ وړل کیږي، او معمولا یو لوړ پوړی ډاکټر دی.

.urinary Truct infection
د ادرار د لارې انفیکشن دی او د مثانې، پښتورګو یا یوریترا کې د باکتریا له امله رامینځته کیږي.

Cardio-Pulmonary-Resuscitation
د زړه.سږو بیارغونه لپاره دی
د ژوند ژغورنې بیړنۍ کړنلاره ده کله چې د زړه ټکان ودریږي.

PID.pelvic Inflammatory Disease
د پلویک صاحی التهابی ناروغئ چی په زنانو کی زیات رامنځه ته کیږي

*ډاکټر حنیف طبی معلومات*

*📢 هیله ده ، دا معلومات نشر share کئ . مننه*

*🟢 وټساپ او د اړېکو شماري :*
1 - +93788069313
2 - +93777025313

13/08/2023

د اللهﷻ د (99) نومونو ژباړه!!!
1: اللهﷻ : يو دی هیڅ شریک نلري...
2: الرحمٰنﷻ : زيات مهربانه...
3: الرحيمﷻ : رحم كوونكی...
4: الملكﷻ : حقيقي پاچا...
5: القدوسﷻ : زيات سپېڅلی...
‌6: السلامﷻ : دهرعيب څخه سلامت...
7:المؤمنﷻ : مؤمنانو ته دعذاب څخه امن وركوونكی...
8: المهيمنﷻ : ساتونكی...
9: العزيزﷻ : پر هر چا باندې غالب...
10: الجبارﷻ : دټولو چارو سموونكی...
11: المتكبرﷻ : دلويۍ څښتن...
12: الخالقﷻ : دهر شي پيداكوونكی...
13: البارئﷻ : بې مثله...
14: المصورﷻ : تصوير وركوونكی...
15: الغفارﷻ : زيات بخښوونكی...
16: القهارﷻ : پرهرشي باندې برلاسی...
17: الوهابﷻ : دبدلې پرته وركوونكی...
18: الرزاقﷻ : زيات روزي او رزق وركوونكی د ټولو مخلوقاتو...
19: الفتاحﷻ : خلاصوونکی درحمتونو عامو اوخاصو ته...
20: العليمﷻ : په ټولو پټو اوښكاره شيانو باندې علم لرونكی...
21: القابضﷻ : دبندګانو دزړو تنګوونکی او روح قبض كوونكی...
22: الباسطﷻ : د زړونو او روزۍ خلاصوونكی...
23: الخافضﷻ : كښته كوونكی...
24: الرافعﷻ : دخپلو دوستانو دمرتبو لوړونكی...
25: المعزﷻ : عزت وركوونكی...
26: المذلﷻ : خوارونكی...
27: السميعﷻ : زيات اوريدونكی...
28: البصيرﷻ : زيات ليدونكی...
29: الحكمﷻ : حكم وركوونكی...
30: العدلﷻ : انصاف كوونكی...
31: اللطيفﷻ : دخپلو دوستانو سره نرمي كوونكی...
32: الخبيرﷻ : زيات خبردار...
33: الحليمﷻ : زغم كوونكی...
34: العظيمﷻ : زيات لوې ذات دی...
35: الغفورﷻ : زيات بخښونكی...
36: الشكورﷻ : د لږ نېک كارپه بدله کې زياته مزدوري وركونكی...
37: العليﷻ : زيات لوړ...
38: الكبيرﷻ : دومره لوې چې ترهرڅه زيات وي چې انسان يې فكر كوي...
39: الحفيظﷻ : دټولو مخلوقاتو ساتونكي...
40: المقيت ﷻ : ټولو مخلوقاتو ته قوت وركوونكي...
41: الحسيبﷻ : حساب اخستونكي...
42: الجليلﷻ : زيات لوې...
43: الكريمﷻ : زيات سخاكوونكي...
44: الرقيبﷻ : زيات ساتونکی...
45: المجيبﷻ : دعا قبلوونكی...
46: الواسعﷻ : پراخي راوستونكي...
47: الحكيمﷻ : دحكمت څښتن...
48: الودودﷻ : په زړونو كې محبوب...
49: المجيدﷻ : د سخا يې بيخي زياته ده...
50: الباعثﷻ : مړي دقبرو څخه پورته كوونكي...
51: الشهيدﷻ : په پټو اوښكاره شيانو باندې خبردار...
52: الحقﷻ : شتون يې ثابت دی...
53: الوكيلﷻ : دبندګانو چاره كوونكی...
54: القويﷻ : زيات ځواكمن...
55: المتينﷻ : زيات محكم چې په هيڅ كار كې نه ستړی كيږي...
56: الوليﷻ : دمؤمنانو دوست...
57: الحميدﷻ : ستايل شوی...
58: المحصيﷻ : دټولو مخلوقاتو دشمير له مخې اداره كوونكى...
59: المبدئﷻ : دهرشي لومړی پيداكوونكی ...
60: المعيدﷻ : دوهم ځل ګرځوونكی...
61: المحيﷻ : ژوندی كوونكی...
62: المميتﷻ : مړ كوونكی...
63: الحيﷻ : تل ترتله ژوندی...
64: القيومﷻ : په خپله قائم او دنورو قائموونكی...
65: الواجدﷻ : بې پروا...
66: الماجدﷻ : لوې...
67: الواحدﷻ : په ذات اوصفاتو كې يو دی...
68: الصمدﷻ : بې نيازه اوبې احتياجه دی...
69: القادرﷻ : زيات توانا دی.
70: المقتدرﷻ : خپلواک څرګندونكی دی...
71: المقدمﷻ : وړاندې كوونكی دهغه شي دی چې د وړاندې والي وړتيا لري...
72: المؤخرﷻ : وروسته كوونكی دهغه شي دی چې د وروسته والي وړتيا لري...
73: الاولﷻ : دهرشي لومړی دی...
74: الآخرﷻ : دهرشي وروستی دی...
75: الظاهرﷻ : په نښانو اودلايلو سره ښكاره دی...
76: الباطنﷻ : دخلګو دسترګو څخه پټ دی...
77: الواليﷻ : دهرشي مالك دی...
78: المتعاليﷻ : دمرتبې له مخې زيات لوړ دی...
79: البرﷻ : پر خپلو بندګانو باندې احسان كونكی دی...
80: التوابﷻ : توبه قبلوونكی دی...
81: المنتقمﷻ : بدله اخستونكی دی...
82: العفوﷻ : بښنه كوونكی دی.
83: الرؤفﷻ : زيات مهربانه دی...
84: مالك الملكﷻ : دټولو موجوداتو مالک دی...
85: ذوالجلال والاكرامﷻ : دلويۍ او وركړې څښتن دی...
86: المقسطﷻ : دعدل او انصاف څښتن دی...
87: الجامعﷻ : دقيامت په ورځ دټولو مخلوقاتو يوځای كوونكی دی...
88: الغنيﷻ : بې پروا دی...
89: المغنيﷻ : بې پروا كوونكی دی...
90: المانعﷻ : د تاوانونو څخه ژغورونكی دی
91: الضارﷻ : ضرر رسوونكی دی...
92: النافعﷻ : ګټه رسوونكی دی...
93: النورﷻ : روښنايي كوونكی دی...
94: الهاديﷻ : دسمې لارې ښوونكی دی...
95: البديعﷻ : بې له مادې دمخلوقاتو پيداكوونكی دی...
96: الباقيﷻ : تل تر تله به پاته وي...
97: الوارثﷻ : دټولو مخلوقاتو اصلي وارث دی...
98: الرشيدﷻ : لارښودونكی دی...
99: الصبورﷻ : صبركوونكی دی..

#الله (ج) مو صحت مند لره

13/08/2023

د درد لرونکو ښځو مياشتنۍ ناروغي
د ځینو خويندو په غوښتنه چې میسجونه یې کړي وو.
په نارمل ډول هره ښځه چې تر 50 کلنۍ ښکته وي،په مياشت يا 28 ورځو کې پنځه ورځې د رحم څخه وینه راوځي،چې دغې ناروغۍ ته مياشتني ناروغي يا حيض وایي.او څه نا څه ناراحتي او دردونه ورسره مل وي چه نارمل فزیالوژيکی حالت دی.نارمل مياشتنۍ ناروغي په ټاکلي وخت شروع کيږي،په ټاکلي وخت پاي ته رسيږي،خو په ځينو ښځو کې دا ناروغي غير منظم وي،چې شديد دردونه ورسره وي او ځورونکې حالت وي چې تداوي ته اړتيا لري چه په لاتین کې ورته دیسمنیرا وایي.
د درد لرونکې مياشتنۍ ناروغۍ سره ځينې نښې نښانې مل وي: لکه د نس په لاندې برخه کې درد،سردردي،سرچرخي او خواګرځي ورسره ملګري وي.د مياشتنۍ ناروغۍ اصل ميکانېزم دادې چې په ښځه کې په مياشت کې يو ځل هورمونيک تغيرات راځي،همدغه د هورمونو تغيرات د رحم داخلي طبقه د هورمونو په واسطه سوليږي او تخريب کيږي،او کله چې د رحم څخه دغه تخريب شوې برخه د رحم باندې ايستل کيږي،نو يو مقدار وينه هم ورسره مل وي.په هر ښځينه کې هورمونيک تغيرات په هره مياشت کي په منظم شکل په ټاکلي وخت منځته راځي چې نارمل فزيالوژيک حالت دې.په دغه درد لرونکي ناروغۍ کې د رحم د عضلاتو درد او د عضلاتو انقباض او انبساط ډير شديد وي ،ناراحته کونکې او ځورونکې درد وي، چې بايد تداوي شي.
تداوي يي مختلفي طريقې لري: زه يي هغه اسانه طريقه درته ښایم څوک چې د صحت مرکز ته لاس رسې ونلري يا ورڅخه ليرې وي. لاندې د درد دواګانو څخه چې هر یوه وي،یوازې یو قسم ترې استفاده کولای شې.
Ibuprofen tb 2×1 400mg
Ponstan fort tb 3×1
Diclofenac sodium tb 2×1
Noproxen sodium tb 3×1
ذکر شوې دوا ګانې په درد کې ډير تاثيرناکه دي او ناروغ ته صحت ورکوي. د مياشتنۍ ناروغۍ د شروع په اوله ورځ شروع کيږي تر څلور ورځو کفايت کوي،خو هغه ښځې چې د پښتورګي يا د زړه ناروغي يا بله شديده ناروغي ولري د درد دوا په استعمال کې باید د ډاکتر څخه مشوره وغواړي .که چيري مياشتنۍ دوره تر نارمل وخت اوږد وخت ونيسي او درد هم نور ادامه پيدا کړي، پدې صورت کې اساسي څيړنې ته ضرورت شته،چې بايد اساسي سبب او مشکل يې څرګند شي او بيا د هغې مطابق تداوي ورته ترتيب شي.

*ډاکټر حنیف طبی معلومات*

*📢 هیله ده ، دا معلومات نشر share کئ . مننه*

*🟢 وټساپ او د اړېکو شماري :*
1 - +93788069313
2 - +93777025313

*Hepatitis*Hepatitis refers to inflammation of the liver, which can be caused by a variety of factors, including viral i...
27/07/2023

*Hepatitis*

Hepatitis refers to inflammation of the liver, which can be caused by a variety of factors, including viral infections, alcohol consumption, certain medications, and autoimmune disorders. The most common forms of viral hepatitis are hepatitis A, B, and C.

Hepatitis A is usually transmitted through contaminated food or water, and symptoms can range from mild to severe, including fever, fatigue, loss of appetite, nausea, vomiting, and jaundice. Most people recover from hepatitis A with no long-term effects.

Hepatitis B is spread through bodily fluids, such as blood or semen, and can lead to chronic liver disease, liver cancer, and cirrhosis if left untreated. Symptoms may include fatigue, joint pain, nausea, vomiting, and jaundice.

Hepatitis C is also transmitted through blood, and can cause chronic liver disease, liver cancer, and cirrhosis. Many people with hepatitis C have no symptoms for years, but some may experience fatigue, joint pain, abdominal pain, and jaundice.

Treatment for hepatitis depends on the cause and severity of the condition. For viral hepatitis, antiviral medications may be prescribed, and lifestyle changes such as avoiding alcohol and maintaining a healthy diet may be recommended. In some cases, a liver transplant may be necessary. Vaccines are available to prevent hepatitis A and B, but there is currently no vaccine for hepatitis C.

14/07/2023

● اصطلاحات مربوط خونریزی

🩸 - #پتیشیا
عبارت از خون ریزی های کوچک نقطوی شکل هستند که در جلد و غشای مخاطی که قطر شان ۱-۲ ملی متر می باشند.

🩸 - #پورپورا
عبارت از خونریزی های هستند که در جلد وغشای مخاطی بوجود آمده و قطرشان ۳-۵ ملی متر می باشد.

🩸 - #اکیموزیس
عبارت از خونریزی های هستند که به شکل لکه یی بوجود می آیند و قطرشان ۱-۲ ملی متر می باشد

🩸 - #اپیستاکسیز
عبارت از خارج شدن خون از بینی.

🩸 - #هیماتمیزیس
عبارت از خارج شدن خون از سیستم هضمی و یا هم موجودیت خون در استفراغ و به شکل سرخ تاریک هست.
|بهترین کانال طبی

🩸 - #هیموپتایزیس
عبارت از خارج شدن خون از سیستم تنفسی و یا هم موجودیت خون در بلغم که به رنک سرخ روشن می باشد.

🩸 - #میلینا
عبارت از موجودیت خون در مواد غایطه مثال در بواسیر.

🩸 - #هیماچوریا
عبارت از موجودیت خون در ادرار.

🩸 -
عبارت از موجودیت خون در مهبل در تشوشات نسایی ولادی.

🩸 - #مینوراژیا
عبارت از خونریزی شدید در زمان عادت ماهوار.

🩸 - #هیماتوما
عبارت از تجمع خون در یک ناحیه که بشکل یک کتله ظاهر می شود.
|بهترین کانال طبی

🩸 - #هیموتوراکس
عبارت از تجمع خون در جوف صدر را گویند.

🩸 - #هیمواترلژیا
عبارت از تجمع خون در جوف مفصل را گویند.

🩸 -
عبارت از تجمع خون در پریکارد می باشد.

🩸 - #هیموپریتونیوم
عبارت از تجمع خون بشکل غیر طبیعی در جوف پریتوان را گویند.

🩸 - #اوتوراژیا
آمدن خون از گوش.

*✍️ ډاکټر حنیف تائب*

Address

Ghazni

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical World طبي نړۍ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram