Dr.Gharibyar ډاکټر غریب یار

Dr.Gharibyar ډاکټر غریب یار د ارواپوهنې، اروا شننې او اروا سمونې لپاره زموږ سره ملګري شئ!

08/11/2021

چاغ او ډنګر

د شلمې پیړۍ نامتو لیکوال برناردشا ته، چې ډېر ډنګر و، پۀ یوه مېلمستیا کې یوۀ ډېر چاغ سړي وویل: ستا پۀ لیدو هر وخت ګومان کوم چې په اروپا کې کاختي راغلې ده. برنارد شا سمدستي ځواب ورکړ: هو، زۀ هم هر وخت چې تا وینم ګومان کوم چې د دې کاختۍ سبب ته یې!

د زرو هیندارو کور

02/11/2021

نام : انسان
نام خانوادگی : آدمی زاد
نام پدر : آدم
نام مادر : حوا
لقب : اشرف مخلوقات
نژاد : خاکی
صادره :دنیا
مقصد : آخرت
ساکن : کهکشان را شیری , منظومه شمسی ,زمین
منزل : استیجاری
ساعت حرکت پرواز : هر وقت خداوند صلاح بداند
مکان : بهشت اگر نشد جهنم

وسایل مورد نیاز :

1- دو متر پارچه (کفن)
2- عمل نیک
3- انجام واجبات
4- امر به معروف و نهی از منکر
5- دعای والدین و مومنین
6- نماز اول وقت

توجه !

1- از آوردن بار اضافه از قبیل : حق الناس , غیبت و تهمت و غیره خودداری نمایید.

2- خواهشمند است برای رفاه حال خود خیرات و زکات را قبل از پرواز پرداخت نمایید.

3- از آوردن ثروت , مقام , موتر حتی در داخل فرودگاه خودداری نمایید.

4- حتما قبل از حرکت به بستگان خود توضیح دهید که تا از آوردن دست گل های سنگین , سنگ قبر گران و تجملات و نیز مراسم های پر خرج خودداری کنند.

5- جهت یادگاری قبل از پرواز از اموال خود بین فرزندانتان به عدالت تقسیم کنید.

برای کسب اطلاعات بیشتر به قرآن مراجعه فرمایید

تماس و مشاوره بصورت شبانه روزی , رایگان , مستقیم بدون وقت قبلی می باشد در صورتیکه قبل از پرواز به مشکلی برخوردید به شماره های زیر تماس حاصل فرمایید :
( سوره بقره/186 ) (سوره نسا/45)
(سوره توبه/12 9) (سوره اعراب/55)

سرپرست کاروان : حضرت عزراییل
تهیه و تنظیم : سرنوشت الهی

کار بنام خدا،برای خدا،بیاد خدا باشه مقدس است.

"حلیمه یعقوب" هغه بې وزله ښځه چي خپل هیواد ئې شتمن کړ.په ۸ کلنۍ کي ئې پلار مړ سو، په ۱۰ کلنۍ کي د خپلي مور سره په یوه غر...
01/11/2021

"حلیمه یعقوب" هغه بې وزله ښځه چي خپل هیواد ئې شتمن کړ.
په ۸ کلنۍ کي ئې پلار مړ سو، په ۱۰ کلنۍ کي د خپلي مور سره په یوه غرفه کي چي غذایي مواد ئې خرڅول ، کار کاوه. د غرفې خدماتي کارونه ، میزونه پاکول او د لوښو پریولل ئې تر سره کول.
اوس د سنګاپور ولسمشره ده!
* نوموړي د سنګاپور عواید ۲ ټریلیونه ډالرو ته ورسول.
* د سنګاپور پاسپورټ د نړۍ تر ټولو د اعتبار لرونکو پاسپورټونو له جملې څخه سو.
* بې کاري ئې ۱% ته ورسول.
* د سنګاپور پر ټولو محصولاتو مالیات ئې معاف کړل.
او سنګاپور ئې د نړۍ په اتم امن لرونکي هیواد بدل کړ.

هم ښځه ده ، هم مسلمانه او هم حجاب لرونکې.
نو ستونزه څه ده چي هغوی پرمختګ کوي او موږ شاته تګ؟

✍: SHAH شاه

پۀ کور کې د ماشوم لۀ بې ادبۍ سره څه وکړو؟يو شمېر ماشومان په کور کې ناروغه خویونه لري او د کور د نورو غړو سره ناسم چلند ک...
01/11/2021

پۀ کور کې د ماشوم لۀ بې ادبۍ سره څه وکړو؟

يو شمېر ماشومان په کور کې ناروغه خویونه لري او د کور د نورو غړو سره ناسم چلند کوي، چې لۀ همدې امله یې کله کله د کورنۍ غړي پۀ هغۀ ناسم نومونه ږدي یا یې پر وړاندې لۀ وهلو، ټکولو، رټلو او ګواښلو څخه کار اخلي، ښایي همدا مهال مو پۀ فکر کې راګرځېدلي وي چې څنګه یې کنټرول کړو تر څو نور ناسمې جملې ونۀ کاروي او چلند یې سم شي، پر همدې اړوند لاندې لارښونې ښایي لۀ تاسو سره مرسته وکړي.

۱- د ماشوم د ناوړه کړنو او مسخرو پر وړاندې مۀ خاندئ او نورو ته هم اجازه مۀ ورکوئ چې دا کار وکړي.

۲- د ماشوم د رټلو او پر هغۀ د چيغو وهلو پر ځای هغۀ ته ور زده کړئ چې د خپل ناسم چلند لۀ امله بښنه وغواړي، د بېلګې پۀ توګه ورته وواياست " شخړه ښۀ کار ندی او که دې بیاځلي شخړه وکړه نو بايد بښنه وغواړئ ".

۳- کۀ چېرې مو ماشوم پۀ غوصه وي نو ښه لاره دا ده چې بې توپیره اوسئ او پام ورته ونکړئ، وروسته پۀ سم وخت کې ماشوم سره پر دې اړوند خبرې وکړئ.

۴- د ماشوم سترګو ته ځیر شئ او ورته ووایاست " هرځلي چې تۀ ښۀ چلند کوې موږ ډېر خوشاله کېږو" نو کله یې چې سم کار وکړ هغه وهڅوئ او دا کړنه یې تقدیر کړئ.

۵- ماشوم ته مو د ښۀ چلند بېلګه اوسئ، هرکله چې تاسو خپله نشی کولای یو بل سره په سمه توګه خبرې وکړئ، نو لۀ ماشوم څخه هم د ادب او ښۀ چلند تمه مۀ لرئ.

ژباړه: هيبت الله ابراهيم خیل

د انسان د خوی، چلن او شخصيت تر ټولو لويه برخه پر ځان درناوي ولاړه ده. که يو انسان ته ځان دروند،‌ عزتمن، ښاغلی او په ټولي...
31/10/2021

د انسان د خوی، چلن او شخصيت تر ټولو لويه برخه پر ځان درناوي ولاړه ده. که يو انسان ته ځان دروند،‌ عزتمن، ښاغلی او په ټوليزه توګه ښه مالومېږي هغه هېڅکه ـ له استثنايي حالاتو پرته ـ له حدونو څخه نه اوړي،‌ نه خپل حقونه چا ته بښي او نه د نورو پر حقونو پښې ږدي. په خپل سوچ ژوند کوي او له هر چا څخه د مينې او درناوي ګدايي نه کوي. جنسي بې‌لاريو، قمار، قاچاق، نشه‌يي توکيو ته مخه نه کوي او نه هم په مذهبي او فلسفي مسايلو کې داسې ننوځي چې په يوه توندلاري او ړانده مقلد بدل شي.

په انسان کې د ځان درناوي توخم د ژوند په لومړۍ شېبه کې کرل کېږي او د وخت په تېرېدو وده کوي.‌ همدا چې مور و پلار خپل ماشوم ته په هر ځل کتلو کې مسک کېږي، په مينه مينه ورته ګوري، په ناز ناز ورته غږېږي او هره غوښتنه يې له ځنډ پرته مني ماشوم په ناخود‌آګاه ډول دې پايلې ته رسېږي چې ښه او د مينې او درناوي وړ دی.

هغه ميندې او پلرونه چې ماشوم ته رسېدن نه کوي، غصه ناک وي، ماشومان وهي، ماشومان ډاروي او يا په چارو کې دومره بوخت وي چې ماشوم ته وخت نلري دغه د ځان‌درناوي نازک نيالګی يې په ماشوم کې وچېږي او ماشوم دې پایلې ته رسېږي چې ښه نه دی او نه هم کوم ارزښت لري. دا ډول ماشومان په لويوالي کې د ځان ارزښتمن ثابتولو لپاره داسې کارونه کوي چې اصلاً بايد ويې نکړي او يا د دې درد د کمښت لپاره نشه‌يي توکيو او يا بدلمنۍ ته پناه وړي.

دکتور بهیج

د سینما په تاریخ کې تر ټولو مشهور کومیډي چارلي چاپن وایي :کله چې ماشوم وم، د خپل پلار سره د سرکس لیدو ته لاړم، د ټکټ لپا...
31/10/2021

د سینما په تاریخ کې تر ټولو مشهور کومیډي چارلي چاپن وایي :
کله چې ماشوم وم، د خپل پلار سره د سرکس لیدو ته لاړم، د ټکټ لپاره په اوږده لیکه کې ودرېدم، زموږ مخې ته یوه مېرمن او خاوند له شپږو بچو سره ولاړ وو. د بېوزلۍ او غریبۍ اثار پرې ښکارېدل، زړې جامې یې پر تن وې، خو پاکې وې.

ماشومان یې ډېر زیات خوشاله وو، د سرکس په اړه یې خبرې کولې، د دوی نوبت چې راورسیده، پلار یې د ټکټ کړکۍ ته نیږدې شو، د ټکټوتو د نرخ پوښتنه یې وکړه، کله چی یې نرخ ورته ووایه وارخطا شو، خپلې مېرمن ته یې غلي څه وویل!

پلار مې له جیب نه شل ډالر راوویستل، په ځمکه یې وغورځول، بیا پسې ورټیټ شو، راوایې خیستل، د سړي په اوږه یې لاس کېښود، بیا یې ورته وویل: پیسې دې وغورځېدې!
سړي مې پلار ته وکتل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، ورته یې وویل: مشره مننه!

کله چې دوی ننوتل، پلار مې له لاس نه راکش کړم، له قطار نه راووتو، پلار مې له هم دغه شلو ډالرو پرته نورې پیسې نه لرلې!

له همدغې ورځې راهیسې مې په پلار ویاړم، دا مې په ژوند کې تر ټولو خوږه ننداره وه، تر هغه سرکس هم خوږه وه چې ومې نه لیده!

زه تل په دې باوري یم چې په عملي توګه تربیه له تیورۍ نه غوره ده.

#چارلي چاپلن
قدرت حلیم

رښتیا او دروغپاچا د یوه بندي د وژلو نیت وکړ، بندي د نا امیدي په هغه حالت کې پاچا ته کنځلې وکړې۔ پاچا خپل یوه وزیر ته مخ ...
31/10/2021

رښتیا او دروغ
پاچا د یوه بندي د وژلو نیت وکړ، بندي د نا امیدي په هغه حالت کې پاچا ته کنځلې وکړې۔ پاچا خپل یوه وزیر ته مخ ور واړاوه ویې پوښت چې بندي څه وایي؟
وزیر وویل:
- صاحب تاسې ته دعا کوي۔
پاچا بندي عفوه کړ۔
بل وزیر چې له لومړني وزیر سره مخالف و پاچا ته وویل :
- ای پاچا دې بندي تاته کنځلې وکړې۔
پاچا وویل: ای وزیره ته رښتیا وایې خو د هغه وزیر دروغ چې د یوه انسان ژوند ژغوري ستا له رښتیاوو ډیر بهتر دي چې د یو انسان د مرګ سبب کیږي۔

ژباړه : علم ګل سحر

یوه سپین پوستې میرمن چې د ایرفرانس په الوتکه کې یې سفر کاوه ، کله چې په خپلې چوکۍ کې کیناستله، متوجه شوه چې یو تورپوستی ...
26/10/2021

یوه سپین پوستې میرمن چې د ایرفرانس په الوتکه کې یې سفر کاوه ، کله چې په خپلې چوکۍ کې کیناستله، متوجه شوه چې یو تورپوستی سړی یې څنګ ته ناست دی۔ د الوتکې میلمه پاله یې را وغوښتله په یوه بل ځای کې د کیناستلو غوښتنه یې وکړه۔
د الوتکې میلمه پالې ورته وویل د الوتکې په دوهمه درجه برخه کې تش ځای نه لرو خو زه به له پیلوټ سره خبرې وکړم۔
له لږ ځنډ وروسته میلمه پاله بیرته راغله ، سپین پوستې میرمنې ته یې وویل ښاغلي پیلوټ وویل چې د الوتکې په لومړۍ درجه برخه کې یو ځای خالي دی اما د هوایي شرکت په قانون کې له دوم درجه ځای څخه لومړي درجه ځای ته د مسافر د لیږد هیڅ امکان نشته خو له بلې خوا له یوه کبرجن او جنجالي کس سره د یوه محترم مسافر کینول هم یو غیر انساني کار دی!!! په همدې دلیل ښاغلي پیلوټ له دوهم درجه ځای څخه اول درجه ځای ته د مسافر له تلو سره موافقه وکړه.
د نورو مسافرو په وینا د تور پوستي سړي سترګې له اوښکو ډکې شوې۔
مخکې له دې چې سپین پوستې میرمن ځواب ورکړي ، د الوتکې میلمه پالې تورپوستي ته په ډیر احترام وویل:
- ښاغلی محترم! که مهرباني وکړﺉ خپل بکس مو را واخلﺉ چې زه مو د الوتکې ارام ځای بیزنیس کلاس برخې ته رهنمایي کړم پیلوټ ویل، اصلآ دا ښه او انساني کار نه دی چې تاسې د یوه نامحترم او کبرجن شخص تر څنګ کینﺉ۔
له دې سره ټولو مسافرو چکچکې وکړې۔
دا پیلوټ ‏( ﺩﻧﯿﺲ ﮔﻮﺭﺍﻟﯿﺪﻭ ‏) نومیده او د دې ښکلي او ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩﻭﺳﺘﺎﻧﻪ حرکت په خاطر د فرانسې د هوایي شرکت د ﺭﺋﻴﺲ په توګه ﺍﻧﺘﺨﺎﺏ ﺷو .
ﺍﻧﺴﺎﻧﻢ ﺁﺭﺯﻭﺳﺖ ... ټول کولای شي شتمن شي خو ټول نه شي کولای سخي او ښه انسانان شي۔
شتمن کیدل یو ﻣﻬﺎﺭت دی خو ښه او بښونکی انسان کیدل ﻓﻀﯿﻠﺖ !
ټول کولای شي درس ولولي خو ټول( پوه) نه وي
ﺑﺎﺳﻮﺍﺩﯼ یو مهارت دی خو پوهه ﻓﻀﯿﻠﺖ !
ټول دا زده کوي چې ژوند وکړي خو ټول نه شي کولی ښکلی ژوند وکړي۔
ژوند یو ﻋﺎﺩت دی خو ښه او له مینې ډک ژوند ﻓﻀﯿﻠﺖ۔

آزاده ژباړه: علم ګل سحر

22/06/2021

دا ډېرې په لوړ اواز خبرې هم ولاکه ښې وي، خبرې چې څومره نرمې او خوږې وي، پر مخاطب هم ښې لګیږي.

22/06/2021

ښکلا هر وخت ښه نه وي، ولې ښه والی همېشنۍ ښکلا ده!

همداسې ده
21/03/2021

همداسې ده

06/03/2021

په پلک څو ګوزاره تېږې ته ورکړي اما څه تغیر ونه کړي، خو په څلورم ګوزار غټه تیږه دوه ټوټې کړې!
دلته خبره دڅلورم گوزار نه ده، پخوانیو درې گوزارونو هم کار کړی وو، خو خبر دصبر او پرلپسې هڅې وه!

#رونیزه #ارواپوهنه

Address

Herat

Telephone

+93796537277

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Gharibyar ډاکټر غریب یار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Gharibyar ډاکټر غریب یار:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram