طبي معلومات Medical information

طبي معلومات Medical information وقايه د علاج بهتره ده

12/06/2024

قال رسولُ الله ﷺ: أحبّ الكلام إلى الله أربع: سبحان الله، والحمد لله، ولا إله إلا الله، والله أكبر

ایا ویښتانو لپاره د زیتون تيل ښه دي؟ بالکل!  د زیتون غوړ د انټي اکسیډنټ، ویټامینونو او منرالونو څخه بډای دی، کوم چې کولی...
13/11/2023

ایا ویښتانو لپاره د زیتون تيل ښه دي؟
بالکل! د زیتون غوړ د انټي اکسیډنټ، ویټامینونو او منرالونو څخه بډای دی، کوم چې کولی شي د سر دويښتانو په تغذیه او رطوبت کې مرسته وکړي، چون د زيتونو تيلو پواسطه دويښتانو د وچوالي او فلج کیدو مخه نیول کيږي. دزيتونو تيل دا وړتيا هم لري چي د وینې جریان دسر پوستکي ته زيات او ښه کړي او له همدې امله دويښتانو د ودي سبب کيږي، که غواړي چي دسر ويښتانو مو قوي وساتي کوشش وکړي چي د زيتونو د تيلو څخه استفاده وکړي چون دا د سر دويښتانو د طبیعي درملنې لپاره غوره انتخاب دي.

28/10/2023

*⭕️ کولیسټرول یا د وینی غوړ څه شی دی ؟*

🔹 تعریف : کولیسټرول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چې د ینی ( liver ) په واسط تولیدېږی ، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی . کولیسټرول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چې د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو Lipo protien په نوم یادېږی .

🔹 د کولیسټرول وظیفی :

1 : د بدن د حُجراتو د باندنی طبقی جوړښت .
2 : حُجراتو ته د قابل جذب موادو مشخص کول چې کومو ته اجازه ورکړی او کومو ته یی ورنکړی چې حُجری ته داخل شی .
3 : د جنسی هورمونونو په تولید کی هم دخیل دی .
4 : همدا رنګه د ادرنال غدی د هومونو ( کورټیزول ، کورټیکوسټیرون ، الدوستیرون او نورو ) په تولید کی هم مهم رول لری .
5 : د صفرا په تولید کی هم مرسته کوی .
6 : د لمر د وړانګو په واسطه د ویټامن ډی په اخیستلو کی هم مرسته کوی .
7 : د هغه ویټامنونو په جذب او میتابولیزم کی هم مرسته کوی کوم چهګې په غوړو کی د حل کیدو قابلیت لری لکه :
Vitamin A , D , E & K .
8 : همدا رنګه د عصبی ریښو پوښل .

🔹 د کولیسټرول یا لیپوپروټینو ډولونه :

1 : ټیټ غلظت درلودونکی لیپوپروټین یا Low density lipoprotein ( LDL ) : دا ډول لیپوپروتین یا کولیسټرول د بدو يا مُضِره لیپوپروتینو په نامه هم یادېږی ، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسټرول د ینی ( liver ) څخه حُجراتو ته اِنتقالوی چې په نتیجه کی په حُجراتو او د هغه په شاوخوا کی د هغوی ډېروالی د وینی د رګونو د تنګوالی او د هغه د دیوالونو د سختوالی سبب ګرځی چې په نتیجه کی لوړ فشار ، د رګونو شکیدل او داسی نورو مُشکلاتو سبب کیدای شی .

2 : لوړ غلظت درلودونکی لیپوپروتین یا High density Lipoprotein ( HDL : دا ډول لیپوپروتین د ښه يا مفيده لیپوپروتینو په نوم هم یادېږی ، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسترول د بدن د حجراتو څخه ینی ته انتقالوی او په ینه کی ټوټی کیږی او د بدن څخه خارجیږی چې په نتیجه کی د رنګو د تنګوالی څخه مخنیوی کیږی .

3 : ترایګلایسرایډ Triglycerides : ترایګلایسرایډ یو کیمیاوی ترکیب دی په کوم کی چې په ډیر مقدار غوړ موجود دی . دا ترکیب د وینی په پلازما کی موجود وی ، نوموړی غوړ زموږ د غوړو غذایی موادو څخه کوم چې موږ یی په ورځنیو خوړ کی اخلو منشه اخلی او همدا رنګه په بدن کی د نورو غذایی مواد لکه قندی مواد او داسی نورو څخه هم جوړېږی کوم چې زموږ د بدن د مصرف څخه زیات شی . نوموړی مواد د بدن په شحمی حُجرو کی ذخیره کېږی .

دنبض معلومولو ځايونه
27/10/2023

دنبض معلومولو ځايونه

   !هغه دوا ګانې چې دحمل په وخت استطباب لري :• دمکروبې امراضو لپاره ( Anti-biotics ) :CephalexenCephradin Cefixim Cefato...
27/10/2023

!
هغه دوا ګانې چې دحمل په وخت استطباب لري :

• دمکروبې امراضو لپاره
( Anti-biotics ) :CephalexenCephradin Cefixim CefatoximeAzithromycin Ceftriaxone Amoxicilline

• دمعدی دزخم او دمعدی دمشکلاتو لپاره
( Anti-ulcer ) :CimetidineRanitidineFamotidineNizatidineLansoprazole GavisconSucralfate

• دحساسیت لپاره
( Anti-ellargic ) :DiphenhydramineLevocetrizine Loratidine

• د دردونو لپاره
( Analgesics ): paracetamol - only oral use !

• دکانګو او زړه بدوالې لپاره
( Anti-emitics ): Doxylamine Diminhydrinate (gravitate) Ondensetrone Meclizine Vitamine B6 (pyridoxine)Metoclopramide

• دنس درد او شخوالې لپاره
( Anti-spasmodic ) :Nospa (drotavarine) Spaslar (phloroglucinol)

• داسهال لپاره
( Antidiarrheals ) :Loperamide Metronidazole

• دقبضیت لپاره
( Constipation ) :IsphagolLactulose Glycerine suppository

• دمهبلې فنګسې امراضو لپاره
( Anti-fungl ) :Clotrimazole V cream

• دلوړ فشار لپاره
( Anti-hypertensive ) :Methyl dopa Nipedipine Exmergency Labetolol

• دخونریزي لپاره
( Bleeding) :Tranexamic acid

27/10/2023

د بدن د مایعاتو کمښت ( ):

🔯ډیهایډریشن: دا یو طبی کلمه ده چي د مالګي او اوبو د کمښت کوم چي د بدن د نارمل وظایفو سر ته رسولو لپاره ضروري استعمالیږي.

سببونه (Causes):
۱- اسهالات (Diarrhea)
۲- خواګرځی (Vomiting)
۳- خوله کیدل (Sweating)
۴- تبه (Fever)
۵- د مایعاتو یا اوبو کمه اخیستنه
۶- سخته سوځیدنه

بعضی نور سببونه هم کیدای سی:
۱- د شکري زیاتوالی.
۲- د الکولو زیات اخستل

د ډیهایډریشن اعراض او علایم:
الف: د خولې وچوالی (Dry Mouth)
ب: عضلاتي دردونه (Muscular Cramps)
ج: دلبدی او خواګرځی (Nausea and Vomiting)
د: د زړه تکان (Heart Palpitation)
هـ : د سترګو ننوتل (Sunken Eye)
و: ضعف (Weakness)
ز: دپوستکی اولنی حالت ته ژر نه راتلل

په پای کي د سخت ډی هایډریشن له وجي حیاتي اعضاوو ته د وینی د پوره نه رسیدني له امله شاک کوما د حیاتي اعضاوو له کار لویدنه رامنځته کیږی.

د ډیهایډریشن ویشنه:
1-ابتدایی (Mild) : د مایعاتو کموالی {%5}
2-متوسط (Moderate): د مایعاتو کموالی {%10…5}
3-شدید (Sever): دمایعاتو کموالی {%10} او یا هم آضافه.

درملنه Treatment:
د ډی هایډریشن درملنه د ری هایډریشن په نامه یادیږی
چي درملنه یی د ډی هایډریشن په ویشنه پوری اړه لری

1-ابتدایی (Mild) درملنه: (Oral Rehydration Salt)ORS ورکوو
او نور مایعات ( جوس، شیدې، شورباء او اوبه ورکول)

2- متوسط (Modrate) او شدید (Sever): لپاره د ORS او مایعاتو ترڅنګ د روغتون د بستر کیدو یا د رګ له لاری د مایعاتو اخستنی ته هم ضرورت لیدل کیږی.{R/L, Nacl, D/S}

نوټ: لومړی یا ابتدایي ډیهایډریشن په کور کې او Modrate او Sever په روغتون کې تداوی سی.

یادونه: که چیری عاجل ORS پوډر ته لاسرسی ونه لرو کولای سو په کور کې ORS پوړی جوړه کړو.

د جوړولو طریقه: نیمه کاچوغه مالګه، څلور کاچوغی بوره په یو لیتر یا څلور ګیلاسه اوبو کې حل کړی او ورڅخه استفاده وکړئ

Address

جلال اباد
Jalalabad
152024

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when طبي معلومات Medical information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram