13/02/2020
کوليسټرول څه شى دې ؟
What is Cholesterol ?
کوليسټرول د وازدې په شان يوه ماده ده چې C27 H46 O يې کيمياوي فورموله ده او عموماً په ټولو حجراتو کې شتون لري او ډير مهمې دندې پر مخ وړي .
که څه هم کوليسټرول زمونږ په بدن کې ډير مهمې دندې ترسره کوي خو که د کوليسټرولو اندازه په وينه کې لوړه شي نو د مختلفو مشکلاتو سبب کيداى شي .
زمونږ وجود هم پخپله کوليسټرول جوړوي او هم يې د خوراک په واسطه له بيرون څخه حاصلوي لکه
د هګيو له زيړو , له غوښى څخه او له پنير وغيره څخه .
په وجود کې د کوليسټرولو مهمې دندې :
۱ ... د هارومونو جوړول
۲ ... د وټامين ډي جوړول
۳ ... او هغه مواد کوم چې د خوراک په هضمولو کې مرسته کوي .
کله چې د کوليسټرولو اندازه په وينه کې زياته وي نو بيا کوليسټرول په وينه کې د موجودو نورو موادو سره يو ځاى کيږي او د وينې د رګونو د تنګيدو او بنديدو سبب کيږي چې دا د زړه د ناروغۍ او حتا د زړه د حملې او د معزي سکتې هم سبب کيداى شي.
د کوليسټرولو قسمونه :
کوليسټرول دوه مختلف قسمونه لري
ښه کوليسټرول Good Cholesterol (HDL)
بد کوليسټرول Bad Cholesterol (LDL) او
Very Low Density Lipoprotien ( VLDL)
ښه کوليسټرول( Good Cholesterol) هغه کوليسټرول دي کوم چې وجود ته تاون نه رسوي ځکه چې دا کوليسټرول د بدن د نورو برخو نه کوليسټرول بيرته ځيګر ته راوړي او هلته بيا په وړو وړو پرچو ويشل کيږي او بيا زمونږ ځيګر کوليسټرول له وجود څخه بهر اوباسي . دې کوليسټرولو ته په طبى اصطلاح کې High Density Lipoprotien ويل کيږي .
بد کوليسټرول (Bad Cholesterol) دا هغه کوليسټرول د کومو لوړا اندازه کولې شي چې په رنګونو کې د دننه خوا نه ونخلى او په دې سره د وينې په جريان کې د خنډ سبب شي له همدې عمله دې ته بد کوليسټرول هم وايي البته په طبى اصطلاح کې دې کوليسټرولو ته Low Density Lipoprptien ويل کيږي .
Very low density lipoprotien
دا د کوليسټرولو يو دريم قسم دې چې ځينې خلک دې ته هم بد کوليسټرول وايي ځکه چې ويل کيږي چې دا کوليسټرول
هم د رګونو د تنګيدو سبب کيداى شي .
څه شى د کوليسټرولو د اندازې د لوړيدو سبب کيږي ؟
1 .... غوړ خوراکونه خوړل لکه
وزادى , ډيره غوښه , پنير , د هګيو زيړ , چکليټونه وغيره .
2 ... ورزش يا فزيکي کار نه کول .
3 ... سيګرټ څکول .
په درنښت Copy
Dr raz mohmmad