16/10/2025
د عامې روغتیا وزارت پلاوي د عمر ځلاند ننګرهار د روغتیایي علومو انستیتیوت علمي او اداري چارې وارزولې
نېټه: ۲۱ میزان ۱۴۰۴ هـ ش
د عامې روغتیا وزارت او د خصوصي طبي انستیتیوتونو ریاست ګډ ارزونې پلاوي نن د عمر ځلاند ننګرهار د روغتیایي علومو انستیتیوت علمي، اداري او خدماتي برخې له نږدې وڅېړلې.
یاد پلاوي د انستیتیوت له مشرتابه سره د لیدنې وروسته، د تدریسي ټولګیو، (تطبیقات)خو نو ، کتابخانې، لابراتوار، بېلابېلو کمېټو د فعالیتونو او د فارغو زدهکوونکو د سوابقو نظارت ترسره کړ.
د عامې روغتیا وزارت استازو د انستیتیوت د منظم تدریسي بهیر، د زدهکوونکو د معیاري روزنې، او د وزارت د پالیسیو د اغېزمن تطبیق ستاینه وکړه. هغوی ټینګار وکړ چې دا ډول بنسټونه د هېواد د روغتیايي سکتور د تقویې او د مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې مهم رول لري.
همدارنګه، پلاوي د انستیتیوت د لا پیاوړتیا او د خدماتو د ښهوالي لپاره لازمې سپارښتنې وړاندې کړې.
د ننګرهار د روغتیایي علومو انستیتیوت مشرتابه د وزارت له استازو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او د روغتیايي معیاري زدهکړو د دوام لپاره به خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي.
ټاکل شوې چې د ارزونې له بشپړېدو وروسته، د عامې روغتیا وزارت د ازموینو ملي ادارې په همغږۍ د فارغو زدهکوونکو د ایګزیټ ازموینې نهایي نېټه اعلان کړي.
عمر ځلاند ننګرهار ستاسو د ځلانده او روښانه راتلونکي هنداره
ادرس:- مرستون څلور لاری قبلی په لور غزیدلی سړک، جلال آباد ښار.
اړیکی شمیره :- 0781243343