Dr.Ab Andish

Dr.Ab Andish 𝐋𝐢𝐟𝐞: it’s only a short trip, enjoy it

27/12/2025

Erythrocyte segmentation rate

17/12/2025

د لوړ فشار ۵ خطرناک غلط فهمۍ!
ډېری خلک په همدې غلط فهمیو خپل زړه، دماغ او پښتورګي زیانمنوي.

⚠ لوړ فشار نښه نه غواړي، خو زیان کوي!

👇 ویډیو وګورئ او دا پیغام نورو ته هم ورسوئ.
کوم ټکی تاسو ته نوی و؟

10/12/2025

د زړۀ حملې ۵ پټې نښې چې اکثره خلک یې جدي نه نیسي!
ډېری وخت د زړه حمله په خاموش ډول راځي… بې له سینې درد!
په همدې ویډیو کې به هغه نښې در وښیم چې ژوند ژغورلی شي.

1️⃣ بې دلیله نفس لنډوالی
2️⃣ د ژامې، غاړې، شا او لاس درد
3️⃣ غیر نورماله ستړیا، په ځانګړي ډول په ښځو کې
4️⃣ معدې ستونزې یا زړه بدوالی
5️⃣ سړه خوله او ناارامه احساس

⚠ که تا یا د کورنۍ چا کې دا نښې یو ځل هم لیدلې وي، حتماً یې جدي ونیسئ او بېړنۍ تداوي وکړئ!

👇 دا ویډیو مه هېروئ — کومه نښه تر ټولو حیرانوونکې وه؟
په کمینټ کې راته ولیکئ.

# DrAndish

اولاد ته تی ورکول میندې له شکر ناروغۍ څخه بچ کويپه امریکا کې د یوې نوې شوې څیړنې له مخې ویل شوي چې ماشوم ته تر شپږ میاشت...
04/12/2025

اولاد ته تی ورکول میندې له شکر ناروغۍ څخه بچ کوي

په امریکا کې د یوې نوې شوې څیړنې له مخې ویل شوي چې ماشوم ته تر شپږ میاشتو زیاته موده تی ورکول میندې د شکر ناروغۍ څخه ساتي.

پوهانو ددغو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دېرش کاله څیړنې وکړې.

په څیړنه کې ویل شوي هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته له ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې خپلې طبیعي شیدې ورکوي، په دوی کې د شکر کچه ۴۷ سلنه راکمیږي، د هغو میندو په پرتله کومې چې خپلو ماشومانو ته چمتو شوي خواړه ورکوي، او په هغو ښځو کې چې تر شپږو میاشتو ماشومانو ته شیدې ورکړي ۲۵ سلنه د شکر ناروغۍ کمیږي.

ددغې څیړنې -چې په جاما طبي مجله کې خپره شوې- پوهان وایي چې طبیعي شیدې یوازې د ماشوم لپاره روغتیایي ګټې نه لري بلکې د میندو لپاره هم یو شمېر ځانګړې روغتیایي ګټې لري.

د امریکا مشهورې څیړونکې ډاکټره ایریکا ګونډرسن ویلي: موږ د څیړنې پر مهال چې په ۱۲۳۸ هغو میرمنو ترسره شوه چې له ۱۸ څخه تر ۳۰ کالو عمر لرونکې وې، د طبیعي تي ورکولو د مودې او د شکر ناروغۍ د خطر کمېدو ترمنځ قوي اړیکه وموندله.

له دې وړاندې یوې بلې څیړنې ثابته کړې وه چې هغه میندې کومې چې په طبیعي ډول ماشومانو ته تی ورکوي د تیو او رحم د سرطان مخه یې نیول کیږي...
دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړی.

25/11/2025

🥗 تغذیه – د روغ ژوند بنسټ

تغذیه یوازې د خوراک نوم نه دی، بلکې د بدن لپاره د انرژۍ، ودې او مقاومت ستره سرچینه ده. سالمه غذا د هر انسان روغتیا، ذهني ځواک او ورځنی فعالیت په مستقیم ډول بدلوي.

ځینې ساده خو ډېر مهم ټکي:

🍎 ډېره میوه او سابه وخورئ – ویټامینونه او انټي‌اکسیدنټونه مو لوړوي.
🥛 کلسیم لرونکي مواد لکه شیدې او مستې د هډوکو قوت زیاتوي.
🥚 پروټین مه هېروئ – د بدن د جوړښت او رغونې اساس دی.
💧 ۱.۵ تر ۲ لیټرو پورې اوبه په ورځ وڅښئ.
⚖️ په اندازه خوراک وکړئ؛ زیات خوراک هم ستړی کوي او هم مو وزن ګډوډوي.
🚶 منظم حرکت د غذایي موادو په ښه جذب کې مرسته کوي.

په یاد ولرئ: سالم خوراک، سالم بدن او سالم فکر جوړوي.

راځئ د تغذیې په انتخاب کې هوښیار شو، ځکه زموږ راتلونکی د نن ورځې پر تغذیه ولاړ دی.

الحمدلله!نن مې د خپل ایګزیت امتحان نتیجه واخیسته او په ډېره خوشحالۍ سره وایم چې زه په ۲۸۵.۷۵ نمرو بریالی شوم. دا بریا زم...
19/11/2025

الحمدلله!
نن مې د خپل ایګزیت امتحان نتیجه واخیسته او په ډېره خوشحالۍ سره وایم چې زه په ۲۸۵.۷۵ نمرو بریالی شوم. دا بریا زما د کورنۍ، استادانو، ملګرو او ټولو هغو کسانو د دعاوو او ملاتړ نتیجه ده چې تل راسره ولاړ وو.

دا سفر اسانه نه و، خو د زحمت، هڅو او توکل په برکت پایله ډېره خوږه ده.
له ټولو هغو ملګرو مننه کوم چې په دې لار کې یې راسره ملګرتیا وکړه او زما حوصله یې پیاوړې ساتله.

هیله لرم چې راتلونکې کې هم د خپلو خلکو لپاره په صداقت، مینه او مسلکي معیار خدمت وکړم.
د ټولو دوستانو دعاوې او ښې هیلې راسره شریکول به راته لوی افتخار وي.

منندوی — Abdurahman Andish

05/09/2025

🌿 ستاسې روغتیا ستاسې شتمني ده! 🌿

🫀 د ښه صحت لپاره څو وړې خو مهمې سپارښتنې:
• هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې قدم وهل
• کافي اوبه څښل (۸–۱۰ ګیلاسه په ورځ کې)
• تازه مېوې او سبزیجات کارول
• له سګرټ او الکول لرې پاتې کېدل
• د خوب ښه مهالویش (۷–۸ ساعته)

💡 مه هېروئ: مخنیوی تل د درملنې نه اسانه دی.

د زړه له کومې سلامتیا او خوښ ژوند درته غواړم.

17/07/2025
  colic
17/07/2025

colic

🧡
16/07/2025

🧡

کوچنې اختر مو مبارک شه!
30/03/2025

کوچنې اختر مو مبارک شه!

🤎
18/03/2025

🤎

Address

Jalalabad
2601

Telephone

+93708923090

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Ab Andish posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Ab Andish:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category