Omarzai Medical Lab

Omarzai Medical Lab Medical Teacnalogist

------------------------> د وينې فشار
06/08/2022

------------------------> د وينې فشار

27/06/2022
راځی چی نن درته د دماغو په اړوند معلومات شریک کړمدانسان دماغ 78 سلنه له اوبو څخه تشکلیل سوي دي، لۀ زیږون نۀ تر دې دمه هې...
07/06/2022

راځی چی نن درته د دماغو په اړوند معلومات شریک کړم

دانسان دماغ 78 سلنه له اوبو څخه تشکلیل سوي دي، لۀ زیږون نۀ تر دې دمه هېڅکله ستاسو دماغو ارام نۀ دی کړی.
یعنې د انسان پۀ بدن کې دماغ شپه او ورځ فعالیت کوي.
د څېړنو لۀ مخې د یوه صحتمند انسان دماغ 2.5 میلیونه جي بي خافظه لري؛ یعنې ستاسو ماغزه کولی سي چې 300 کاله دوامداره فلم ذخیره کړي او یا هم د ټولې نړۍ کتابونه یاداشت کړي.
د ماغزو یا دماغو پروسېس د یوه شخص پۀ صحتمندۍ پورې مستقیماً تړلي ده!
نو تاسو بۀ د خپل رب کوم نعمتونه وشمارئ!

 !د عمرزی عصری طبی لابراتوار طبی پرسونل تاسو ټولو مسلمانانو ته د رمضان مبارک میاشتی په رارسیدو مبارکی وایه خدای تعالی دی...
01/04/2022

!

د عمرزی عصری طبی لابراتوار
طبی پرسونل تاسو ټولو مسلمانانو ته د رمضان مبارک میاشتی په رارسیدو مبارکی وایه خدای تعالی دی ټولو مسلمانانو گناهونه معاف او د ښه عبادت کولو توفیق ورکړی
امین ثم امین

نهایت عاجل!همدا شېبه د د ننگرهار په عامی روغتیا روغتون کې يو ناروغ ته «-O»  منفی اوو وينې ته عاجله اړتيا ده. که له تاسې ...
27/02/2022

نهایت عاجل!
همدا شېبه د د ننگرهار په عامی روغتیا روغتون
کې يو ناروغ ته «-O» منفی اوو وينې ته عاجله اړتيا ده.
که له تاسې درنو کوم يو يې ياد ګروپ وينه لرئ، نو په لاندې شمېره اړيکه ونيسئ او د يو مسلمان ژوند وژغورئ

Ph: 078 34 68 169
Ph 077 12 18 756

شلغم به تاسو ته یوه عادی سبزی ښکاری ، خو په اصل کی شلغم ډیرې فایدې لری 1ـ شلغم اشتها راوړونکی ده 2ـ شلغم په جنسې مرضونو ...
03/02/2022

شلغم به تاسو ته یوه عادی سبزی ښکاری ، خو په اصل کی شلغم ډیرې فایدې لری
1ـ شلغم اشتها راوړونکی ده
2ـ شلغم په جنسې مرضونو کی مفید، او سپرم زیاتوی
3 ــ شلغم معده قوی کوی
4ــ شلغم د وینې شکر راټیټوی
5ـ د شلغمو پخې شوی اوبه د بدن ګرمایش کموی یعنی بعضی ځوانان چی کله ځوانۍ ته ورسیږي نو په مخ او بدن یی دانې او بخار راخیجي نو هغوﺉ دې د شلغو خوټیدلی اوبه زیاتی وڅکی
6ــ څوک چی د حافظې کمزوری لری نو حتمن دي شلغم وخوري ځکه چی شلغم د حافظی قوی کوونکی دي
7ــ شلغم په شب کورۍ کی هم ډیر مفید دي
8ــ شلغم د ویټامین بی 1 په درلودلو سره د کم خونۍ مخه نیسی
9 ــ شلغم د هډوکو د قوی کیدو او رشد لپاره ډیر مفید دي
10ــ شلغم د حامله ښځو او شیدو ورکوونکو ښځو لپاره بیحده مفید او ګټور دي
یادونه . زیاتره خلک شلغم په خام ډول هم خوري چې بعضی وخت د قبضیت او د تشو متیازو سوزش رامنځته کوی ، نو له تاسو څخه می هیله ده چی کوشش وکړﺉ شلغم په پاخه ډول وخورﺉ هغه ستاسو خوښه ده چې ستاسو هر رقم رواج وی او هر رقم یی پخوﺉ یا یې خوټوﺉ او یا یی نورو سبزیو ، یا ترکاریو سره یو ځای پخوﺉ او یا یی د غوښې شوروا سره پخوﺉ ، نو دا ستاسو خوښه ده . ما یی درته ګټې بیان کړي باقی ستاسو خوښه .
ستاسو د روغ صحت په هیله ،

پورته معلومات تاسو ته د عمرزی عصری طبی لابراتوار لخوا وړاندی شول

آدرس: ملنگ جان واټ کامی زړه هډه جنرال سید صالح خان صحت پلازه دوهم منزل عمرزی طبی لابراتوار
جلال اباد -افغانستان

اړیکو شمیره :0780246444-0774357833
په یاد ولری چی غوره درملنه د ښه تشحیص له امله کیږی

👈 دا معلومات له نورو سره ثواب په نیت نشر کړئ !

02/02/2022

عمرزی عصری طبی لابراتوار

د شکر د ناروغۍ څخه مخنیوی لپاره څو اسانې لارې

شکر یو له خطرناکو ناروغیو څخه دی چې په ډیره پراخه کچه په نړۍ کې په خپریدو دی او افغانستان کې هم زیات شمیر کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي او نور هم اخته کیږي.

په دغه ناروغۍ د اخته کیدو مختلف لاملونه شتون لري چې تر ټولو مهمه يي په بدن کې د قندي موادو له اندازې څخه زیاتیدل دي. د دغې ناروغۍ تر ټولو بده ځانګړنه دا ده چې انسان له زیات شمیر خوړو څخه په پرهیز مجبوروي او د انسان هډوکي او اعصاب کمزوری کوي.

له نیکه مرغه ځینې داسې لارې هم شتون لري چې انسان کولی شي په ډیره اسانۍ سره د دغې ناروغۍ مخه ونیسي. دلته مو له ځینو هغو لارو سره چې د دغې ناورغ مخه نیولی شي اشنا کوو:

1- وزن کمول د شکر په مخنیوی کې ډیر اغیزمن رول لوبوي. هغه کسان چې وتوانیږي د ګټورو خوړو سره خپل د بدن ۷٪ وزن کم کړي په هغوي کې د شکر خطر ۵۸٪ کمیږي.

2- باید له زیات نه زیات ورزش وشي او هرو شلو دقیقو کې څو قدمه اوچت شي یعني باید فعاله ژوند ولرو.

3- یوه اندازه د مڼې سرکه وروسته له هر ځل خواړه خوړلو څخه او له ویده کیدو څخه وړاندې وخورئ.

4- ذهني ورزش او یا هم تفکر وکړئ ځکه چې ذهني فشار په بدن کې د شکر اندازه لوړولو سره انسان د شکر په ناروغۍ اخته کوي.

5- مناسبه اندازه خوب هم د دغې ناروغۍ په مخنیوی کې ډیره زیاته ګټه لري.

6- له هر خواړه خوړلو وروسته ۱۰۰ قدمه وهل د خوړل شوي خواړه قندي مواد جذبولو سره انسان له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه ژغوري.

هغه کسان چې له وړاندې څخه په دغې ناروغۍ اخته دي کولی شي په ورځنۍ ډول ورزش خپل عادت ګرځولو سره خپل د شکر اندازه ټیټه وساتي.

👈 دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړی
#آدرس : - کامی هډه د جنرال سید صالح خان صحت پلازه دوهم منزل ـ جلال آباد - افغانستان
#آړیکه:
0780246444
عمرزی طبی لابراتوار

سلامونه او نیکې هیليدا چي ملنګ جان واټ سره نږدې سرای سرویس په مکمله توګه تخریب او د جوړولو کار یی پيل وکړ نو له همدې امل...
25/01/2022

سلامونه او نیکې هیلي
دا چي ملنګ جان واټ سره نږدې سرای سرویس په مکمله توګه تخریب او د جوړولو کار یی پيل وکړ نو له همدې امله تاسی هیوادوالو ته خبر ورکول کیږی چې له سرای سرویس څخه ډاکټر صاحبان د جنرال سید صالح خان کنړی مارکيټ ته انتقال شو

متخصص صاحب ډاکټر عطاء الله شینواري
د جراحی متخصص

متخصص صاحب ډاکټر عبدالرشيد متین حسن
د داخله او معدی متخصص

ډاکټر صاحب میراګل موسی زی
عمومی داخله معالج

او باختر لابراتوار په عمرزی لابراتوار بدل شو

راتلونکو ورځو کی به ان شاالله د پورته یاد شوی ډاکټر صاحبانو په اړه له تاسو سره مکمل معلومات شریک شی تر څو د خپلو ناروغانو تشخیص په ښه ډول وکړی

د سیمین او سپرمنو د کمیت او کیفیت په اړه ضروري مالومات: .👈 د مـنــيـو ( semen ) کـيـفـيـت چـې د الـقـاح لـپـاره اړيـن بـ...
16/01/2022

د سیمین او سپرمنو د کمیت او کیفیت په اړه ضروري مالومات: .
👈 د مـنــيـو ( semen ) کـيـفـيـت چـې د الـقـاح لـپـاره اړيـن بـلل کـيـږي :

* د القاح لپاره د منيو ( semen ) کمترينه اړين لرونکى کيفيت عبارت دى له ..

1- د منيو(semen) حجم بايد په هر انزال (Ej*******on) کې کم تر کمه دوه ملي ليتره (2mL) وي .

2- د سپرمونو تعداد بايد کم تر کمه په هر ملى ليتر کې شل ميليونه( 20million ) وي .

3- د سپرمونو تعداد بايد په هر انزال (ej*******on) کې کم تر کمه 40 ميليونه وي .

4- په هر انزال کې %75 سپرمونه بايد ژوندي وي .

5- بايد %50 سپرمونه خوځيدونکي ( motile ) وي .

6- بايد %30 سپرمونه نارمل شکل او جوړښت ولري .

7- هغه سپرمونه چى د سر ( head ) برخي نقصان ولري بايد د %35 څخه کم وي .

8- هغه سپرمونه چى د منځ برخي ( midpiece ) نقصان ولري بايد د %20 څخه کم وي .

9- او هم هغه سپرمونه چى د لکى د برخي نقصان ولري بايد د %20 څخه کم .

👈 څنګه کولی شو خپل مني قوي کړو ؟

* هغه خواړه چې ویټامین C لري ډیر وکاروئ .
* هغه خواړه چې ویټامین D لری ډیر وکاروئ .
* خپل خوب منظم او پوره کړئ .
* ټینشن سوچ او فکر مو کم کړئ .
* تازه میوي وخورئ .
* خورما او پسته وخورئ .
* ډیر تروش خوراک مکوئ .

👈 که چیری د منیو تعداد کم وی یا سپرم یعنی منی کمزوری وی کوم علائم به وی ؟

* جنسي کمزورتیا .
* بی اولادي .
* زر انزال .
* ویښتانو تویدل .
* درد یا سوزش د نارینه اندام خوا کي .

👈 که چيرته د منیو تعداد چې پورته ذکر شو په کم اندازه وی نو نارینه نشي کولي چې مقابل لوری ښځینه حامله کړي .

👈 کوم غواړه دي چې مني پری قوي کیږي :

* کیله .
* مینچې .
* مکروني .
* ممپلي .
* چهار مغز .
* کورنئ هګئ جوش شوي .

👈
پورته معلومات تاسو ته د عمرزی عصری طبی لابراتوار لخوا وړاندی شول

آدرس: ملنگ جان واټ کامی زړه هډه جنرال سید صالح خان صحت پلازه دوهم منزل عمرزی طبی لابراتوار
جلال اباد -افغانستان

اړیکو شمیره :0780246444-0774357833
په یاد ولری چی غوره درملنه د ښه تشحیص له امله کیږی

👈 دا معلومات له نورو سره ثواب په نیت نشر کړئ !

د ناروغ عمومي فزیکي معاینه(د طب محصلینو ته لنډ لارښود) (لومړۍ برخه)د طب محصل باید د ناروغ له معاینې څخه مخکې لاندې وسایل...
06/01/2022

د ناروغ عمومي فزیکي معاینه
(د طب محصلینو ته لنډ لارښود)
(لومړۍ برخه)

د طب محصل باید د ناروغ له معاینې څخه مخکې لاندې وسایل له ځان سره ولري:
· سټېټوسکوپ
· وتري سوټک
· لاسي څراغ
· د اندازه‌کولو فیته
· که امکان ولري، یوه د فشار آله

د ناروغ معاینه دوه برخې لري:
· عمومي فزیکي معاینه
· سیسټمیکه فزیکي معاینه

عمومي فزیکي معاینه
یادونه: معاینه‌کوونکی باید د ناروغ په ښۍ خوا کې ودرېږي.

عمومي فزیکي معاینه د ناروغ په لومړنۍ لیدنې سره پيلېږي. ډاکڼر باید یو ښه مشاهد وي، پرته له دې ممکن یو شمېر کلینیکي نښې چې تشخیص ته د رسېدو لپاره مهمې دي له پامه لېرې پاتې شي. د تاریخچې له اخیستلو څخه وروسته، د ډاکټر په ذهن کې د تشخیص په هکله یوه مفکوره منځته راځي. وروسته د توقع وړ فزیکي نښې باید ولټول شي، ځکه ویل کېږي: "لټوونکی موندونکی دی."

لاس ورکول: ناروغ ته لاس ورکول نه یواځې دا چې د ناروغ ډاډ جلبوي، بلکې د یو شمېر ناروغیو په تشخیص کې هم مرسته کوي، چې عبارت دي له:
· غټ او خوله‌جن لاسونه - Acromegaly
· ګرم او خوله‌جن لاسونه - Thyrotoxicosis
· ساړه او خوله‌جن لاسونه - اضطراب
· وچ او زیږ لاسونه - Hypothyroidism
· د لاسونو په ځنډ استرخا - Dystrophia myotonica
· د اطرافو فلج - CVA

د تګ څرنګوالی (Gait): کله چې ناروغ د معاینې کوټې ته ننوځي د هغه د تګ څرنګوالی باید اطاق ته د ننوتلو پر مهال د پام لاندې ونیول شي (نور توضیحات د مرکزي عصبي سیسټم د معاینې په څپرکي کې وګورئ).
د ناروغ وضعیت په بستر کې: په بستر کې د ناروغ د وضعیت څرنګوالی د یو شمېر ناورغیو په تشخیص کې مرسته کوي:
· که ناروغ په بستر کې آرامه شا په تخته ملاست وي او سطحي تنفس ولري ممکن peritonitis ولري.
· د زړه په عدم‌کفایه او ریوي احتقان اخته ناروغان په افقي ډول پر بستر باندې نشي ویده کېدلای، بلکې د بالښتونو په مرسته نیم‌ناستی وضعیت غوره کوي.
· په COPD اخته ناروغ معمولاً پر بستر باندې په ناستې یا قدام خوا ته خم شوی وضعیت غوره کوي.
· په کلیوي کولیک اخته ناروغ، په بستر کې ناآرامه وي، خپل وضعیت له یوه حالت څخه بل حالت ته تغییروي، او د یو داسې وضعیت په لټه کې وي چې بې‌درده شي.
· په meningitis اخته ناروغ، ځانګړی وضعیت لري. غاړه یې شا خوا ته کږه وي او سر یې داسې ښکاري لکه په بالښت کې چې ننوتلی وي.

اوس لاندې ټکي باید ملاحظه شي:
· عمومي بڼه
· عمر
· جنس
· د مخ بڼه
· د تغذي حالت
· خسافت(pallor)
· سیانوز (cyanosis)
· ژېړی(jaundice)
· اذیما edema
· ډیهایدریشن dehydration
· کلبنگclubbing
· کویلونشیا koilonychia
· سپلینټر هیموریج splinter haemorrhage
· لمفاوي عقدې
· د غاړې معاینه (د ټایرایډ غده)
· نبض، د وینې فشار، تنفس
· د تودوخې درجه، تبه
· د جلد معاینه
· د لاسونو معاینه
· د پښو معاینه
· د تیونو معاینه

عمومي بڼه (General appearance)
· ناروغ ته وګورئ او څېره یې مطالعه کړئ. ناروغ ښکاري که ناراحته یا هم روغ. د ناروغ څېره، وضعیت، غیرارادي خوځښتونه (که شتون ولري) او د تګ څرنګوالی وګورئ (نور توضیحات د مرکزي عصبي سیسټم د معاینې په څپرکي کې).
· هر ډول سؤشکل ملاحظه کړئ: kyphosis (کله چې د فقراتو ستون خلفي محدبیت ولري)، scoliosis (کله چې د فقراتو ستون جنبي سؤشکل شکل ولري)، lordosis (کله چې د فقراتو ستون قدامي محدبیت ولري)، cubitus valgus، cubitus varus، genu valgus، genu varus، coxa vara ، coxa valga، talipes equinovarus ، hallux valgus

عمر
د ناروغ عمر مهم دی، ځکه malignancyګانې او وعایي اختلالات atherosclerosis)، (thrombosis په زړو اشخاصو کې لیدل کېږي، په دې حال کې چې Wilm’s tumor په ماشومانو کې معمول وي.

جنس
· ښځینه جنس هېڅکله په hemophilia نه اخته کېږي.
· د Raynaud ناروغي عمدتاً په ښځو کې منځته راځي.
· انکایلوزنگ سپاندایلایتس ankylosing spondylitis په نرانو کې ډېر معمول وي (۱۰:۱).
· قصبي کرسینوما په نرانو کې معمول وي (۸:۱).
· نقرس (gout) په ۹۵٪ واقعاتو کې په نرانو کې منځته راځي.

پورته معلومات تاسو ته د عمرزی عصری طبی لابراتوار لخوا وړاندی شول

آدرس: ملنگ جان واټ کامی زړه هډه جنرال سید صالح خان صحت پلازه دوهم منزل عمرزی طبی لابراتوار
جلال اباد -افغانستان

اړیکو شمیره :0780246444-0774357833

👈 دا معلومات له نورو سره ثواب په نیت نشر کړئ !
Dr.Jan Agha Omarzai

04/01/2022

Blood groups and Antibodies
که د يو سړی د وينی ګروپ A وی د هغه په وينه کی انټی باډی B ولی وی...
د وینی د ګروپ B والا کی انټی باډيز A ولی وی
ویڈیو کتلو نہ بعد ضرور ملگرو سرہ شئر کړی...............❤🌹❤
Dr.Jan Agha Omarzai

Address

Jalalabad
Jalal-Abad

Telephone

+93731633699

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Omarzai Medical Lab posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram