Naeemi medical complex

Naeemi medical complex Just service

الحمدولله دالله شکر اداکوم  چی ایکزیت ازموینه کی الله کامیاب کړم
22/11/2025

الحمدولله
دالله شکر اداکوم چی ایکزیت ازموینه کی الله کامیاب کړم

30/05/2024

؟

• کوما (coma) هغه حالت ته ویل کېږي چې ناروغ نه راویښېدونکی وي او د بهرنیو تنبیهاتو او د داخلي اړتیاوو پر وړاندې ځواب ونه وایي، سره له دې چې عکسوي او وضعیتي خوځښتونه ممکن شتون ولري.

#سببونه
• د مرکزي عصبي سیسټم د جدي اختلالاتو د اختلاط په توګه
• اختلاجات
• هایپرټرمیا
• مټابولیک اختلالات
• په دماغ کې ساختماني اختلالات چې د دماغ د دواړو نیم کرو یا د reticular activating system د اختلال سبب شوي وي.
• په دماغ کې یو طرفه کتلوي آفات (mass lesions) چې د دماغ ساقه يې تر فشار لاندي نیولي وي.


• په کوما ناروغانو کې تشخیصیه او منجمنټ هم‌مهاله باید سرته ورسول شي. د تنفس او د فشار لپاره تقویتي درملني پیل شي.
• په هایپوټرمیا کې ټولې حیاتي نښې له منځه تللي وي؛ دي حالت کې مخکې له هر ډول ارزونو ناروغ باید لومړی تود کړای شي.
• ناروغ ته په ډډه وضعیت ورکړل شي، داسي چې د ناروغ سر لږڅه بسط حالت کې وي، مصنوعي غاښونه لیري کړای شي او د خولي افرازات د سکشن له لاري پاک کړای شي. د اړتیا په صورت کې airway تطبیق کړای شي.
• د وینې سمپل د ګلوکوز، الکټرولایټونو، کلسیم، شریاني ګازونو، کلیوي او کبدي او ټاکسیکولوژیک معایناتو له پاره واخیستل شي.
• ناروغ ته ډکستروز 50% (25 g)، نالوکسان (0.4-1.2 mg) او ټایمین (100 mg) د ورید له لاري پرته له ځنډه پيل کړای شي.
• د ناروغ له ملګرو څخه د ناروغۍ د سابقي، د کوما د پیل د چاپيریال او تعقیبیه پيښو په هکله معلومات واخیستل شي.
• د کوما بیړنۍ پیل کیدل په تحت عنکبوتیه ویني توییدني، د دماغ د ساقي وینه توییدني یا د دماغ دننه ویني توییدني ښودنه کوي، په داسي حال کې چې د کوما وروورو پيل کیدنه د دماغ په نورو ساختماني اختلالاتو او کتلاتو کې لیدل کېږي.
• د سر بېړنی CT scan له کانټرسټ پرته باید په عاجله شعبه کې سرته ورسول شي، ترڅو دماغي ویني توییدني، دماغي فتقونه یا نور ساختماني ناخوالي تشخیص کړای شي چې شاید غیر جراحي پروسیجرونو ته اړتیا ولري.
• د کوما میټابولیک علتونه که چیرې حاد intoxication یا هیجاني دلیریوم شتون ولري باید په نظر کې وي.
• په فزیکې معایناتو کې د دردلرونکې تنبه په وړاندي د ناروغ ځواب، حدقي او د رڼا په وړاندي یې عکس العمل، د معقمي پختي په واسطه د قرنیي تنبه کولو په وړاندي عکس العمل، د سترګو موقعیت او

29/03/2024

👈🧑🏼‍⚕️😍د ډاکټـر په ژوند کی غوره او خوشحاله کوونکی شېبی!
۱: د یو نوې زیـږېدلی ماشوم ژړا.
۲: د کوما حالت څخه د یو ناروغ راوتل.
۳: د یو ناروغ د زړه ضربان دوبـاره شروع کېدل او نوي ژوند پیل کیدل.
۴: د ناروغ د ښه کېـدو له وجی د مننې الفـاظ اوریدل.
۵: کله چې په عـام محضر کی یو څوک تا وپیژنی او ستا د کورنۍ/اولادونو په وړاندی له تا څخه مننه وکړي.
۶: کله چې د یو غریب ناروغ اعـلاج په وړیـا ډول وکړي، او هغه تاته خـواږه ډالۍ کړی.
۷: کله چې دی زیـات کار له وجي ستړي وی، او څوک ووایی چې بس دی! لـږ دمه وکړئ.
۸: کله چې یو څـوک ووایی " زه غواړم ستا پشـان ډاکټـر شم" ....
ⅅℛ:ℳℍ.

09/07/2023

⭕️ د ستونی درد Tanslitis :

🩺 ټانسلونه د انسان په ستونی یابلعوم کی هغه دوه غدی دی چې انسان د مکروب څخه په امن کی ساتی ،خو کله کله په بدن کی د زهری موادو شتون له کبله تانسلونه میکروبی کېږی او پړسوب پیدا کوی . ددی ناروغۍ څخه ماشومان ډېر زورېږی . که چېری یو شخص په یوکال کی د 8 ځلی یا ددی زیات د ستونی په درد اخته شي د تانسلونو د پړسوب او میکروبی کیدو نښه ګڼل کېږی . دوه لاملونه په ماشومانو کی د تانسلونو د پړسوب سبب کېږی .

🩺 لومړی : هغه عوامل چیګې دی ناروغئ ته لار هواروی لکه ککړه او سړه هوا ، غیر صحی خواړه .

🩺 دویم : راز راز میکروبونه او وراثت هم د تانسلونو د پړسوب سبب کیدلی شی .

🩺 ددی تر څنګ په یوه خونه کی د زیاتو اشخاصو ویده کېدل او د بندی هوا تنفس کول هم ددی ناروغئ لامل جوړیدلی شی .

🩺 نښی نښانی : د ستونی پرله پسی دردونه ، سخته تبه ، د ځان درد ، د غوږونو درد ، د مفصلونو درد .

🩺 وقایه : هغه اشخاص چیګې د تانسلونو پړسوب او درد لری باید تازه میوو اوبه او ترکاری ، سوپ څخه استفاده وکړی .

🩺 پرهیز : تراخه تروش شیان دی نه خوری ، مرچک ، غوړیو۔ګ ، ماهیان ، بوری ، اچار ، زیاتی مالګی ، او چای څخه پرهیز وکړي . کوښښ وکړئ چیګې خپل ماشومانو نِظافت مراعت کړئ . په ککړه هوا یی لوبو ته مه پریږدئ . ویټامین او کلشیم لرونکی خواړه ورته برابر کړئ .

29/06/2023

اندوکراین غدې، هورومونونه او دندې یې

۱. هورمون: انسولین(Insolin)
ترشح کوونکې غده: پانکراس بیتا برخه
دنده: په وینه کې د ګلوکوز کچه ټیټول/ښکته کول

۲. هورمون: ګلوکاګون(Glocagone)
ترشح کوونکې غده: پانکراس الفا برخه
دنده: وینه کې د ګلوکوز اندازه لوړول

۳. هورمون: کلسي تونین(Calcitonin)
ترشح کوونکې غده: تایروئید
دنده: وینه کې د کلسیم Ca کچه ټیټول

۴. هورمون: پاراتایراید(PTH)
ترشح کوونکې غده: وینه کې د کلسیم اندازه لوړول او د ویټامین ډي Vit-D تولید

۵. هورمون: اوکسي توسین(Oxytocin)
ترشح کوونکې غده: نخامیه/هایپوفېز
دنده: زېږون پر وخت د حمل اسانول

۶. هورمون: وازو پرسین(Vasopressin/ADH)
ترشح کوونکې غده: Master gland
دنده: ادرار ضد - پښتورګو کې د اوبو بیا ځلې جذب تحریک

۷. هورمون: ودې(G.H)
ترشح کوونکې غده: هایپوفېز/نخامیه
دنده: د بدن (هډوکو، عضلاتو) وده او رشد

۸. هورمون: پرولکتین(Prolactin)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: د پروټین او شیدو تولید

۹. هورمون: تایروکسین(Thyroxin) او ترای ایودو تایرونین(Tri Iodo Thyronin) یا T3 او T4
ترشح کوونکې غده: تایروئید
دنده: وینې نورمال فشار، زړه حرکت، هضم او تکثر کې مرسته کول

۱۰. هورمون: ادرینو کورټیکو ټروپیک(ACTH)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: ادرینال(پښتورګي دپاسه غدې) غدې کورټکس تحریک

۱۱. هورمون: تایرویید تحریکوونکی(TSH)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: د تایراید/تایروئید غدې تحریک

۱۲. هورمون: کورټېزول(Cortizol)
ترشح کوونکې غده: ادرینال/فوق الکلیه
دنده: میتابولېزم - وینه کې د ګلوکوز سطحې تنظیم

۱۳. هورمون: فولیکل تحریکوونکی(FSH)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: د نرینه او ښځینه جنسي جوړښتونو (خصیو اږ تخمدانونو) د فعالیت تنظیم

۱۴. هورمون: لوټینایزنګ(LH)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: د ښځینه او نارینه هورمونونو تولید/ترشح - تخمدان څخه د تخمې ازادېدل

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که ميږيان يا هغه ډوډۍ چې ميږيان ورسره لګېدلي وي وخوړل شي هغه خواړه چې ميږيان ور سره لګېدلي او تماس کې شوي وي، نو خوړل يې...
09/04/2023

که ميږيان يا هغه ډوډۍ چې ميږيان ورسره لګېدلي وي وخوړل شي

هغه خواړه چې ميږيان ور سره لګېدلي او تماس کې شوي وي، نو خوړل يې وجود ته زيان پېښوي. ميږيان د Salmonella په نوم يوه مضره بکتريا لېږدوي او بيا يې پر خواړو پرېږدي. که دغه بکتريا وجود ته دننه شي نو خارښت، اسهال، شديده تبه، د نس درد او کانګې پيدا کوي.

Address

بهسود دامان اول سټاپ ملک فقیرشا کوڅه
Jalalabad
0000

Opening Hours

Monday 14:00 - 22:00
Tuesday 14:00 - 22:00
Wednesday 14:00 - 22:00
Thursday 14:00 - 22:00
Friday 14:00 - 22:00
Saturday 15:00 - 21:00
Sunday 09:00 - 20:00

Telephone

+93782309246

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Naeemi medical complex posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category