01/10/2025
*👶ماشوم په شپه کې بستر لوندوي (التبول اللاإرادي)*
*دا یوه ډېره عامه ستونزه ده او ډېری ماشومان ورسره مخ کېږي. دا د ماشوم ګناه نه ده، بلکې یوه طبي حالت دی چې درملنه لري.*
*✨ التبول اللاإرادي څه شی دی؟*
ماشوم چې ۵ کاله یا زیات عمر ولري او لا هم په شپه کې بېاختیاره ادرار کوي.
دا یوه شایعه او بېقصده ستونزه ده.
*📌 ډولونه یې*
*1. لومړنی (Primary):* ماشوم هېڅکله اوږده موده په شپه کې وچ نه دی پاتې شوی.
*2. ثانوي (Secondary):* ماشوم مخکې وچ پاتې کېده، خو لږ تر لږه د ۶ میاشتو وروسته بېرته لوندول پیل کړي (اکثر د فشار یا ناروغۍ له امله).
*🧐 احتمالي لاملونه*
د مثانې ناوخته وده (Bladder Maturation Delay)
د شپې د زیات ادرار جوړېدل (Nocturnal Polyuria)
ډېر ژور خوب (Sleep Arousal Dysfunction)
ارثي لاملونه (Genetic Predisposition)
رواني فشارونه (Stress) لکه د نوي ورور/خور پیدا کېدل یا د ښوونځي ستونزې
*نادر فزیکي ناروغۍ*: د ادراري لارې انتان (UTI)، قبضیت (Constipation)
*💡 څنګه چلند وکړو؟*
1. د ماشوم ډاډ ورکول: هېڅکله یې مه ملامتوئ، طمئینه ورکړئ چې ښه کېږي.
*2. چلندیز ګامونه:*
د خوب نه مخکې د اوبو کم څښل.
د خوب نه مخکې تشناب ته تلل.
د شپې یو ځل ویښول او تشناب ته بیول.
د ورځې د مثانې تمرین او د وچو شپو لپاره انعام ورکول.
*3. ځانګړې درملنې (له ډاکټر سره):*
د الارم وسیله (Enuresis Alarm)
درمل لکه Desmopressin د شپې د ادرار کمولو لپاره
*🚩 کله ډاکټر ته مراجعه وکړو؟*
که ستونزه د ۷ کلنۍ وروسته هم دوام وکړي.
*که ورسره نورې نښې وي:*
د ادرار پر مهال درد یا سوځښت
د ورځې هم بېاختیاره ادرار
ډېر تندې کېدل
د خوب پر مهال غاړېدل/خرخری
📌 لنډه نتیجه
دا ستونزه د ماشوم خطا نه ده.
ډېری ماشومان په عمر سره پخپله ښه کېږي.
مور او پلار باید ډاډ، ملاتړ او صبر وکړي.
واټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/FxT0fGar144CJJYAXzgPXG?mode=ac_t
#