Shaiq Dignostic Central Medical Labortory

Shaiq Dignostic Central Medical Labortory شايق مركزي طبي لابراتوار د مسلكي كادرونو په لرو سره د ن?

20/09/2023

کولیسترول یاد وینی غوړ څه شی دی
تعریف: کولیسترول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چه د ینی (liver)په واسط تولیدیږی، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی
کولیسترول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چه د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو په نوم یادیږی.

د کولیسترول وظیفی:
-• د بدن د حجراتو د باندنی طبقی جوړښت.
-• حجراتو ته د قابل جذب موادو مشخص کول چه کومو ته اجازه ورکړی او کومو ته یی ورنه کړی چه حجری ته داخل شی.
-• د جنسی هورمونونو په تولید کی هم دخیل دی.
-•همدارنګه د ادرنال غدی د هومونو(کورټیزول،کورټیکوسټیرون، الدوستیرون او نورو) په تولید کی هم مهم رول لری.
-• د صفرا په تولید کی هم مرسته کوی.
-• د لمر د وړانګو په واسطه د ویټامن ډی په اخیستلو کی هم مرسته کوی.
-• د هغه ویټامنونو په جذب او میتابولیزم کی هم مرسته کوی کوم چه په غوړو کی د حل کیدو قابلیت لری لکه:
( (Vitamin A, D, E & K.
-• او همدارنګه د عصبی ریښو پوښل.
د کولیسترول یا لیپوپروټینو ډولونه:----------------
۱ - ټیټ غلظت درلودونکی لیپوپروټین یا Low density lipoprotein (LDL)
دا ډول لیپوپروتین یا کولیسترول د بدو يا مضره لیپوپروتینو په نامه هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین، کولیسترول د ینی (liver)څخه حجراتو ته انتقالوی چه په نتیجه کی په حجراتو او د هغه په شاوخوا کی د هغوی ډیروالی د وینی د رګونو د تنګوالی او د هغه د دیوالونو د سختوالی سبب ګرځی چه په نتیجه کی لوړ فشار ، د رګونو شکیدل او داسی نورو مشکلاتو سبب کیدای شی.
۲ – لوړ غلظت درلودونکی لیپوپروتین یا High density Lipoprotein (HDL دا ډول لیپوپروتین د ښه يامفيده لیپوپروتینو په نوم هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسترول د بدن د حجراتو څخه ینی ته انتقالوی او په ینه کی ټوټی کیږی او د بدن څخه خارجیږی. چه په نتیجه کی د رنګو د تنګوالی څخه مخنیوی کیږی.
۳ – ترایګلایسرایډ Triglycerides
ترایګلایسرایډ یو کیمیاوی ترکیب دی په کوم کی چه په ډیر مقدار غوړ موجود دی، دا ترکیب د وینی په پلازما کی موجود وی، نوموړی غوړ زموږ د غوړوغذایی موادو څخه کوم چه موږ یی په ورځنیو خوړ کی اخلو منشه اخلی او همدارنګه په بدن کی د نورو غذایی مواد لکه قندی مواد او داسی نورو څخه هم جوړیږی کوم چه زموږ د بدن د مصرف څخه زیات شی، نوموړی مواد د بدن په شحمی حجرو کی ذخیره کیږی او د ضرورت په وخت کی په مصرف رسیږی.
د کولیسترولو اندازه:
- مطلوبه اندازه 200mg/dL .
- د اخرین سرحد اندازه 200- 239mg/dL
- لوړ حد 240mg/dL او تر د پورته.
د لوړ کولیسترول خطرونه:
- د وینی د رنګونو د دیوال سختوالی او تنګوالی.
- د زړه د رنګونو ناروغی او تنګوالی چه په نتیجه کی د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن نه ریسیږی.
- کله چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د زړه حملی او حتی د زړه د ودریدو او مرګ سبب کیږی.
- دا چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د سینی درد او نارحتی یا خناق صدری را مینځ ته کیږی.
- د وینی د رګونو ناروغی.
- د زړه وړی او غټی حملی چه کیدای شی د زړه د ودریدو او مرګ سبب شی.
د وینی د لوړ کولیسترول نښی:
- خناق صدری یا د سینی درد چه د غاړی چپ لاس معدی او شا خواته انتشار مومی.
- د تمرین یا ګرځیدو په وخت کی د لینګیو دردونه، چه د وینی د رګونو د تنګوالی له وجی مینځ ته راځی.
- په وینه کی د لختی یا غوټی مینځ ته راتلل چه کیدای شی د وینی د رګونو د بندیدو سبب وګرځی، او همدارنګه د وینی د رګونو پری کیدل یا سوری کیدل.
- د بدن د پوستکی خصوصآ د سترګو په شاوخوا پنډی زیړ رنګه لکو را مینځ ته کیدل.

د وینی د لوړ کولیسترول اسباب:-------------
- غذایی رژیم : هغه غذایی مواد چه په لوړه اندازه کولیسترول لری لکه: هګی، پښتورګی، بحری غذایی مواد، لبنیات، حیوانی غوړی لکه کوچ، د مال غوړی، وازګی سپینی غوښی .
- د فزیکی کار او تمرین کموالی یا نه کول، ځای په ځای کښیناستل او پریوتل د کولیسترولو خصوصآ د بدو کولیسترولو د لوړیدو سبب ګرځی.
- د وزن زیاتوالی.
- د مخدره موادو خصوصآ سګریټو زیات استعمال د بدو کولیسترولو يا LDL د زیاتیدو سبب کیږی.
- د الکولی مشروباتو استعمال.
•خطرناک فکتورنه کوم چه د تداوی او وقایی وړ هم ندی:
- کورنی تاریخچه ، هغه کسان چه د زړه د ناروغانو او لوړ کولیسترول درلودونکی مخکنی واقعی ولری مثلآ که د چا پلار ورور مور او داسی نور. د لوړ کولیسترول تاریخچه درلودله نو تاسی هم په خطر کی یاست کیدای شی ورباندی اخته شی.
- د کولیسترول لوړه اندازه په نارینه وو کښی نسبت ښځو ته زیاته ده یعنی نارینه نسبت ښځو ته زیات په د ناروغی اخته کیږی.
- هغه ښځی چه تر وخت مخکی شنډیږی یعنی میاشنی عادت یی بندیږی نسبت هغه ښځو ته چه ناوخته شنډیږی د کولیسترول د لوړیدو په ناروغی ډیری اخته کیږی.
تشخیص:----------
- د کولیسترول اندازه د لابراتواری معایناتو په وسیله کیدای شی، د کولیسترول د اندازی لپاره مریض باید د معایناتو څخه ۱۲ ساعته مخکی هیڅ شی باید ونه خوری ، او ورسته بیا د وینی نمونه د مسول کس له خوا اخیستل کیږی ، په وینه کی باید د LDL, HDL او Triglycerides دری واړو اندازه معلومه شی.

تداوی:---------------
1. د ژوند څرنګوالی : خصوصآ هغه کسان چه کورنی تاریچه ولری او یا هغه ښځی چه د وخت نه مخکی شنډی شویوی لاندی ټکی په نظر کی ولری:
- زیات فزیکی فعالیت باید وکړی ، (کارد وکړی و د ګرځی حد اقل ۳۰۰۰ متره او یا تر د زیات باید روزانه په پښو وګرځی)
- په خپل ورځنی خوراکی رژیم کی د له میوی، سبزی، حبوبات ( لوبیا، نخود، دال ماش او داسی نور) د وربشی ډوډی او ښه غوړی خصوصآ هغه غوړی چه مایع وی او کولیسترول و نه لری استفاده وکړی.

- هغه خواړه چه په حیوانی غوړو کی تیار شوی وی، خپله حیوانی غوړی لکه زیړ غوړی، وازده، کوچ، سپینه غوښه، همدارنګه ځینی نور خواړه لکه ینه، هګی، پښتورګی، لبنیاتو څخه باید کمه استفاده وکړی او یا یی هیڅ و نه خوری.
- د شپی له خوا حد اقل باید ۸ ساعته خوب وکړی.

د داخله امراضو پيژندنه او تداوي

06/08/2023
13/07/2021

ترکي چارواکو ویلي چې د ترکیې په شرقي برخه کې د افغان، پاکستاني او بنګله دیشي مهاجرینو د انتقال یوه موټر ترافیکه پیښه کړې چې پکې ۱۲ تنه وژل شوي دي. د چارواکو په خبره په ....

(Vitamin B12                               ویټامین بي ۱۲ د انسان لپاره خورا مهم او ضروري ویټامین دی.دا ویتامین دانسان په...
12/09/2020

(Vitamin B12


ویټامین بي ۱۲ د انسان لپاره خورا مهم او ضروري ویټامین دی.
دا ویتامین دانسان په بدن کې جوړیدی نشي او موږ مجبور یو چې هغه د خوړو له لارې ترلاسه کړو.
د ویټامین بی ۱۲ دندي:
*******************

- د انسان د بدن د ټولو حجرو په فعالیت کې رول لري.
- د DNA په جوړیدو کې هم د Co-factor په توګه ستره دنده تر سره کوي.
- د عصبي حجرو فعالیت( د عصبي حجرو د پوښ په جوړښت کې ستر نقش لري).
- دوینې د سرو حجراتو جوړښت.
- او نور

د ویټامین بي ۱۲ د کمبود په وجه لاندني مشکلات را منځ ته کیدی شي:
***********************************************************

- د لاسونو او پښو سوی او ستنې (احساس کرختی -سوزنک زدن sensation of pins and needles.
-- د لارې تګ مشکلات او بیموازنه ګي مشکل چې د subacute combined degeneration of spinal cord ناروغي په وجه چې د اهتزاز او د مفاصلو د وضعیت احساس چې دهغو ریشي د نخاع په خلف کې موقعیت لري،را منځ ته کیږي.
- ضعیفی،کسالت،خفګان،د حافظې ضعیفوالی،نفستنګي،سرګرځیدل(سرچرخي)
- کمخوني خاصتا pernicious anemia
- د پوټکي رنګ زیړبخن بریښي
- ژبه او خوله زخمونه او التهاب پیدا کولی شي.- د لیدو مشکلات(خیرګي رویت)

د ويټامین بي ۱۲ منابع:
********************

- حیواني خواړه لکه غوښهماهیان،هګی،شدې او نور لبنیات ددې ويټامین منابع دی.
- په نباتي خواړو کې ويټامین ډي نشته(یواځې ځینې مرخیړي-سمارق اندک مقدار ویټامین بي ۱۲ لری).په غربي نړۍ کې یو شمیر خواړو ته دا ويټمامین علاو کوی.

د حیواناتاتود ویټامین بي ۱۲ منبع
- د حیواناټو په کولمو کې داسې میکروبونه ژوند کوي چې ویتامین بي ۱۲ جوړولی شي.

دانسان په بدن کې د ويتامین بي ۱۲ جذب:
***********************************

کله چې د خوړو له لیاري ویټامین ‌بې ۱۲ تر لاسه کړی شي، د معدې د تیزابو او نورو هضمي انزایمونو په مرسته،ویټامین بي۱۲ آزاد شي.
انترنسیک فکتور(Intrinsic Factor) چې په معده کې په طبیعي ډول آزادیږي،د نوموړي ویټمامین سره یوځای او په دې توګه په الیوم ترمینال( terminal illium)چې د وړو کولمو روستې برخه ده جذبییږي.

د ويټامین بي ۱۲ د کموالې لاملونه:
******************************
- په خوړو کې د ددې ويټامین نه شتون.یوشمیر خلک یواځې نباتي خواړه خوري.هغوی غوښه،شدی او هګې نه خوري.یو شمیر نور د فقر په وجه دا خواړه تر لاسه کولی نشي.
- د ځینې ناروغیو په وجه دا ويټامین نه جذبیږي:مثلا د معدې اتروفیک التهاب(Atrophic gastritis )،د سیلیاک ناروغي()،مزمن پانکریاتایتس او د کولمو یو شمیر مزمنې ناروغي.
- د جراحي د عمل په وسیله د معدې یا وړو کولمو له لاسه ورکول.
یو شمیر دواګانې:
* د تیزابو ضد(antacid )، او ( PPI or H2 blackers).چې ګڼ شمیر خلک ئي د معدط د تکالیفو په وج ترلاسه کوي.
* میتفورمین(Metformin ) چې د شکرې دناروغې لپاره استعمالیږي،د دې ويتامین جذب مختلوي.

تشخیص
*******
په وینه کې د ویټامین بي ۱۲ د فعال شکل(active form) سویه ،تشخیص قطعي کوي.
په هغو هیودونو کې چې مجهز لابراتوارونه شتون نلري او یاهم د فقر په وجه خلک د معاینې توان نلري،ډاکټران کولی شي چې اړونده ناروغان تشخیص او خلکو ته پوهاوی ورکړي.

درملنه:
******

هر هغه څوک چې د عادت په وجه یا هم د ناروغیو په سبب،دا ويټامین تر لاسه کولی نشي،باید د ډاکټر په مشوره،د دې ويټامین تابلیتونه یا ستنې تر لاسه کړي.که دځینو ناروغیو په وجه ددې ویټامین جذب مختل شوی نه وی،په ورځ کې یو ټابلیت یا کمتر،د ورځني اړتیا لپاره کفایت کوي.ددي ويټامین ستنې (پیچکاری) د ډاکټر لخوا توصیه کیدی شي.

ویټامین  ډي                                                                                 ویټامینونه د انسان د روغتیا ...
21/07/2020

ویټامین ډي
ویټامینونه د انسان د روغتیا او او ژوند لپاره،د خوړو د نورو توکو تر څنګ،خورا مهم دي.

ویټامینونه د خوړو سره تر لاسه او یاهم د ژوندي موجود په بدن کې جوړیږي.
خو د ډي ویټامین په خوړو کې خوار لږ دی او په بدن کې د هغه جوړښت د لمر د وړانګو سره ټیګه اړیکه لري.
د انسان د اړتیا وړ ویټامین ډي یواځې ۵- ۱۰ سلنه د خوړو څخه تر لاسه،او ۹۰ سلنه ئی په پوټکي کې د لمر د واړنګو په مرسته د غوړ( د کولسترول) نه جوړیږي.

د ډي ویټامین د لږ والي نښې نښانې(اعراض - علایم):

سره ددې چې دا ويټامین زمونږ په بدن کې ګڼ شمیر دندې لري او د هغو د لږوالي په وجه رنګارنګ عوارض را رامنځ ته کیدی شي،خو ځان درد(جان دردي-استخوان دردی-درد عضلات- کمر دري) اود ضعیفي او ناتواني احساس هغه ګنګ اوغیر وصفي مشکلات دي چې ګڼ شمیر خلک ېی ددې ويټامین د لږوالي په وجه لرلی شي.
ښکاره خبره ده چې دځان درد په لسګونو او سلګونو عوامل لري.خو که یو څوک چې بل مشکل نلري،،خاصتا هغوی چې د لمر وړانګې په سیخ(مستقیم) ډول نه تر لاسه کوي،کیدی شي چې د هغو د بدن دردونه د ډي ويټامین د لږوالې په وجه رامنځ ته شوی وي.دا مشکل کیدی شي چې د ویټامین ډی په مرسته په یوه اونې کې په ښکاره ښه والی پیداکړي.
ويټامین ډي د هډوکو او عضلاتو په روغتیا کې ستر نقش لوبوي.د انسان د بدن حجرات ددې هورمون اخیستنې(اخذه ها- receptors)لري.
دډي ويټامین د کلسیم دمیټابولیزم لپاره اړین او بنسټیز دی. د دې ويټامین د کموالي په وجه هډوکي کلسیم نه تر لاسه کوی.سربیره پردي، د هډوکو په جوړښت کې موجود کلسیم د ويټامین ډي د کموالې په وجه لږ شي.
****ددې کار نتیجه په ماشومانو کې د هدوکو د نرم ولي،کوږوالي(سؤ شکل استخوانها) او نشونما د تناقص باعث کیږي.دي حالت ته په طبي ژبه Rickets ویل کیږي.
په لویانو کې د ويټامین ډي د لږوالي په وجه هډوکي خپل طبیعي غلظت او کثافت(density ) له لاسه ورکوي.ددې کار نتیجه
osteoporosis and osteomalacia دی. (پدې هکله ما پخوا لیکنه کړې ده او زما ډاکترصافی،دفیسبوک په ټایم لاین کې شتون لري).

د ويټامین ډي د کموالي لاملونه:
**************************

څرنګه چې د لمر وړانګې(شعاع افتاب) په پوټکي کې د ويټامین ډي د جوړښټ بنسټیز عامل دی او د انسان د ضرورت وړ ۹۰ سلنه ویټامین ډي پدې توګه رامنځ ته کیږي،نو ښکاره خبره ده چې لاندني وګړي د ویټامین ډي د کموالي د خطر سره ،لاس او ګریوان دي:

- هغه خلک چې په دفترونو کې کار کوي او ددې وخت نه پیداکوي چې د لمر د وړانګو نه ګټه واخلي.
- هغه وګړي،خاصتا نجونې او میرمني چې دمذهبي او کلتوري دلایلو په وجه سطر او پوښل شوي دي.دا میرمني،ندرتا د کور څخه بهر ځي،او که بهر هم لاړې شي،د کالو (لباس)،ټیکري(چادر) او حتی د تر چادري لاندې داسې پوښل شوي وي چې د لمر واړنګې تر لاسه کولی نشي.
- هغه وګړي چې په سړو سیمو کې اوسیږي.
- هغه وګړي چې د پوټکي تیاره رنګ لري( پوست ګندمی مانند افغانان و سیاه مانند افریقایان).
- سپینږیري-سپینسري،هغه ناروغان چې د کور نه بهر تلی نشي،د ډیر وزن لرونکي(افراد چاق).
- دغه راز،هغه ماشومان چې تی روي،خاصتا که د هغو میندې د دې ويټامین د لږ والي سره مخامخ وي،هم د ويټامین ډي په کموالي اخته کیږي.
- په لږ (نادرن) ډول د ځیګر(لړمون) او بډوډي( پښتورګي ) مزمن ناروغان هم د ويټامین ډي په کمواله اخته کیدی شي.او داځکه چې د ځیګر په ناروغیو کې 25-hydroxyvitamin D په کافي اندازه نه جوړیږي او د بډوډو په مزمنو ناروغیو کې د ويتامین ډي د فعال میتابولیت( 1,25-hydroxyvitamin D)جوړښت په طبیعی ډول سرته رسیدی نشي.

- خورا لږ شمیر هغو ناروغانو کې چې د هضمي جهاز په پرمختللو ناروغیو(Malabsorption ) اخته وي،د ويتامین ډي جذب متاثر شي.خو باید تکرار شي چې د لمر واړنګي ددې ويټامین اساسي منبع ده او روغ ځیګر او روغ بډوډي هغه په فعال شکل عرضه کوي.

هغه ویټامین ډي چې په پوټکي کې جوړیږي او یا د خوړو سره تر لاسه شي،په غیر فعال شکل وي.غیر فعال ويټامین ډي د ځیګر د انزایم په مرسته hydroxylation مومي.پدې توګه Cholecalciferol
په (calcifediol (25-hydroxycholecalciferol

او ergocalciferol
په l، 25-hydroxyergocalciferol تبدیلیږي.
په وینه کې د (These two vitamin D metabolites (called 25-hydroxyvitamin D or 25(OH)D) اندازه کول،موږ ته د ويټامين ډي سویه راښکاره کوي.

په بډوډي کې Calcifediol بیا هم hydroxylated کیږي او پدي توګه د ویټامین ډي فعال شکل چې calcitriol یا 1,25-dihydroxycholecalciferol نومیږي،را منځ ته کیږي.
د ويټامین ډي فعال شکل (Calcitriol) د یو هورمون په توګه د وینې په دوران کې فعالیت کوی اوپه وینه کې د کلسیم او مګنیزیم د اندازې په سمون کې ستر رول لوبوي.

د ويټآمین ډي فعال شکل د حجراتو او هډوکو په طبیعی نشونا،د التهاب په لږوالي،د بدن د معافیت په سیستم او د عصبی-عضلی وظایفو په تامین کې هم نقش لري.

په کولمو،هډوکو،بډوډو او د پاراتایراید په غده کې( Parathyroid gland) د ويټامین ډي د اخیستونکو(اخذه ها- receptors) په وسیله په بدن کې د کلسیم او مګنیزیم سویه کنترولوي.البته پدې پروسه کې
د parathyroid hormone and calcitonin مرسته د یادولو وړ ده.

د ويټامین ډي د کموالې په وجه په کولمو کې د کلسیم جذب د ۷۰ سلنې څخه ۱۵٪ ته ټیټوالی مومي.

درملنه:
*****
د لمر وړانګې د ويټامین ډي ستر،مهم،بنسټیز،مجاني ،طبیعي او ترټوله ښه منبع تشکیلوي.
سره ددې چې د ويټامین ډي ټابلیټونه،کپسولونه،شربت او پیچکاري په بدن کې د ویتامین ډي لږوالې اصلاح کولی شی او پدې توګه په ماشومانو کې Rickets او په لویانو کې د هډوکو او عضلاتو در دونو نورو ناخوالو په درملنه کې ګټور تمامیږي خو: لا تراوسه ثابته شوی نده چې د ویټامین ډي تابلیتونه،کپسولونه اوشربتون یا پيچکارې، د هغه طبیعي ویټامین ډي په څیر چې د لمر د وړانګو په مرسته زموږ په پوټکي کې جوړیږي، د بدن لپاره ګټور تمام شي.
*******سره ددې چې د دواګانو جوړونکې کمپنې ادعا لري چې د ويټامین ډي اخیستنه (په هرشکل چې وي) د انسان بدڼ ته ګټور تمامیږي او د هډوکو،معافیت سیستم،قلبي روغتیا،د شکری ناروغې،ډیپریشن(ژور خفګان) او نورو حالاتو کې ضروري شمیرل کیږي خو روغتیائي څیړنو په ډاګه کړې ده چې،دا ډول ادعا ګانې د وخت څخه دمخه دی.نو پدې توګه،ټولو درنو لوستونکو او خاصتا ځوانو ډاکترانو ته سپارښتنه کوم چې ددې مشکل د درملنې په وخت کې د لمر وړانګې هیري نکړي.

څومره ويټامین ډي؟
د انسان بدن په ورځ کې ۸۰۰ یونټه ویټامین ډي ته اړتیا لری.ماشومان په ورځ کې ۴۰۰ یونټه.
که ستاسو د وینې په معاینه و يټامین ډي اندازه ډیره ټیته وي نو تاسو په متوسط ډول د دوه دري ماشتو لپاره،هر ورځ ۵۰۰۰-۴۰۰۰ یونټه ويتامین ډي ته اړتیا لری.
که لږولی متوسط وی،هر ورځ ۲۰۰۰- ۳۰۰۰ یونټه کافي شمیرل کیږي.
که لږ والی خفیف وی،هر ورځ ۱-۲ زره یونټه کافي دی.

خو ګن شمیر خلک،خاصتا هغوی چې نشی کولال چې د لمر د وړانګو نه په منظم ډول ګټه واخلي،د ژوند تر پایه هر ورځ ۱۰۰۰ یونټه ویټامین ډي ته اړتیا لري.

حامله میندي او کوچني ماشومان هم د ویټامین ډي د کمبود د خطر سره مخامخ دي.

تاسو کولای شئ چې د ضرورت وړ ويټامین ډي هر ورځ،په اونې کې یوځل( ۷۰۰۰-۱۴۰۰۰ یونټه) او یا هم په میاشت کې یوځل ( ۵۰۰۰۰ یونټه) تر لاسه کړی.دغه راز د ویټامین ډي پیچکاری هم شتون لری چې ستاسو ډاکتر به ستاسو د خاص حالت په بنسټ هغه توصیه کړي.
ويټامین ډي په بدن کې په منځنۍ ټوګه د دوه میاشتو لپاره ذخیره کیږي.
که ستاسو دویني معاینه در ښکاره کړي چې ویټامین ډي مو لږ دی،تکراري معایني ته اړتیا نشته.داځکه چې که تاسو دلمر وړانګو ته مواجه نشئ، یا ويټامین ډي وانخلې،په وینه کې د هغه سویه را کښته کیږي.
تراندازي ډیر ویټامین ډي (ګولۍ یا پيچکاري)هم ستاسو روغتیا ته تاوان رسولی شي.

پوښتنه:-ایا د وریځ (ابر) یا د ښیښې(هندارې) تر شاه د لمر وړانګې ګټورې دي؟
ځواب: هو،کیدی شي چې ،وریځ یا ځینې ډول هندارې د لمر د وړانګو په موثریت تاثیر ولري.خو بیاهم ګټور تمامیږي.

پوښتنه:- څومره لمر؟
په منځنۍ توګه په ورځ کې د ۳۰ دقیقو لپاره د لمر وړانګې دد افغانانو د بدن دويټامین ډي اړټیا پوره کولی شي.پیاد ولرۍ چې د لمر د اخیستلو په موده کي باید شخص تقریبا لوڅ وي.

پوښتنه :- ډیر لمر تاوان لري؟
ځواب: هو
که یو شخص،خاصتا هغوی چې د پوټکې رنګ ئی سپین بخن وي د لمر دوړانګو سره په دوامدار ډول مواجه شي،د پوټکي د زړښت او د پوټکي د سرطاني ناروغیو چانس ئی زیاتیدی شي.خو زموږ هیوادوال،په ټوله کې توربخن شمیرل کیږي او نباید د لمر د وړانګو نه ډیر ډار ولري.هغوی چې د ساعتونو لپاره لوڅ لغړ لمر ته پریوځي باید د لمر مضر شعاع په مقابل کې د سانتي کریم (sunscreen) استعمال کړي.سره ددې چې دا کریمونه د ويټامین ډي په جوړښت کې یوه انداز موانع را منځ ته کوي خو د پوټکې د زړښت(چملکي-و لکه ها) او د پوټکي د سرطان په مخنیويۍ کې مهم نقش لرلی شي.
بزګران،ځینې کارګران،پلورونکي او نور چې همیشه دباندې د لمر رڼا ته کار کوي،باید وپوهول شي چې د لمر د شعاع نه د ساتنې په خاطر،باید اوږده لسټوني او خولۍ ولري.

کوم ډاکټر؟
د ويټامین ډي په هکله ټول ډاکټران معلومات لري.
خو څرنګه چې ویټامین ډي پخپل ذات کې یو هورمون دی او په بدن کې مهم وظایف لري،نو د اړوند ناروغتیا په صورت کی تاسو باید د هورمونونو ډاکټرته چې په طبابت کې Endocrinologist بلل کیږي او داخلي یوه څانګه ده،مراجعه وکړئ.

د رنو دوستانو: تاسو کولای شئ چې زما دفیسبوک لیکنې د هیوادوالو سره شریکې(Share) کړى

14/07/2020

A Normal WBC (TLC) Count

Age range WBC Count (per mcL )

1 New Borns. 9000 to 30000 /Cumm3

2 Children. 6200 to 17000 /Cumm3
Under 2

3 Children 5000 to 10000 /Cumm3
Over 2 and
Adult

How to find the correct location of any organ in pain.څنګه کولی شو چی  د بدن د درد صحیح ځای پیدا کړو
15/02/2020

How to find the correct location of any organ in pain.
څنګه کولی شو چی د بدن د درد صحیح ځای پیدا کړو

A tumor cell creating it’s own blood supply to get nutrients 😱
26/01/2020

A tumor cell creating it’s own blood supply to get nutrients 😱

30/12/2019
13/12/2019

Marketers

Address

Chowk Mukhaberat
Jalalabad
0093

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shaiq Dignostic Central Medical Labortory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category