Afghan Momand Medical Complex and Research Center افغان مومند میډیکل کمپلکس

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • Afghan Momand Medical Complex and Research Center افغان مومند میډیکل کمپلکس

Afghan Momand Medical Complex and Research Center افغان مومند میډیکل کمپلکس Your Health is our mission The best treatment, try with Afghan Medical Complex. General Medicine (24/7 OPD and IPD)
2. Genral Surgery (24/7 OPD , IPD)
3. ENT
15.

افغان ميډيکل کمپلکس اوسمهال په عمومي داخله، قلبي، اطفالو، عمومي جراحۍ, ارتوپیډی ,غوږ پوزه او ستونی , جلدی او نسايي ولادي څانګو کې په کم لګښت د پرمختللو طبي وسايلو په واسطه (٢٤) ساعته روغتيايي خدمات وړاندې کوي. . په ياد روغتيايي مرکز کې د مجربو متخصصينو له لورې بېلابېل عملياتونه ترسره کېږي، چې معياري او مجهزې عمليات خونې، د بستر پاکې او عصري خونې او د نرسنگ باکيفيته مراقبتونه لري.
غوره تداوي، له افغان ميډيکل کمپلکس سره تجربه کړئThe Afghan Medical Complex currently provides health facilities in low-cost, in medical services in the general departments of Internal Medicine, Cardiology, Pediatrics, General Surgery, Orthopedics , ENT, Darmatology, Obstetrics and Gynecology. At the health center, various surgeries are performed by experienced specialists, which include standard and well-equipped operating rooms, clean and modern bed rooms and quality nursing care. Background:
Afghan Momand medical complex and research center is 50+ bed State-of-the-art Tertiary care hospital located in Nangarhar province of Afghanistan, which was founded and registered with the ministry of public health of Afghanistan in 2021. As a first cardiac center in eastern zone of Afghanistan equipped with the latest and best of the medical equipment’s, some of the most experienced and highly trained consultants and medical staff of the country. We practiced Cardiology based on internationally accepted cardiology guidelines and state of the heart concept. Our Cardiologists provide 24/7 dedicated services and is one of the best hospital in Afghanistan where emergency cardiac procedure such as Angiography, Angioplasty, pericardiocentesis and Cardioversion can be carried out around the clock. Afghan Momand medical complex has good image in nursing care, Infection prevention, high standard updated facilities and best quality OPD services in all available departments. Our vision: To bring healthcare of International standards to our country, to evolve as a premier hospital in the country and to TOUCH the lives of the people we serve through excellence in clinical care, quality and commitment. Our mission:
• To provide hope, care and cure.
• To provide compassionate, accessible, high quality and cost effective health care to one all.
• To develope, share and apply new knowlegde and technology in the delivery of patient care through research and technology integration.
• To cultivate an enviromment of trust, honesty, mutual respect, equality and ethics.
• To work continuously to improve medical care to sustain and further improve clinical outcomes, patient safety and patient satisfaction.
• To hold ourselves accountable to high standards those are observable, measurable and apply to all deparments and employees of the hospital. Afghan Momand medical complex has following departments for providing health services to the patients:
1. Cardiology (invasive + non invasive)
4. Pediatrics (24/7 OPD and IPD)
5. Neonatal ICU
6. Intensive care unit (ICU)
7. Cardiac care unit (CCU)
8. Accident & Emergency (24/7)
9. Gyne & obstetrics (24/7)
10. Trauma & Orthopedic Surgery
11. Neurosurgery
12. Dermatology
13. Psychology
14. Orthodonics
16. Radiolgy
17. Laboratory
18. Pharmacy

Best Regards
Dr. Khair Mohammad Momand

Director of AMC

د متخصص ډاکټر عزیزالله “ظهیر” د موجودیت خبرتیاد افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د اورتوپېډي (هډوکو، بندونو، ملا ...
03/01/2026

د متخصص ډاکټر عزیزالله “ظهیر” د موجودیت خبرتیا

د افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د اورتوپېډي (هډوکو، بندونو، ملا او روماتېزم جراحي) ناروغيو متخصص ډاکټر عزیزالله “ظهیر” له نن څخه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ د ناروغانو د کتنې لپاره حاضر دی.

د کتنې وختونه:
شنبه، يکشنبه، دوشنبه او سه‌شنبه
له سهار ۸ بجو څخه تر مازديګر ۴ بجو پورې

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!
اړيکو شمېره:0765803098
ادرس: عربانو ګولايي، درېيمه ناحيه، جلال اباد

د متخصص دوکتور عزیزالله “ظهیر” د راتګ په اړه خبرتيا!د افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د اورتوپیډي (هډوکو، بندونو...
31/12/2025

د متخصص دوکتور عزیزالله “ظهیر” د راتګ په اړه خبرتيا!

د افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د اورتوپیډي (هډوکو، بندونو، ملا او روماتیزم جراحي) ناروغيو متخصص دوکتور عزیز الله “ظهیر” سر له شنبې (۱۴۰۴/۱۰/۱۳) څخه د ناروغانو د کتنې لپاره راځي، که د اړونده ناروغيو څخه رنځيږئ او يا هم په کورنيو کې ورته ناروغان لرئ ؛نو په ټاکلي وخت يې ياد روغتون ته د درملنې لپاره راولئ.

دوکتور عزیز الله “ظهیر” به د (شنبه، يکشنبه، دوشنبه او د سه شنبې) سهار اتو (۸) بجو څخه تر مازدیګر تر څلورو(۴) بجو پورې ناروغان ګوري، د نوملېکنې لپاره لاندې شمېرې سره اړيکه ونيسئ:

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!
اړيکو شمېره:0765803098
ادرس: عربانو ګولايي، درېيمه ناحيه، جلال اباد

د کوچنيانو ناروغيو څانګهد افغان مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون د اطفالو ناروغيو څانګه د مسلکي متخصصینو په مرسته د ماش...
30/12/2025

د کوچنيانو ناروغيو څانګه

د افغان مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون د اطفالو ناروغيو څانګه د مسلکي متخصصینو په مرسته د ماشومانو د روغتیا، تشخیص او درملنې لپاره ۲۴ ساعته معیاري خدمتونه وړاندې کوي.

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!

ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره: 0765803098

د زړه ناروغيو څانګهافغان مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون، چې د ختیځ زون په کچه د زړه د ناروغیو د تشخیص او درملنې لومړن...
29/12/2025

د زړه ناروغيو څانګه

افغان مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون، چې د ختیځ زون په کچه د زړه د ناروغیو د تشخیص او درملنې لومړنی ځانګړی روغتون دی، د انجیوګرافي، انجیوپلاستي او د زړه بیټرۍ (پېس مېکر) لپاره له یو پرمختللي او مجهز کت لَب سره ټولې اړینې معاینې او درملنې په معیاري ډول ترسره کوي.

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!
ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره: 0765803098

د نسايي ولادي ناروغيو څانګه د هېوادوالو د خدمت لپاره ۲۴ ساعته پرانېستې ده.افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د مسلک...
28/12/2025

د نسايي ولادي ناروغيو څانګه د هېوادوالو د خدمت لپاره ۲۴ ساعته پرانېستې ده.

افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د مسلکي او مجربو متخصصينو په لرلو سره د اميندوارۍ د څارنې، د ماشوم د روغتيا ساتنې د زېږون څخه مخکې او وروسته پړاوونو او همدارنګه د ښځينه ناروغيو د تشخيص او درملنې په برخو کې اغېزمن او معياري روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!

ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره: 0765803098

د روغتون 24 ساعته خدمات!افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون په ختيځ زون کې د زړه ناروغيو د تشخيص او درملنې لومړنی ځا...
27/12/2025

د روغتون 24 ساعته خدمات!

افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون په ختيځ زون کې د زړه ناروغيو د تشخيص او درملنې لومړنی ځانګړی روغتون دی چې د ګرانو هېوادوالو د ناروغانو د ښه تشخيص او تداوۍ په خاطر يې لازمې اسانتياوې برابر کړي دي.

افغان مومند روغتون د داخله ناروغیو، قلبي ناروغیو (انجیوګرافي او انجیوپلاستي)، عمومي جراحي ناروغیو، اطفالو ناروغیو، رواني ناروغیو، هډوکو ناروغیو، نسايي ولادي ناروغیو د څانګو پشمول عصري طبي وسایلو سره، د تجربه لرونکو ډاکترانو په مرسته خپلو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!

ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره: 0765803098

د عمومي داخله ناروغیو ټريني متخصص دوکتور عبدالصبور خاکسار د افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د داخله څانګې د کورن...
25/12/2025

د عمومي داخله ناروغیو ټريني متخصص دوکتور عبدالصبور خاکسار د افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د داخله څانګې د کورنۍ سره يو ځای شو.

په دې څانګه کې د مسلکي او تجربه لرونکو متخصصینو په شتون سره د داخله ناروغیو دقیق تشخیص، اغېزمنه درملنه او معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

عمومي داخله د بدن د داخلي غړو ناروغیو تشخیص او درملنه کوي، په دې برخه کې د زړه، د سږو، د پښتورګو، د لوړ فشار، شکر او غدواتو، د هضمي سیستم، د وینې او انتاني ناروغۍ شاملې دي.

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!

ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره: 0765803098

24/12/2025

ويډيو: د زړه حملې نښو نښانو، تشخیص او تداوي په اړه ویډیوي پیغام.

په ختیځ زون کې د زړه ناروغیو لومړنی ځانګړی روغتونافغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د ختیځ زون په سطحه د زړه ناروغی...
22/12/2025

په ختیځ زون کې د زړه ناروغیو لومړنی ځانګړی روغتون

افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د ختیځ زون په سطحه د زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې لومړنی ځانګړی روغتون دی

ياد روغتون په مختلفو برخو کې د هېوادوالو د ښه تشخیص او مؤثرې تداوۍ لپاره ټولې اړينې اسانتیاوې، عصري او مجهزو وسایل برابر کړي دي.

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!
ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره: 0765803098

د معالجوي طب او نېمه طبي زده کړيالانو لپاره د عملي تجربې زرين چانس!د طبي ستاژ (Internship) افغان مومند پنځوس بستريز معال...
18/12/2025

د معالجوي طب او نېمه طبي زده کړيالانو لپاره د عملي تجربې زرين چانس!

د طبي ستاژ (Internship)

افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون، چې د معياري روغتيايي خدماتو ترڅنګ د هېواد د طبي زده کوونکو د سالمې روزنې لپاره ژمن دى، د طبي محصلينو لپاره د عملي کار يا ستاژ غوره اسانتياوې برابرې کړې دي.

په دې روغتون کې محصلين کولای شي د يو منظم پلان له مخې خپلې عملي زده کړې بشپړې کړي، او له پرمختللو طبي وسايلو او عصري امکاناتو څخه ګټه واخلي.

که تاسې هم غواړئ خپلې عملي روغتيايي زده کړې په مسلکي چاپېريال کې پياوړې کړئ
نو افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون ستاسې هرکلی کوي.

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!
ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره: 0765803098

لابراتوار، فارمسي او ایکسری(X-Ray) څانګېافغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د هېوادوالو د ښه تشخیص او مؤثرې تداوۍ لپ...
17/12/2025

لابراتوار، فارمسي او ایکسری(X-Ray) څانګې

افغان مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون د هېوادوالو د ښه تشخیص او مؤثرې تداوۍ لپاره ۲۴ ساعته عصري او مجهزو وسایلو سمبال لابراتوار، فارمسي او ایکسری(X-Ray) څانګې کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!
ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره:

د زړه ناروغيو څانګهافغان مومند پنځوس بستريزه معالجوي روغتون په ختيځ زون کې د زړه ناروغيو انجیوګرافي، انجیوپلاستي او پیس ...
16/12/2025

د زړه ناروغيو څانګه

افغان مومند پنځوس بستريزه معالجوي روغتون په ختيځ زون کې د زړه ناروغيو انجیوګرافي، انجیوپلاستي او پیس میکر (د زړه بيټري) د تشخيص او درملنې لومړنی ځانګړی روغتون دی چې د ګرانو هېوادوالو لپاره ۲۴ ساعته معیاري روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!
ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره: 0765803098

Address

Gulaye Araban 3rd Zoon
Jalalabad

Telephone

+93765803098

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Momand Medical Complex and Research Center افغان مومند میډیکل کمپلکس posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Afghan Momand Medical Complex and Research Center افغان مومند میډیکل کمپلکس:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category