Loy Nangarhar Institute of Health Sciences

Loy Nangarhar Institute of Health Sciences Loy Nangarhar Institute of health Sciences shall be a
leading institution of excellence in health pr

ډینګـــي تبه علمي سـیمنـار ! وړاندې کوونکې استاد دوکتور امیرحمزه میرانزی تــاســو ټــولــو درنو ته د ګـډون بلنه ده
28/10/2025

ډینګـــي تبه علمي سـیمنـار !
وړاندې کوونکې استاد دوکتور امیرحمزه میرانزی
تــاســو ټــولــو درنو ته د ګـډون بلنه ده

لوی ننګرهار طبي اکاډمي د فارمکالوژي 2مياشنۍ برنامې نوي ټولګي پيلوي چې لاندې موارد پکې په تفصيل سره تدريس کيږي؛✅ General ...
25/10/2025

لوی ننګرهار طبي اکاډمي د فارمکالوژي 2مياشنۍ برنامې نوي ټولګي پيلوي چې لاندې موارد پکې په تفصيل سره تدريس کيږي؛
✅ General Pharmacology (د فارمکالوژي عموميات)
✅ Systemic Pharmacology (د سيستمونو فارماکولوژي)
✅ Antihistamines / Anti-allergic Drugs (د حساسیت ضد درمل)
✅ Antipyretic, Analgesic, and Anti-inflammatory Drugs (د تبې، درد او التهاب ضد درمل)
✅ Antibiotics (انټي‌بايوټيک)

بيړه وکړئ نوم ليکنه روانه ده

د عالی نرسنګ ډیپارتمنت محصلین په تطبیقات خونه کې له استاد امیر حمزه میرانزي سره د عملي کار پروخت!
22/10/2025

د عالی نرسنګ ډیپارتمنت محصلین
په تطبیقات خونه کې
له استاد امیر حمزه میرانزي سره
د عملي کار پروخت!

د ټولګیو نماینده ګانو سره ناسته ترسره سوه !۲۷/تله/ ۱۴۰۴ دغه ناسته چې د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت علمي مرستیال...
19/10/2025

د ټولګیو نماینده ګانو سره ناسته ترسره سوه !
۲۷/تله/ ۱۴۰۴

دغه ناسته چې د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت علمي مرستیال ډاکتر ضیاءمحمد (بیان) په مشرۍ د محصلانو چارو مدیر داکتر انعام الدین زهیر په ملتیا تر سره سوه، د یوتعداد ټولګیو نمایندګان یی ګډونوال وه،
ښاغلي بیان په ټولنه کې د لوستو ځوانانو پرارزښت لنډې خبرې وکړې او بيایې په روان سمستر کې، د استادانو په تدریسي بهیر لنډه رڼا واچوله، ولس ته ژمنتيا او باور يې د یادی اداری مثبت ټکي ياد کړل، نوموړي محصلین د بهتره درس ویلو لپاره تشویق کړل ، او ويې هڅول چې خپلې کــړنې د یادی اداری د پالیسۍ او قوانینو مطابق ترسره کـــړي .
ورپسی محصلانو چارو مدیر داکتر انعام الدین زهیر محصلینو ته په بیلابیلو برخو کې د اداری د تګلارې په اړه وضاحت ورکړ او لازمی سپارښتنې یی وکړې او د زده کړو په پار يې تشویق کـــړل ،

لوی ننګرهار تحصیلي اداره هڅه کوي چی ستاسو اولادونه په معیاري توګه وروزي .

غوره ټاکنه. روښانه راتلونکی
درنښت
نشراتو امریت

د ممتازو محصلينو ستاينغونډه  او نویو جذب شویو محصلینو ته ښه راغلاست غونډه ترسره شوه !چهارشنبه / میزان / ۲۳ ه ش لوى ننګره...
15/10/2025

د ممتازو محصلينو ستاينغونډه او نویو جذب شویو محصلینو ته ښه راغلاست غونډه ترسره شوه !
چهارشنبه / میزان / ۲۳ ه ش
لوى ننګرهار روغتيايى علومو انستيتيوت ادارى له خپل رسالت او تحصيلي معمول سره سم د تیر سمستر ممتازو محصلینو ستاینه اونویو جذب شویو محصلینو ته یی د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه،
د لوى ننګرهار روغتيايى علومو انستيتيوت رٸيس داکتر ذبیح الله صاحبزاده پدې اړه انستيتيوت د غونډو په تالار کې جوړو شويو مراسمو ته د وينا پر مهال ممتازو محصلینو ته د هغوې د زیار او کوښښونو له امله مبارکي وويله د اداری د ټول کاري اوتدریسي ټیم څخه يې مننه وکړه چي د نوي نسل د روزني په برخه کی يې خپل رسالت په ښه توګه اداء کړې دې او دا لړې مخ ته بيايى، ددې ترڅنګ یی نویو جذب شویو محصلينو ته ښه راغلاست وويل، او هغوې یی خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل، صاحبزاده وویل چی داهیواد ځوانو علمي اشخاصو ته ضرورت لري او ټولی ناخوالی د زده کړو پواسطه دفع کیداې شي ، علمى او تدریسي مرستيال داکترضيامحمد بيان د وينا پرمهال محصلینو ته مبارکي وویله له استادانو څخه یی مننه وکړه او ممتازو محصلينو ته يى په لازياتو هڅو کولوټينګار وکړ او نويو راغلو محصلينو ته يى ښه راغلاست ووايه٠
اداری چارو مرستیال استاد ایمل صافی د انستیتیوت په لاسته راوړنو لنډه وینا وکړه ممتازو محصلینو ته یی مبارکي وویله او نویو جذب شوی محصلینو ته یی ښه راغلاست وویل ،
استاد شفیق رحیمزي د بااستعداده محصلینو اوصاف بیان کړل او د استادانو په استازيتوب يى د محصلينو څخه مننه وکړه چي د استادانو لازم درناوی کوي او په خپلو درسونو کې زیارباسي. ، او په اخلاقى برخه يى لازمه رڼا واچوله او هم یې د اداری ځانګړې مننه وکړه چی محصلینوته یی د غوره زده کړو فرصت برابر کړې،د جهانزیب په نوم یوتن محصل د غونډې برخه والو ته ملی شعر ترنم ډالۍ کړ ،
په اخره کــې دارتقايى ممتازو محصلينو لپاره د لاتشويق په موخه ستاينليکونه ورکـــړل شو، او غونډه د استاد رحمت الله همدر له لوری په دعا سره پای ته ورسیده .

د نشراتو څانګه

د دولتي) ایګزیټ( ازموينې د نوم‌ليکنې خبرتياد لوی ننګرهار روغتيايي علومو انسټیټيوټ ټولو درنو فارغ شوو محصلينو ته خبر ورکو...
12/10/2025

د دولتي) ایګزیټ( ازموينې د نوم‌ليکنې خبرتيا
د لوی ننګرهار روغتيايي علومو انسټیټيوټ ټولو درنو فارغ شوو محصلينو ته خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د دولتي (ایګزیټ) ازموينې لپاره د نوم‌ليکنې بهير پيل شویدی.
نو ټول هغه درانه فارغ محصلین چې یاده ازموینه يې نه وي ورکړی د نوم لیکنې لپاره دی ادارې ته مراجعه وکړي ترڅود ۱۴۰۴ هـ ش کال دولتي (ایګزیټ) ازموينې څخه بې برخې نشي،
درنښت
نشراتو امریت

د عامی روغتیا وزارت او خصوصي طبی انستیتیوتونو ریاست د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت چـــاری ارزیابي کړې !۱۶/میزان...
11/10/2025

د عامی روغتیا وزارت او خصوصي طبی انستیتیوتونو ریاست د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت چـــاری ارزیابي کړې !
۱۶/میزان/۱۴۰۴ ه ش
د عامی روغتیا وزارت او خصوصی طبی انستیتیوتونو ریاست څخه راغلي ګډ پلاوي د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت د خدماتو، تحصیلي مزل، او د ایګزیټ ازموینې اخستلو په پار د فارغو زده کوونکو د سوابقو ، څخه نظارت ترسره کړ، یادپلاوي لومړۍ د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت د ریاست مقام سره مجلس ترسره کړ او له هغې وروسته یی د عامی روغتیا وزارت خصوصی روغتیایی انستیتیوتونو د ارزیابۍ د پالېسۍ مطابق د یوشفاف طرزالعمل له مخی د تدریسي ټولګیو دانستیتیوت د ساختار،( تطبیقات ) خو نو ، کتابخانی ،کمپیوټرلیب، د مختلفو کمېټو له فعالیتونو او د فارغو زده کوونکو له سوابقو څخه نظارت ترسره کـړ، داچی لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت اداری دایمآ د ځوان کهول د سالمی او معیاري روزنې په برخه کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړیدي او همېشه یی د عامی روغتیا وزارت اړوند غضنفر انستیتیوت پالېسي پلی کړیده او ټولونورمونو اوقوانینو په نظرکې نیولو سره خدمات ترسره کـوي نو راغلي پلاوي یی کړنې وستایلې د انستیتیوت له مشرتابه یی دغوره خدماتو د ترسراوي په پار مننه وکــړه او د لا پیاوړتيا په موخه یی لازمې سپارښتنې هم وکــړې .لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت مشرتابه د عامی روغتیا وزارت د راغلي پلاوي څخه د زړه له تله مننه وکړه او د چارو د لا غوراوي په موخه یی ډاډ ورکــړ ، ټاکل شوی چی د یادی ارزیابۍ وروسته به دعامی روغتیا وزارت د ازموینو ملی اداری سره په همغږۍ د ایګزیټ ازموینې د اخستلو نهایی نیټه اعلان کــــړي.
درنښت
غوره ټاکنه. روښانه راتلونکې
نشراتو امریت

د ننګرهار عامی روغتیا ریاست  د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت چـــاری ارزیابي کړې !۱۴/میزان (تلی)/۱۴۰۴ ه ش دننګرها...
06/10/2025

د ننګرهار عامی روغتیا ریاست د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت چـــاری ارزیابي کړې !
۱۴/میزان (تلی)/۱۴۰۴ ه ش
دننګرهار عامی روغتیا ریاست او ننګرهار دولتي انستیتیوت څخه راغلي ګډ پلاوي چی مشري يی د ننګرهار دولتي انستیتیوت امر متخصص دوکتور خالد شیرزاد کوله د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت د بېلابېلو برخو څخه نظارت ترسره کړ، یادپلاوي لومړۍ د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت د ریاست مقام سره مجلس ترسره کړ او له هغې وروسته یی د عامی روغتیا وزارت خصوصی انستیتیوتونو د ارزیابۍ د پالېسۍ مطابق د یوشفاف طرزالعمل له مخی د تدریسي ټولګیو دانستیتیوت د ساختار،( تطبیقات ) خو نو ، کتابخانی ،کمپیوټرلیب، او د مختلفو کمېټو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ، داچی لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت اداری دایمآ د ځوان کهول د سالمی او معیاري روزنې په برخه کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړیدي او همېشه یی د عامی روغتیا وزارت اړوند غضنفر انستیتیوت پالېسي پلی کړیده او ټولونورمونو اوقوانینو په نظرکې نیولو سره خدمات ترسره کوي نو راغلي پلاوي یی کړنې وستایلې د انستیتیوت له مشرتابه یی دغوره خدماتو د ترسراوي په پار مننه وکړه او د لا پیاوړتيا په موخه یی لازمې سپارښتنې هم وکړې .لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت مشرتابه د عامی روغتیا ریاست د راغلي پلاوي څخه د زړه له تله مننه وکړه او د چارو د لا غوراوي په موخه یی ډاډ ورکړ ،
درنښت
غوره ټاکنه. روښانه راتلونکې
نشراتو امریت

له اداري کارمندانو سره د ریاست مقام میاشتنۍ ناسته ترسره شوه !دغه ناسته چې د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت رئیس دا...
27/09/2025

له اداري کارمندانو سره د ریاست مقام میاشتنۍ ناسته ترسره شوه !

دغه ناسته چې د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت رئیس داکتر ذبیح الله (صاحبزاذه) په مشرۍ تر سره شوه، ټول اداري کارکونکي یې ګډونوال ؤ.

ښاغلي صاحبزاده لومړی د اداری پر یو شمیر لاسته‌راوړنو لنډې خبرې وکړې او بيایې په یاده اداره کې، د کارکوونکو ترمنځ همغږي، کاري ژمنتيا او باور مثبت ټکي ياد کړل، نوموړي کارکونکي وهڅول چې خپلې کړنې لا پر معیارونو برابرې او پر وخت ترسره کـــړي .

نوموړي په خپلو خبرو کې اداري همکارانو ته د اداری د پرمختګ د لارو چارو په اړه لا وضاحت ورکړ، او د خزانی سمستر په موخه د نویو محصلینو لپاره یی په لازمو اسانتیاو برابرولو هم ټینګار وکړ،

د اداری رئیس یاد مجلس کې اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو محصلانو ته غوره او باکيفيته خدمات وړاندې کړي .
ورپسی په ترتیب سره ټولو اداري کارمندانو خپلو مسئولیتونو او صلاحیتونو په نظرکې نیولو سره نظریات شریک کړل ،
نیټه ۰۵/۰۷/۱۴۰۴
غوره ټاکنه. روښانه راتلونکی
درنښت
نشراتو امریت

په لــــوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت کې سلګونه تنو څخه خزانی اختصاصي کانکور آزموينه واخيستل شوه!۳۱/۰۶/۱۴۰۴ ه ش  د...
22/09/2025

په لــــوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت کې سلګونه تنو څخه خزانی اختصاصي کانکور آزموينه واخيستل شوه!
۳۱/۰۶/۱۴۰۴ ه ش
د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت ۱۹ دوری خزانی سمستراختصاصي کانکور آزموينه نن دوشنبه/ پر ټاکلي وخت/ د سهار په ۱۰:۰۰ بجی د یاد انستیتیوت په انګړ کې په داسی حال کی واخيستل شوه، چي د یاد انستیتیوت قدرمن رئیس داکتر ذبیح الله صاحبزاده، علمي اوتدریسي مرستیال دوکتور ضیامحمد بیان، اداری چارو مرستیال استاد ایمل صافی، دعامی روغتیا وزارت خصوصی انستیتیوتونود ریاست استازو ، دیاد انستیتیوت نظارتي پلاوي او د مختلفو ډیپارتمنتونو درنو امرینو او استادانو يې له بهير څخه څارنه کوله. د اختصاصي کانکور لپاره سلګونه تنو ذکورمحصلینو نوم ليکنه کړې وه، ټولو محصلینو دخپلې خوښې تحصیلي رشتې ته د لار موندلو په موخه کانکور آزموينه ور کــــړه.
د قرآن کريم تر تلاوت وروسته .
د انستیتیوت رئیس په طب کې منځنۍ لوړې زده کړې د اوسني عصر مهمي تحصيلي رشتې وبللې او آزموينه ور کوونکي يې وستايل چي بهترین انتخاب يې کړیدې . د انستیتیوت علمي چارو مرستیال د ازموینې په تخنیکي برخه لنډه وینا وکړه، او د آزموينی ګډونوالو ته یی په آزموينه کي د بريا هيله وکړه او پر هغوی يې غږ و کړ چي له دغه تحصيلي فرصت څخه په اعظمي توګه استفاده وکړي.
ور پسې د راغلي پلاوي په امر د یادی اداری مسئولینو د آزمويني د سوالونو صندوق پرانيستل شو، برخه والو ته د سوالونو فورمونه ووېشل شو او د فورم تر تشريح وروسته د آزموينې پروسه پيل سوه، چي تر شاوخوا يونیم ساعت دوام وروسته پای ته ورسېده.
درنښت
نشراتو څانګه
غوره ټاکنه. روښانه راتلونکی

ټول هغه د دولسم ټولګیو درانه فارغان چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال خزاني سمستر اختصاصي کانکور ازموینې لپاره يې په لوی ننګرهار روغتیا...
21/09/2025

ټول هغه د دولسم ټولګیو درانه فارغان چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال خزاني سمستر اختصاصي کانکور ازموینې لپاره يې په لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټیوټ کې ثبت نام کړی خبر ورکول کیږي چې سبا دوشنبه د سنبلې میاشتې ۳۱ مه نیټه د کانکور ازموینې لپاره سهار ۸ بجې د خپلو ای ډي کارتونو سره د لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټیوټ ادارې ته حاضر شي.
درنښت
نشراتو امریت

د تدریسي بهیر څخه نظارت ترسره شونېټه:۳۰/۰۶/۱۴۰۴ هـ شد لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټیوټ  اداري چارو مرستیال استاد ایم...
21/09/2025

د تدریسي بهیر څخه نظارت ترسره شو
نېټه:۳۰/۰۶/۱۴۰۴ هـ ش
د لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټیوټ اداري چارو مرستیال استاد ایمل صافي د محصلانو چارو مدیر داکتر انعام الدین زهیر او څو تنو علمي کادرونو په ملتیا د روان سمستر تدریسي بهیر څخه نظارت ترسره کړ.
یاد پلاوي د بېلابېلو څانګو تدریسي ټولګي، تدریسي کریکولم، د استادانو د تدریس میتودونه، د محصلینو حاضري، درسي مواد، تدریسي چاپېریال او د درسي مهالویش تطبیق له نږدې وڅارل.
د نظارت پر مهال، د تدریسي بهیر د ارزونې ترڅنګ، له استادانو او محصلینو سره خبرې وشوې، تر څو د درسي کیفیت، ستونزو او پرمختګ په اړه مستقیم نظریات تر لاسه شي.
اداري چارو مرستیال استاد ایمل صافي له لوري محصلینوته د دوامداره حاضري، فعال ګډون او درسي جدیت سپارښتنه وشوه. محصلانو چارو مدیر داکتر انعام الدین زهیر د محصلینو د تشویق په اړه لازمی سپارښتنې وکړئ د انسټیټیوټ رهبري ژمنه لري چې د تدریسي کیفیت لوړ ساتلو، منظم څار او دوامداره پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نشراتو ځانګه

Address

Jalalabad

Telephone

+93782693649

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Loy Nangarhar Institute of Health Sciences posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Loy Nangarhar Institute of Health Sciences:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram