Medical Informations

Medical Informations For all those who are intrested

02/09/2024

About Insensible fluid loss .

عرق النساء     د یو ډېر کړوونکی درد دی چې د لګن له هډوکی پیل او د یو ورون تر وروستۍ برخې پورې امتداد لري او ډېر کم په دو...
16/12/2021

عرق النساء

د یو ډېر کړوونکی درد دی چې د لګن له هډوکی پیل او د یو ورون تر وروستۍ برخې پورې امتداد لري او ډېر کم په دواړو ورنونو کې هم پیښیږي. د درد منځنی د ملا د تیر له لاندینۍ برخې څخه سرچینه اخلي او د پښې تر ګوتي پورې سرایت کوي، چې دې ته عرق النساء sciatica Nerve ویل کېږي.
:
د ناروغ یوه پښه سر تر پایه ډېر سخت درد کوي، ناروغ ترې ګرځېدای نه سي او په خېټه ځان څکوي، درد دومره سخت وي، چې ناروغ ترې چغې وهي او کله کله چې په پښو حرکت کږي په یوې پښې زور نه سي کولی او ګوډ ګوډ ځي.
له ډېر درد څخه پرې ځینې کسان داغونه لګوي او پر پښو یې د اور سکروټې ږدي، چې له دې ناقصي درملنې سره ډېر کسان په دیمي ګوډوالي باندي اوړي.
#اسباب:
د درد په پښه کې د څه تومور سته والی، چې د هغې په ذریعه کوم عصب اغېزمن کېږي، د ملا د تېر په مهرو کې څه خرابۍ، ډېره موده تنګې جامې اغوستل او په لمده ځمکه ناسته، په روماتېرم، نقرص او داسې نورو ناروغیو ډېره موده اخته کېدل.
#درملنه:
ناروغ ته Inj. Neurabion او Inj. Ergopyrine هره ورځ یو یو امپول په عضله کې پیچکاري کړئ او تر لسو ورځو پورې دوام ورکړئ. په همدې توګه ناروغ تهInj. Triredesol
۱ سي سي په موضعي توګه. ناروغ ته Tab. Diagesic
او یا Tab. Diclofenac100 mg په 24ساغتو دوه ځلی ورکوئ، که د درد افاقه ونه سوه، د جراحي عملیاتو مشوره ورکړئ.

د لړم د چیچلو آسانه درملنه په کور کېیو دانه آلو به په وور یا سکروټو پوخ کړی شي چې لږ یخ شي نو بیا به په مینځ نیم او په چ...
26/06/2021

د لړم د چیچلو آسانه درملنه په کور کې

یو دانه آلو به په وور یا سکروټو پوخ کړی شي چې لږ یخ شي نو بیا به په مینځ نیم او په چیچل شوي ځای به وتړل شي مریض به داسې احساس کوي چې متضرر ځای نه چینجی راوځي لږ ساعت وروسته به وی آلو شین غوندې شي بیا به دغه آلو دفن کړی شي چې کوم حیوان یې ونه خوري .
د یو عربي صفحې نه اخیستل شوې طریقه ده .

(تر څو چې آلو پخیږي اوبو کې دې مالږه واچول شي او بیا دغه اوبه دې په متضرره ځای باندې اچوي او سورت فاتحه دې ورسره لولي.)

د وینې ورکولو روغتیایي ګتې۱- دزړه په ناروغيو د اخته کېدو د خطر کمښت:په وینه کې د اوسپنې د مقدار د زياتېدو په پايله کی د ...
20/08/2020

د وینې ورکولو روغتیایي ګتې

۱- دزړه په ناروغيو د اخته کېدو د خطر کمښت:

په وینه کې د اوسپنې د مقدار د زياتېدو په پايله کی د زړه د ناروغيو احتمال زياتېږي، ځکه چی اوسپنه د کولیسټرول د ارجاع کولو په دنده کې مهم رول لري چې دغه په خپل وار سره د زړه د شریانونو لپاره تاواني او د زړه د امراضو سبب ګرځي، په دې اساس په منظمه توګه سره وینه ورکول، په ځانګړي ډول په نارینه وو کې د زړه د حملې درې چنده کمښت راولي.

۲- د تازه وینې او د نوو سرو کرویاتو په تولید کې چټکیا:

په بدن کې د سره کرویاتو په مقدار کې د وینی دورکولو په نتیجه کی کمښت رامنځ ته کیږی چی ددې د سمدستې جبران لپاره د هډوکوماغزه هڅول کیږی چي تر څو تازه وینه تولید کړی او بدن ته تازه وینه ورسیږی.

۳- د هیموکرو میتوزیس له ناروغۍ سره مجادله:

هیموکرومیتوزیس یوه جنتیکی ناروغې ده، پدی ناروغې کی د اوسپنی د میتابولیزم یا مصرف غیر نارمل وی او د بدن په انساجو کی د اوسپنی د ذخیره کیدو سبب کیږی چي دغه حالت د بدن و غړو ته زیان رسوی، دغسی اشخاص خپل دوینې د اوسپنی د مقدار د ټیټ ساتلو لپاره هم کولئ شې چي وینه ورکړی، د داسې اشخاصو وینه و وینه اخستونکو اشخاصو ته کوم ضرر نه رسوی ځکه چې دا یوه جنتيکې ناروغې ده. لکه د بریتانیا په هیواد کی چی په هرو ۴۰۰-۳۰۰ کسانو کی یو کس پدی ناروغې اخته دی او د امریکا د سره صلیب خدمات دغسې کسان د یو محفوظ وینه ورکونکو په حیث منلۍ دی.
۴- په بدن کی د خوړو د انرژی سون
یو څوک کولۍ شي چي خپل ځان د مناسب پرهیز او یا په منظمه توګه د وینه ورکولو له لاری روغ او تندرست وساتې، د یو یونټ (۴۵۰ ملي لیتره) وینه ورکولو سره د وینه ورکوونکو په بدن کی ۶۵۰ کالوری انرژی سوځي
۵ـ په پاخه عمر لرونکو خلکو کی د پیاوړیتوب احساس
په ډیرو انترنیټی پاڼو کی دا ذ کر شوی مګر تثبیت شوی ندی چې پاخه عمر لرونکی کسان د وینې په ورکولو سره د پیاوړیتوب او تازه ګی احساس کوی، دا زما د ژوندون ځانګړی تجربه ده چي هرکله زه وینه ورکړم زه د ډیری مودی لپاره د تازګي احساس کوم او حتی زه فکر کوم چی زه هیڅ ډول پریشانی نلرم.
په منظمه توګه وینه ورکول په سرطانونو باندی د اخته کیدو خطر کمیږی او همدارنګه په وینه کی د آزاد راډیکلونو (برقی چارجونه) سطح ټیټیږی.
۶- وینه ورکول د مذهب له نقطه نظره
ټول ادیان په نړئ کی د نورو پر ژوند ږغورلو باندی تاکید کوی چي زه دلته د اسلام د سپیڅلی دین پر اساس څو ټکو ته اشاره کوم:
الله سبحانه و تعالی فرمایی:
﴿ وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ﴾ [المائدة: ۳۲] يعنې او څوک چې یوانسان له مرګه وژغوری لکه چي ټولو خلکو ته ژوند وربښلی وی (المایده)
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی: هغه څوک چی یو مومن د پریشانی څخه نجات ورکړی، نو الله تعالی به هغه دقیامت په ورځ د یوی لویي پریشانی څخه نجات ورکړی.
پدی اساس کله چی دیومریض دژوند د نجات لپاره د وینې ورکول ضروری وی نو پداسي حالاتو کی د اسلام په اساس وینه ورکول ضروری ګرځی.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ځينو احاديثو معلومېږي چې د علاج له مؤثرو طبي طریقو څخه یو هم حجامت یا رګ وهل دی، په دې اړه لاندې په لنډول وضاحت ولولئ!:
۱- خپل رګ د جراحې د چاړه په ذریعه پری کړئ او پریږدئ چی وینه ځینی وبهیږی او دا کار تاسې په هرو درو میاشتو کی کولۍ شې.
۲- تاسی کولی شي چی خپله وینه پریږدۍ چی وبهیږی په هرو ۱۷ ورځو، ۱۹ ورځو او ۲۱ ورځو کی. (د ساینس [Plasma and Platelet Pharisees] په اوسني عصر کی دا د وینی د پلازما او صفحیات دمویه د اهدا کولو هکله د تطبیق وړدی).
۳- د خپل بدن څخه وینه ایستل روغتیا بهتروی اود سترګو دید قوی کوی.
کوم کسان کولئ شي چي وینه ورکړی؟

د وینه ورکونکی لپاره عمومی فزیکي غوښتنې:
· هغه کسان چي ۱۸-۶۰ کلونو پوری عمر ولری
· نارینه او ښځینه دواړه کولئ شي چی وینه ورکړی
· حد اقل ۵۰ کیلو ګرام وزن ولری
· د خولي د تودوخي درجه باید د ۳۷.۵ درجه سانتی ګریډ څخه زیات نه وی
· منظم وی او په یوه دقیفه کی با ید۱۰۰-۴۸پوری وی
· د روغتیا د کارکونکو تر نظر لاندی باید وی
· په ۱۰۰ ملی لیتره کی د۲۵ ګرامه څخه باید لږ نه وی
شاید چي هیله مند وینه ورکوونکی د لاندینیو ناروغیو له کبله وینه ورنه کړي:
· دسږو ناروغی
· د روماتیزم
· دزړه او د زړه د رګونو ناروغی
· امراض ګرده
· حساسیت
· سرطان
· ایدز
· د شکری ناروغان
· د دوو میاشتو راهیسی د ساه لنډی ناروغی.
· مرګی، دماغی امراض
· دوامداره جلدی ناروغی
· د تیرو دوو کلونو راهیسی د معدی حاد زخم
· سفلیس او نور مخصوص امراض.
· ژړی.
· ملاریا.
· حا مله شځی او د ولادت څخه ۱۲ میاشتي وروسته.
· تر ۶ میاشتو پوری د یو لوی عملیات څخه وروسته.
· کوم کسان چی شپږ میاشتی مخکی وینه اخستې وې.
· د غوږ نو د سوری کولو څخه تر ۶ میاشتو پورې.
· ددری میاشتو راهیسی د یوی شدیدی ناروغی په صورت کې.
· د الکولو او مخدره مواد معتادین.
· او داسی طبی مسایل چی پریکړه يي د روغتیا و کارکوونکی پوری اړه لری چی آیا هیله مند شخص وینه ورکړی او که نه.

Every 100 grams of garlic will serve you with close to 150 calories, 33 grams of carbs, 6.36 grams of protein.Garlic is ...
14/08/2020

Every 100 grams of garlic will serve you with close to 150 calories, 33 grams of carbs, 6.36 grams of protein.Garlic is also enriched with Vitamin B1, B2, B3, B6, folate, Vitamin C, calcium, iron, magnesium, manganese, phosphorous, potassium, sodium and zinc.

‏About ceftriaxon (IV)د دريم جنريشن سفالوسپورين دي چي په پراخه پيمانه استعماليږي  او د IV تطبيقاتو له کبله يي لاندي بدي ...
14/08/2020

‏About ceftriaxon (IV)
د دريم جنريشن سفالوسپورين دي چي په پراخه پيمانه استعماليږي او د IV تطبيقاتو له کبله يي لاندي بدي اغيزي منځ ته راوړي
‏Fatal hemolysisخصوصا په هغه ماشومانو کي چي سيکل سيل انيميا اخته وي
‏Hypoprothrombinemia bleeding
‏Pancreatitis
‏Phlebitis
سفترياکزون د کلسيم د ايون سره تعامل کوي چي په سږو او پښتورګو کي رسوب کوي او د ناڅاپي مړيني سبب ګرځي
ددي دوا نوري بدي اغيزي د سيفالوسپورينونو په شان دي

د مخنيوي لاري چاري
ناروغ دي په خپل سر دوا نه استعمالوي
د درملو توصيه کوونکي د خپلو مسلکي وړتياو په نظر کي نيولو سره د درملني ساده رژيم انتخاب او محفوظ درمل توصيه کړي
وريدي زرقيات يي ډير په کراري سره اجرا شي او يا د intermittent iv infusion په شکل د نيم ساعت په موده کي تطبيق شي
هغه درمل او محلولات چي ددي دوا سرهDI او incompatibility لري يو ځاي توصيه نشي
1-2 فيصده ناروغان د سيفالوسپورينونو سره الرژي ښيي چي ورته توجه وشي
د ټولو سفالوسپورينونو تر منځ cross allergy موجوده ده چي بايد په پام کي وساتل شي
د د سيفالوسپورينونو او پنسلينو تر منځ هم 5-10% cross allergy موجوده ده چي د ناروغ څخه بايد تاريخچه واخيستل شي
کلسيم لرونکي دوايي محلولونه د ringerاو hart mannis او هم parenteral nutrition containing calcium بايد د سفترياکزون سره همزمان تطبيق نشي ځني منابع تاکيد کوي چي ددوي تر منځ بايد 48 ساعته فاصله موجوده وي
همدارنګه ځيني دواګاني labetolol, vancomycin,aminoglycosides, fluconazole له سفترياکزون سره بايد په يو سرنج او يو انفيوژن کي تطبيق نشي.

05/07/2020

زخم يا ټپ څه ډول ښه کېږي؟

زخمونه په بدن کې ډېر کله د يوې فزيکي حادثې يا په مسلسل ډول په يو ځای څملاستو چې دې ته د فشار زخم وايي رامنځته کېږي، د فشار زخم عموماً په هغه ناروغانو کې منځته راځي چې بستر وي يانې حرکت نه شي کولی او يا په ډېر تکليف حرکت کوي يا روغتون کې بستر وي يا کور کې همداسې د کټ سره تړلی ژوند لري.

د دې فشار يا کوم فزیکي حرکت او حادثې له کبله د بدن د پوستکي يا د پوستکي د نسج جوړښت خرابېږي، دا زخمونه څو ډولونه لري چې کېدی شي سرسري پوستکی ضرر وويني، کېدی شي زخم ژور وي يا حتاً نور نسجونه، طبقې، حتاً هډوکي او رګونه متضرر شي.

د زخم د رامنځته کېدو وروسته څلور دورې جريان مومي، چې د دې په پايله کې تمه کېږي زخم ښه او روغ شي.

١-: هومیوسټاسیس

کله چې په يوه پېښه کې بدن ته ضرر ورسېږي او زخم رامنځته شي، د بدن لومړۍ هڅه دا وي چې د وینې د ضایع کیدو مخه ونيسي، په دې وخت کې زخمي ځای ته د وینې جریان ورتېزېږي، په دې وينه کې ټرمبوسیت په لوړه اندازه شتون لري، ټرمبوسیت د وينې د ټينګېدو سبب کېږي، نو زخمي ساحې ته د ټرمبوسیت د رسېدو سره لومړی د وينې د ضایع کېدو پروسه ورو کېږي او وروسته کاملاً بندېږي.

٢-: التهاب

د زخم د رامنځته کېدو وروسته د بدن يو فوري غبرګون دی، دا ځايي غبرګون د وینې د جريان د تېز والي سبب کېږي، زخمي ځای ته زر وينه راځي چې په وينه کې د زخم رغولو توکي وي، د وینې راتګ په زخمي ځای کې د تودوخې سبب کېږي، د ډېرې وينې د راتګ لپاره رګونه هم يو څه پراخ کېږي او دا د زخم د پاړسوب سبب کېږي.

زخم يو څه پړسېږي او حساس کېږي، دا پړسوب په خپل شاوخوا کې د فشار سبب کېږي او له دې کبله زخم درد کوي، د دې ترڅنګ د زخم رنګ هم سور وي چې دا هم د وینې د جريان د زياتوالي سره اړيکه لري، دا دوره د يوې ورځې نيولې تر څلورو ورځو پورې نيسي.

٣-: د ډېرښت يا تکثير مرحله (Proliferative)

دا مرحله د حجرو د جوړېدو او ډېرېدو مرحله ده، په دې وخت کې زخمي سيمې ته د نوو حجرو جوړولو لپاره کلوژن راځي، کوم چې د نوو حجرو د جوړښت مواد دي، په دې مرحله کې په دې منطقه د رګونو ګڼه ګوڼه هم زياتېږي، د زخم رنګ سور خو شفاف وي، دا مرحله د ۲ څخه نیولې تر ۲۲ ورځو نيولی شي.

٤-: د زخم د پختګۍ يا (maturation) مرحله

دا مرحله د زخم د جوړېدو دوره ده، چې کولی شي د زخم د ډول مربوط د ۲۱ ورځو تر ۲ کلونو وخت ونيسي، په دې مرحله کې زخمي منطقه بېرته خپل لومړي روغ حالت ته راګرځي، پړسوب ختمېږي، سور والی او ګرم والی را کمېږي او که د زخم تداوي او پالنه په ښه ډول وشي، نو زخم له منځه ځي او زخمي ځای بېرته خپل لومړي شکل ته راګرځي.

د زخم د پالنې په وخت کې بايد کومو شيانو ته پام وکړو؟

که کومه بله ناروغي لرئ او درمل کاروئ، نو پام وکړئ چې دا درمل د وينې نري کوونکي خواص ونه لري، ياني انتي کواګولان درمل نه وي، لکه اسپرين او داسې نور، ځکه دا ډول درمل د زخم د وينې کېدو سبب کېدی شي، نرۍ وینه، وینې کېدو ته ډېر ميل لري، د وینې يو معين ټينګ والی په رګونو کې د وینې د توازون او نه وینې کېدو سبب کېږي.

له اندېښنې لرې اوسئ، ډېره اندېښنه مستقيم په زخم تاثير لري او حتاً زخم لا پراخوي، اندېښنه خفګان يا سټرېس ستاسې د بدن دفاعي سيسټم کمزوری کوي، د وينې فشار مو غيرې منظم کېږي او د زخم د رغېدو لپاره حياتي اړين د وینې دوران خرابوي.

د زخم او پانسومان پاک والي ته بايد پام وکړئ، ځکه دا سيمه هسې هم خلاص زخم دی او د باکترياو انتقال ورته اسانه دی، زخم او پانسومان بايد لوند نه وي وچ او پاک وي.

د زخم په جوړېدنه کې چاغ او زيات وزن لرونکي خلک لږ بد طالع دي، ځکه دې خلکو کې د وینې دوران ورو وي او د زخم د جوړېدو پروسه او وخت اوږدېږي.

تور بانجان د وینې غوړ کموي 👇👇🍆🍆تور بانجان په لومړي ځل په شپږمه پېړۍ کې د هند په ختیځه برخه کې کرل شوي دي. اوسني طب ثابته...
27/06/2020

تور بانجان د وینې غوړ کموي 👇👇🍆🍆

تور بانجان په لومړي ځل په شپږمه پېړۍ کې د هند په ختیځه برخه کې کرل شوي دي. اوسني طب ثابته کړې ده چې د تورو بانجانو خوړل په وینه کې د کلوسترولو کچه تنظیموي.
بنفش رنګ لري د نورو په پرتله په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه انتي اکسیدان لري. روغتیا پالان وایي په غذایي رژیم کې د دغو بانجانو کارول د بندو او یا هم تنګو شوو شریانونو په خلاصولو کې مرسته کوي.
هغه څېړنه چې پر تورو بانجانو ترسره شوې ده او پایلې د (هلت مېډ) پر ويبپاڼه خپرې شوې دي، ښيي چې تور بانجان کولی شي تر ۵۰ سلنې پورې په وینه کې د کلسترولو کچه راټیټه کړي.
دا چې تور بانجان یوه زیاته اندازه اضافي مایعات چې ورته اړتیا نه لیدل کېږي له بدن څخه باسي، د دې لامل کېږي چې زړه په ښه ډول خپل فعالیت ترسره کړي، نو ویلی شو چې د تورو بانجانو خوړل د زړه د فعالیت له ښه والي سره هم مرسته کوي. دغه راز تور بانجان د هغو کسانو لپاره هم ګټور ثابتېږي چې د بډوډو ناروغي لري.
تور بانجان په خپل ترکیب کې مس او اوسپنه چې د وینې په جوړېدو کې اړین معدني مواد بلل کېږي، هم لري. د تورو بانجانو په پوستکي کې شته (فیتو نیوترینت) د هغو غوړینو موادو ساتنه کوي چې په مغز کې د سلولونو په غشا کې شتون لري.
تور بانجان د فینولیکو ترکیباتو چې د انتي اکسیدانو یو ډول دی او په بدن کې د سرطان، د کلسترول د تراکم او د باکتریایي عفونیتونو مخه نیسي، ښه سرچینه بلل کېږي. په کې شته فیبر د بواسیرو او د قبضیت د له منځه وړو لپاره ګټور دي. د تورو بانجانو بله ښېګڼه دا ده چې که وخوړل شي بدن ته د نورو خوړو په پرتله تر ډېره انرژي ورکوي او انسان د ژر وږي کېدو احساس نه کوي.
په تورو بانجانو کې شته پوتاشیم د وینې فشار ننظیموي، تور بانجان کولی شي په وینه کې د ګلوکوزو کچه هم راټیټه کړي، نو د هغو کسانو لپاره یې خوړل ګټه رسوي چې د شکرې ناروغي لري. دا چې تور بانجان بېلابېل ويټامینونه، معدني مواد او سالم غوړ لري، نو د وېښتان د ښایست، روغتیا او نرم پوست لامل کېږي، معنا دا چې له ښایست سره مو هم مرسته کوي.

دویني فشار څرنګـه اندازه کړو؟په نړۍ کي نږدې ۷۵٪ وکړې دویني لوړ فشارلرې، چي ۵۰% سلنه ېې له خپلې ناروغۍ ناخبره دي.په افغان...
19/06/2020

دویني فشار څرنګـه اندازه کړو؟

په نړۍ کي نږدې ۷۵٪ وکړې دویني لوړ فشارلرې، چي ۵۰% سلنه ېې له خپلې ناروغۍ ناخبره دي.
په افغانستان کې ددې ناروغۍ په اړه کره شمیرې نه شته خو ګومان کیږي چې یو ګڼ شمیر خلک د وینې لوړ فشار لري او زیات شمیر یې په خپلې دې ناروغۍ نه دي خبر.

په ۲۰۰۱ میلادي کال دنړۍ د ۷،۶ میلیونه مړیني او ۹۲ میلیونه معیوبیتونو کې دوینې د لوړ فشار لاس و.

دوینې لوړ فشار دانسان مهم غړې لکه دماغ، زړه، پښتورګې، سترګې او رګونو سیستم اغیزمنوې.

زموږ په هیواد کې هم د روغتیاېې اسانتیاوو په ډیریدو ددغي ناروغۍ پیژندل زیات شوي اود وینې دلوړ فشار دناروغانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږې.

ددي ناروغانو زیات شمېر پخپلو کورونو کې دفشار آلې (sphygmomanomter) هم لرې چې خپل فشارونه ورباندې ګوري.

دغه کار کله کله د ډاکټر او ناروِغ تر منځ د بې باورۍ او ګیلو سبب کېږې، نو لازمه ده چې دوینې د فشار په کتلو اوتوپېرونو یو څه رڼا واچوو.

که بيړنی حالت نه وي نو د ویني دفشار کتلو لپاره لاندې شرائط پکار دي.

۱: فشار آله باید په سمه توګه فعاله او مناسبه وي.

۲: د فشار آلې دساعتګر یعنی مانومتر ستن باید پخپل ځای او فعاله وي.

۳: د فشار الې په توپ کې باید پخوانۍ هوا پاتې نه وي.

۴: ستاتسکوپ یا غوږۍ مو فعاله او خلاصه وي.

۵: ناروغ باید لږترلږه دپنځو دقیقو لپاره په یوه چوکۍ کیني او دناروغ پښي باید په ځمکه ولګیږې( په چپرکټ نه).

۶: دکوټې چاپیریال باید ارام او هوا ېې برابره وي.

۷: ناروغ باید به تېر نیم ساعت کې تمباکو او کافې نه وي کارولي.

۸: ناروغ باید له روحي پلوه ارام وي.

۹: فشار باید په ناسته چې ناروغ تکیه کړې وي او یا هم په ملاسته ياپروتي وکتل شي.کله کله ډاکټر صیبان دیوی ځانګړې موخې لپاره په ولاړه هم فشار ګوري.

۱۰: مټ باید پوره لوڅ وي.

۱۱: دفشار آلې لستوڼی باید نه سست اونه هم ډیر کلک وتړل شي.

۱۲: دناروغ لاس باید دزړه په سویه پورته او تکیه شي.

۱۳: فشار آله باید د څنګلې له کوتې دوه نیم سانتي متره پورته وتړل شي.

۱۴: په لاس کې باید شریانbrachial art) ) پیدا او غوږۍ ورباندې کیښودل شي.

۱۵: فشار آلې ته باید په ارامه هوا ورکړل شي او کله چې درګ اواز بند شي نو ۲۰-۱۰ درجو پورې نوره هوا ورکړل شي.

۱۶: د فشار آلې هوا باید بېرته په ارامه کمه شي ( دوه درجې په هره ثانیه کې).

۱۷: درګ په سر لومړی اواز تاسو ته دفشار لوړه درجه یاپه عامه ژبه جګ فشار( systolic blood pressure)ښاېې.

۱۸: ددغه اواز ختمیدل تاسوته دفشار ټیټه درجه(diastolic blood pressure) ښاېې.

۱۹: کله کله دغه اواز تر اخره پاتې کېږې نو هر ځای چې اواز بدل شو هماغه د ټیټ فشار درجه ده.

واګوس عصب کوم عصب دی ؟ Vagus nerveد سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي لسم یې واګوس عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او...
19/06/2020

واګوس عصب کوم عصب دی ؟
Vagus nerve
د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي لسم یې واګوس عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو خوځښت او د ځینو مرغړیو فعالیت کنټرول کوي. کوم چې حسي مالومات مغز ته لېږدوي دندې ته یې (sensory functions) وېل کیږي او کوم چې عضلات او د مرغړیو فعالیت کنټرول کوي دندې ته یې (motor functions) نوم اخیستل کیږي. په دې عصابو کې ځینې دواړه دندې پر مخ وړي. د سر د کوپړۍ عصاب د موقیعت له مخې په رومي اعدادو ښودل شوي. د سر د کوپړۍ په عصابو کې واګوس عصب ته په انګرېزۍ کې (cranial nerve X) نوم هم اخلي لنډیز یې (CN X) لیکل کیږي.

11/04/2020

له روغتون څخه د روغیدونکو ناروغانو معلومات ...

موږ دلته هره ورځ یو:
1. ویټامین سی - 1000mg به مو اخستل
2. ویټامین E به خوړل
10:00 - 11:00 .3 بجو کی دسهار به دلسوڅخه تر پنځلسو دقیقو
به لمر ته کیناستو.
4. هګی به مو خوړلي.
5. آرام او استراحت به اوه اته ساعته کیدو
6. هره ورځ به مو 1.5 لیټره اوبه څښلئ ، او هر خواړه به مو ګرم وه (سړه نه وه).

دا هغه څه دي چې موږ به په روغتون کې کول .

دی ټولو کتابونونو ویل دي چې د کورونا ویروس pH له 5.5 څخه تر 8.5 پورې توپیر لري

د کورونا ویروس ماتولو لپاره ، موږ ټول باید د ویروس د pH کچې څخه ډیر الکلین خواړه وخورو.

ځینې ​​یې په لاندې ډول دي:
* لیمو - 9.9 pH لري
* لیمو - 8.2 pH لري
* ایوی کاډو - 15.6 پی ایچ لري.
* اوږه - 13.2 pH لري*
* آم - 8.7 pH لري
* کینو - 8.5 pH لري
* انناس - 12.7 pH لري
* ډنډیلین 22.7dandelion پی ایچ لري.
* نارنج - 9.2 pH پی ایچ لري

تاسو څنګه پوهیږئ چې تاسو کوروناویروس لرئ؟

1. د ستوني خارښت
2. ستونی وچوالي
3. وچ ټوخی
4. لوړه تودوخه
5. د ساه لنډۍ
6. بوی او خوند له لاسه ورکول
نو کله چې تاسو دې ته پام وکړئ ، د لیمو سره ګرمې اوبه واخلئ.

دا معلومات د ځان لپاره مه ساتئ. دا ستاسو ټولې کورنۍ او ملګرو ته ورکړئ. هوښیار اوسئ او خوندي اوسئ.

Address

Jalalabad

Telephone

+93731777875

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Informations posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Medical Informations:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram