Star Medical Laboratory

Star Medical Laboratory We Provide You Quality Services

معدې ایچ پایلورې څه ډول ناروغۍ ده؟هلیکو باکتر پا یلورې  میکروب دي چې دغه میکروب  چې  ایچ پې یی مخفف نوم دی، Helicobacter...
18/06/2017

معدې ایچ پایلورې څه ډول ناروغۍ ده؟

هلیکو باکتر پا یلورې میکروب دي چې دغه میکروب چې ایچ پې یی مخفف نوم دی، Helicobacter pylori

دمعدي په داخلي طبقه یا مکوزا په برخه کې ځاي لري ، او دمعدې زخمونه چې په انګلیسې ژبه کې ورته پیپټیک اولسر وایي ۷۰ سلنه د ایچ پایلورې په واسطه را منځته کیږي.

که چیرې معده یو وارې په دغه باکتریا باندې میکروبې شي نو د ددې میکرو اورګانیزم له منځه وړل ډیر مشکل کیږي او تر ډیر وخت یا د عمر تر پایه د ناروغ په معده کې پاتې کیږي . .

دغه میکروب چې کله بدن ته ننوزي نو د ناروغ په بدن کې په لومړیو وختونو کې د ناروغۍ نښې ښکاره نه وي مګر دیوه څه وختونو په تیریدو سره په معده کې د االتهابونو د رامنځته کیدو لامل ګرځي چې بیا دمعدې دغه ا التهابونه دمعدې په ټپونو یا زخمونو بدلیږي .

که چیرې دمعدې د شته زخمونو درملنه ونه شئ نود کلو کلو په تیریدو ممکن دمعدې دغه ټپونه په شدیدو زخمونو بدل او بلاخره ناروغ د معدي په سرطان اخته شي چې بیا به یی درملنه ډیره ګرانه وي.

دمعدي ميکروب يا بکتري په تيزابي چاپیریال کي په ټیټ پي ايچ کي ژوند نشي کولاي او د پې ایچ په راټيټیدو سره دغه باکتریا له منځه ځي.

دغه ميکروب د معدي په وروستنۍ برخه کي او دغټو کلمو د سر په برخه کي زخم جوړوي ځکه ددي برخو چاپیریال نسبت نورو برخو ته القلي دي او د ميکروبونو دودې لپاره د ښه چاپیریا دی ځکه چې تيزابي خاصيت يي هم نسبتا نورو برخو ته لږ دی .

پردغه میکروب د نړۍ پنځوس سلنه او زمونږ په ګران هیواد کې ۷۵ سلنه خلک په دغه ناروغۍ اخته دي.

د ایچ پایلورې نښې نښانې :

دغه میکروب چې کله بدن ته ننوزي نو د ناروغ په بدن کې په لومړیو وختونو کې د ناروغۍ نښې ښکاره نه وي مګر دیوه څه وختونو په تیریدو سره په معده کې د االتهابونو د رامنځته کیدو لامل ګرځي چې بیا دمعدې دغه ا التهابونه دمعدې په ټپونو یا زخمونو بدلیږي .

دغه میکرو اورګانیزم د معدې په دننه کې که چیرې شته والۍ یی مثبت وي نو د ناروغ د خولې څخه یوه تخریش کوونکې او بد بوي وځي ، چې د بد بوی لامل یی په معده کې د د ایچ پې فعالیت ښي او بد بویی د امونیا غاز تولید دی چې ددغه باکتریا په واسطه تولیدیږي.

د زړه بدوالی چې ډیر ځلې د غوړ موادو، چاکلیټونو ، ګازلرونکې نوشابو تر خوړو او څښلو وروسته د زړه د بدوالی حس کوي.

دمعدې زخمونه ، دردونه او ایښیدل ورسره مل وي.

کانګې اود معدې دافرازاتو بیرته خولې ته راتلل.

کانګې یا د غذایی موادو بیاګرځونه.

د وینې بیرته ګرځول چې ډیر ځلې قهوې ته ورته رنګ.

شدید دردونه دمعدې په پاسنې یا منځنې برخه کې.

د لږ خوراک وروسته د موړتیا حس کول.

د اشتها کموالی.

دوزن له لاسه ورکول.

د معدې درد او سوزیدنه..

د ایچ پایلورې تشخيص

د معدې د دننې برخې یا طبقې څخه ټوټه اخیستل او څیړل

د وینې معاینه

د یوریا تنفس

د ایچ پایلورې درملنه :

دا ميکروب دانسان څخه انسان ته دخولي دلاري په اساني سره انتقالیږي ، همدارنګه دچټلو شيانو دلاري دانسان معدي ته انتقالیږي..

هغه خلک چې دا میکروب لري د خپل خوراک لپاره استعما ل شوي لوښي بايد د بل سره شريک نکړئ ,کارول شوي لوښي لومړی بايد ښه پاک او پريمينځل شي تر پاکې او مینځلو وروسته ترې ګټه واخیستل شي .

په افغاني ټولنه کې د معمول په څیر میندې که په ایچ پایلوری اخته وي نو د باید خواړه یا ځینې وچې میوې لکه چهار مغز، بادام په خوله میده نه کړئ او خپل ماشوم ته ورنه کړئ، ځکه دغه باکتریا د خولې د لاړو په واسطه انتقالېږي.

ځینې وختونه په کورنۍ کې چې کله کله اوبه څښئ یا ډوډی خور ئ نو بیا یی دمینې په خاطر خپل د کورنۍ بل غړي ته ورکوي چې دا په باکتریا دانتقال یوه بله لاره ده .

دلاندې شیانو له څښلو یا ځوړلو څخه په جدي ډول ډډه وکړئ:

سګریت مه څکوئ ځکه سګريټ څکول دمعدي دداخلي طبقي مقاومت راکموي او په اساني سره پرې اسيد تآثير کوي او دزخم یا ټپ د رامنځته کیدلو لامل ګرځي .
الکولي مشروبات مه څښئ.
هغه درملونه چې پر معده ښه نه لګیږي د اسپرین، بروفین یا NSAID له ډیر کارونې څخه ډډه وکړئ.
د تشویش او ذهني فشار څخه ځان باید په کلکه وساتئ .
ځینې ناروغي لکه د سږو ، پښتورګو او اروایی ناروغی دمعدې د زخم پاریدنې لامل ګرڅیدای شي.
د زیات غوړ او تبزابي شیانو له خوراک او څښاک څخه ځان وساتئ .
د مرچګو، اچارو، چکنیو او مسالو څخه ځان وساتئ .
رومیان، مالټې ، دستروس کورنۍ میوې لکه نارنج ، مالټه، لیمو او کینو څخه په کلکه ځان وساتئ .
خپل خوراک مو مناسبه اندازه کې وساتئ نه ډیر لږ نه ډیر زیات .
د ایچ پایلورې ددرملنې لپاره لاندې دري ګونې درملو له رژیم څخه چې د دو و انتې بایوټیکونو او پروټون پمپ انهیبیټور شاملې دي نارو غ ته د ۱۴ ورځور لپاره توصیه کیږي.

لکه اومیپرازول ، لانزو پرازول یا ایزو امپرازول … په ورځ کې دوه ځلې Ppi

لومړي انټې بایوټیک

په ورځ ګې ۵۰۰ ملي ګرامه کلاریټرومایسین توصیه کیږي .

دوهم انټې بایوټیک

په ورځ کې دوه ځلې یو ګرامه اموکسیسیلین توصیه کیږي یا په ورځ کې دوه ځلې میټرو نیډازول توصیه کیږي

د ټپ د مکمل روغیدو لپاره توصیه کیږي. د ۳ څخه تر ۴ اونیو پورې ppi ددري ګونې ریژیم د ختمیدو وروسته د

د معدې د ميکروب د درملنې لپاره درې ګونې رژیم دادی

Lansoprazole

Amoxicillin

Clarithromycin

د دغه دری ګونې رژیم د ۱۴ ورځو لپاره ناروغ اخلي، که ناروغ د پښتورګو او ینې ناروغتیا له مخکې څخه ولري نو باید له ډاکټر سره پرې مشوره وشئ ، که د ناروغ ناروغتیا حاد وي نو نارو غ دی هڅه وکړئ چې د ددغو درملو د کارولو په وخت کې ډیر زیات اوبه وڅښئ.

01/06/2016

د روژې روغتیایي ګټې :

روژه معده تصفيه کوي، د انسان معده د کال په اوږدو کې د ډول - ډول خوراکونو له کبله له يو شمير ناروغيو، تکاليفو، ستونزو، ستړياوو او ناخوالو سره مخ کېږي، چې د دغه ډول ناروغيو او احتمالي ستونزو مخنيوی او تر ټولو ښه درمل روژه ده.
روژه معده په داسې ډول تصفيه کوي، چې د خپلو راتلونکو فعاليتونو لپاره په ښه توګه تياره شي.
همدارنګه د دغه ډول تصفيې بهير نه يوازې د انسان پر معده باندې صورت مومي بلکي د روژې د حکمت، روغتيايي ګټو او برکت له کبله د انسان د بدن پر ټولو غړو او فعاليتونو باندې اجرا او د راتلونکو فعاليتونو لپاره په غوره توګه اماده کېږي.

Trichomonas ........
26/05/2016

Trichomonas ........

Amazing 😄😊😀
26/05/2016

Amazing 😄😊😀

تلاسيميا ناروغي يا دويني کموالي:تلاسيميا يوناني کليمه ده چه تلاس دسمندر په معني او سيميا دويني دکموالي په معني ده تلاسيم...
18/05/2016

تلاسيميا ناروغي يا دويني کموالي:

تلاسيميا يوناني کليمه ده چه تلاس دسمندر په معني او سيميا دويني دکموالي په معني ده
تلاسيميا يوه مريضي ده چه په ارثي ډول له مور او پلا رڅخه وماشوم ته انتقاليږي . دامريضي ساري نده .په نړي کي تقريبا 266 ميليونه خلګ دتلاسيميا په مريضي اخته دي .

تلاسیمیا کی اصلي او اساسي مشکل دويني په سرو حجرو کي دهيموګلوبين په جوړښت کي نيمګړتياوي شتون لري .هيموګلوبين هغه کيمياوي ماليکول دي چه تازه اکسجن دبدن حجرو او نسجوته په ځان پوري انتقالوي .

تلاسيميا مختلفو ډولونه لري چه وړه تلاسيميا ,ميانه تلاسيميا,لويه تلاسيميا ده

وړه تلاسيميا :په دي مريضي اخته کسان دصحت له نګا څخه صحتمند دي تداوي ته يي ضرورت نسته کله کله لږ دويني کموالي ورسره وي خو دشخص صحت ته کوم تاوان نه رسوي .
وړه تلاسيميا مريضان که چيري خپل منځ واده سره وکي راتلونکي ماشومان به يي %25 فيصده نارمل %50 فيصده به وړه تلاسيميا %25 فيصده به يي به لوي تلاسيميا اخته وي

او که چيري يو نارمل شحص او وړه تلاسيميا مريض واده سره وکړي راتلونکي ماشومان به يي %50 فيصده سالم او %50 به وړه تلاسيميا وي .
ميانه تلاسيميا: دميانه تلاسيميا مريضان مکمل صحتمند ندي کله کله دويني ورکولو ضرورت ورته پيداکيږي اما ميانه تلاسيميا په عمومي ډول لږ ليدل کيږي.

لويه تلاسيميا: لويه تلاسيميا ډيره خطر ناکه مريضي ده چه په ماشوم کي تر تولد تقريبا 4مياشتي وروسته شروع کيږي چه هميشه ويني اخيستلوته اړتيا لري چه تقريبا په هفته يا دوهفتوکي يواري ويني اخيستلوته اړتيا پيداکوي .
دلوي تلاسيميا تداوي مشکل او په لوړ اقتصاد تماميږي چه دغريب سړي د توان څخه وتلي کاردي .

په لويه تلاسيميا اخته ماشومان کي ناارمتيا,بي اشتهايي, دينه(جګر) او توري غټوالي ,تبه,دمخ او دسر دهډوکو دشکل تغيروالي,دمخ دچهري تغيروالي,دمخ رنګ سپيره والي او دعضلاتو مشکلات ورسره وي .

په خارج هيوادوکي که چیری د کوچني تلاسيميا مريضان واده سره وکړي نو حمل په دوهمه مياشت کي تيستونه ورته کوي که چيري يي تشخيص لويه تلاسيميا شي نو ددي په خاطر چه دماشوم اينده ژوند دخطرسره دي تداوي يي مشکل اوغيري اقتصادي دی همدارنګه چه کورني يي د ستونځوسره مخ نشي نو تر تشخيص وروسته دکورني په مشوره دکورنی له خوا تصميم نيول کيږي چه حامله توب ته خطمه ورکړي که ادامه ورکړي.

د لوي تلاسيميا تداوي کيږي خو په لوړ قيمت سره چه دغريب تر توان وتلي کاري دي . په تداوي کي دهډکومغز ومريض ته نقل کوي چه Bone Marrow Transplant ورته وایی چه ساده عملیات ندی .
مننه

18/05/2016

ملاريا چنګه ناروغی ده؟

دملاريا دناروغی اساسي سبب يو پرازيت دي چه دپلازموديم په نامه سره ياديږي د ښځينه غوماشي (مياشه) په واسطه چه انافيل نوميږي دانسان وجود ته نقل کيږي او مختلف ډولونه لري

دملاريا دناروغي مهم نښي نښاني لړزه او تبه ده چه دحملي په شکل پر انسان تکرا تکرا راځي همدارنګه ځيني نوري نښي نښاني يي لکه بي اشتهايي , په سر ,پښو او ملاکي دردونه , خستګي او بي حوسي , دنبض لوړوالي دی.

دناروغی تشخیص او تداوی اسانه ده که چيري په اول سر کي یی چاره ونشي او نارغي مخته ولاړه شي وناروغ ته کم خوني , دينه (جګر) اوتوري غټوالي ورته پيداکيږي حتي بعضي وختونه توري دومره غټ شي چه پټاوکيدو او څيري کيدو ته نژدي شي .

دمخنيوي لاري چاري يي:
په عمومي ډول دملاريا غوماشي په مرطب (لانده) او ګرم ځايو کي پيداکيږي اول بايد دچاپپريال پاکي او صفاي وشي په چاپيريال کي دهغوي ځالي او منابع دمنځه ولاړه شي دهغه څخه وروسته دشپي دخوا دغوماشو ضد سپري ګاني استعمال کړي او يا پر ځان دشپي دخوا جالي ودروي .مننه

دکوم گروپ وينه لرونکي خلګو واده (ازدواج) خطرناکه دى ؟لیکنه: داکتر عبدالصمد نظریدواده يا ازدواج په موضوع کي دويني دګروپو ...
11/04/2016

دکوم گروپ وينه لرونکي خلګو واده (ازدواج) خطرناکه دى ؟
لیکنه: داکتر عبدالصمد نظری

دواده يا ازدواج په موضوع کي دويني دګروپو څخه مهم د Rh فکتوردى ،کله چه دښځينه دوينى ګروپ منفى ار ايچ -Rh وى او دنارينه دوينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh وى ازدواج کول يي دماشوم لپاره خطرناكه دى.

کله چه يو منفى Rh ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh ګروپ سره ازدواج وکړى نو ددوى راتلونکى ځيږونکى ماشوم تعقيبول مهم او اړين دى او دوه حالت امکان لري

که دمورپه نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره يوشان را ووځى دماشوم اينده ژوند ته خطر نسته ښځه ديو دعادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .

که دمور په نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره ضد راووځى يعنى دماشوم دوينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh ثابت شى پدى وخت کى دماشوم ژوند ته خطر سته با يد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .

کله چه دمور دوينى ګروپ منفي -Rh او دماشو دوينى ګروپ مثبت +Rh وى دمور دوجود دفاعى سيستم دماشوم دوينى حجرى تر حملى ندى راولى او وينه يي دمنځه وړى,په ماشوم کى دکم خونى،ژيړى،دعصابوتخريب، دزړه خرابوالى اودمرګ سبب ګرځى .

کله چه مثبت +Rh نارينه اومنفى -Rhښځينه ګروپونه ازدواج سره وکړى څه بايد وشى؟؟؟

دحامله توب په اته ويشتمه 28 هفته کى د کومبز coombs test په نامه تيست دى چه دا تيست بايد وشى.ددى تيست په واسطه موږ کولاى شو چه معلومه کړو چه مور دماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا؟

که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور دماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چه دمور دفاعى سيستم تر اوسه دماشوم دوينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى نو پدى وخت کى دماشوم مورته يوه بيچکارى چه د Rh0 Immune globulin په نامه ياديږي ورلګول کيږى ددى بيکارى وظيفه داد چه دمور دفاعى سيستم ترفشارلاندى راولى او مخنيوى يي کوى چه نور دماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چه تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه وى دابيچکارى .

او که چيرى تيسټ مثبت راووځي دا پدى معنى ده چه دمور دفاعى سيستم دماشو دوينى حجرى تر حملى لاندى نيولى او دحجرو په له منځه وړلو يي شروع کړى ده پدى وخت کى دبيچکارى لگول ومورته هیڅ ګټه نلری .

کله چه کومبز تيسټ coombs test مثبت وى پدى وخت بايد دمور په نس کى دماشوم تعقيب وشى چه دمور ددفاعى سيستم له خوا وماشوم ته څومره ضرر رسيدلی دی.

اول دماشوم دوينى مقدار کتل کيږى چه څومره وينه يي ورضايع کړى ،بعضى وختونه ددى اشد ضرروت پيداکيږى چه ماشوته دمورپه نس کى باید وينه ورکول شي ځکه دشديدى کم خونى سره مخ وى.

دوينى دمقدار دمعلومولو څخه وروسته دژيړى مقدار ،دزړه غيرى عادى حالت او داسى نورو شيانو څيړلوته يي ضرورت دى چه بايد وڅيړل شى . دا معلومات د ډاکتر صیب عبدالصمد له صفحی کاپی شوی چی تر مننه کوم.

درې خواړه په یخچال کې مه ساتئ په اوسني عصر کې په ښاري سیمو کې تقریبا هره کورنۍ په خپل پخلنځۍ کې یخچال لري، چې په واسطه ی...
28/03/2016

درې خواړه په یخچال کې مه ساتئ

په اوسني عصر کې په ښاري سیمو کې تقریبا هره کورنۍ په خپل پخلنځۍ کې یخچال لري، چې په واسطه یې د کورنیو میرمني کولای سي، خپل پاخه کړي خوراکونه وساتي، همداسي د مېوو او سبزیو د تازه ساتلو لپاره یخچال ډیر اهمیت لري.
خو درې داسي خواړه سته چې د نوي تحقیق سره سم کله چې په یخچال کې کښېښودل شي خپله ګټه له لاسه ورکوي چې د هغو څخه:
۱- پټاټې یا کچالو دي.
کله چې په یخچال کې کښېښودل شي، خپل په دننه کې چې کومي اوبه لري، هغه په شوګر یا په خوږې اوړي، چې له کبله یې خپل اصلي خوند له لاسه ورکوي، او د خوراک په وخت کې بد مزه وي.
۲- شفتالو:
ډیره قیمتي غذا ده، د نورو میوو په نسبت ډیر زیات پوټاسیوم او فایبر۲ په ډیر مقدار لري، خو دغه هر څه هغه وخت له لاسه ورکوي، کله چې په یخچال کې کښېښودل شي.
۳- هندواڼه
د ګرمي تر ټولو ښه علاج او د ګرمي تر ټولو زیاته خوړونکې د هر چا د خوښې میوه، چې ډیر خلک یې د خوراک تر مخه په یخچال کې ایښودل خوښوي، تر څو یخه یخه یې وخوري، خو د نوي څیړني سره سم هندواڼه خپل ټولي ګټي هغه وخت له لاسه ورکوي کله چې په یخچال کې کښېښودل شي او یخه شي.

These cells are all normoblasts.a - this is a basophilic normoblast. It has no nucleolus and deep blue cytoplasmb - thes...
28/03/2016

These cells are all normoblasts.

a - this is a basophilic normoblast. It has no nucleolus and deep blue cytoplasm
b - these are polychromatophilic normoblasts. The cytoplasm has mixtures of blue and pink.
c,d - orthochromic normoblasts, with pink cytoplasm.

د وينې د نوي گروپ ډاکټرانو ته سر دردی پيدا کړيد لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۱ ز کال کې د وينې د AB_system (اي بي گروپونه) د Kar...
13/03/2016

د وينې د نوي گروپ ډاکټرانو ته سر دردی پيدا کړي
د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۱ ز کال کې د وينې د AB_system (اي بي گروپونه) د Karl Landsteiner کارل لندستېینېر له خوا وپېژندل شو بيا وروسته په ۱۹۰۷ ز کال کې د جان جانسکايی له خوا نومونو د انتيجن له مخې ترتيب شو.
له دې سربېره د مثبت او منفي له مخې وينه هم وويشل چې دا پېښه لومړي ځل د ۱۹۳۷ کال کې په يو بېزو چې ريهيوس نوميده وپېژندل شوه.
له دې سربېره د سويډن ډاکټران د وينې د ورکولو پرمهال متوجه شو چې ځينې ناروغان ته اړونده گروپ وينه ورکولو وروسته هم بيا هم د وينې د پرنډ کېدلو پېښې رامينځ ته کېدلې.
له ډېرو څېړنو وروسته وليدل شو چې يو بل نوی گروپ وينه هم شتون لري چې دا گروپ ډېر نادر او کم ساری گروپ دی. تر اوسه پورې د فرانسې، لندن او سويډن ډاکټران ته گروپ ته په نوم ورکولو نه دې سلا شوي خو اوسمهال دې وينې گروپ ته نادر گروپ (sällsynta blodgrup) يا (vel blodgrupp) وايي دا گروپ د لومړي ځل لپاره د سويډن د لونډ پوهنتون (Lunds Universitet ) کې د پروفيسور مارتين ايل اولسون Martin L. Olsson او د هغه د ملګرو له خوا په ۲۰۱۳ز کال کې وپېژندل شو.
چې په نړۍ کې دا مهال د اټکل له مخې ۰،۰۴ سلنه خلک دا گروپ لري. نو ددې گروپ لپاره انگلستان، فرانسې او سويډن په گډه د اوميو په پوهنتون کې د وينې بانک جوړ کړی دی. او د نړۍ د هر کونج څخه چې څوک دا وينه ولري دلته يې راټولوي او له دې ځای څخه يې بېرته اړمنه کسانو ته په الوتکه کې د ځانگړي څار لاندې انتقالوي.
دا څېړنې لا په ابتدايي حالت کې دي او ډاکټرانو سره ستر سرخوږي پيدا کړی. کوښښ کيږي چې ډاکټران د بېلا بېلو ملکون خلکو باندې څېړنې ترسره کړي چې تر څو ووينې چې په ريښتني ډول څومره سلنه خلک کوم کوم گروپ وينه لري.
اخځايونه
د لوند پوهنتون د ويني د ورکونی طب اداره
د اليوسريټيډ وېتنسکاپ مجله
د سويډن د وينې بانک رسمي پاڼه
يادونه: د وينې په اړه يوه ژباړه ډېر ژر

دې ټکی ته مو پام وی هېوادوالو!د میوو د خوړلو نه مخکې یې یو ځل ګورئ که سور رنګ ولری مه یې خورئ، د انسانیت دښمنانو په ایډز...
24/02/2016

دې ټکی ته مو پام وی هېوادوالو!
د میوو د خوړلو نه مخکې یې یو ځل ګورئ که سور رنګ ولری مه یې خورئ، د انسانیت دښمنانو په ایډز ککړه وینه پکې پیچکاری کوی..
دا پیغام خپور کړئ چې ټول هېوادوال مو خبر شي.

اپنډيکس ٙپيژندنه، احتياط او درملنه (معلومات مو له نورو ملګرو سره هم شریک کړئ): اپنډيکس څه شی دی، د پيداکېدو لامل يې څه د...
23/02/2016

اپنډيکس ٙپيژندنه، احتياط او درملنه

(معلومات مو له نورو ملګرو سره هم شریک کړئ): اپنډيکس څه شی دی، د پيداکېدو لامل يې څه دی، ګواښونه يې څه دي او څنګه درملنه يې کيږي؟
د افغانستان په هر لوی روغتون کې هره ورځ په اوسط ډول څلور ناروغان اپنډيکس له امله عمليات کيږي.
په طبي اصطلاح کې دې ته اپنډيسيټ وايي او زموږ ولسي خلک يې اپنډيکس بولي.
اپنډيسيټ څه شی دی؟
اپنډيسيټ يو کوچني ټيوب ډوله شي، چې د لويې کولمې د پيل برخې سره په ځوړند شکل نښتی وي.
دلته يوې خبرې ته اشاره لازمي ده هغه دا، چې زموږ خلک اوس هم فکر کوي، که اپنډيکس د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې عمليات نه شي، نو د مرګ لامل ګرځي او که بيا هم څوک مړ نه شي، دوی له ځانه بيا پرېکړه کوي، چې دا خو اپنډيسيټ نه دی.
هو دا خبره په خپل ځای سمه ده، چې اپينډيسيټ د مرګ لامل کېدای شي، خو دا لازمي نه ده، که دا عمليات ونه شي، نو خامخا به ناروغ ترې مري.
د طبي کارپوهانو په اند که د اپنډيکس عمليات پر وخت تشخيص او عمليات نه شي، نو پنډيسيت يا د کولمې غوټه چاوديږي او په دغه غوټه کې، چې کوم مېکروب، وينې او زوې راټولې شوې وي د ګيډې نورو برخو سرايت کوي او له هغې بله مرګونې ناروغي پيدا شي، چې پريټونايټس ورته ويل کيږي.
د اپنډيسيټ نښې نښانې څه دي؟
په پيل کې په ګېډه کې عام درد، چې ورو ورو د نامه لاندې او ښي خوا ته ځي او په لنډه موده کې دغه درد ډېر قوي کيږي، چې ناروغ يې زغم نه لري.
خوړو ته يې اشتها نه کيږي
خېټه يې پړسيږي
پر ناروغ سخته تبه راځي
زړه يې بد بد کيږي او کانګې وهي.
اپنډيسيټ د ژوند په کومه مرحله کې راتلی شي؟
د ډاکټرانو په وينا اپنډيسیټ د ژوند په هره برخه کې راتلی شي، مګر په لومړيو دوو کلونو کې يې امکان د نشت برابر دی او ډېر وخت د اپنډيسيټ درد له لسو تر دېرشو کلنو کې ډېر پېښېدای شي.
اپنډيسيټ څنګه پيژندل کيږي؟
که پورته يادو شوو نښو څخه اکثر يې د ناروغ په بدن کې وموندل شوې، نو بايد له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي.
ډاکټر د خپلې تجربې له مخې د ناروغ پر بدن له لاس وهلو دا ناروغي معلومي.
تلويزوني معاينه يا الټراساونډ کوي او کله د وينې او تشو متيازو د ټيسټونو اړتيا هم پيښيږي.
د اپنډيسيټ عمليات
د اپنډيسيټ درملنه يوازې او يوازې د عمليات له لارې ممکنه ده، چې بايد د ښه او تکړه متخصص جراح له لوري وشي. زموږ په هېواد کې د نورو عملياتو تر څنګ اپنډيسیټ سره هم بې پرواهي کيږي او د کولمې دغې وړې غوټې لپاره ډېر لوی عمليات کوي، چې د ډاکټر د کمې پوهې له امله کيږي.
متخصص ډاکټر بايد د نښو نښانو له موندلو ورورسته ناروغ عمليات کړي او د ممکنه پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی وکړي.
دلته يوه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا که چېرې له عمليات وړاندې اپنديسيټ کولمه وشليږي، نو بايد څه وشي؟
د جراحانو په اند بايد له عمليات وړاندې د اپنديسيټ شلېدو له امله خپرې شوې زوې او ميکروب د انټي بايوټيک په واسطه پاک شي او بيا د اپنډيسيټ عمليات وشي او له عمليات وروسته هم ناروغ ته قوي انټي بايوټيک تجويز شي.
له جراحي وروسته پېښېدونکې ستونزې
ډېر وخت له جراحي وروسته يوازې او يوازې انټي بايوټيک او درد ضد درملو ته اړتيا وي، مګر کله نا کله ناروغ کې لاندې نښې هم موندل کيږي.
کانګې کوي
د ګېډې درد يې زياتيږي
په کانګو يا تشو متيازو کې يې وينه راځي او په عين حال کې يې تبه هم ډېره زياته وي.
د پورته يادو شوو نښو تر څنګ کله نا کله د ځينو بې پرواهيو له امله د عمليات ټپ نو کوي يا چرک نيسي.
د پورته نښو نښانو د پيدا کېدو پر مهال بايد له خپل متخصص سره مشوره وشي او په دې اړه بايد هېڅ بې پرواهي ونه شي

Address

Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:00
Tuesday 13:00 - 06:50
Wednesday 00:00 - 06:50
Thursday 00:00 - 06:50
Friday 00:00 - 06:50
Saturday 00:00 - 06:50
Sunday 00:00 - 06:50

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Star Medical Laboratory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram