05/10/2025
د خوښۍ ځای دی چې د استاد پوهاند دوکتور محمد عظیم عظیمي نوی تدریسي کتاب “بیوشیمي (د مکرومالیکولونو اساسات او د قندونو میتابولیزم)” چاپ او خپور شو.
دغه علمي اثر د پوهاند عظیمي د کلونو علمي تجربو، څېړنو او تدریسي زحمتونو نتیجه ده او د محصلینو، استادانو او د طب او ساینس مینه والو لپاره یو مهم درسي مرجع بلل کېږي.
دا کتاب به د لوړو زده کړو په موسسو کې د بیوشیمي په تدریس کې نوی ابتکار او سهولت رامنځته کړي.
په راتلونکي کې استاد ته د لا زیاتو علمي بریاو هیله کوو.