05/12/2025
استاد عالیقدرم
سخنانی که خواندم نه فقط داستان یک استاد بل زمزمهای از حقیقت انسانیت بود انسانهایی چون شما ثابت میسازند که مهربانی و بخشندگی ارزانی دلهای بزرگ است نه داراییِ دستها
استادانی از جنس نور همانانیاند که درسشان تنها در صفحهٔ کتاب خلاصه نمیشود بل در ژرفای جان شاگرد نقش میبندد و تا پایان زندهگی چراغ راه میماند
داستان آن استاد بزرگوار آیینهای بود که در آن سیمای شما را دیدم
کسی که علم را با اخلاق آمیخته و دانایی را با انسانیت معنا میبخشد
شما و امثال شما سرمایهٔ واقعی این سرزمینید
کسانی که به جای جمعکردن ثروت انسان میسازند
و به جای شهرت در دلها جا باز میکنند
استاد عزیز
اگر امروز شاگردان به بلندای افتخار میرسند، ریشهاش در همان لحظهٔ ناب است که استادی دستشان را گرفت باور بخشید و مسیر روشن پیشپایشان گذاشت
و چه میراثی برتر از این که آدمی نوری را که از استادش گرفته به دیگران منتقل کند و چراغی از چراغ روشن سازد
در برابر مقام رفیع شما تنها میتوانم بگویم
سپاس از اینکه انسانیت را پیش از هر درس دیگری آموختید
سپاس از اینکه به ما فهمانیدید بزرگی در آنچه میدهیم است نه در آنچه میاندوزیم
خداوند سایهٔ شما را همیشه بر سر ما پایدار نگه دارد و نور علمتان را بر دلها افزونتر گرداند
با نهایت احترام و ارادت
شاگرد مخلص تان
سید مخدوم همدرد
يو مشهور ډاکټر ليکلي:
نزدې درې لسیزې وړاندې خبره ده. موږ یو ساده، خو د زړه نه صفا ډک استاد درلود چې ریاضي یې راته لوستله.
یوه ورځ مې په ډار ډار ورته وویل:
"سر… که په فیس کې لږې رعایت راسره وکړې، زما د کور وضعیت به لږ سپک شي."
مسکا یې وکړه او په نرمه لهجه یې وویل:
"رخصتۍ وروسته راشه، خبرې به وکړو."
کله چې درس ختم شو، استاد مې مخې ته کیناست او راته ویې ویل:
"که زه ستا ټول فیس معاف کړم، څنګه به شي؟"
زما په زړه د خوشحالي څپه تېره شوه
"سر، دا خو ډېر لوی احسان دی!"
استاد لږ مخکې راغي او په ټیټ غږ یې وویل:
"یو شرط لري… زما دا احسان به ما ته نه، بلکې ژوند کې بيرته نورو ته ورکوې."
ما له تعجبه وپوښتل:
"څنګه؟"
هغه وویل:
"کله چې ژوند ښه شو، او د چا سترګې د مرستې په تمه وې… ته به هغه د پیسو پرته پالي هماغه به زما فیس وي."
ما د زړه له کوره ومنله:
"سر، که الله تعالی لخوا چانس راکړل شي، زه به ضرور دا کار کوم."
موږ پنځه شاګردان وو. استاد مو څو کاله وروسته وفات شو.
د هغه په جنازه کې مې څلور واړه ملګرو سره له سترګو اوښکې روانې وي. هماغه ورځ مونږ پوه شو چې زموږ هېڅ یو فیس نه ورکاوه.
هغه دا وعده – دا مرسته او کمک– له هر یوه سره جلا، په پټه، او د زړه له کومي کړې وه.
مونږ اوس پنځه ملکرو، دري ډاکټران يو د کالج پرنسيپل او د هيواد مکتبونو لوي سلسلي مالک او بل انجنير..
يوه مشترکه لويه خيريه بنياد چې هره مياشت په سلهاوو غريب ، بي وزله ،يتيم او بي چاره خلکو مرسته روانه ده، نه خلک مونږ پيژني او نه مونږ هغه خلک پيژنو چې مرسته ورسره کيږي، آدرس به له مرحوم استاد سره په شريکه آخرت وي.
په ژوند کې د انسان تر ټولو لوی میراث د هغه ښېګڼه، چلند، او د زړه رڼا ده.
کتابونه او درسونه هېرېږي، د فيزيک او کيميا فارمولې له ذهنونو وځي، خو د انسانيت لاس، د رحم یوه شېبه، او د اخلاقو یو حرکت د کلونو کلونو لپاره په زړونو نقش کېږي.
استادان په اصل کې د کتاب پاڼې نه لولي، بلکې د انسانیت پاڼې پرانیزي.
او دا پاڼې هېڅکله نه زړيږي
په پای کې، د انسان ريښتينې کمائی دا نه ده چې څومره یې ترلاسه کړل…
بلکې دا ده چې څومره رڼا یې نورو ته ورکړه.