Medical Doctors

Medical Doctors طب یعنی عشق �

19/08/2023

Types of local anesthesia in dentistry
موضعی انستیزی د خولی د جوف او غاښونو د جراحی پروسیجرونو دپاره په لاندی طریقو سره رامینځ ته کیدای شی :
1- Local Infiltration :
پدی طریقه کی یوازی د عصب نهائی کوچنی شعبات بیخوده کیږی د موضعی انفلتریشن څخه د کوچنیو پروسیجرونو د اجرأ او د غاښونو ترمینځ papilla ګانو د بیخوده کولو دپاره په Root planning کی استفاده کیږی.
2- Field Block:
په ناحیوی بلاک کی موضعی انستیتیک مواد د یو عصب نهائی لویو شعباتو سره نژدی زرق کیږی چی په نتیجه کی د انفلتریشن په نسبت یوه لویه ساحه بیخوده کیږی او تداوی د زرق د ساحی څخه نسبتاً لیری ساحه کی ترسره کیږی.
3- Nerve Block:
د غاښونو د موضعی انستیزی یو له معمولو طریقو څخه شمیرل کیږی او نسبت ناحیوی بلاک ته یوه لویه ساحه بیخوده کوی.
4- Palatal Block:
پدی بلاک کی موضعی انستیتیک مواد په Hard palate کی زرق کیږی او د Maxillary غاښونو د palatal side د بیخوده کولو دپاره ګټور تمامیږی.
5- Intraosseous:
پدی طریقه کی موضعی انستیتیک مواد مستقیماً د غاښ په هډوکنی ساختمان کی زرق کیږی.
6- Intrapulpal :
پدی طریقه کی موضعی انستیتیک مواد مستقیماً د غاښ په pulp کی زرقیږی کوم چی په مکمل ډول د غاښ د بیخوده کیدو باعث ګرځی .
7- Pressure Anesthesia:
د یو پاک مالوچ (cotton swab) پواسطه د زرق په ساحی باندی فشار واردیږی کوم چی د ستنی د داخلیدو پوخت کی د درد حسیت له مینځه وړی.
8- Electrical Nerve Block
9- Acupuncture
په پورتنی ژامه کی د انستیزی تخنیکونه :
Supraperiostal (infiltration)-1: د یوغاښ د تداوی دپاره توصیه کیږی میتود یی داسی دی وروسته له هغه چی ساحه د انتی سیپتیک موادو پواسطه اماده شو یو 25-27guage ستنه د غاښ د طولانی محور سره موازی په Mucobuccal fold کی داخلوؤ داسی چی د ستنی څوکه د غاښ تر Apex او یا پورته د هغی څخه ورسیږی وروسته اسپایریشن اجرأ کیږی د منفی والی په صورت کی 0.6ml انستیتیک درمل د ۲۰ ثانیو په موده کی زرقوؤ او بیا ستنه په قراره وباسو او ۲-۳ دقیقی انتظار وباسو.

Posterior superior Alveolar (PSA) Nerve Block- 2 :
نوموړی بلاک د علوی فک یا پورتنی ژامی د مولر غاښونو د بی حسه کولو دپاره استعمالیږی لیکن د لمړی مولر غاښ میزیوبوکال ریښی ددی بلاک پواسطه نه بیخوده کیږی ځکه کوم مطالعات چی ترسره شوی داښیئ چه په 28% واقعاتو کی د لمړی مولر میزیوبوکال ریښی د post superior Nerve پوسطه نه تعصیبیږی نو بناً د پورتنی ژامی د لمړی مولر غاښ د دقیق بیخوده کولو دپاره د PSA بلاک څخه علاوه infiltration انستیزی ته هم ضرورت دی .
میتود : د PSA عصب د بلاک دپاره ستنه د پورتنی دوهم مولر په برخه کی د ۴۵درجی زاوئی لاندی د اکلوزال او دوهم مولر د طولانی محور د سطحی سره په یو حرکت علوی خلفی او داخل خواته په قراره داخلوؤ په کاهلانو کی ستنه باید د 16mm او په ماشومانو کی تقریباً 14mm داخل شی د ستنی د داخلیدو په وخت کی باید مقاومت حس نشی او نه باید د ناروغ دپاره دردناکه وی په هغه صورت کی چی مقاومت حس شی ستنه لږ دباندی خواته کشوؤ داسی چی سرنج کاملاً د نسج څخه خارج نشی او بیا سرنج دوباره د اکلوزال د سطحی سره نژدی وړاندی بیایؤ او وروسته د منفی اسپایریشن ټسټ څخه 0.9-1.8ml په اندازه انستیتیک محلول په قراره سره زرقوؤ د نوموړی بلاک success rate>95% دی او مهم اختلاط یی د هیماتوم تشکل دی چه د ناروغ دپاره ناراحت کوونکی وی د نوموړی هیماتوم د تشکل د مخنیوی دپاره دG 25-27 لنډ ستنی څخه استفاده وشی او نه باید د 16mm څخه زیات داخل شی .

3 -Middle superior Alveolar Block :
نوموړی بلاک د علوی فک د premolar غاښونو د بیخوده کولو دپاره استعمالیږی او ددی ترڅنګ د لمړی مولر mesiobuccal ریښی هم بلاک کوی .
میتود : د زرق د ساحی د آماده کولو څخه وروسته ستنه د دوهم premolar غاښ د Apex په پورتنی برخه کی د Mucobuccal fold په عمق کی قرار ورکوؤ او انستیتیک محلول په قراره سره زرقوؤ پدی بلاک کی هیماتوم نادراً رامینځته کیږی .

4- Anterior superior Alveolar Nerve Block :
چی د infraorbital N Block پنوم سره هم یادیږی چی د خولی په جوف کی د انستیزی یو له کامیابو او بی خطره تخنیکونو څخه شمیرل کیږی چی د علوی central غاښ څخه د هماغی طرف د لمړی مولر غاښ تر میزیوبوکال ریښی پوری بیخوده کیږی او ددی ترڅنګ د نورو رخوه انساجو لکه لاندنی زیزمه ، Ala Nasi او پورتنی شونډی د بی حسه کیدو سبب هم کیږی .
پدی طریقه کی infraorbital N یا Ant sup Alveolar N چی د infraorbital foramen د لاری خارجیږی بیخوده کیږی او infraorbital foramen د infraorbita fossa د سفلی کنار څخه لاندی قرار لری په هغه صورت کی چی خپل د شهادت ګوته د infraobital notch څغخه لاندی طرف ته تیر کړو یو تعقر حس کیږی چه همدغه ساحه

infraorbital foramen موقعیت لری .
په دغه بلاک کی په دوو طریقو سره کولای شو چی infraobital foramen ته ورسیږو
1- Central Incisor Approach
2-Bicuspid Approach
په لمړنی طریقه کی ستنه د علوی سنترل غاښ په Mucobuccal fold کی قرار ورکوؤ او د 16mm په اندازه یی مخکی وړو او د ستنی مسیر د شهادت د ګوتی پواسطه چی د infraorbital foramen د تعقر په پورتنی برخه کی مو قرار ورکړی وی کنترول کوؤ او بیا انستیتیک محلول د 0.9-1.2ml په اندازه د 30-40 ثانیو په موده کی زرقوؤ.

په Bicuspid Approach کی ستنه د هغه کرښی سره موازی چی د supraorbital Notch د سترګو حدقه ، infraorbital foramen ، دوهم premolar غاښ او د mental foramen په امتداد تیریږی په Mucobuccal fold کی داخلوؤ او د ستنی مسیر دباندی خوا څخه د ګوتی پواسطه کنترول کوؤ کله چی ستنه مورد هدف ځای ته ورسید بیا د 0.9-1.2ml په اندازه انستیتیک محلول په قراره د 30-40 ثانیو په موده کی زرقوؤ او د زرق ساحه د یو یا دوه دقیقو دپاره د ګوتی پواسطه فشار ورکوؤ کوم چی په infraorbital foramen کی د درملو په انتشار کی ګټور تمامیږی او د 3-5 دقیقو څخه وروسته د زرق په ساحه کی پروسیجر شروع کوؤ .

5- Nasopalatine Nerve Block:
دغه بلاک چی د incisive canal د زرق پنوم سره هم یادیږی Nasopalatin nerve چی د Anterior palatine foramine د لاری خارجیږی بیخوده کوی .
نوموړی بلاک د Hard palate قدامی برخه او اړونده انساج یی بیخوده کوی او معمولاً د یو تکمیلی بلاک په حیث د infraorbital Nerve د بلاک سره یوځای د علوی فک د قدامی غاښونو په درملنه کی ورڅخه استفاده کیږی .
میتود : یو 25 Guage ستنه د علوی فک د قدامی غاښونو د طولانی محور په امتداد په incisive papilla کی په قراره د 0.5cm په اندازه داخلوؤ او 0.5cc انستیتیک محلول د اسپایریشن څخه وروسته زرقوؤ .

6 -Palatinal Anesthesia :
د Anterior palatine Nerve Block پنوم سره هم یادیږی چی د زرق د ساحی څخه تر لمړی premolar پوری د Hard palate او د هغی د پورتنی برخی انساجو د بیخوده کولو دپاره استعمالیږی .
میتود : Greater palatine foramine چی د پورتنی دوهم او دریم مولرغاښ په وسط کی یو سانتی متر متوسط خط طرف ته قرار لری او د همدی دلاری Greater palatine nerve خارجیږی د نوموړی بلاک دپاره ستنه 1-2mm د متوسطه خط طرف ته په Greater palatine foramine کی داخلوؤ او د 0.6-0.45cc په اندازه انستیتیک محلول زرقوؤ .
Sulimanzai Dental Clinic
Niamatullah Sadat
سلطان شهاب الدین
Ijaz Khan

ANS☟
21/07/2023

ANS☟

Follow as for mor medicl informetion
20/10/2022

Follow as for mor medicl informetion

20/10/2022

cap..rowatenix
👈 د استعمال ځایونه
• اړین غوړي لري چې د پښتورګو او ادرار تیږو په تحلیل، ماتولو او خارجولو کې مرسته کوي .
•د پښتورګو او نورو بولی لارو د سپزموډیک درد مخه هم نیسي
•د د بولي لارو د التهاب مخه هم نیسي او په ادرارو په اطراح کی زیاتوالی هم راولي

👈احتیاط
• د هغو ناروغانو لپاره مناسبه نه ده چې د شدید درد (کولک)، د ادرار کمښت یا د ادرار د لارې شدید انتانات لري.
•د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان او تنکي ځوانان باید روټینیکس ونه کاروي
• تاسو باید د امیندوارۍ په پیل کې (لومړی درې میاشتنۍ) یا د شیدو تغذیه کولو پرمهال د Ratinex اخیستل څخه ډډه وکړئ.
•هغه خلک چی د ځګر ناروغی

👈په رواټنیکس کی کوم مواد شتون لري
• ګیلیسرین لري
•سوډیم ایتیل هایدروکسایبینزویټ (E215) او
•سوډیم پروپیل هایدروکسیبینزویټ (E217) لري.

👈د لویانو لپاره د Rotavinex عام دوز
یو کپسول په ورځ کې 3-4 ځله واخلئ، د خواړو څخه نیم ساعت مخکې
👈جانبي اعراض
•د معدې سوزش او ناراحتي پیدا کوي.
• ګلیسرین لري کوم چې په لوړه اندازه زیان رسوي. که چیرې په لوړه دوزونو کې واخیستل شي، نو سړی ممکن د سر درد، د معدې درد او اسهال تجربه کړي. دا ممکن د الرجیک عکس العمل لامل شي.
•معدې او لنډمهاله خپګان (د معدې خپګان)
•سستي (په ندرت سره راپور شوي

•که تاسو کوم بل اړخیزې اغیزې تجربه کړئ چې دلته لیست شوي ندي، د خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ او هغه ته خبر ورکړئ

20/10/2022
♥بسم الله الرحمن الرحیم♥موضوع: سیرومونه نوټ: دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات۱. سیریوم رینګر Ringe...
20/10/2022

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
موضوع: سیرومونه
نوټ: دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات

۱. سیریوم رینګر Ringer
ترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دی
استعمال:
اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپوتاشیم کموالی،تغذیه
اختیاط او پاملرنه:
که چیرته دمحلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي.
د سودیم بای کاربونیت هایپرتونیک محلول اضافه کول ورته منع دي.
د ۲-۲۵ سانتی ګرید کې باید وساتل شې.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۲.سیریوم رینګر لاکتیت Ringer Lactate:
ترکیب:
کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید،سودیم لاکتیت،سودیم کلوراید
استعمال:
دمایعاتو کموالی،مخکې او وروسته دعملیات څخه،اسهال،استفراق،زړه بدوالی،اسیدوز او سوخته ګۍ،دګلوکوز دسویې دلوړوالې له کبله شاک،کوشنګ سندروم او دکورتیکوستیراید د دوز په لوړوالې کې استعمالیږي.
نه استعمال:
لوړ فشار،پښتورګو،جګر او دزړه د وظیفو خرابوالی.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۳-سیریوم نارمل سالین Normal saline:
ترکیب:
سودیم کلوراید%۰،۹
استعمال:
دزخمونو وینځل او سوختګی، ټیټ فشار،خونریزی
نه استعمال:
لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۴-دکستروز یا ګلوکوز %5
استعمال:
دانرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې دخولې له لاري خوراک نشې کولی،هایپرتونیک ډیهایدریشن،هایپوګلایسیمیا،ملا درد او لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۵-دکستروز یا ګلوکوز%10
استعمال:
انرژی برابرول،هایپو ګلایسیمیا،دپښتورګو عدم کفایه،دپوتاشیم او انسولین مسمومیت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۶-دکستروز یا ګلوکوز%20 یا له هغه پورته
استعمال:
هایپوګلایسیمیک شاک،د اوبو مسمومیت، عمومی عدم کفایه،زیړی
نه استعمال:
ټیټ فشار او داوبو او الکترولایتونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی.

۷-دکستروز سالین یا میکس
ترکیب:
دکستروز%۵ +سالین۰،۹%
استعمال:
ډیهایدریشن،مسمومیت او ګاستروانتریت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۸-دکستران۴۰
ترکیب:
دوینې پلازما
استعمال:
دپلازما کموالی،دخونریزی له امله شاک،سوختګی او عملیات.
نه استعمال:
دسږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۹-مانیتول%۲۰
استعمال:
ګلوکوما یا دسترګې داخلې فشار،فشار،داخل دکوپړۍ فشار،ادرار راوړونکی.
نه استعمال:
ډیهایدریشن،داخل جمجه خونریزی،هایپو ویلومیک شاک،CHF ،هایپوټینشن،هایپو کلیمیا،هایپو نایتریمیا.
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۱۰-امینوویل۶۰۰
استعمال:
دامینو اسیدونو او منرالونو کموالی،طاقت او وروسته او مخکې دعملیات څخه.
مستحضرات:
500ML,IV

۱۱-هیماسیل
ترکیب:
پولی جیلین
استعمال:
اسهال،خارښت ،ټیټ فشار او دمایعاتو کموالی
نه استعمال:
حساسیت
مستحضرات:
500ML,IV

۱۲-پینامین جی
استعمال:
طاقت،دعملیات وروسته،سوختګی او دمایعاتو کموالی
مستحضرات:
500ML,IV
✍️Dr.Qsemi

Address

Kabul Darlaman
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Doctors posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram