04/10/2025
*⭕ مياشتنى ناروغي !*
*میرمنو او نجونو ته د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه اړینې لارښوونې .*
*مياشتنی عادت هغه حالت دی چې نوې پېغلې د لومړي ځل لپاره له ۱۱ - ۱۶ کلنۍ پورې پرې اخته او وروسته پرته د اميدوارۍ له مودې ، په عادي ډول په هرو ۲۸ ورځو کې يوځل پيدا کيږي . که چیرته مو خپله میاشتنۍ ناروغي ولیده نو لاندې ټکي په پام کې ونیسئ :*
*① که چیرې مو میاشتنۍ ناروغي په هرځل راتګ سره حد اکثر یوه اوونۍ او حد اقل څلور ورځې دوام کوي دا نورمال حالت دی ، مګر له دغه انډوله وتل په دې معنې چې میاشتنۍ ناروغي مو منظمه نده او د علت د معلومولو لپاره یې ډاکټرې سره حتماً ووینئ .*
*② هغه مېرمنې چې په مياشتني عادت کې نظافت رعايت نکړي ، د رحم التهاب ، د نفيرونو بندښت او ان د بې اولادۍ لامل يې هم کيږي .*
*③ ډیرې یخې اوبه ونه څښئ ، ګازلرونکې نوشابې ونه څښئ . د ډیرو سړو اوبو څښل په رحم کې د وینې د پاتي کیدو سبب ګرځي او بلآخره د التهاباتو تر څنګ په اوږد محال کې د رحم د سرطانونو سبب ګرځي .*
*④ که چېرې د مياشتيني عادت پر مهال نظافت مراعات نشي ، يو لړ ستونزې هم رامنځته کوي ، چې يو شمېر مېرمنې له خارښت او سوزاک يادونه کوي . د دې لپاره چې له دې راز ستونزو نه ښځینه په امن کې وي غوره ده چې د مياشتني عادت پر مهال له کوټکس نه ګټه واخلي . هغه شمېر مېرمنې چې نشي کولای له کوټکس نه کار واخلي ، هغوی دې ټوټه په صابون پرې مينځي ، لمر ته دې وچه او تر اوتو کولو وروسته دې ترې کار واخلي .*
*⑤ د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې درانه او شاقه کارونه باید ونکړل شي ځکه د وینې بهونکي هارمونونه په بدن کې په ګړندۍ بڼه په حرکت کې وي او ډیر ژر د شدیدې خونریزۍ سبب ګرځي .*
*⑥ د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې د سر د پوستکي کوچني سوري واز وي نو په دې دوران کې د سر مینځلو په پار له شامپو کارولو ډډه وکړئ چې د ډیر شدید سر درد سبب ګرځي .*
*⑦ که مو میاشتنۍ ناروغي دفعتاً ودریده نو لمړی باید فکر وکړئ چې حمل مو اخیستی ، خو که حمل نوي نو بیا شدیده کم خوني ، د تائرایيډ غدې غیر منظم فعالیت ، د نخامیه غدې غیر منظم فعالیت دی.