Salamat - Pashto

Salamat - Pashto سلامت د ټېلفوني اړیکه یوه کرښه ده، هغو کسانو ته چې د خپلې عاطفي او رواني روغتیا د ښه والي په لټه کې دي، خوندي او ناڅرګند چاپېریال برابروي.

له یوې لنډمهالې دمې وروسته بېرته راګرځو، تاسو سره زموږ همکاري دوامداره دهنن د سلامت پروژې دویېمه مرحله په بریالیتوب سره ...
23/12/2022

له یوې لنډمهالې دمې وروسته بېرته راګرځو، تاسو سره زموږ همکاري دوامداره ده
نن د سلامت پروژې دویېمه مرحله په بریالیتوب سره پای ته رسوو. په تېرو ۵ میاشتو کې موږ د دې ویاړ درلود، چې د سلامت د فېسبوک پاڼې له لارې تاسو ته ۶۵ مطالب، ۶ ویډیوګانې او د ټولنیزو رواني ستونزو په اړه دوه ژوندۍ
خپرونې وړاندې کړو.
موږ ویاړو چې په دې موده کې په ټول افغانستان کې دوه میلیونه کسان د فېسبوک له لارې زموږ د مطالبو لیدونکي وو، چې له دې ډلې ۲۰سلنه یې ښځینه وې. ویاړمن یو چې په تېرو ۵ میاشتو کې زموږ ۱۳۴۰ تنه هېوادوال زموږ د ټیلفون د وړیا ټولنیزو رواني مشورو خدمتونو څخه برخمن شوي دي، چې ۳۷سلنه یې ښځې جوړوي.
په پای کې له تاسو ټولو قدرمنو څخه مننه کوو، چې په یاده موده کې موږ سره وئ او د خپلو نېکو نظرونو په څرګندولو سره مو زموږ د خدمتونو په ښه والي کې فعاله ونډه لرله. هیله من یو، چې وکړای شو یو ځل بیا د سلامت پروژې درېیمه مرحله کې ستاسو خدمت ته حاضر شو.

موږ لېواله یو، چې د خپلو خدمتونو او فېسبوک پاڼې په اړه ستاسو نظرونه واورو. مهرباني وکړئ زموږ لنډه ۵ دقیقه ییزه نظرپوښتنه...
12/12/2022

موږ لېواله یو، چې د خپلو خدمتونو او فېسبوک پاڼې په اړه ستاسو نظرونه واورو. مهرباني وکړئ زموږ لنډه ۵ دقیقه ییزه نظرپوښتنه کې ګډون وکړئ او موږ سره مرسته وکړئ، تر څو وکړای شو ستاسو لپاره په فېسبوک کې لا ډېر ګټور مطالب خپاره او خپل خدمتونه له دې نور هم ښه کړو. د سلامت د پاڼې د څارلو له کبله مو منندوی یو، ستاسو نظر واقعاً موږ لپاره ډېر مهم دی.
مهرباني وکړئ د پیلولو لپاره پر لاندیني لینک کلیک وکړئ. موږ په ډېره لېوالتیا ستاسو د نظرونو اورېدو ته په تمه یو.
فرم نظرسنجی فارسی: https://forms.gle/bbEoUSrCnY6xiaMU8
د پښتو نظرپوښتنې فورم: https://forms.gle/2u6yec7j4V1urx5M9

12/12/2022

اضطراب یا اندېښنه څه شی دی؟ څه شی د اضطراب د رامنځته کېدو لامل ګرځي او خپل اضطراب څنګه مدیریت کړو؟
په دغه ویډیو کې به تاسو د اضطراب یا اندېښنې او د هغه د لاملونو، زموږ پر ورځني ژوند یې د اغېزو او د اضطراب د تجربې پر مهال خپل ځان او دوستانو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه ګټور معلومات زده کړئ.
اضطراب د بې کرارۍ احساس، غصه، وېره، اندېښنه، بدخلقي او ځورېدنه، د تمرکز ستونزه، د خوب ستونزې، اندېښمن فکرونه او فزیکي بدلونونه لکه د وینې د فشار لوړېدل دي. له اضطراب سره ژوند ښایي ډېر ستونزمن شي، خو څو اسانه حل لارې شته، چې کولای شئ ترسره یې کړئ او تاسو سره مرسته وکړي. دلته ځیني لارښوونې شته، چې باید په پام کې یې ونیسئ:
که غواړئ یوه وړیا مشوره ترلاسه کړئ او د خپل ذهني فشار د ستونزې په اړه زموږ له یوه روزل شوي مشاور سره خبرې وکړئ؛ مهرباني وکړئ له یکشنبې تر پنجشنبې د سهار له 08:30 څخه د مازیګر تر 04:30 بجو پورې د ټېلفون او واتسپ له لارې په دغو شمېرو موږ سره اړیکې ونیسئ:0731011808I0728613006
یا هم خپله شمېره د پیغام له لارې موږ ته راولیږئ تر څو زموږ همکاران تاسو سره اړیکه ونیسي.

06/12/2022

ذهني فشار یا سټرېس څه شی دی؟ څه شی د سټرېس د رامنځته کېدو لامل ګرځي او خپل سټرېس څنګه مدیریت کړو؟
په دغه ویډیو کې به تاسو د ذهني فشار او د هغه د لاملونو، زموږ پر ورځني ژوند د سټرېس د غېزو او د سټرېس د تجربې پر مهال خپل ځان او دوستانو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه ګټور معلومات زده کړئ.
ذهني فشار یا سټرېس د جسمي یا عاطفي کشمکش یو احساس دی، چې کېدای شي د هر ډول پېښې یا فکر زېږنده وي، چې ښایي د نهیلۍ ، غصې او قهر احساس وکړئ. کله چې سټرېس د اوږدمهال لپاره دوام وکړي ښایی ستاسو روغتیا هم زیانمنه کړي.
سټرېس کېدای شي مختلفې جسمي او عاطفي نښې ولري، د بېلګې په ډول: ښایي اسهال یا قبضیت، هېرجنتیا، ځان دردي، سر دردي، د انرژي یا تمرکز کمښت، د بدن د عضلاتو سختېدل، ستړیا، په خوب کې ستونزه یا ډېر خوب کول، د معدې ناراحتي او په وزن کې بدلونونه رامنځته کړي.
که غواړئ یوه وړیا مشوره ترلاسه کړئ او د خپل ذهني فشار د ستونزې په اړه زموږ له یوه روزل شوي مشاور سره خبرې وکړئ؛ مهرباني وکړئ له یکشنبې تر پنجشنبې د سهار له 08:30 څخه د مازیګر تر 04:30 بجو پورې د ټېلفون او واتسپ له لارې په دغو شمېرو موږ سره اړیکې ونیسئ:0731011808I0728613006
یا هم خپله شمېره د پیغام له لارې موږ ته راولیږئ تر څو زموږ همکاران تاسو سره اړیکه ونیسي.

کله چې موږ د خپلې کورنۍ په وړاندې د مینې او مهربانۍ احساس کوو، نه یوازې دا چې دوی یې بدل کې د مینې او پاملرنې احساس کوي،...
30/11/2022

کله چې موږ د خپلې کورنۍ په وړاندې د مینې او مهربانۍ احساس کوو، نه یوازې دا چې دوی یې بدل کې د مینې او پاملرنې احساس کوي، بلکې موږ سره د دنننۍ خوشحالۍ او آرامۍ رامنځته کولو کې هم مرسته کوي.

هره ورځ یو څه اندازه ډېر لمر واخلئ!لمر کولای شي موږ ډېر خوشحاله کړي. د لمر بنفش وړانکې زموږ پر پوستکي لګیږي او بدن د ویت...
30/11/2022

هره ورځ یو څه اندازه ډېر لمر واخلئ!
لمر کولای شي موږ ډېر خوشحاله کړي. د لمر بنفش وړانکې زموږ پر پوستکي لګیږي او بدن د ویتامین D تولید پیلوي( د ویټامین D کمښت د خپګان یو له اصلي لاملونو څخه دی). کله چې لمر ستاسو پر سترګو لګیږي، مغزو ته سېګنال ورکوي، چې د ملاتونین (هغه هورمن چې په ویده کېدو کې تاسو سره مرسته کوي) تولید کم او د سروتونین(د خوښۍ او خوشحالۍ اړوند هرمون) ترشح زیاته کړي.
پورتنې خبرې په کومه مانا دي؟
لمر اخیستل تاسو لا ډېر خوشحاله کوي. که چېرې په ورځ کې لږ تر لږه ۱۵ دقیقې لمر ته ځان ښکاره کړئ.

یوازې لس دقیقې چوپتیا یا یوازیتوب کولای شي ستاسو د رواني او عاطفي روغتیا په برخه کې معجزه وکړي. د دغو لسو دقیقو په جریان...
26/11/2022

یوازې لس دقیقې چوپتیا یا یوازیتوب کولای شي ستاسو د رواني او عاطفي روغتیا په برخه کې معجزه وکړي. د دغو لسو دقیقو په جریان کې په ساده توګه په پټو سترګو یوه ځای کې ارام کینئ او د ساه اخیستنې تمرینات وکړئ.

د دغو لسو دقیقو چوپتیا سره تاسو کولای شئ خپله ټوله ورځ ښه کړئ. کله چې تاسو د ارام دغه وخت تېر کړی وي؛ نو کولای شئ د ورځې په اوږدو کې خپل کار په ډېره غوره توګه ترسره کړئ. په خپل ژوند کې د تعادل یا برابرۍ رامنځته کولو لپاره دا بهترینه لاره ده او دغه کوچنی کار کولای شي په اوږد مهال کې ستاسو بدني او روحي روغتیا لا ډېره ښه کړي.

خپګان څه شی دی؟د نهیلۍ او ستړیا احساس کول او له هغه شیانو څخه خوند نه اخیستل چې پخوا تاسو ته په زړه پورې وو ، خپګان ځینې...
26/11/2022

خپګان څه شی دی؟
د نهیلۍ او ستړیا احساس کول او له هغه شیانو څخه خوند نه اخیستل چې پخوا تاسو ته په زړه پورې وو ، خپګان ځینې عامې نښې دي، چې په نړۍ کې یو له خورا عامو رواني روغتیایي ستونزو څخه ګنل کېږي.
د خپګان پر مهال حتی ساده شیان لکه سهار کې د جامو اغوستل، یا د خوړو خوړل کېدای شي یو سخت کار ښکاره شي. د خپګان نښې مختلفې بڼې لري او پر خپګان د دوه اخته کسانو نښې په بشپړه توګه یو ډول نه وي. پر خپګان اخته کس ښایي د تل نورو ته غمجن ښکار نه شي. او کله چې دوستان او یا کورنۍ د خپګان نښو ته متوجې کېږي ښایي وغواړي مرسته ورسره وکړي خو نه پوهېږي چې څنګه.
خپګان د غم او خواشینۍ په څېر له یوې یا دوه ورځو وروسته له منځه نه ځي. کېدای شي اونۍ، اونۍ دوام وکړي او ستاسو په کار، درس، نورو سره د اړیکو له له ژوند څخه د خوند اخیستلو وړتیا کې اختلال رامنځته کړي.
آیا غواړئ د خپګان د درملنې او د خپګان د تجربې پر مهال خپلو دوستانو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه ځینې لارښوونې زده کړئ؟ مهرباني وکړئ له یکشنبې تر پنجشنبې د سهار له 08:30 څخه د مازیګر تر 04:30 بجو موږ سره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ: 0706229103 او 0705559169.
که کومه پوښتنه لرئ د کمنټ له لارې یې موږ سره شریکه کړئ.

خوشحاله انسانان خپلې غوښتنې کنټرولوي!هغوی له خلکو څخه د ډېر څه تمه نه کوي او تر ډېر پر خپلو کړنو تمرکز کوي. هغوی هغه څه ...
23/11/2022

خوشحاله انسانان خپلې غوښتنې کنټرولوي!
هغوی له خلکو څخه د ډېر څه تمه نه کوي او تر ډېر پر خپلو کړنو تمرکز کوي. هغوی هغه څه چې غواړي یې او ترلاسه یې نه کړي، زړه ماتي کېږي نه او په دې توګه له هر حالت څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي کوي. هغوی هر حالت سره عملي او واقعي برخورد کوي او غوره وختونو ته هیله من دي، خو ډېر بدو ته هم چمتوالی لري.

ځیني وخت خدای ج غواړي چې ستا په لاس خپلو نورو بنده ګانو سره مرسته وکړي. کله چې نورو سره مرسته کوې پوه شه، چې بل لاس دې د...
21/11/2022

ځیني وخت خدای ج غواړي چې ستا په لاس خپلو نورو بنده ګانو سره مرسته وکړي. کله چې نورو سره مرسته کوې پوه شه، چې بل لاس دې د خدای ج په لاس کې دی.
نورو سره مرسته کولای شي تاسو خوشحاله کړي او خپل ژوند څخه لا ډېر خوند اخیستلو کې تاسو سره مرسته کوي.

Address

Kabul

Telephone

+93731011808

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Salamat - Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram