Dr Madina Tanha Zadran ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ

  • Home
  • Dr Madina Tanha Zadran ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ

Dr Madina Tanha Zadran  ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ ایډیانې باندې باور نشته دغه زما رسمي پاڼه ده دغه لایک ف?

⭕ غوز یا چار مغز طبي ګټې  !① قبض ختموي  .② خوب آرامه کوي  .③ اعصاب آراموي  .④ هډوکو ته طاقت ورکوي  .⑤ ویني غوړ لپاره خه ...
17/09/2025

⭕ غوز یا چار مغز طبي ګټې !

① قبض ختموي .
② خوب آرامه کوي .
③ اعصاب آراموي .
④ هډوکو ته طاقت ورکوي .
⑤ ویني غوړ لپاره خه علاج دي .
⑥ حافظی او دماغ ته قوت ورکوي .

⭕ دا معلومات درسره نشر کئ .

⭕️ هر سهار په نهاره د‌ مڼې خوړل د ...1 - وزن په کمولو  ،2 -  د بدن د تودوخې ( تبې ) په‌ راټيټولو  ،3 -  د کولمو او ينې ف...
14/09/2025

⭕️ هر سهار په نهاره د‌ مڼې خوړل د ...

1 - وزن په کمولو ،
2 - د بدن د تودوخې ( تبې ) په‌ راټيټولو ،
3 - د کولمو او ينې فعاليت په ښه کولو ،
4 - د زړه د ناروغيو په مخنيوي ،
5 - له مضر کوليسترول څخه د بچ کېدنې ،
6 - د‌ حساسيت په ختمېدلو ،
7 - ساه بندي ، شکرې ، د سترګو ناروغي ،
8 - الزايمر ،
9 - د ذکاوت په قوي کېدا ،
10 - او د‌ پوستکي په ښکلا کې رول لري .

نورو ملګرو سره شریک کړئ !

سټروک (Stroke) د یو جدي طبي حالت نوم دی چې هغه وخت پېښیږي کله چې د دماغ یوې برخې ته د وینې جریان ناڅاپه بند شي یا لږ شي....
14/09/2025

سټروک (Stroke)
د یو جدي طبي حالت نوم دی چې هغه وخت پېښیږي کله چې د دماغ یوې برخې ته د وینې جریان ناڅاپه بند شي یا لږ شي. دا حالت د دماغ د حجرو مرګ یا زیان سبب کېږي، چې ژر روغتیايي مرسته کولو ته اړتیا لري.

د سټروک ډولونه:

1. اسکیمیک سټروک (Ischemic Stroke):
د وینې جریان د یوې رګ بندښت له امله درول کېږي. دا د سټروکونو تر ټولو عام ډول دی (شاوخوا 87٪ پېښې).

لاملونه: د رګونو تنګوالی (Atherosclerosis)، د وینې ټوخه (Blood Clot).

2. همورجیک سټروک (Hemorrhagic Stroke):
د رګ د چاودېدو له امله د دماغ دننه یا شاوخوا وینه بهېږي.

لاملونه: د وینې لوړ فشار، د رګونو د کمزورتیا حالتونه (Aneurysms).

3. ټرانزیټ اسکمیک اټیک (TIA) یا موقتي سټروک:
د وینې جریان لنډمهاله بندښت چې نښې یې د څو دقیقو یا ساعتونو لپاره وي، خو دایمي زیان نه رسوي. دا د "مینی سټروک" په نوم هم یادېږي.

د سټروک نښې:

ناڅاپي کمزورتیا یا بې حسه کېدل، په ځانګړي ډول د بدن یوې برخې (لاس، پښه یا مخ).

د خبرو کولو یا پوهېدلو ستونزې.

د یوې یا دواړو سترګو لید ستونزه.

ناڅاپي سر دردي، په ځانګړي ډول که د دلیل پرته وي.

د توازن یا همغږي د له منځه تلو ستونزې.

د سټروک لپاره د FAST ټیسټ:

F (Face): مخ ته وګورئ، ایا یو اړخ ښکته شوی؟

A (Arms): ایا لاسونه جګول ستونزمن دي؟

S (Speech): ایا خبرې نامنظمې یا ناڅرګندې دي؟

T (Time): که دا نښې ووینئ، سمدستي مرسته وغواړئ.

د سټروک لاملونه:

لوړ فشار (Hypertension).

د وینې لوړ کولیسټرول.

شکر.

د زړه ناروغۍ (لکه Atrial Fibrillation).

د ژوند ناسالم طرز (لکه د سګرټو څکول، چاغوالی، او کم فعالیت).

د مخنیوي لارې:

د وینې فشار او شکر کنټرول.

سالم خواړه، لکه میوې او سبزیجات خوړل.

منظم ورزش.

د سګرټو او الکولو نه کارول.

د ډاکټر لخوا وړاندیز شوي درمل خوړل.

درملنه:

اسکیمیک سټروک: د وینې ټوخه ماتونکي درمل یا د وینې جریان ښه کوونکي اقدامات.

همورجیک سټروک: د وینې بهېدنې بندولو او فشار کمولو لپاره درمل یا جراحي.

بیا رغونه: فزیکي، د وینا یا شغلي درملنه.

عمومي طبي معلومات

پنځه اړین وضاحتونه..💔😞1.ملګري لرل ښه دي خو ورته اړ کیدل مو ملا در ماتوي.2.. ځيني خلک لکه ستن که پخپله جامې هم نلري خو ست...
14/09/2025

پنځه اړین وضاحتونه..💔😞

1.ملګري لرل ښه دي خو ورته اړ کیدل مو ملا در ماتوي.

2.. ځيني خلک لکه ستن که پخپله جامې هم نلري خو ستاسو شلېدلې جامې به در ګنډي

3.. په ځینو خلکو به غیرت او ملګرتیا تمامه وي خو د پیسو د نشتون له وجې ملګري مسخرې پرې کوی🥹

4.. ځیني خلګ خپله خیانت کوي خو بیا هم له خاین څخه بد وړي. ډېره جالبه ده ولا🤔

5.. یو ځوان هیڅکله نه ژاړي.
که یي وژړل نو پوسه چی ترشایي ډیر درانه
غمونه دی

*د انسان د بدن په اړه ښکلی او  #جالب   معلومات 😗 ① • معده(Stomach) هغه وخت په تکلیف کی وي کله چې انسان د سهار ناشته نه ک...
12/09/2025

*د انسان د بدن په اړه ښکلی او #جالب معلومات 😗

① • معده(Stomach) هغه وخت په تکلیف کی وي کله چې انسان د سهار ناشته نه کوي.

② •پښتورګی (Kidneys) هغه مهال د خطر احساس کوی،کله چې انسان په ۲۴ ساعته کې یو ګلاس اوبه هم نه چیښي.

③ • تریخی(Gall Bladder) هغه وخت په مشکل کې وي کله چې انسان د شپې تر ۱۱ بجو نه ویده کیږی او له لمر راختلو مخکې راپورته کیږي نه.

④ • کوچنۍ کولمې(Small Intestines) هغه مهال پرېشانه وي کله چې تاسې یخ مشروبات چیښئ او سړه ډوډۍ خورئ.

⑤ • غټي کولمې(Large Intestine) هغه مهال ستړي وي کله چې انسان ډېر زیات سور شوی یا مصاله لرونکی خواړه خوري.

⑥ • سږي(Lungs) هغه وخت زیات تکلیف احساسوي کله چې تاسې د سګریټ او بیړۍ له دود ډکه فضا کې سا اخلئ.

⑦ • ځيګر(Liver) هغه وخت تکلیف احساسوي کله چې تاسې ډېر درانه خواړه او فاسټ فوډ خورئ.

⑧ • زړه(Heart) هغه وخت د مشکل سره مخ کیږي کله چې انسان ډېر کولیسټرول لرونکي خواړه خوري.

⑨ • سترګي(Eyes) هغه وخت په تکلیفیږي کله چې په تیاره کې پر هغوی د کمپیوټر او موبایل تېزه رڼا پرېوځي.
⑩ • دماغ(Brain) هغه مهال ډېر ستړی وي کله چې تاسې منفي فکر کوئ
د ښايسته فوسټونه لپاره زما ايډي درسره خوښه کړئ

یو ورور پوښتنه کړي وهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد پېغلتوب یا بکارت پرده او په اړه یې غلط باورونه.معلومات په م...
12/09/2025

یو ورور پوښتنه کړي وه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د پېغلتوب یا بکارت پرده او په اړه یې غلط باورونه.

معلومات په مثبت نظر ولولئ!
* دا په نجونو پر کوس باندې یوه نرۍ پرده ده چې د په ډېرو نجونو کې فرق کوي. د ځینو نجونو د بکارت پرده سورۍ سورۍ وي چې د پریوډ/حیض یا میاشتینۍ خونرېزۍ پر مهال ترې وینه تېرېږي . د ځینو نجونو د بکارت پرده یو لوی سوری لري او ځینې نجونې په ټوله کې بېخي د بکارت پرده نه لري .

* ځینې سرسخته مذهبي او کلتوري ګروپونه له نجونو غواړي چې د واده پر مهال د بکارت پرده ولري . او د واده په لومړۍ شپه یې مېړه ورڅیرې کړي . که نه نو نجلۍ باکره نه شمېري او فکر کوي چې نجلۍ له لمنې ناپاکه ده او له بل چا سره یې کوروالی کړی دی . مګر دا خبره بالکل مطلق غلطه او بې بنیاده ده .

* ځکه چې ځینې نجونې له اوله دا پرده نه لرې یا هم بغیر له دې چې چا سره یې کوروالی کړی وي ، څیرې شوې وي . هغه نجونې چې د اس سورلۍ کوي ، سایکل چلوي ، سپورټ کوي ، کلب ته ځي یا نڅا کوي د دې امکان لري چې د بکارت پرده یې وشکېږي . له دې علاوه د ټامپون په استعمالولو سره هم کېدای شي چې د بکارت پرته له منځه لاړه شي . نو فلهذا که چېرته د لومړي ځل ج**ع پر مهال نجلۍ وینې نه شوه مطلب یې دا نه دی چې نجلۍ باکره نه ده او بدلمنې ده .

* که داسې وي نو اوس خو د جراحۍ په واسطه د دې امکان شته چې د بکارت پرده بېرته ورغول شي . هم دارنګه ځینو کلتورونو کې د نجلۍ مور یا خواښې له نجلۍ او هلک غواړي چې د واده له لومړۍ شپې وروسته د نجلۍ په وینو ککړه ټوټه ورکړي تر څو هغوی یې خلکو ته وښیي او ورته ووایي چې لور یا نږور یې پاکلمنې ده .
نه دغه ټول باورونه غلط دي

کوم عکس چې ګورئ پدې ډول دیوال ته د پښو په پورته کولو لاندې ګټې ترلاسه کولای شئ. ۱- د وینې جریان تنظیمول. ۲- د حیض دردونه...
12/09/2025

کوم عکس چې ګورئ پدې ډول دیوال ته د پښو په پورته کولو لاندې ګټې ترلاسه کولای شئ.

۱- د وینې جریان تنظیمول.
۲- د حیض دردونه له منځه وړل.
۳ـ د پښو او رګونو پړسوب کمول.
۴ـ په ښځو کې د تخمدان د ستونزو په درملنه کې مرسته کوي.
۵- هضم ښه کوي.
۶- ستړې پښې اراموي.
۷ــ نوم/ نیم خپل ځای ته ور ولي.
۸- د ملا درد کموي.
۹- د وجود درد کموي.
۱۰- د فشار په کمولو کې مرسته کوي.
۱۱- خپګان، اضطراب او فشار له منځه وړي
او له ژور خوب سره مرسته کوي.

11/09/2025
د میرګي په ناروغ چې کله حمله راشي بايد څه ورسره وشي؟- که په خطر کې (مثلاً د سړک په غاړه يا په کور کې تنور ته نېږدې) نه و...
11/09/2025

د میرګي په ناروغ چې کله حمله راشي بايد څه ورسره وشي؟
- که په خطر کې (مثلاً د سړک په غاړه يا په کور کې تنور ته نېږدې) نه وي مه يي ښوروئ
- که په ځمکه يي سر اېښی وي تر سر يي يو نرم ښی لکه بالښت ور لاندې کړئ
- که یې سختې او تنګې جامې په تن وي هغه سستې کړئ او تڼۍ یې ورخلاصې کړئ
- د ناروغ په خوله کې هیڅ شی مه وراچوئ
- که حمله له پنځو دقیقو څخه زیاته شوه نو سمدلاسه یې روغتون ته ورسوئ
- څه وخت چې د ميرګي حمله و دريږي نو ناروغ په څنګ څملوئ تر څو ستونې ته يې څه لاړ نشي
- هملته ورسره پاتې شئ او په ډيره نرمۍ او ارامۍ ورسره خبري وکړئ
- د حملې د پيل او پای وخت په ياد وساتئ او يا يې ولېکئ
- که ناروغ ځان زخمي کړی وي او يا له حملې وروسته په تنفس کولو کې ورته مشکلات پېدا شي په بېړه يې تر روغتونه ورسوئ

ا

د پزي څخه د ویني راتلل (Epistaxis)پزه چي د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو وظایفو سربیره یوه وظیفه یي د تنفس په وخت کي د ...
11/09/2025

د پزي څخه د ویني راتلل (Epistaxis)
پزه چي د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو وظایفو سربیره یوه وظیفه یي د تنفس په وخت کي د هوا مرطوب او معتدل ساتل دي،نو ځکه په زیاته اندازه د ویني څخه برخمنه ده
پزه دوي حصي لري: بهرنۍ حصه او داخلي یا ننۍ حصه
د پزي بهرنۍ حصه که په درو تقسیم کړو نو لوړه یوه حصه یي د هډوکي (Bone) او لاندي دوې حصې یي د نیمه هډوکي (Cartilage ) څخه جوړه شوي ده.
د پزی داخلي حصه د پزي د دیوال (Nasal septum) ،د پزي د خالیګاه (Nasal Cavity) او دداخلي سټرکچړو څخه جوړه شوي ده.
د پزي څخه د ویني راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کي زیات لیدل کیږي او په اکثره وختو کي وینه په خپله بندیږي خو داچي دپزي د ويني رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزي وینه په ډیر لنډ وخت کي خطرناک واقع کیداي سي
د پزي څخه د ویني راتلوعلتونه:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږی یو هغه چي په پزه پوري مربوط دي او بل عمومي علتونه
په پزه پوري مربوط علتونه:
۱- د پزي التهاب (Infection)
۲- د پزي ضربه یا وهل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل سوي علتونه (Idiopathic)
۴- د پزي حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کي د خارجي شي موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیري عادی رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزی سرطان (Neoplastic)
عمومی علتونه:
۱- د ویني لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کم چي د ویني د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (Fever or Influenza)
علاج او بیړني مرسته:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه مختلف دي،نو ژر تر ژره باید و نږدي هسپتال ته ځان ورسول سي، ترڅو علت یی معلوم او دقیق علاج یی وکړل سي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندي نقاطو عمل وکړل سي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزي لاندي حصه کم چي د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټنګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي د لسو دقیقو لپاره ،یا تر هسپتال پوري تر رسیدو تر وخته په عکسو کي دا ساحه ښودل سوي ده.
۲- سر په ځمکه مه ایږدي، ځکه پدی سره د سر و طرف ته د ویني جریان زیاتیږي،سر لږ څه د مخ و طرف ته ګوږ کئ، ناسته بهتره ده

Address


2501

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Madina Tanha Zadran ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram