Geo Afghan

Geo Afghan Geo Afghan is pharmaceutical company serves various aliments & has a wide range that consists of Anti

Kindness is not an act ,it’s a reflection of your soul.
24/10/2024

Kindness is not an act ,it’s a reflection of your soul.

رسول الله  ﷺ د رزق دپراخۍ،فقر او غربت نه د خلاصون داسې وظيفه راښوولې ده.له حضرت عمر ضي الله عنه څخه روايت دی، چې زه له ر...
19/01/2023

رسول الله ﷺ د رزق دپراخۍ،فقر او غربت نه د خلاصون داسې وظيفه راښوولې ده.
له حضرت عمر ضي الله عنه څخه روايت دی، چې زه له رسول الله ﷺ سره ناست وم ، يو سړی راغی وېې ويل: ای د الله رسوله! لاس می زيات تنګ دی .
رسول الله ﷺ ورته وويل: ايا تا د فريښتو لمونځ او د مخلوق تسبيح ويلې؟ ددې په برکت به رزق ومومې.
ابن عمر رضي الله عنه وايې ومي ويل: ای دالله رسوله د فريښتو او مخلوق لمونځ او تسبيح کومي دي؟ وېې ويل:
سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ ، اسْتَغْفِرُ اللَّه .
دا کلمات سل ځله د شپی په روستۍ برخه د سپيدو د داغ او سهار راختلو تر منځ ويل ، نو دنيا به درته سر ښکته ، ذليله او ډيره راشي او ددې کليماتو په ويلو اللهﷻ د هري کليمې نه فريښته پيدا کوي چې دقيامت تر ورځي تسبيح وايې او اجر ثواب ېې تاته رسيږي.
*دثواب په نیت یې دنوروملګروسره شیرکړې*

رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی: ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﺍﻣﺖ ﺑﻪ ﺩﺍﺳﻲ ﺯﻣﺎﻧﻪ ﺭﺍﺷﻲ ﭼﻲ پنځه ﺷﯿﺎﻥ ﺑﻪ ﯾﻲ ﺧﻮښ ﻭﻱ ﺍﻭ پنځه ﺷﯿﺎﻥ ﺑﻪ ﯾﻲ ﻫﯿﺮ ﻭﻱ.1- ﺩﻧﯿﺎ ﺑﻪ ﯾ...
15/01/2020

رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی: ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﺍﻣﺖ ﺑﻪ ﺩﺍﺳﻲ ﺯﻣﺎﻧﻪ ﺭﺍﺷﻲ ﭼﻲ پنځه ﺷﯿﺎﻥ ﺑﻪ ﯾﻲ ﺧﻮښ ﻭﻱ
ﺍﻭ پنځه ﺷﯿﺎﻥ ﺑﻪ ﯾﻲ ﻫﯿﺮ ﻭﻱ.

1- ﺩﻧﯿﺎ ﺑﻪ ﯾﻲ ﺧﻮښه ﻭﻱ ﺍﻭ آﺧﺮﺕ ﺑﻪ ﯾﻲ ﻫﯿﺮ ﻭﻱ.
2- ﻣﺨﻠﻮﻕ ﺑﻪ ﯾﻲ ﺧﻮښ ﻭﻱ ﺧﻮ ﺧﺎﻟﻖ ﺑﻪ ﯾﻲ ﻫﯿﺮ ﻭﻱ.
3- ګناه ﮐﻮﻝ ﺑﻪ ﯾﻲ ﺧﻮښ ﻭﻱ ﺍﻭ ﺗﻮﺑﻪ ﺍﯾﺴﺘﻞ ﺑﻪ ﯾﻲ ﻫﯿﺮ ﻭﻱ.
4- ﻣﺎﻝ (ﭘﯿﺴﻲ) ﺑﻪ ﯾﻲ ﺧﻮښﻲ ﻭﻱ ﺍﻭ ﺣﺴﺎﺏ ﺑﻪ ﯾﻲ ﻫﯿﺮ ﻭﻱ.
5- ﮐﻮټیاﻧﻲ (ﺑنګلې) ﺑﻪ ﯾﻲ ﺧﻮښي ﻭﻱ ﺧﻮ ﻗﺒﺮ به ﯾﻲ ﻫﯿﺮ ﻭﻱ.

ﺍﻭ ﻫﺮ ﮐﻠﻪ ﭼﻲ ﺩﺍ ﻣﻬﺎﻝ ﺭﺍﺷﻲ، ﻧﻮ ﺍﻟﻠﻪ (ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ) ﺑﻪ ﺩﻭﻱ ﭘﻪ ﻣﺮﺿﻮ ﺍﻭ ګرﺍﻧﻲ
ﺍﻭ ﻧﺎڅاﭘﻪ ﻣﺮګوﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪﻱ ﻣﺒﺘﻼ ﮐړﻱ.
(( رواه ترمذی ))

ﺍﻟﻠﻪ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺩﻱ ﻣﻮږ ﺍﻭ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﺩ ﻧﯿﮑﻮ ﻫﺪﺍﯾﺖ ﻭﮐړﻱ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺭﺣﻤﺖ اﻭ مهربانۍ سره دې موږ له ﺩﺍﺳﻲ ﻋﻤﻠﻮﻧو څخه وﺳﺎﺗﻲ.

حدیث شریف

هغه_۷_شيان_چې_ثوابونه_يې_بنده_پس_له_مرګه_ور_رسېږي!

له انس – رضي الله عنه – څخه روایت دی، وايي: رسول الله ـ صلی الله عليه وسلم ـ فرمايي:
اوه شیان دي چې بنده ته يې له مرګ څخه وروسته په داسې حال کې اجر رسېږي چې دی به په قبر کې وی:
څوک چې چا ته علم وښيي، يا د اوبو نهر جوړ کړي، يا کوهی (څاه) وکني، يا د خورما ونه وکري، یا جومات جوړ کړي، یا قرآن کريم په مېراث پرېږدي، یا داسې زوی پرېږدي چې وروسته له مرګه ورته د مغفرت دعاء کوي.

د حديث متن:
عَنْ أَنَسٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ-: «سَبْعٌ يَجْرِي لِلْعَبْدِ أَجْرُهُنَّ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِ وَهُوَ فِي قَبْرِهِ: مَنْ عَلَّمَ عِلْمًا، أَوْ كَرَى نَهَرًا، أَوْ حَفَرَ بِئْرًا، أَوْ غَرَسَ نَخْلًا، أَوْ بَنَى مَسْجِدًا، أَوْ وَرَّثَ مُصْحَفًا، أَوْ تَرَكَ وَلَدًا يَسْتَغْفِرُ لَهُ بَعْدَ مَوْتِهِ» [اخرجه البيهقي.

تر دې ښه لیکنه به مو نه وي لوستليتر پایه یې باید ولولئ چې زړونه مو سکون پیداکړي.الله ﷻ  فرمایي: اې انسانه... له هیڅ قدرت...
11/01/2020

تر دې ښه لیکنه به مو نه وي لوستلي

تر پایه یې باید ولولئ چې زړونه مو سکون پیداکړي.

الله ﷻ فرمایي:
اې انسانه...
له هیڅ قدرت او پادشاهي څخه مه ويریږه...
تر هغې چې زما قدرت او پادشاهي موجوده وي...
او زما قدرت او پادشاهي نه ختمیږي.
اې انسانه...
د خپل رزق او روزي له کمیدو څخه مه وېرېږه!
تر هغې چې زما خزانې او نعمتونه موجود وي او زما خزانې خلاصېده نه لري.
اې انسانه، ته مې د خپل عبادت لپاره پیداکړي یې...
نو شیطانت مه کوه!!!
ستا د رزق ضمانت مې کړی، نو خپل ځان مه ستړی کوه.
خپل ځان مه ستړی کوه، زړه دې مه ستړی کوه او مه پرېشانه کېږه.
ته چې خپل جسم په کار واچوې او له زړه توکل وکړې.
ستا هڅه کول دي او د زړه دې توکل کول.
او په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي:
که ته په هغه رزق چې ما یې ضمانت درکړی او درته درکړی مې دی، راضي شوې، زړه او جسم ته به دې سکون درکړم.
نو هغه وخت به تا منونکی او شکر کوونکی ومومم.
او هغه رزق چې تا ته مې درکړی که پرې راضي نه شوې...
نو په خپل عزت او جلال کې دې قسم وي:
د دنیا په رزق او چارو به دې داسې مصروفه کړم، لکه وحشي حیوانات چې په دښتو کې په خوراک پسې منډې وهي او په پای کې به هغه څه په لاس درشي چې ما درته مقرر کړي دي.
اې انسانه! ما ځمکه او آسمانونه پیداکړل او د هغوی په پیدایښت کې ستړی نه شوم. ته فکر کوې ستا لپاره یوه ډوډۍ به ما ستړی کړي؟
اې انسانه! له ما څخه د سبا ډوډۍ نن مه غواړه، هغه ډول چې زه ستا څخه د سبا کارونه نن نه غواړم.
اې انسانه!
تا سره مینه لرم، نو دا زما حق دی چې ټول زما سره مینه وکړئ

‎اې انســـــانۀ...!!!‎تۀ پوهېږې ستا جوړښت لۀ څۀ نۀ دی؟‎ځــــــان خبر کـــړه، بیا پــــۀ ځـــــــان غـــرور وکـــړه.
24/12/2019

‎اې انســـــانۀ...!!!
‎تۀ پوهېږې ستا جوړښت لۀ څۀ نۀ دی؟
‎ځــــــان خبر کـــړه، بیا پــــۀ ځـــــــان غـــرور وکـــړه.

***The good thing u do may be a drop in ocean.But da ocean would be less cuz of da missing drop***....Art of the day .
23/12/2019

***The good thing u do may be a drop in ocean.
But da ocean would be less cuz of da missing drop***....
Art of the day .

امن او بس امن، نه دنیا او نه دولت
22/12/2019

امن او بس امن، نه دنیا او نه دولت

“Cancer” word itself is lethal many times than cancer.
20/12/2019

“Cancer” word itself is lethal many times than cancer.

د نړی تر ټولو ښڪلی او خوږ نوم.       🌷★ ﻣُﺤــَﻤﺪٍﷺ★🌷
19/12/2019

د نړی تر ټولو ښڪلی او خوږ نوم.

🌷★ ﻣُﺤــَﻤﺪٍﷺ★🌷

بسم الله الرحمن الرحيم .{{ ضرور یې ولولئ په ژوند کې به مو مثبت بدلون راولي }}يوسف (عليه سلام)چي د قحطي پر مهال غنم ويشل،...
15/12/2019

بسم الله الرحمن الرحيم .
{{ ضرور یې ولولئ په ژوند کې به مو مثبت بدلون راولي }}
يوسف (عليه سلام)چي د قحطي پر مهال غنم ويشل، يو ماشوم دري واري راغی او غنم ئې يوړل.
اخر يوسف (عليه سلام) مجبور سو ماشوم ته ئې وويل:
اې وروره خلکو ته يو وار غنم نه رسيږي ستا دا څووم ځل دی چي غنم وړې نور ئې بس که، ډير اړ خلګ پاته دي.
ماشوم جواب ورکړ.
يوسفه ته ما نه پيږني .؟
که دي وپيژندم نو څه چي وايم هغه به منې. او څه چي غواړم هغه به راکوي.
يوسف (عليه سلام) وويل ته څوک ئې؟
ماشوم جواب ورکړی ، زه هغه ماشوم يم چي د زليخا په تور کي مي د پاکي شاهدي در باندي وويله.
يوسف (عليه سلام) غيږ ته نيږدې کی او بيا ئې
امر وکړ دغه ځوان ته خزانې خلاصي کړی څه چي وړای سي مه ئې ورڅخه ستنوئ.
په دې وخت کي،
الله (جل جلاله) ورته وحي وکړه.
وئې ويل ای يوسفه ته يو بنده ئې يو چا ستا پاکي ياده کړه ټولي خزانې دي ورته خلاصي کړې. نو څوک چي زما پاکي ياده کړي ، ذکر مي وکړي نو څه به ور سره کوم ،؟
فکر وکړئ چيري د يوسف خزانې او چيري د الله خزانې چيري د يوسف ورکړه چيري د الله ج ورکړه.
راځئ چي الله تل ياد وساتو او پاکي يي ياده کړو .!!

چیرته چی عدالت ویطبیعت هم مهربانه وی
15/12/2019

چیرته چی عدالت وی
طبیعت هم مهربانه وی

Address

Hotel Parwan
Kabul
1005

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00

Telephone

+93777777767

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Geo Afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Geo Afghan:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram