AIMA Women Wing-AWW

AIMA Women Wing-AWW AWW – Afghanistan Islamic Medical Association (AIMA) – Women Wing

29/10/2025


23/10/2025

د ايما معنوي جوهر او ارزښتي پکېج!

ايما د افغانستان د صنفي او مسلکي اتحاديو پر هسک يو ځلېدونکی ستوری دی، په داسې حال کې چې د هېواد د تحول په اوږدو کې ډېری مسلکي اتحاديې په ټپه ودرېدلې، خو په دې نوساني حالاتو کې ايما په خپلو ظرفيتونو او د خپلو خلکو په ملاتړ پر ميدان ولاړه ده. دا په دې معنی ده چې ايما کوم ذهني کشمکش او خيالي معما نه ده او ايما د خبرو او دعوو فورم نه دی، بلکه ايما د پلان او پرلپسې عمل نوم دی، ايما د ذهني توليد او پلان شوي کار تطبيقي امتزاج دی چې د ټولنې ورزيده مسلکي شخصيتونه او رضاکار روغتيايي کارکوونکي يې د توليد او تطبيق پر ډګر په مېړانه ولاړ دي.
دا مسلکي مېړني دلته د کوم موقف، مالي تمې او ريا لپاره نه دي راټول شوي، بلکه په يوې رضاکارې روحيې راټول شوي دي او د دې رضاکارې روحيې لپاره موږ يو شمېر معنوي ارزښتونه لرو چې زموږ د د تداوم او پرلپسېتوب انرژي او پوټانشيل رامنځته کوي.
موږ د ايما په اتحاديه کې د اسلامي او ايماني ځواک پر محور څرخو، زموږ ايمان زموږ د کاري کميت او کيفيت تر ټولو لوی حامي او چلوونکی ځواک دی. موږ د خپلو اسلامي معنوياتو په رڼا کې د خپلو خلکو د روغتيايي ملاتړ او خدمت لپاره د تعهد څښتانان يو، د ايمان او عهد په مسئله کې د خپل خوږ نبي کريم صلی الله عليه وسلم حديث زموږ د لارې مشال دی چې:
لا إيمانَ لمن لا أمانةَ له ، ولا دينَ لمن لا عهدَ له
ژباړه: څوک چې امانت نه لري، ایمان نه لري، او څوک چې عهد نه لري، دین نه لري.
د ايما په ارزښتي پکېج کې اخلاص ځانګړی ځای لري، کله چې تاسو ګورئ چې د ايما غړي د خپل ځان، وخت او مال په قربانۍ سره د خپلو زيانمنو شويو هېوادوالو په خدمت کې دي او کله چې تاسو ګورئ چې د دې خدمت لپاره د ايما بېلابېلې سطحې بې ريا بوختې دي نو د اخلاص لفظ همدلته معنا اخلي او بېلګې يې د اسلامي تهذيب په لمن رنګونه پاشي.
يوازې خدمت نه بلکه مسلکيتوب او کيفيت زموږ د فعاليتونو جوهر جوړوي، ايما په خپلو ميداني روغتيايي فعاليتونو کې د کيفيت لوړوالي ته ژمنتيا لري او همدا لامل دی چې زموږ وړيا روغتيايي کمپونه يو بل منځتاړی هم لري او هغه تخصصي لفظ دی، او په دې ډول موږ "وړيا تخصصي روغتيايي کمپونه" لرو، تخصص زموږ د روغتيايي کمپونو د کيفيت علامه ده.
د ايما فعاليتونه پر متقابل خدمت او درناوي ولاړ دي، د ايما غړي په خپلو منځونو او هم د خپل ولس او شريکانو سره د همدې احترام په اساس تعامل کوي، دا تعامل په مينه ولاړ دی، خدمت، مينه او احترام د ايما د فعاليتونو ښکلا ده.
د ايما په اډانه کې ټول غړي مسئوليت منونکي دي، دلته هر غړی نه يوازې په خپل ورسپارل شوي مسئوليت کې ځان ځواب ويونکی بولي بلکه د ايما د ټول هيکل او مجموعي حيثيت په وړاندې د مسئوليت يو اخلاقي او عاطفي حس لري، دا هغه څه دي چې زموږ اتحاديه يې له جمود څخه ساتلې او دا هغه څه دي چې زموږ په اتحاديه کې يې د رغوونکي تنقيد زاويې په تناسب کې ساتلي، همدا علت دی چې موږ په خود تنقيدۍ کې مسلکي خوځنده حالت لرو.
موږ تل په مسلکي تجديد او بدلون کې مزل کوو، ځکه مسلکي پرمختيا د تغير په حالت کې ده او دا موږ ته راښايي چې موږ د عصر له غوښتنو سره سم خپلې مسلکي وړتياوې نوې کړو، له همدې امله موږ د خپلو غړو د قيادي وړتياو نيولې تر مسلکي ظرفيت لوړونې پورې برنامې په پام کې لرو.
دا ټول ياد شوي عنصرونه ارزښتي پکېج دی چې نور معنوي اړخونه هم لري، موږ که د خپلې اتحاديې بری، وصل او پرله پسې کار غواړو او دا چې په دې پرله پسې کار کې ستړي نه شو نو موږ معنويت ته اړتيا لرو، دا لار د مادي سوچ لار نه ده، دا د معنوي مزله مسير دی او موږ به په دې مسير کې له همدې معنوي جوهر سره تازه او درانه ګامونه اخلو.
په دې هيله چې د ايما ټول غړي د ايما ارزښتي او معنوي اړخونو پر پاللو ترکيز وکړي او د اسلام اخلاقي اقدار د خپل ژوند رڼا وګرځوي، همدا زموږ د بقا او تسلسل رمز او جوهر دی.
درناوى
وحيدالله مصلح
د ايما رئيس

Your mind matters. Your story matters. Today, we stand together to raise awareness, offer support, and remind each other...
10/10/2025

Your mind matters. Your story matters. Today, we stand together to raise awareness, offer support, and remind each other: it's okay to ask for help.💙


اتحادیه طبی اسلامی افغانستان – بخش خواهراندر نظر دارد یک ترینینگ یک‌روزهٔ طبی را تحت عنوان:Roots of Stomatology: Anatomy...
05/10/2025

اتحادیه طبی اسلامی افغانستان – بخش خواهران
در نظر دارد یک ترینینگ یک‌روزهٔ طبی را تحت عنوان:
Roots of Stomatology: Anatomy, History Talking & Surgical Instruments
برگزار نماید.
ارائه‌کننده: رنحٔوریا داکتر عبدالكريم شريف
ترینر متخصص ستوماتولوژی

فیس برنامه: 200 افغانی
محل ثبت‌نام: شفاخانه الحیات، منزل نهم، دفتر CME
تعداد ثبت‌نام محدود می‌باشد،
پس فرصت را از دست ندهید!
در پایان برنامه، برای اشتراک‌کنندگان سرتفیکیت نیز اهدا می‌گردد.

آخرین مهلت ثبت‌نام: الي تاریخ 22 ميزان

AWW – Afghanistan Islamic Medical Association (AIMA) – Women Wing


Address

Kabul

Telephone

+93744847475

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AIMA Women Wing-AWW posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to AIMA Women Wing-AWW:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram