Shino Zada MRI

Shino Zada MRI Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shino Zada MRI, Medical and health, Kabul.

28/04/2022

ښـه تـشخـیـص/غــوره درمـلـنـه

15/12/2021

د شينوزاده روغتون علمي او ښوونيزو پروګرامونو په لړۍ کې د عصبي جراحي او ستون فقرات متخصص ډاکټر اباسين عزيز ساحل لخوا علمي لچکرونه په ويډيوي بڼه ډېر ژر د شينوزاده روغتون د فيسبوک پاڼې او ويب سايټ څخه کتلې شئ.
ښه تشخيص او غوره درملنه د شينوزاده روغتون سره تجربه کړئ.

عرق النساء د یو ډېر کړوونکی درد دی چې د لګن له هډوکی پیل او د یو ورون تر وروستۍ برخې پورې امتداد لري او ډېر کم په دواړو ...
07/12/2021

عرق النساء
د یو ډېر کړوونکی درد دی چې د لګن له هډوکی پیل او د یو ورون تر وروستۍ برخې پورې امتداد لري او ډېر کم په دواړو ورنونو کې هم پیښیږي. د درد منځنی د ملا د تیر له لاندینۍ برخې څخه سرچینه اخلي او د پښې تر ګوتي پورې سرایت کوي، چې دې ته عرق النساء sciatica Nerve ویل کېږي.
نښې_نښانې:
د ناروغ یوه پښه سر تر پایه ډېر سخت درد کوي، ناروغ ترې ګرځېدای نه سي او په خېټه ځان څکوي، درد دومره سخت وي، چې ناروغ ترې چغې وهي او کله کله چې په پښو حرکت کږي په یوې پښې زور نه سي کولی او ګوډ ګوډ ځي.
له ډېر درد څخه پرې ځینې کسان داغونه لګوي او پر پښو یې د اور سکروټې ږدي، چې له دې ناقصي درملنې سره ډېر کسان په دیمي ګوډوالي باندي اوړي.
اسباب:
د درد په پښه کې د څه تومور سته والی، چې د هغې په ذریعه کوم عصب اغېزمن کېږي، د ملا د تېر په مهرو کې څه خرابۍ، ډېره موده تنګې جامې اغوستل او په لمده ځمکه ناسته، په روماتېرم، نقرص او داسې نورو ناروغیو ډېره موده اخته کېدل.
درملنه:
ناروغ ته Inj. Neurabion او Inj. Ergopyrine هره ورځ یو یو امپول په عضله کې پیچکاري کړئ او تر لسو ورځو پورې دوام ورکړئ. په همدې توګه ناروغ تهInj. Triredesol
۱ سي سي په موضعي توګه. ناروغ ته Tab. Diagesic
او یا Tab. Diclofenac 50 mg د ورځې درې دانې ورکوئ، که د درد افاقه ونه سوه، د جراحي عملیاتو مشوره ورکړئ..
Salim Zwak

04/12/2021
که مو نوکان په غوښه کې ننوځي؟ لاندې نسخې و ازمویئ!د پښو نوکان په غوښه کې ننوتل یو عامه خو خورا زیاته تکلیفوونکي ستونزه د...
29/11/2021

که مو نوکان په غوښه کې ننوځي؟
لاندې نسخې و ازمویئ!
د پښو نوکان په غوښه کې ننوتل یو عامه خو خورا زیاته تکلیفوونکي ستونزه ده.
د نوکانو سم نه پرې کول، تنګ بوټان پر پښو کول، نوک پر څه شي لګېدلو څخه اکثره نوکان د پښو په غوښه کې ننوځي.
که بالفرض ستاسو نوکان هم په غوښه کې ننوتل نو له درده د ځان ژغورلو لپاره لاندې کورنۍ نسخې عملي کړئ.

مالګه
مالګه په تړمو اوبو کې ګډه کړئ او بیا مو په کې خپله پښه هره ورځ د ۱۵-۲۰ دقیقو لپاره کیږدئ، که مو نوک جراثیمي شوی نه وي نو نوک خپله پورته را خيژي او بیا یې ښه په طریقې سره پرې کړئ.
مالوچ
دوهمه ګټوره او اسانه لاره د مالوچ استعمال دی. مالوچ هغه ځای کې چېرې چې نوک په غوښه کې ننوځي دننه کېږدئ، دا نوک غوښه کې د ننوتلو پر ځای بهر وباسي او په پرې کولو کې درسره مرسته کوي. د دې په خاطر چې نوک مو جراثیمي نه شي، مالوچ هره ورځ د مڼې په سرکه کې لوند او بیا یې په کې کېږدئ. همدا راز هره ورځ دغه مالوچ بدل کړئ.
ویکس
لږ ویکس را واخلئ، نوک باندې یې ووهئ او بیا یې په څه باندې وتړئ. ویکس کې یو ډول مواد دي چې جراثیم له منځه وړي او هم نوک نرموي چې ورسره د نوک لوری هم بل طرف ته په اسانه اړولی شئ.

کورکمن
یوه کاشوغه کورکمن په لږو اوبو کې ګډ کړئ او کریم غوندې یې جوړ کړئ، وروسته یې په متأثره نوک او ګوته باندې ووهئ یا یې وتړئ او یا هم د څه مودې لپاره یې پریږدئ، که اړتیا وه یو ځل بیا همدا کار وکړئ، کورکمن مو هم د درد علاج کوي او هم د نوک په ویستلو کې درسره مرسته کوي.
که پورتنیو کورنیو نسخو اغېز درباندې ونه کړ نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ څو د عملیاتو له لارې مو نوک وباسي او هم مناسب درمل درکړي.
دخیرالناس په خاطر يې شير کړﺉ

دنوروګټوروطبی معلوماتولپاره زمونږپاڼه خوښه کړی↙↙↙↙↙↙↙↙↙

په_خالي_معده_د_اوبو_څښلو_اووه_حیرانونکي_ګټې* هر سهار زمونږ لپاره ژوند یوه نوې مبارزه ده ، مونږ فکر کوو چې یوه پیاله قهوه...
28/11/2021

په_خالي_معده_د_اوبو_څښلو_اووه_حیرانونکي_ګټې

* هر سهار زمونږ لپاره ژوند یوه نوې مبارزه ده ، مونږ فکر کوو چې یوه پیاله قهوه به مو هر څه سم کړي . خو آیا تاسو پوهیدئ چې د اوبو څښل به د قهوې تر څښلو ډیر ګټور وي ؟
* زمونږ بدن ۷۰ ٪ له اوبو څخه جوړ شویدی ، که د یو څه اوږد وخت لپاره مونږ خپل بدن په اوبو بشپړ نه کړو ، دغه سلنه کیدای شي چې راټيټه شي ، د مثال په ډول مونږ اته ساعته خوب کوو د راويښدو سره سم د یو ګیلاس اوبو څښل به د ورځې په پیل کې زمونږ لپاره یوه ښه پایله ولري ، اوس تاسو په لاندې متن کې په تفصیل سره په خالي معده د اوبو څښلو صحي ګتې لوستلی شۍ .
① - ستاسو میتابولیزم غښتلی کوي :-
* څیړونو ښودلي ده ، چې په خالي معده د اوبو څښل میتابولیزم سره مرسته کوي چې تر ۳۰ ٪ پورې خپل تقویت زیات کړي . دا په دې معنا چې په کوم لیول ( سطحه ) کې چې کالوري په مصرف رسیږي هغه ۳/۱ یعنې ( یو پر دری ) برخه یې تقریبآ زیاتیږي ، چې دا ددې معنا ورکوي چې په سرعت سره مونږ خپل وزن بایلو . که چیرې ستا د میتابولیزم سطحه لوړه وي نو ته کولای شې په سرعت سره عذا هضم کړې . او په بدن کې د شته کالوریو د خوړولو سره سره یوه مناسبه موازنه وساتې . ددې نه علاوه ته دې ته اړتیا لري چې په خپل ورځیني جدول کې د شاوخوا ۴ لیتره اوبه شاملې کړې چې دا به ډیرې غوره او بهترې پایلې ولري .
② - د کولمو په صفا کولو کې مرسته کوي :-
* قبضیت زمونږ د دبدن یو تر ټولو بدترین حالت دی ، کوم چې زمونږ د بدن دننه د زهري موادو د خوندي ساتلو سبب ګرځي . خو آیا تاسو پوهیدای چې د اوبو څښلو یوه بله حیرانونکي ګټه دا ده چې ستاسو کولمو صفا کولو کې مرسته کوي ؟ د کولمو هغه برخه چې د کولمو د خوځښت یعنې حرکت مسولیت لري ددې لپاره چې ښه کار ترسره کړي اوبو ته اړتیا لري . نو ددې لپاره چې صفا کولمې ولرې ، نو د راویښدو وروسته هر ورځ یو ګیلاس اوبه وڅښه بیا حمام وکړه .
③ - ستاسو د عصبي سیستم په توازن کې مرسته کوي :-
* په خالي معده د اوبو څښلو یوه بله حیرانونکي ګټه داده چې ، که لږ ګرمي اوبه په خالي معده وڅښل شي نو ستاسو عصبي سیستم تقویه کولای شي ، سهار وختي چې معده تشه وي او ډیره د خوارک په لټون کې وي ، نو که په دغه وخت کې د قهوه د ځان لپاره غوره وګڼله کوم چې د عصبي سیستم تحریکوونکی دی ، نو ستا عصبي سیستم به ډیر ژر د پیل څخه متاثره شي او که د بل لوري د بیا ځان ته یو ګیلاس ګرمې اوبه غوره کړې ، دا نو په مناسبه توګه ستا عصبي سیستم هایداریت ( اوبه ) کوي ، نو کله چې عصبي سیستم په مناسب ډول اوبه شي نو په ښه ډول خپل کار پر مخ بیوولی شي .
④ - د شدیدو دردونو او حملو مخنیوی کوي : –
* بیا هم که ته په شدیدو دردونو د اخته کیدو تمایل لري یعنې ژر پرې اخته کیږې نو اوبه درسره مرسته کولای شې چې د شدیدو دردونو او حملو سره پرې مبارزه وکړې . ستا ډاکټر به شاید لا د وړاندې درته ویلي وي چې Migraine یا شدید دردونه به د نورو علتونو تر څنګ د ډای هایدریشن یا د اوبو د وتلو له وجې رامنځته کیږي . نو د زیاتو اوبو په څښلو سره د ته کولای شې چې تشې کڅوړې ډکې کړې چې بیا نو ته په اساسي ډول کولای شې چې د یو بل شدید درد مخنیوی وکړې .
دا خاص په هغه وخت کې چې په خالي معده اوبه وڅښې ، لکه د خوب نه د راویښدو په وخت کې چې څنګه نور مایعات معدې ته نه وي رسیدلي .
⑤ - د تشو بولو سیستم صحت تقویه کوي :-
* د یو خاص عمر نه وروسته د تشو بولو سیستم کې ناروغۍ عام کیږي ، کوم څه چې په دې سیستم کې رامنځته کیږي دادي چې د شپې له لورې زمونږ مثانه په تشو بولو ډکیږي . چې د اوږد وخت لپاره په مثانه کې د متایزو پریښودل په مثانه کې مضرې باکتریاووې رامنځته کوي او د مثانې په والونو باندې زهري مواد رامنځ ته کوي . که د ویښیدو وروسته ځان یوازې به یو ګیلاس اوبو عادت کړۍ ، دا درسره مرسته کولای شي چې مثانه مو په مناسب ډول لکه د اسهال یا ناس ناستي تاثیراتو په شان خالي کړي .
⑥ - د خوارک لپاره مو اشتها چمتو کوي :-
* مونږ مخکي واضح کړه چې د اوبو څښل د کولمو په صفا کولو او د کالوریو په سوځیدولو کې مرسته کوي ، سهار وختي چې معده په مکمل ډول تشه وي دا طبیعي ده ته به لوږه احساسوي . نو ځکه په خالي معده د اوبو څښلو یوه بله ګټه داده چې ستاسو وجود دې ته چمتو کوي د ورځې – سهارنهاری په جریان کې تر ټولو مهمه عذا ولرۍ . ددې تر څنګ مونږ ټول پوهیږو چې سالمه اشتها د روغ صحت ضمانت کوي .
⑦ - د ژر زړیدو مخه نیسي :-
* په تشه معده د اوبو څښل دا ثابتولی شي چې دا د ( اکسیر) د طاقت شربت یو ډول وي . اوبه د بدن څخه د زهري موادو لکه بکتریاووې او نورو مضرو عناصرو په ایستلو کې مرسته کوي . اوبه ستاسو بدن سره مرسته کولای شي چې د آزادو رادیکالونو سره کوم چې د ژر زړیدو سبب کیږي مبارزه وکړي .

دنوروګټوروطبی معلوماتولپاره زمونږپاڼه خوښه کړی↙↙↙↙↙↙↙↙↙

د بشپړ خوب سربېره بیا هم د ستړیا احساس کوئ؛ لامل یې څه دی؟پوهان په شپه او ورځ کې د اته ساعتونو د خوب سپارښتنه کوي، خو ځی...
28/11/2021

د بشپړ خوب سربېره بیا هم د ستړیا احساس کوئ؛ لامل یې څه دی؟

پوهان په شپه او ورځ کې د اته ساعتونو د خوب سپارښتنه کوي، خو ځینې داسې کسان چې تر لسو ساعتو زیات خوب کوي خو بیا هم په مسلسل ستړیا، ستومانتیا احساس کوي او د ورځې په اوږدو کې پرې د فشار نښې ښکاري.
که چیرې یو انسان ددغې نښو ښکار وي او ټوله ورځ یې ستومانتیا له بدنه نه وځي نو د پوهانو د وینا سره سم دا د ځینو جدي ناروغیو نښې بلل کیږي، لاندې هغه ناروغۍ او لاملونه وړاندې کوو چې انسان د مسلسل ستومانتیا ښکار کوي.
بدن کې د وسپنې کمی:
د همیشه ستړیا یوه نښه داده چې په بدن کې وینه د وسپنې له کمښت سره مخ ده، او پر هغه څه بد اغیز کوي چې د بدن د نورو حجرو له لارې د وینې حجرو ته اکسیجن لیږدوي، باید بدن کې د وسپنې کموالي معاینه وشي.
د ویټامن «بي۱۲» کمی:
هغه نښې چې د وسپنې په کمښت کې وړاندې شوې د ویټامن «بي ۱۲» کمښت په حال کې هم رامنځته کیږي، دغه ویټامن په ځیګر، د ماهي غوښه، د غوايي غوښه، شیدې او ددې څخه جوړ شوي شیان، هګۍ او داسې نورو کې موندل کیږي، نو ځکه ویل کیږي هغه کسان چې یوازې پر سبزیجاتو خوړلو تمرکز کوي ددغې ناروغۍ ښکار کیږي.
شکر :
همیشه ستړیا او ستومانتیا پرته له کوم څرګند لامل څخه د شکر ناروغۍ د ښکاریدو نښه ده، ځکه چې بدن د انسولین هرمون د کموالي پرمهال توان نه لري تر څو کاربوهایدرات په سمه توګه هغه خواړه چې انسان یې کوي بدن کې په ځواک بدل کړي، ددې لپاره اړینه ده د متخصص ډاکټر نه د شکر وینې معاینه ترسره شي.
کم حرکت کول:
له بشپړ خوب وروسته ټوله ورځ په کاري دفتر کې کمپیوټر ته ناسته، یا ټوله ورځ تلویزون کتل چې د بدن حرکت ورسره په نشت حساب وي د مسلسل ستومانتیا لامل کیږي، ددې لپاره پوهان وايي چې غوره ده د دفتر کار پرمهال انسان هرې شل دقیقې وروسته ودریږي او یو څو قدمه واخلي، او همدا ډول د ورځې یو مهال په تازه هوا کې ورزش وکړي، په دې سره د ستومانتیا احساس له منځه ځي، ځکه چې وینه په بدن کې په چټکۍ سره تګ راتګ پېل کوي.
کمې اوبه څښل :
پوهان په ورځ کې د اته ګیلاسه یا یو نیم لیتر اوبو څښلو سپارښتنه کوي، خو په هغه حالت کې چې انسان د یوې ناروغۍ ښکار وي، یا ورزش کوي، د ستومانتیا یا بېځایه ستړیا احساس کوي باید ډيرې اوبه وڅښي، ځکه چې دغه مهال د انسان د بدن حرارت درجه لوړه وي، او د اوبو کموالي پرمهال د بدن حجرې په سمه توګه کار نه کوي چې انسان د ستومانتیا ښکار کوي.
د الرجۍ ضد درمل :
څوک چې د نشې پریښودلو لپاره، یا هم د بلې الرجۍ مخنیوي درمل استعمالوي، دغه درمل د خوب راتلو یا ستړیا احساس انسان ته ورکوي، ددې لپاره پکار دي چې د ورځې پر ځای دغه درمل د شپې لخوا وخوړل شي تر څو د خوب راتلو پر حال انسان ارام وکړي.
دنوروګټوروطبی معلوماتولپاره زمونږپاڼه خوښه کړی↙↙↙↙↙↙↙↙↙

کلسټرول يا دويني غوړ څه ته وایی/؟ کلسټرول هغه ماده ده چي دشريانو په ديوالونو باندي پاتي کیږي کله چي وينه په همدي شريانو ...
27/11/2021

کلسټرول يا دويني غوړ څه ته وایی/؟
کلسټرول هغه ماده ده چي دشريانو په ديوالونو باندي پاتي کیږي کله چي وينه په همدي شريانو کښي تيريږي نو دلته يو مانع رامينڅ ته کيږي لکه داوبو په پيپ کښي چي يخ ودريږي نو اوبه په ډير کمه اندازه داوبو له پيپ نه راتويږي دا چي کلسترول يا دويني غوړ ډير اقسام لري په هغه باندي خبري کول ډير وخت نيسي اوس راځو په لنډو کښي دکلسټرول دلوړوالي علايم او دهغه در ملنه
علايم نفس تنګي, دزړه د ضربانو زيات والي , دملا او بدن دردونه , دزړه په طرف مړ مړ درد , دلاسونو او پښو يخوالي دلږ حرکت نه ورسته سا لنډي , دمعدي ګيس , دانسان دپوست تغير او دويني تور والي اوداسي نور
درملنه هغه کسان چي دعصابو داراميدو درمل استعمالوي دهغه کلسټرول اکثره وخت لوړيږي نو داسي کسانو ته پکار دي چي داعصابو درمل بايد زيات استمال نکړي
ځني کسان دمعدي اسيد لري چي په دي حالت کښي پمپ انهبيټور يا ppi لکه اومپرازول ,ايسمپرازول , ربيپرازول اوداسي نور دواياني داوږد مهاله استعمالوي نو په داسي کسانو کښي هم د کليسټرول دلوړيدو چانس سته نو دهغه کموالي پکار دي
تر ټولو بهتره لار داده چي قانون مفرد اعضا ورته ټا کلي او ښه نتیجه هم ورکوي د يني يا ايني قوي کول دي کله چي مونږ اينه يا جيګر قوي کړو نو دډيرو امراضو نه به ساتل شوي يو
په ورځ کښي دديرشو دقيقو نه تر يو ساعته پوري پياده تګ او ددي تر څنګ دي سپیرکي او وچه نعنا په مساوي اندازه ګډ کړي دري وخته تر هر خوراک نه ورسته يو کوچني دلړلو کا شوغه داوبو سره خوړل کيږي
پرهيز مصاله جات , تروه شيان لکه سرکه; نارنج , ليمو د غوايي غوښه , سره کړي شيان , زيات خواږه ,لوبيا,نخود ,وريجي ,کچالو دي تر يو وخت پوري نه استعمالوي اوبله خبره دا ده چي ځني کسان ليمو او نارنج زيات استعمالوي په دي سره صرف وزن کميږي نور دويني دچربي لپاره زيان دي او بله خبره چي ډيره مهمه ده ځني کسان په انټرنيټ کښي دمختلفو امراض لپاره نسخي ګوري او هغه بيا استعمالوی وړونو دا په سل فيصده کښي پنځه فيصده لپاره کار کوي هغه داچي دهغه مزاج دهمدي دوا يا نسخي سره برا بر وخيژي نو هيله ده چي په خپل سر انګريزي یا يوناني دوا ياني استعمال نه کړي يو خو به مو صحت درست وي او بل به اقتصادي زيان نه وي
مننه ورونو بخښنه دي وي ليکنه يو څه ساده ده چي دهر چا سر په خلاص شی.په درنخت ستاسو دروغیتیا اوسلامتیاپه هیله
دنوروګټوروطبی معلوماتولپاره زمونږپاڼه خوښه کړی↙↙↙↙↙↙↙↙↙

Address

Kabul

Telephone

+93789777842

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shino Zada MRI posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram