Medical world

Medical world Improve your medical knowledge and prepare yourself to speciality exams

01/11/2025
Dermatology terms👊
25/10/2025

Dermatology terms👊

01/12/2023

*د رنیټیډین Ranitidine استعمال بند شو!*
لاندې هغه څو لاملونه دي چې د خوړو او درملو ادارې له لورې رنټیډین منع شول:
په رنټیډین کې د کېنسر پيداکوونکي مادې چې NDMA (N-Nitrosodimethylamine) نومېږي، کچه ډېره لوړه ده، دا د انسانانو د سرطان يو لامل کارسينوجن دی. کارسينوجن هغه مواد دي چې د کېنسر امکان او پرمختګ زياتوي.
د رنيټډين په اړه لومړنۍ اندېښنې د سپتمبر په ۲۰۱۹ کې راپيدا شوې، FDA د دې ټسټ وکړ، نو په لومړيو کې يې د NDMA ټيټه کچه په دې توليداتو کې پيدا کړه، د دې پايلو پر اساس FDA له خلکو وغوښتل چې د دې پر ځای نور بديل درمل وکاروي.
که څه هم دا ټسټونه د ۲۰۱۹ تر پايه او بيا تر ۲۰۲۰ کال پورې روان وو. د درېمې کچې لابراتوارونو په دې اړه نور معلومات هم ورکړل او و يې ښودله چې که رنيټيډين په عادي حرارت کې وساتل شي، نو د NDMA کچه په کې نوره هم لوړېږي. څومره چې پرې وخت تېرېږي، د دې کارسينوجنيک مادې مقدار په کې لوړېږي.
NDMA- په لومړي ځل په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کې د روغتيا نړيوال سازمان له لورې وپېژندل شوه چې سرطان پيدا کوي، خو دا معلومات تر اوسه پورې نه وو چې ګنې په رنيټيډين کې هم دا مواد شتون لري. NDMA (N-Nitrosodimethylamin)په ځينو حالاتو کې د څښاک په ککړو اوبو کې هم پيدا کېږي.
د ۲۰۲۰ کال په اپرېل مياشت کې د رنيټيډين راغونډول نور هم پراخه شول، FDA يا د امريکا د خوړو او درملو ادارې دا پرېکړه وکړه او په دې اړه يې لاندې سپارښتنې وکړې:
توليدوونکې کمپنۍ دې له بازار څخه خپل توليدات راغونډ کړي، مشتريان دې د رنيټيډين کارول بند کړي، ډاکټران بايد له ناروغانو سره مرسته وکړي څو د رنيټيډين پر ځای بل بديل درمل وکاروي، همدارنګه د رنيټډين کارول بايد د ډاکټر په نسخه او بدون له نسخې دواړو حالاتو کې بند شي.
رنيټيډين د کېنسر لاندې ډولونه پيدا کولای شي:
د مرۍ کېنسر، د معدې کېنسر، د کولمو کېنسر، د پښتورګو کېنسر، د ځيګر کېنسر، د پانکراس کېنسر، د مثانې کېنسر...

بېشکهالله تعایٰ ډېر زیات مهربانه ده خو ماشومان دا رقم نېول د ماشوم په حق کې ظلم دهالله تعالیٰ انسان ته عقل ورکړیمثلاً ته...
31/05/2023

بېشکه
الله تعایٰ ډېر زیات مهربانه ده
خو ماشومان دا رقم نېول د ماشوم په حق کې ظلم ده
الله تعالیٰ انسان ته عقل ورکړی

مثلاً ته له پنځم منزل څخه ځان را وغورځوه نور وايه الله تعالیٰ مهربانه ده

لکه څنګه چې دا ماشوم ډاډه دی چې مور به یې هیڅکله غورځېدو ته پرېنږدي؛ همداسې باور باید په الله تعالی ولرو چې له اویا (۸۰) میندو هم زیاته مهربان/مینه لري!!

👍
31/05/2023

👍

27/05/2023

Rx of choice for scabies:
Cream permethrin 5%

 :د بدن په مختلفو وختونو کې عادي او غير عادي حالتونه.په انځور کلیک کړۍ،او معلومات د انځور په بڼه وګوری.
14/02/2023

:
د بدن په مختلفو وختونو کې عادي او غير عادي حالتونه.
په انځور کلیک کړۍ،او معلومات د انځور په بڼه وګوری.

Like this page
03/02/2023

Like this page

Answer of every question at exam.Don’t forget these three if at question came sign and symptoms 😆😆😆
01/02/2023

Answer of every question at exam.
Don’t forget these three if at question came sign and symptoms 😆😆😆

په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کمیدل سترس، عصبي ناروغۍ او حتې لیونتوب پیدا کولای سي...کندهار الحجامه کلینیک کوبالامین یا ویټا...
31/01/2023

په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کمیدل سترس، عصبي ناروغۍ او حتې لیونتوب پیدا کولای سي...

کندهار الحجامه کلینیک

کوبالامین یا ویټامین بي ۱۲ یو په اوبو کې منحل ویټامین دئ چې کمښت ېې د مغز او اعصابو د اختلالاتو لامل ګرځي .

دا ویټامین له خولې نیولې تر کولمو په بدن کې جذبیږي او د جذب په هر پړاو کې د ستونځې رامنځ ته کیدل په بدن کې د دې ویټامین د کمښت لامل ګرځي .

د ډیر وخت لپاره د دې ویټامین کمښت د عصبي حجرو د پوښ د بدلون سبب ګرځي چې د دې ویټامین په کمښت اخته کس په حواسو کې اختلال رامنځته کیږي او اعصاب ېې ناآرامه کیږي، له دې سر بیره د بدن ځواک او ظرفیت ېې هم کمیږي .

د ویټامین بي ۱۲ کمښت په زړو خلکو کې شدید عوارض رامنځته کوي چې له امله ېې د سختې عصبي ناراحتۍ تر څنګ د هاضمې سیستم د مایعاتو په ترشح کې هم ستونځې را منځته کیږي .

د لږ وخت لپاره د ویټامین بي ۱۲ کمښت د وینې د کمښت ، ستړیا، ډیپریشن او حتې لیونتوب لامل هم کیدای سي خو د ډیر وخت لپاره د دې ویټامین کمښت مغز او مرکزي عصبي سیستم ته دایمي او نه جبرانیدونکي زیانونه اړوي.

په #طبعي ډول دا ویټامین یواځې په حیواني محصولاتو کې موندل کیږي خو د هغه ترکیبي ډول په بازار کې په پراخه کچه موندل کیږي .

دا ویټامین په ینه، سره غوښه، هګیو، ماهي ، د ماهي غوړو ، او پنیر کې په زیاته اندازه شتون لري .

همدا راز دا ویټامین په بدن کې تر یوه کاله زیرمه کیدای هم سي او ډیر #مصرف ېې هم تاواني نه دئ ځکه د بدن له مصرف زیات ېې یا خو په ینه کې زیرمه کیږي او یا هم د بدن د هضمي سیستم له لارې اطراح کیږي .
................................

👈 دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړی.

د نورو طبي معلوماتو لپاره زموږ فیسبوک پاڼه در سره لایک Like اوشېر کړئ.


په درنښت!!!

ځينې نوي پيدا شوي ماشومان د شيدو رودلو په وخت کې او يا وروسته يو مقدار شيدې بېرته راګرځوي. چې زیاتره یې تر دریو ساعتو پو...
13/01/2023

ځينې نوي پيدا شوي ماشومان د شيدو رودلو په وخت کې او يا وروسته يو مقدار شيدې بېرته راګرځوي. چې زیاتره یې تر دریو ساعتو پورې بېرته نورمال کیږي دغه حالت د ماشوم د ژوند له اتو هفتو مخکې شروع کيږي او کېدای شي تر يو کال پوري دوام وکړي. دې ته په طب کې رېفلکس reflux وايې او د مرۍ يا سرې غاړي د جوړښت له تکامل سره تړاو لري او کومه خاص د تشويش وړ خبره نه ده. خو که ماشوم وزن له لاسه ورکوي، په عذاب وي , دوامداره کانګې وهي او يا نه غټيږي/چاغيږي بيا ماشوم ډاکټر ته ورښکاره کړئ.


Anaesthesia types 🙏🙏
22/10/2022

Anaesthesia types 🙏🙏

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical world posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category