20/04/2026
د عامې روغتیا د ولایتي مسوولینو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پيل شو.
دغه ورکشاپ چې د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړ شوی، پکې د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین شېخ مولوي عبدالولي حقاني، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د ۳۴ ولایتونو د عامې روغتیا رییسانو، د کتلوي معافیت ملي پروګرام مسوولینو، دیني عالمانو، د یونیسف او روغتیا نړۍوال سازمان استازو او د نورو همکارو ادارو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د دغه ورکشاپ موخه دا ده چې د پولیو پروګرام روان وضعیت وڅېړل شي، په ولایتونو کې شته ستونزې او فرصتونه وپېژندل شي، د مسوولینو ترمنځ همغږي پیاوړې شي او د ظرفیت لوړونې لپاره عملي او اغېزناکې حل لارې وړاندې شي.
د عامې روغتیا وزیر، الحاج مولوي نورجلال جلالي، د غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل: «د هېواد روغتیايي سیسټم چې په تېرو دوو لسیزو کې په بهرنیو مرستو پورې تړلی و، اوس هڅه کېږي چې د نړۍوالو شریکانو په همکارۍ پر خپلو پښو ودرول شي او ځانبسیاينې ته ورسېږي.»
هغه د خدماتو د کیفیت، د بودیجې د شفاف مصرف، د بشري منابعو د ظرفیت لوړونې، د عصري ټکنالوژۍ کارونې، له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او د تطبیق کوونکو موسسو د فعالیتونو د منظم نظارت پر اړتیا ټینګار وکړ او له ولایتي مسوولینو یې وغوښتل چې په یادو شوو برخو کې فعاله ونډه واخلي.
د پولیو (ګوزڼ) وضعیت ته په اشارې سره وزیر وویل: «افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې د پولیو ناروغي پکې شته او د مخنیوي لپاره یې باید جدي او ګډې هڅې وشي.»
د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي وویل: «په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام د بریا لپاره اړینه ده چې په ولایتي کچه همغږي نوره هم پیاوړې شي او د کمپاینونو کیفیت ته جدي پام وشي.»
په همدې حال کې، په افغانستان کې د یونیسف مشر ډاکټر تاجالدین اویلا وویل: «د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو په برخه کې له افغان حکومت سره ګډ کار شوی، خو لا هم ځینې ستونزې شته چې د حل لپاره یې ګډې هڅې روانې دي.»
هغه زیاته کړه، زموږ بنسټیزه موخه د خلکو د ژوند خوندیتوب دی او په همدې برخه کې له افغان همکارانو سره نږدې همغږي لرو، څو د واکسین پلي کول ښې پایلې ولري.
اویلا همداراز یادونه وکړه چې که څه هم په نړۍواله کچه بودیجه کمه شوې، خو د عامې روغتیا وزارت د ځانبسیاينې پالیسۍ ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر خوشحال زمان وویل: «دا ډول ناستې د ستونزو د شریکولو او حللارو موندلو لپاره مهم فرصت برابروي.»
هغه ډاډ ورکړ چې د روغتیا نړۍوال سازمان به د پولیو له منځه وړلو پروګرام د پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي په برخه کې خپلو تخنیکي او عملیاتي همکاریو ته دوام ورکړي.
په ورکشاپ کې یو شمېر نورو مسوولینو هم ویناوې وکړې او ټینګار یې وکړ چې منظم او اغېزناک سیسټم د واکسین د مؤثرې رسونې تر څنګ د روغتیايي خدمتونو د پراخوالي او کیفیت لوړولو سبب کېږي.
له ویناوو وروسته د ورکشاپ عملي برخه پیل شوه چې پکې ګډونوال د اوو زونونو له مخې په ګروپونو ووېشل شول او د خپلو سیمو ستونزې او حل لارې یې وڅېړلې چې وروسته د هر زون استازي خپلې پایلې شریکې کړې.
د یادونې ده چې دغه ورکشاپ به درې نورې ورځې هم دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې لا نور تخنیکي بحثونه وشي، په بېلابېلو برخو کې به تجربې شریکې شي او له مخې به یې عملي پلانونه جوړ شي، څو د پولیو له منځه وړلو هڅې لا پیاوړې او د روغتیايي خدمتونو کیفیت نور هم ښه شي.
---------
ورکشاپ چهارروزه هماهنگی و ظرفیتسازی مسوولین ولایتی صحت عامه آغاز شد.
این ورکشاپ که در هوتل انترکانتیننتل کابل برگزار شده است، در آن الحاج مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت عامه، شیخ مولوی عبدالولی حقانی معین عرضه خدمات صحی، الحاج داکتر عبدالقدوس بریالی رئیس مرکز ملی اضطراری عملیاتی محو پولیو، رؤسای صحت عامه ۳۴ ولایت، مسوولین برنامه ملی معافیت کتلوی؛ علمای دین، نمایندگان یونیسف و سازمان صحی جهان، و کارمندان سایر نهادهای همکار اشتراک داشتند.
هدف این ورکشاپ، بررسی وضعیت جاری برنامه پولیو، شناسایی چالشها و فرصتها در ولایات، تقویت هماهنگی میان مسوولین، و ارائه راهکارهای عملی و مؤثر برای ارتقای ظرفیتها میباشد.
الحاج مولوی نورجلال جلالی وزیر صحت عامه در سخنرانی افتتاحیه گفت: «سیستم صحی کشور که در دو دهه گذشته وابسته به کمکهای خارجی بوده است، اکنون تلاش میشود با همکاری شرکای بینالمللی روی پای خود ایستاده و به خودکفایی برسد.»
وی بر ضرورت بهبود کیفیت خدمات، مصرف شفاف بودجه، ارتقای ظرفیت منابع بشری، استفاده از تکنالوژی مدرن، تقویت هماهنگی با سکتور خصوصی، و نظارت منظم از فعالیتهای مؤسسات تطبیقکننده تأکید کرد و از مسوولین ولایتی خواست تا در این بخشها نقش فعال ایفا نمایند.
وزیر صحت عامه با اشاره به وضعیت پولیو (فلج اطفال) گفت: «افغانستان هنوز هم از جمله کشورهایی است که مرض پولیو در آن وجود دارد و برای جلوگیری از آن، تلاشهای جدی و مشترک ضروری است.»
الحاج داکتر عبدالقدوس بریالی رئیس مرکز ملی اضطراری عملیاتی محو پولیو گفت: «برای موفقیت برنامه محو پولیو در افغانستان، لازم است هماهنگی در سطح ولایات بیشتر تقویت شده و به کیفیت کمپاینها توجه جدی صورت گیرد.»
در همین حال، داکتر تاجالدین اویلا، رئیس یونیسف در افغانستان، گفت: «در زمینه محو مرض پولیو، همکاریهای مشترکی با حکومت افغانستان صورت گرفته است، اما هنوز هم برخی چالشها وجود دارد که برای حل آن تلاشهای مشترک ادامه دارد.»
وی افزود، هدف اساسی ما حفاظت از جان مردم است و در این راستا با همکاران افغان خود هماهنگی نزدیک داریم تا تطبیق واکسین نتایج مطلوبی به همراه داشته باشد.
اویلا همچنان یادآور شد که با وجود کاهش بودجه در سطح جهانی، یونیسف از پالیسی خودکفایی وزارت صحت عامه حمایت میکند و در این زمینه به همکاریهای خود ادامه خواهد داد.
داکتر خوشحال زمان نماینده سازمان صحی جهان گفت: «چنین نشستها فرصت مهمی را برای شریکسازی چالشها و یافتن راهحلها فراهم میسازد.»
وی اطمینان داد که سازمان صحی جهان به همکاریهای تخنیکی و عملیاتی خود در راستای تقویت برنامه محو پولیو و بهبود خدمات صحی ادامه خواهد داد.
در این ورکشاپ، شماری از مسوولین دیگر نیز سخنرانی کرده و تأکید نمودند که یک سیستم منظم و مؤثر، در کنار رساندن مؤثر واکسین، سبب گسترش خدمات صحی و بهبود کیفیت آن میگردد.
پس از سخنرانیها، بخش عملی ورکشاپ آغاز شد. در این بخش، اشتراککنندگان بر اساس هفت زون به گروپها تقسیم شدند و چالشها و راهحلهای مناطق خود را بررسی کردند. سپس نمایندگان هر زون نتایج کار خود را شریک ساختند.
قابل ذکر است که این ورکشاپ برای سه روز دیگر نیز ادامه خواهد داشت. در جریان آن، بحثهای تخنیکی بیشتری انجام خواهد شد، تجارب در بخشهای مختلف شریک میگردد و بر اساس آن، پلانهای عملی تدوین خواهد شد تا تلاشها برای محو پولیو بیشتر تقویت یافته و کیفیت خدمات صحی نیز بهبود یابد.
---------
Four-Day Coordination & Capacity Building Workshop for Provincial Public Health Officials Begins.
The workshop, held at the Intercontinental Hotel in Kabul, was attended by Mawlawi Noor Jalal Jalali, Minister of Public Health; Sheikh Mawlawi Abdul Wali Haqqani, Deputy Minister for Health Service Delivery; Dr. Abdul Qudus Baryalai, Director of the National Emergency Operations Center (NEOC); public health directors from all 34 provinces; officials of the National EPI; religious scholars; representatives of UNICEF and the WHO; and staff from other partner organizations.
The workshop aims to review the current situation of the polio program, identify challenges and opportunities in the provinces, strengthen coordination among officials, and find practical and effective solutions to improve capacity.
Speaking at the opening session, Alhaj Mawlawi Noor Jalal Jalali, Minister of Public Health, said: “Afghanistan’s health system, which depended on foreign support over the past two decades, is now working-with the support of international partners-to become self-reliant.”
He stressed the need to improve the quality of health services, ensure transparent use of budgets, strengthen human resources, use modern technology, improve coordination with the private sector, and closely monitor the work of implementing partners. He also called on provincial officials to take an active role in these areas.
Referring to polio, the Minister said: “Afghanistan remains one of the countries where the disease still exists and that strong joint efforts are needed to stop it.”
Alhaj Dr. Abdul Qudus Baryalai, Director of the NEOC, said: “To successfully eliminate polio in Afghanistan, it is essential to further strengthen coordination at the provincial level and pay close attention to the quality of campaigns.”
Dr. Tajuddin Oyewale, UNICEF Representative to Afghanistan, said: “We have been working together with the Afghan government to eliminate polio, but some challenges still remain, and joint efforts are ongoing to address them.”
He added, our main goal is to protect people’s lives, and we are working closely with our Afghan partners to ensure that vaccination delivers good results.
Additionally, he noted that although global funding has decreased, UNICEF supports the Ministry of Public Health’s policy of self-reliance and will continue its cooperation.
Dr. Khushal Zaman, Representative of the WHO, said: “Such meetings provide an important opportunity to share challenges and find solutions.”
He added that WHO will continue its technical and operational support to strengthen polio eradication efforts and improve health services.
Other officials also spoke at the workshop and stressed that a well-organized and effective system helps not only in delivering vaccines properly but also in expanding and improving the quality of health services.
After the speeches, the practical part of the workshop began. Participants were divided into seven zonal groups, where they discussed challenges and solutions in their areas. Representatives from each group later shared their findings.
The workshop will continue for three more days. During this time, more technical discussions will be held, experiences will be shared, and practical plans will be developed to strengthen polio eradication efforts and further improve the quality of health services.