Dr Aziz Urahman Gulabzai

Dr Aziz Urahman Gulabzai غوره اخلاق لویه سرمایه ده Doctor

د ماشوم تغذیه او د هغی لاری چاری ۱️⃣ د زیږون نه تر ۶ میاشتو – یوازې د مور شیدېپه دې موده کې ماشوم ته هېڅ شی مه ورکوئ، حت...
06/12/2025

د ماشوم تغذیه او د هغی لاری چاری

۱️⃣ د زیږون نه تر ۶ میاشتو – یوازې د مور شیدې

په دې موده کې ماشوم ته هېڅ شی مه ورکوئ، حتی اوبه هم نه.
ګټې:
۱– د انتاناتو مخنیوی (نس ناستی، سینه بغل، کانګې)
۲– د ماشوم قوي معافیت
۳– د دماغ او بدن سالمه وده
۴– د مور رحم ژر عادي حالت ته ستنېږي او رحم سرطان خطر کمېږي

---

۲️⃣ د ۶–۸ میاشتو وروسته – د تکمیلي غذا پیل

ماشوم نور یوازې شیدو ته نه پوره کېږي، نرم خواړه پیل کړئ.
مناسب خواړه:
۱– نرم شوله
۲– نرم میده شوې میوې: کېله، مڼه
۳– نرم سبزیجات: کچالو، گازر
۴– نرم شوروا
طریقه: ورځ کې ۱–۲ ځله، لږ مقدار، ورو ورو زیاتول.

---

۳️⃣ د ۹ میاشتو وروسته – نرم کورنی خواړه

شوی خواړه ماشوم له کور خوراکه هم خوړلی شي، خو نرم او میده.
۱– نرم کورنی خواړه (بریانی، سبزی، دال)
۲– هګۍ
۳– چرګ، ماهي، جگر
۴– مستې او کم مالګه پنیر

---

۴️⃣ غلط دودونه (د اطرافو عام غلط عادتونه) او بشپړ تاوانونه یې

۱– د ۶ میاشتو مخکې اوبه، چای، جوس یا خوراک ورکول

تاوانونه:
۱– د نس ناستي، کانګو او انتاناتو خطر ډېر زیاتوي
۲– ماشوم د مور له شیدو زړه باسي
۳– د تغذی کمښت او کمزوري

---

۲– د ۱ کال نه مخکې عسل یعنی شاتو ورکول

تاوان:
→ د “botulism” خطر لري، سخت خطرناک ناروغي ده.

---

۳– د ماشوم په خوله کې د چا ژوول شوی خوراک اچول

تاوانونه:
۱– خطرناک مکروبونه ماشوم ته انتقالېږي
۲– د غاښونو خرابېدل
۳– د خولې انتانات

---

۴– د مور شیدې پرېښودل او ماشوم ته دودیز خوراکونه ورکول

تاوانونه:
۱– د ماشوم د وینې کمي (Iron deficiency)
۲– د معدې انتانات
۳– د وزن کمېدل او کمزوري
۴– د ودې شاته پاتې کېدل

---

۵️⃣ د یوه کال نه مخکې د غوا او بزو شیدو تاوانونه

۱– د وینې کمي (د اوسپنې کمښت)
۲– حساسیتونه او د بدن د دفاع کمزوري
۳– د پښتورګو بار زیاتول
۴– د ماشوم لپاره ضروري ویټامینونه او مواد په کې کم وي
۵– نس ناستي او د معدې خرابوالی

---

۶️⃣ که مور شیدې کمې وي – د زیاتولو بشپړې سپارښتنې

۱– ماشوم ته ډېر ځله سینه ورکول

تر ټولو مهمه او قوي طریقه.

۲– د مور او ماشوم نږدې تماس (Skin-to-skin)

شیدې ډېرې زیاتوي.

۳– د مور ښه غذا

پروټین لرونکي خواړه: هګۍ، چرګ، شیدې، مغزات، سوبه، دال.

۴– ډېر مایعات

اوبه، سوپ، شیدې، جوسونه.

۵– سترېس کمول او ارام

سټرس د شیدو تولید کموي.

۶– د شیدو پمپ په منظم ډول استعمالول

په هر ۳–۴ ساعتونو کې.

۷– که بیا هم شیدې کمې وي

→ د ډاکټر په مشوره معیاري فارمولا استعمال کړئ، خو مور شیدې هر وخت غوره دي.

---
لنډه مشوره:

✔ تر ۶ میاشتو یوازې مور شیدې
✔ له ۶ میاشتو وروسته سالم تکمیلي غذا
✔ له ۹ میاشتو وروسته د کور نرم خواړه
✔ د یو کال نه مخکې غوا یا بزو شیدې مه ورکوئ
✔ غلط دودونه پرېږدئ، ماشوم ته ضرر رسوي
✔ د مور شیدې زیاتېدل د تکرار سینه ورکولو سره ده

ډاکتر عزیزالرحمن ګلابزی
د نوی زیږیدلو او کوچنیانو د داخله ناروغیو متخصص

❄️ ژمی را رسیدلی دی، احتیاط مه هېروئ!د ژمي په موسم کې ډېر خلک د تودوخې لپاره ګازي بخارۍ کاروي، خو باید پوه شو چې د دې غل...
05/12/2025

❄️ ژمی را رسیدلی دی، احتیاط مه هېروئ!
د ژمي په موسم کې ډېر خلک د تودوخې لپاره ګازي بخارۍ کاروي، خو باید پوه شو چې د دې غلط استعمال د ژوند اخیستلو خطر لري.

⚠️ د کاربن مونو اکسایډ خطر

کله چې کوټه بنده وي او ګازي بخاري چالان وي، کاربن مونو اکساید په کوټه کې راټولیږي.
دا ګاز:

بې رنګه دی

بې بویه دی

بې خونده دی

او ډېر ژر د بدن وینه زهرجنه کوي

کاربن مونو اکساید د وینې سره ۲۵۰ ځله ډېر ژر نښلي نسبت اکسیجن ته، نو کله چې وینې سره یو ځای شي، د اکسیجن ځای نیسي او انسان ته ستر خطر پېښوي.

🩺 د مسمومیت نښې

په لومړیو کې:

سر درد

زړه بدوالی

سر ګرځېدل

وروسته:

ټکان ټکان نفس اخیستل

د سینې درد

ګډوډې خبرې

بې‌هوشي

که سمدستي مرسته ورسره ونه شي، زړه درېدل هم رامنځته کېدای شي.

🚑 په بېړني حالت کې څه وکړو؟

✔️ سمدستي ناروغ تازه هوا ته وباسئ
✔️ جامې یې لږې خلاصې کړئ چې ښه نفس واخلي
✔️ که بې‌هوشه وي یا سمه خبره نه شي کولای، سمدلاسه روغتون ته یې ورسوی
✔️ په روغتون کې تر ټولو مهمه درملنه خالص اکسیجن ورکول دي

🛡️ د مخنیوي لارې

د ګازي بخارۍ په کارولو کې هوا کش (Ventilation) حتمي کړئ

د ورځې په وخت کې د کوټې کړکۍ لږ خلاصې پرېږدئ

د بخارۍ هوا کش پاک وساتئ

هېڅکله په بنده کوټه کې بخاري مه چالان ساتئ

د شپې له مخې د بخارۍ پرېښودل ډېر خطرناک دي

ډاکتر عزیزالرحمن ګلابزی
د اطفالو د ناروغیو متخصص

انفانتایل کولیک هغه حالت دی چې ماشوم د ستونزې پرته اوږده ژړا کوی. اکثره ماشومان تر درې یا څلورو میاشتو عمره پوری دی حالت...
04/12/2025

انفانتایل کولیک هغه حالت دی چې ماشوم د ستونزې پرته اوږده ژړا کوی. اکثره ماشومان تر درې یا څلورو میاشتو عمره پوری دی حالت سره مخ کېږي. علتونه یې ګازونه، د هاضمې ناپختوالی، د شیدو سره حساسیت یعنی لکټوز عدم تحمل یا د کورنۍ فشار کېدای شي.

د ماشوم آرامولو لپاره ماشوم په نرمه توګه ونیسئ، لږ لږ خوراک ورکړئ، معدې ته نرم مالش وکړئ او ګازاتو یا هوا د خارجولو لپاره ماشوم په خپله اوږه باندی واړوئ. هغه کارونه چې باید تر سره نه شي، ماشوم ته زور ورکول، په یوځل ډیر خوراک ورکول، ژړا ته شدید غبرګون ښودل،ځینی کورنئ درمل.شهد یا تیل ورکول او درمل پرته د ډاکټر له مشوری څخه ورکول دي.

مور باید هغه خواړه کم کړی چی ګازات جوړوی، آرام پاتې شي،مناسب او ښه خوراک او ارام وکړی، او ماشوم په مناسب وخت کې تغذیه کړي،ماشوم ته د شیدو ورکول په وخت کی مناسب وضیعت ورکړی. خوشبختانه کولیک اکثره په درې یا څلورو میاشتو کې په خپله له منځه ځی، 💛

ډاکتر عزیز الرحمن ګلابزی
د ماشومانو ناروغیو متخصص

هغه ښځی چی د حمل په جریان کی هګۍ ډیری خوری د ماشوم حافظه او دماغی وده به یی چټکه وی #ریسرچ
25/11/2025

هغه ښځی چی د حمل په جریان کی هګۍ ډیری خوری د ماشوم حافظه او دماغی وده به یی چټکه وی
#ریسرچ

20/11/2025

واقعا چی ددی ناروغ روغتیایی وضیعت ډیر خراب وو .
په کوم حالت کی چی ناروغ روغتون ته راوړل شوی یی (نمونیا+سیپټیک شاک) په دی حالت کی د ماشوم د ژوندی پاتی کیدو چانس ډیر کم وی .
خو د افغان مومند میډیکل کمپلیکس روغتون د اطفالو د څانګی د ټیم د هلو ځلو په نتیجه کی د الله ج په فضل د رغتون څخه په نارمل روغتیای حالت کی رخصت شو.
Afghan Momand Medical Complex and Research Center افغان مومند میډیکل کمپلکس

ننګرهار پوهنتون تدریسی روغتون اطفالو څانګی ته يوه ناروع چی شبیراحمد نومیده په داسی حال کی رواړل شوی و. چی ناروع شعور مخت...
27/11/2024

ننګرهار پوهنتون تدریسی روغتون اطفالو څانګی ته يوه ناروع چی شبیراحمد نومیده په داسی حال کی رواړل شوی و. چی ناروع شعور مختل ،شدید تنفسی ډسټرس ، لوړه درجه تبه ،ټوخی ، د خولی څخه د افرزاتو راتګ ،جټکه یاد ناروغ دوه ورځی وړاندی په لغمان ولایتی روغتون کی د بستر تاريخچه هم لرله چی ناروغ د دماغی ملاریا په لوحه بستر و نوموړی ناروغ د لاندی ناروغیو لپاره په اطفالو عمومی وارډ کی بستر شو .
convalsive Disorder
sever pnuemonia
p/o ABMـ
sepsis
cerebral malaria
خوشبختانه د قدرمندو استادانو ټرينی ډاکټر صاحبانو د ښه تسمیم په پيله کی په دوهمه ورځ ناروغ شعور بیرته اعاده شو او د څو ورځو تداوی وروسته ناروغ په ډاډمن روغتیایی حالات کورته رخصت شو .

بریا مو مبارک شه.
18/09/2024

بریا مو مبارک شه.

11/09/2024

ټول هغه ماشومان چی عمرونه یی له شپږو میاشتو څخه کم وی یواځی د مور شیدو به واسطه تغذیه کړی.
اضافی مایعات لکه چای.شهد او داسی نور مه ورکوی.
د شپږ میاشتنی وروسته د مور شیدو سره یو ځای ماشوم ته
اضافی مایع خوراکونه لکه د لوبیا اوبه. د وریجو اوبه اږ داسی نور مایعات ورکړۍ.
او د اته میاشتنی نه وروسته د مور شیدو سره یو ځای نرم خوراک هم ماشوم ته ورکړی.
ماشوم باید تر دوه کلنۍ پوری د مور شیدو په واسطه تغذیه شي
یادونه:د مور شیدو په واسطه د ماشوم تغذیه ماشوم د مختلفو ناروغیو لکه سینه بغل.اسهال.سوی تغذی څخه مخنیوی کوی.
داسی نظریه هم شته چی هغه ماشومان چی د مور شیدو به واسطه تغذیه کیږی د ژوند په وروستی عمر کی د زړه د ناروغیو او د شکر ناروغی اخته کیدو چانس پکی کم دی

ډاکتر عزیزالرحمن "ګلابزې"

که د مېرګي حمله په ناروغ راشي بايد څه ورسره وکړو؟- که په خطر کې (مثلاً د سړک په غاړه يا په کور کې تنور ته نېږدې) نه وي م...
10/05/2024

که د مېرګي حمله په ناروغ راشي بايد څه ورسره وکړو؟

- که په خطر کې (مثلاً د سړک په غاړه يا په کور کې تنور ته نېږدې) نه وي مه يي ښوروئ
- که په ځمکه يي سر اېښی وي تر سر يي يو نرم ښی لکه بالښت ور لاندې کړئ
- که یې سختې او تنګې جامې په تن وي هغه سستې کړئ او تڼۍ یې ورخلاصې کړئ
- د ناروغ په خوله کې هیڅ شی مه وراچوئ
- که حمله له پنځو دقیقو څخه اوږده شوه نو سمدلاسه یې روغتون ته ورسوئ
- څه وخت چې د ميرګي حمله و دريږي نو ناروغ په څنګ څملوئ تر څو ستونې ته يې څه لاړ نشي (لاندې انځور په څير)
- هملته ورسره پاتې شئ او په ډيره نرمۍ او ارامۍ ورسره خبري وکړئ
- د حملې د پيل او پای وخت په ياد وساتئ او يا يې ولېکئ
- که ناروغ ځان زخمي کړی وي او يا له حملې وروسته په تنفس کولو کې ورته مشکلات پېدا شي په بېړه يې تر روغتونه ورسوئ
ډاکتر امان شمس

14/04/2024

هغه ماشومان چې عمر يې له يو کال څخه کم وي هغوئ ته عسل (شات) مه ورکوئ ځکه په شاتو کې کله کله داسي بکترياوي وجود لري چې د يو کال څخه کمو ماشومانو په کولمو کې يو ډول ذهرجنه کېمياوي ماده تولېدولای شي چې د بوټولېزم ناروغي منځ ته راوړلای شي. خو کله چې د ماشومانو عمر له يو کال څخه زيات شي تاسو کولای شئ چې عسل ورکړئ.
ډاکتر امان شمس

د مور شيدې نه يوازي ماشوم ته ډيرې ګټورې دي بلکه اولاد ته تی ورکول د میندو روغتیا ته هم ډيره ګټه رسوي.⬅️ ماشوم ته ګټې:- م...
12/03/2024

د مور شيدې نه يوازي ماشوم ته ډيرې ګټورې دي بلکه اولاد ته تی ورکول د میندو روغتیا ته هم ډيره ګټه رسوي.

⬅️ ماشوم ته ګټې:
- ماشومان له انتانونو او مېکروبي ناروغيو څخه ژغوري
- د اسهال او استفراق پيښې را کموي
- هر هغه وخت چې د ماشوم ضرورت شي د مور شيدې تازه د حرارت په هغه درجه اماده وي چې د ماشوم اړتيا وي
- خاص د ماشوم لپاره جوړي شوې دي
- کله چې ماشوم لوی شي د چاغۍ او د زړه ناروغيو خطر يې نسبتاً کم وي
- له مور سره يې اړيکي پياوړي کيږي

⬅️ مور ته ګټې:
- د تيو او تخمدان د سرطان خطر را کموي
- د هډوکو د کمزوري کېدلو خطر را کموي
- د زړه د ناروغيو خطر را کموي
- د چاغۍ خطر را کموي
ګاکتر امان شمس

Address

Kabul
007

Telephone

+93770740207

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Aziz Urahman Gulabzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Aziz Urahman Gulabzai:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category