داکتر درمان طبی معلومات

داکتر درمان طبی معلومات MD Zahid Darman Pediatric Treatment
and medical advice
and free help

21/10/2025

که ځان سردار جوړول غواړې نو د بدۍ په مقابل کې هم نیکي کوه.

19/10/2025
18/10/2025
17/10/2025

ترټولو لوی خیانت د قوم سره غداري ده
اللّٰه ج دي تري مونږ او تاسې وساتي

12/10/2025

د ګیلو او شکایتونو څخه ژبه په امن کړه، راحت به درته پیداشي.

06/10/2025

د الله ج ټول کارونه د خير وي چي در يي کړي نعمت او که در يي نه کړي نوحکمت پکی موجود وي. نو له ژوند څخه مه ناهيلي کيږه

دثواب_په_نیت_یی_درسره_شیر_کړۍد یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبر ﷺ څنګه جواب کـړې؟ ۱- اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بخښ...
06/10/2025

دثواب_په_نیت_یی_درسره_شیر_کړۍ
د یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبر ﷺ څنګه جواب کـړې؟

۱- اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بخښل کيږي؟
رسوالله ﷺ:په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.

۲- زه غواړم چې ستر عالم سم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:تقوی' غوره کړه، عالم انسان به سې.

۳- غواړم چې شتمن سم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:قناعت کوه، مالدار به سې.

۴- غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته ګټه رسوه.

۵- غواړم چې عادل انسان سم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې ځانته خوښوې، هغه نورو ته هم خوښوه.

۶- غواړم چې د اللهﷻ په دربار کې ځانګړی مقام ولرم؟
رسوالله ﷺ:ډېر ذکر کوه.

۷- غواړمه احسان کوونکی واوسم؟
رسوالله ﷺ:اللهﷻ ته داسې عبادت کوه، ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني.

۸- غواړم چې ايمان مې پوره اوسي، څه باید وکړم؟
رسوالله ﷺ:ښه اخلاق ولره.

۹- غواړم چې د اللهﷻ تابع داره انسان سم؟
رسوالله ﷺ:فرايض په کلکه سره ونيسه(مه يې قضا کوه).

۱۰- غواړم چې په قيامت کې په نور(رڼا) سره پاڅېږم؟
رسوالله ﷺ:پر خلکو له ظلمه ځان وساته.

۱۱- غواړم چې اللهﷻ په ما رحم وکړي؟
رسوالله ﷺ:ته پر نورو خلکو رحم کوه.

۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړم؟
رسوالله ﷺ:په کثرت سره اِستغفار کوه.

۱۳- غواړم چې د ښه عزت څښتن سم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته لاس نیول پرېږده(سوال، خیرات، او طامع مه کېږه).

۱۴- څنګه مې روزي پراخه کړم؟
رسوالله ﷺ:تل په اوداسه ګرځه.

۱۵- کوم شی د دوزخ اور سړوي؟
رسوالله ﷺ:روژه نيول.

۱۶- کوم څيز د الله ﷻ غصه کموي؟
رسوالله ﷺ:په پټه صدقه او صله رحمي.

۱۷- تر ټولو غټ بد کار کوم دی؟
رسوالله ﷺ:ناسمه رویه او بد اخلاقي.

۱۸- تر ټولو ستره نیکي څه ده؟
رسوالله ﷺ:نېک اخلاق، عاجزي، په غم صبر او رضا بالقضی'.

۱۹- غواړم چې زما ستر او پرده وسي؟
رسوالله ﷺ:ته د نورو خلکو پرده کوه.

۲۰- له رسوايي او شرمندګۍ څخه خلاصېدل غواړم؟
رسوالله ﷺ: له زنا څخه ځان ساته.

۲۱- څه وکړم چې دعاوې مې قبولې سي؟
رسوالله ﷺ: حرام مه خوره.

۲۲- د الله ﷻ له قهر څخه د ځان ساتل غواړم؟
رسوالله ﷺ:په خلکو باندې غصه مه کوه.

۲۳- غواړم چې په الله ﷻ او رسول الله ﷺ یې ګران سم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې الله ﷻ او پيغمبر ﷺ ته یې ګران دي، هغه خپل محبوب جوړ کړه.

۲۴- غواړم چې د قیامت پر ورځ الله ﷻ ته پاکيزه ور مخکې سم؟
رسوالله ﷺ: له جنابت وروسته سم دستي غُسل کوه.

داکتر درمان طبی معلومات

Address

Salim Karwan 1 Strete
Kabul
MDDARMAN

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when داکتر درمان طبی معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram