معلومات طبی

معلومات طبی madical services

آيا ميدانيد دلیل اساسى گاز گرفتگی چیست ؟برای سوزاندن یک کیلو گاز نیاز به ۱۹ کیلو آکسیجن استزمانیکه دروازه و پنجره اتاق ر...
20/01/2023

آيا ميدانيد دلیل اساسى گاز گرفتگی چیست ؟
برای سوزاندن یک کیلو گاز نیاز به ۱۹ کیلو آکسیجن است
زمانیکه دروازه و پنجره اتاق را محکم می بندید و بخاری گازی را روشن ميگذاريد بعد از مدت ۵ الى ۶ ساعت آکسیجن اطاق تمام شده و بخاری گازی خاموش می‌شود،
و فضاى اطاق پر از گاز میشود و آنگاه بدن انسان ها از حرکت می‌‌ افتد و بلاخره سبب هلاكت فرد ميشود..

پیشنهاد!
هميش قبل از خواب بخاری را خاموش كرده بخاطر احتياط همراى بالون از اطاق خويش بيرون كنيد..
اما اگر حتمًا جهت گرم نگهداشتن اطاق نیاز به روشن ماندن بخاری بود،
پس حد اقل هر دو ساعت یکبار دروازه اتاق را باز کنید تا آکسیجن وارد اتاق شود.
و اگر استراحت ميكرديد اندكى دروازه اطاق خود را باز نگهداريد تا آكسيجن وارد اطاق گردد.

امیدوارم اين مطلب را به اشتراک بگذارید تا هموطنان ما آگاه شوند و از اتفاقات ناگوار جلوگیری نمايند.
هميشه در حفظ الله تبارك و تعالى باشيد..

01/01/2023

؟

• کوما (coma) هغه حالت ته ویل کېږي چې ناروغ نه راویښېدونکی وي او د بهرنیو تنبیهاتو او د داخلي اړتیاوو پر وړاندې ځواب ونه وایي، سره له دې چې عکسوي او وضعیتي خوځښتونه ممکن شتون ولري.

#سببونه
• د مرکزي عصبي سیسټم د جدي اختلالاتو د اختلاط په توګه
• اختلاجات
• هایپرټرمیا
• مټابولیک اختلالات
• په دماغ کې ساختماني اختلالات چې د دماغ د دواړو نیم کرو یا د reticular activating system د اختلال سبب شوي وي.
• په دماغ کې یو طرفه کتلوي آفات (mass lesions) چې د دماغ ساقه يې تر فشار لاندي نیولي وي.


• په کوما ناروغانو کې تشخیصیه او منجمنټ هم‌مهاله باید سرته ورسول شي. د تنفس او د فشار لپاره تقویتي درملني پیل شي.
• په هایپوټرمیا کې ټولې حیاتي نښې له منځه تللي وي؛ دي حالت کې مخکې له هر ډول ارزونو ناروغ باید لومړی تود کړای شي.
• ناروغ ته په ډډه وضعیت ورکړل شي، داسي چې د ناروغ سر لږڅه بسط حالت کې وي، مصنوعي غاښونه لیري کړای شي او د خولي افرازات د سکشن له لاري پاک کړای شي. د اړتیا په صورت کې airway تطبیق کړای شي.
• د وینې سمپل د ګلوکوز، الکټرولایټونو، کلسیم، شریاني ګازونو، کلیوي او کبدي او ټاکسیکولوژیک معایناتو له پاره واخیستل شي.
• ناروغ ته ډکستروز 50% (25 g)، نالوکسان (0.4-1.2 mg) او ټایمین (100 mg) د ورید له لاري پرته له ځنډه پيل کړای شي.
• د ناروغ له ملګرو څخه د ناروغۍ د سابقي، د کوما د پیل د چاپيریال او تعقیبیه پيښو په هکله معلومات واخیستل شي.
• د کوما بیړنۍ پیل کیدل په تحت عنکبوتیه ویني توییدني، د دماغ د ساقي وینه توییدني یا د دماغ دننه ویني توییدني ښودنه کوي، په داسي حال کې چې د کوما وروورو پيل کیدنه د دماغ په نورو ساختماني اختلالاتو او کتلاتو کې لیدل کېږي.
• د سر بېړنی CT scan له کانټرسټ پرته باید په عاجله شعبه کې سرته ورسول شي، ترڅو دماغي ویني توییدني، دماغي فتقونه یا نور ساختماني ناخوالي تشخیص کړای شي چې شاید غیر جراحي پروسیجرونو ته اړتیا ولري.
• د کوما میټابولیک علتونه که چیرې حاد intoxication یا هیجاني دلیریوم شتون ولري باید په نظر کې وي.
• په فزیکې معایناتو کې د دردلرونکې تنبه په وړاندي د ناروغ ځواب، حدقي او د رڼا په وړاندي یې عکس العمل، د معقمي پختي په واسطه د قرنیي تنبه کولو په وړاندي عکس العمل، د سترګو موقعیت او د سر له خوځښت سره یې تړاو او د سړو اوبو په واسطه د غوږونو تنبه کول او د ناروغ تنفس وارزول شي.

#الف. د دردلرونکې تنبیه پر وړاندې د ناروغ ځواب
• د دردلرونکې تنبه په وړاندي هدف لرونکې حرکات په دي دلالت کوي چې نوموړي غړي ته حسي او حرکې لاري سالمي دي.
• د بدن د دواړو خواګانو په تنبه کولو سره که چیري یوي خوا عکس العملونه معدوم وي د دماغ په قشري آفتونو دلالت کوي او که چیري دوه طرفه عکس العملونه شتون ونلري د دماغ د ساقي، د اهرامي لارو دوه طرف آفت یا په psychogenic نه عکس العمل دلالت کوي.
• د decorticate (قابضه) وضعیت د داخلي کپسول او rostral cerebral peduncle په آفتونو کې لیدل کېږي او decerebrate (باسطه) وضعیت د midbrain او rostral pons په آفتونو کې لیدل کېږي.
• د مټو decerebrate وضعیت او د پښو کمزوري یا کمزوري عکس العملونه د دماغ د ساقي په پراخو صدمو چې د trigeminal په سویه کې تر حدبي پوري رسیدلي وي، دلالت کوي.

#ب. د سترګو موندنې
1. حدقې
• په هایپوتلاموس کې مرضي پروسه د یوطرفه Horner syndrome سبب کېږي، په داسي حال کې چې دوه طرفه diencephalic اختلالات یا په حدبه کې تخریبي ناخوالي د کوچنیو حدقو سبب کېږي چې د رڼا په وړاندي ځواب وایې.
• د آفت د عین خوا حدقي توسع چې د رڼا په وړاندي ځواب نه وایې د دریم قحفي زوج د فشار لاندي راتللو په سبب رامنځته کېږي لکه uncal تفتق.
• په اکثرو میټابولیکو انسفالوپتي ګانو کې حدقي له نارمل اندازي څخه کوچنۍ وي او د رڼا په وړاندي غبرګون ښیې. د اټروپین او scopolamine په تسمم کې حدقي ثابتي او متوسع وي او د opioidونو په تسمم کې حدقي کوچنۍ (pinpoint) وي او د رڼا په وړاندي ځواب وایې.
2. د قرنيې عکسه
• د معقم ګاز یا پختي په واسطه د قرنیې په تنبه کولو سره سترګي په پټولو پيل کوي.
• د قرنیې عکسي د یو طرفه معدومیت د عین طرف د حدبي په صدمي یا د trigeminal په نقیصي دلالت کوي.
• د قرنیې د عکسي دوه طرفه له منځه تګ د حدبي په غټو آفتونو یا درملو په سبب په عمیقه کوما کې کې لیدل کېږي.
3. د سترګو خوځښت
• د دواړو سترګو یو طرفه انحراف د عین دماغي نیم کري آفتونو، د مقابل طرف حدبي آفتونو او د مقابل دماغي نیم کري په سبب د اختلاج د دوام په صورت کې لیدل کېږي.
• د mesencephalon ناخوالي لاندي خواته د دواړو سترګو د انحراف سبب کېږي. په کوما کې د سترګو غیر مزدوج انحراف د دماغي ساقي په آفتونو دلالت کوي، مګر داچې ناروغ لا مخکې داسي انحراف سترګو کې ولري.
• د سړو اوبو په واسطه د غوږ تنبه کولو په پایله کې Oculomotor غبرګون د سر د منفعل تدور په وخت کې سره اړیکه لري او د یوبل تکمیل کوونکې دي. داسي چې؛ قشري انحطاط په خفیف کوما اخته کسانو کې oculocephalic عکسه تشدید شوي او د دماغي ساقي په آفتونو کې دا عکسه نظر د آفت ساحي ته مختل شوي یا معدوم وي.
• په میټابولیک کوما کې oculocephalic او oculovestibular عکسي په لومړیو مرحلو کې حفظ شوي وي.

#ج. د ناروغ د تنفس ډول
• د cheyne-stokes تنفس (چې هغه کې عمیق تنفسونه د اپني صفحو په واسطه تعقیبېږي) د دوه طرفه دماغي نیم کرو په ناروغیو یا diencephalic ناروغیو یا میټابویک اختلالاتو کې لیدل کېږي.
• مرکزي عصبي فرط تهویه د دماغ د ساقي د tegmentum په آفتونو کې لیدل کېږي. apneustic تنفس (چې هغه کې د شهیق په پای کې ښکاره ځنډ لیدل کېږي) په حدبه کې د صدمي ښودنه کوي (د basilar شریان د انسداد په سبب). atactic تنفس (ډیر غیر منظم تنفس دی چې په دي وخت کې متناوب ډول عمیق او سطحي تنفس لیدل کېږي) د حدبي او بصلي د لاندنۍ tegmentum په آفاتو کې لیدل کېږي.


• د supratentorial کتلاتو په سبب دماغي دندې مختل کېدای شي؛ چې لومړی ناروغ کې د دماغي نیم کري وظیفوي اختلال رامنځته کېږي (لکه یوه خوا فلج) او بیا د کوما په پرمختګ او عمیق کیدو سره دماغي دندي په پرمختلونکې ډول مختل کېږي او داسي نښي رامنځته کېږي چې د rostocaudal د تخریب ښودونکې وي. ناروغ لومړی ګنګس وي بیا stuporeus حالت غوره کوي او په پای کې کوما خواته ځي. د ناروغ تنفس د cheyne-stokes په بڼه، حدقي کوچنۍ او غبرګون لرونکې وي، لومړی د درد په وړاندي ځواب وایي بیا decorticated وضعیت غوره کوي. د عصبي حرکې اختلال په پرمختګ سره د ناروغ وضعیت decerebrated، تنفس یې central hyperventilation، حدقي متوسطي او ثابتي او oculocephalic او vestibulocephalic عکسي مختل یا له منځه ځي. په پای کې د ناروغ تنفس غیرمنظم او درېږي او حدقي متوسع کېږي.
• په subtentorial (د دماغ ساقه) ناخوالو کې د ناروغ شعور دفعتاً مختل کېږي. د دماغي ساقي فشار ورکوونکې آفتونه (په ځانګړې توګه دماغي ویني توییدني) له پرانیشیمي دننه پروسو سره د کلنیک له نظره د تفریق وړ نه وي.
• په عمومي توګه کله چې د دماغ په جوړښت کې ناخوالو ته مشکوک کېږو او کله چې نښي د موضعي آفت وي، مخکې له lumber puncture څخه باید لومړی CT scan ترسره شي؛ ترڅو د دماغي تفتق څخه مخنیوی وشي.


• په دي حالت کې ددي په ځای چې د دماغ په یوه ځانګړي سویه کې د دندو د له منځه تللو نښي شتون ولري، د اعصابو د ماوفیت پراخ او متناظري نښي شتون لري، که څه هم په hypoglycemia کې موضعي او یو طرفه نقایص رامنځته کیدای شي. د حدقو عکس العملونه معمولاً حفظ شوي پاتي کېږي.
• کوم په کوما کې پاته شوي ناروغان چې meningitis، encephalitis یا تحت عنکبوتیه ویني تویېدني ولري؛ لږ وخت موضعي عصبي نښي لري، اما له بلي د سحایاوو د تخریش نښي کله کله په کوما ناروغانو کې ډیر وصفي وي؛ په دي ناروغانو کې د دماغي مایع معاینه کول په دقیق تشخیص کې مرسته کوونکی دی.
• د دماغي اسکیمیا په سبب کوما کې په ۷۲ ساعتونو کې د رڼا په وړاندې د حدقې د عکسې نه شتون یا د قرنیې د عکسې نه شتون په خرابو انذارو دلالت کوي.
• د metabolic encephalopathy درملنه سببي علت پورې اړه لري؛ که چېرې سبب یې ناڅرګند وي، ټول درمل پرته له مهمو او اړینو څخه باید قطع کړل شي.

#لیکنه: ډاکتر غلام بهاوالدین( رسولی)

  (Hypertension)(بخش دوم)یافته های کلینیکی • یافته های کلینیکی و لابراتواری مربوط ارگان های هدف از قبیل قلب، دماغ، کلیه ...
14/07/2022

(Hypertension)
(بخش دوم)

یافته های کلینیکی
• یافته های کلینیکی و لابراتواری مربوط ارگان های هدف از قبیل قلب، دماغ، کلیه ها، چشم ها و شرایین محیطی میباشد.

اعراض
• فرط فشار متوسط تا شدید معمولاً برای چندین سال بدون اعراض میباشد. معمولترین عرض سردردی بوده، که غیر وصفی است.
• فرط فشار پیشرونده با خواب آلودگی، گیچی، اختلالات دید و دلبدی و استفراغ (hypertensive encephalopathy) همراه است.
• فرط فشار خون در pheochromocytoma بشکل حملوی یا دوامدار بوده، که حملات وصفی آن از چند دقیقه تا چند ساعت دوام مینماید و مترافق است با سردردی، اضطراب، palpitation، تعرق، خسافت، رعشه و دلبدی و استفراغ.
• در primary aldosteronism علایم hypokalemia مانند ضعیفی عضلی، plyurea و nocturia موجود میباشد.
• فرط فشار مزمن اکثراً سبب hypertrophy بطین چپ و اختلال عمکرد دیاستولیک میشود که ممکن با عسرت تنفس جهدی یا حملوی شبانه مترافق باشد.

علایم
• یافته های فزیکی در فرط فشار خون مانند اعراض آن ارتباط میگیرد به اسباب، مدت زمان و شدت فرط فشار خون و درجه اثرات آن بالای ارگانهای مورد هدف.
• اندازه گیری فشار خون – فشارخون باید در هردو دست و در صورت مشکوک بودن به coarctation ابهر در پاها نیز اندازه گیری شود. سقوط وضعیتی فشار خون حداقل 20/10 mmHg در pheochromocytoma دیده میشود. نزد مریضان مسن ممکن به سبب اوعیه غیرارتجاعی فشار خون بصورت کاذب بلند دریافت شود، که با دریافت علامه Osler (شریانهای bracheal و radial با وجود هوا دادن کف آله فشار بلندتر از فشار سیستولیک بازهم قابل جس میباشد) تأیید میشود. در صورت ضرورت اندازه گیری مستقیم فشار داخل شریانی صورت گیرد.
• شبکیه یا retina – نازک شدن قطر شرائین شبکوی کمتر از 50% قطر وریدی، منظره سیم مسی یا نقره ئی، exudate، hemorrhage یا hypertensive retinopathy با انذار خراب همراه است.
• قلب – heave بطین چپ موجود بوده که به hypertrophy بطین چپ دلالت مینماید. مرمر عدم کفایه ابهر در 5% واقعات اصغأ شده میتواند و عدم کفایه ابهر در 10-20% واقعات توسط معاینه داپلر دریافت شده میتواند. آواز چهارم قلب معمولاً شنیده میشود.
• نبضان – تأخیر در نبضان radio-femoral نشاندهنده coarctation ابهر؛ ضیاع نبضان محیطی ناشی از atherosclerosis، کمتر معمول به سبب تمزق ابهر یا نادراً به سبب takayasu arteritis دریافت شده میتواند.

دریافت های لابراتواری
تست که باید در مریضان با فشار بلند خون توصیه شود:
• هیموگلوبین
• معاینه ادرار و کریاتنین سیروم
• سویه گلوکوز خون در حالت گرسنگی: فرط فشار خون ریسک فکتور عمده در انکشاف دیابت است، و هایپرگلایسیمیا در فیوکروسایتوما معمول است.
• شحمیات پلازما: در محاسبات ریسک قلبی وعائی اهمیت دارد.
• سویه یوریک اسید: hyperuricemia یک حالت مضاداستطباب نسبی در تداوی با دیوریتیک ها است.
• الکترولایت های سیروم

الکتروکاردیوگرافی (ECG) و رادیوگرافی صدر
• دریافت های ECG شامل strain pattern؛ تغییرات ST-T است که نشاندهنده مرض پیشرفته و انذار خراب میباشد.
• رادیوگرافی صدر در فرط فشار غیر اختلاطی اهمیت ندارد.

مطالعات تشخیصیه
تست های تشخیصیه¬ اختصاصی در صورت نیاز اجرا شده میتواند:
• تعیین cortisol آزاد 24 ساعته در ادرار، میتانفرین های ادرار یا پلازما و غلظت های پلازمائی aldosterone و renin بخاطر دریافت اسباب اندوکراینی فرط فشار خون کمک کننده است.
• التراسوند کلیوی در دریافت تغییرات ساختاری مثل کلیه های polycystic، عدم تناظر کلیه ها، hydronephrosis و علایم CKD کمک کننده است.
• ارزیابی تضیق شریان کلیوی در صورت مشکوک شدن توصیه میشود.
(ادامه دارد)

رسولی

03/07/2022
د تاریخچې اخیستنه (History taking) د سم تشخیص لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:• مکمله تاریخچه (History) • د ناروغ بشپړ معاینه...
24/06/2022

د تاریخچې اخیستنه (History taking)
د سم تشخیص لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:
• مکمله تاریخچه (History)
• د ناروغ بشپړ معاینه کول (Examination)
• لابراتواري معاینات (Investigations)
د ناروغ تاریخچه
• نوم (Name): د ناروغ پېژنگلوي لپاره مهم دی.
• عمر (age)
• جنس (gender)
• دین(religion): د قضیب په سرطان باندې د اخته‌ کېدو چانس په مسلمانانو او یهودیانو کې د ماشومتوب په لومړیو کې د ختنه‌کولو له سببه ‌ډېر نادر دی.
• دنده(job): په شخصي تاریخچه کې په تفصیل سره مطالعه شوې ده.
• پته (address): یو شمېر ناروغۍ په خاصو سیمو کې انډیمیکې دي، نو ځکه پته باید ولیکل شي.
• اوسني شکایتونه (Present complaints): هغه شکایتونه چې ناروغ یې اړ کړی، چې ډاکټر ته مراجعه وکړي، تر دې عنوان لاندې راځي. شکایتونه د هغوی د پېښېدو د وخت ترتیب ته په کتو سره ذکر کېږي؛ یعنې لومړی هغه شکایتونه، چې دوام یې ډېر وي او وروسته هغه شکایتونه چې دوام یې لږ وي، لیکل کېږي. هر شکایت باید په یوه کرښه کې ولیکل شي.
غوره ده، چې هر شکایت سره مل حالتونه له هغه سره یوځای ذکر شي. لکه، د دې په ځای چې ولیکو: "تبه د ۵ ورځو لپاره"، که داسې ولیکل شي: "تبه له لړزې سره د ۵ ورځو لپاره"، په تشخیص کې مرسته کوي. دا کولای شي، چې د تشخیص په هکله یوه مفکوره منځته راوړي.
کله ناکله اعراض په متقطع ‌ډول سیر کوي. د بېلګې په توګه، په استما کې سالنډي په متقطع ‌ډول وي.
• د اوسنۍ ناروغۍ تاریخچه (History of present illness): باید په ۳ پراګرافونو کې ولیکل شي:
لومړی پراګراف: په دې برخه کې، د هر شکایت تفصیل د هغه د پېښېدو د وخت ترتیب ته پام سره پوښتل کېږي. څنګه چې ناروغان مسلکي پوهه نلري او نشي کولای چې خپل وضعیت په بشپړ ډول تشریح کړي، نو د معاینه‌کوونکي دنده ده ترڅو پوښتنې په داسې توګه مطرح کړي چې د هر عرض بشپړ تفصیل لاسته راشي.
د تاریخچې د لیکلو پر مهال، دا دوه ټکي په پام کې ولرئ:
• له تلقیني او لارښودونکو پوښتنو څخه ډډه وکړئ.
• مسلکي اصطلاح‌‌ګانې مه کاروئ، بلکې تاریخچه تل د ناروغ په ژبه ولیکئ.
لاندې پوښتنې د اعراضو په شدت باندې د پوهېدلو په برخه کې مرسته کوي:
• تاسو څومره واټن پلی تګ کولای شئ؟ آیا کولای شئ په زینو کې بې له دې چې ودرېږئ پورته ولاړ شئ؟ آیا د خپل کور ورځیني کارونه په سم ډول ترسره کولای شئ.
• آیا خپله دنده ترسره کوئ؟ که ځواب "نه" وي، ولې؟
• آیا دا اعراض، ستاسو خوراک اغېزمن کوي؟ آیا د خوراک پر مهال له کومې ستونزې سره مخامخ کېږئ؟
• آیا نارمل ټولنیز او جنسي فعالیتونه مو مختل شوي دي؟
• خوب مو څرنګه دی؟
د یو عرض د تشریح پر مهال باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي:
• د عرض موده: د مناسبو پوښتنو په واسطه باید د عرض د مودې په هکله معلومات ترلاسه کړو. "آیا مخکې له دې څخه روغ وئ؟"
• د پیلېدو څرنګوالی: له ناروغ څخه باید د ناروغۍ د پیلېدو څرنګولی وپوښتل شي. "آیا دا اعراض په ناڅاپي ډول پیل شول، که په تدریجي ډول؟"
• د عرض دوام: باید وپوښتل شي، چې عرض له پیل څخه تر اوسه دوامداره وو، که بې‌عرضه وقفې یې درلودې. د دې وقفو د وخت اوږدوالی باید هم وپوښتل شي. اما که ناروغي د "حملو" یو لړ ولري، په هغه صورت کې باید د پیلېدو څرنګوالی، سیر، موده، د کمېدو څرنګوالی او د حملې وروستۍ اغېزې وپوښتل شي.
• د عرض تغییرونکي عوامل: له ناروغ څخه باید د هغو عواملو په هکله چې د اعراضو د شدید ‌کېدو یا لږېدو سبب ګرځي وپوښتل شي. د بېلګې په توګه، د ټټر درد چې له فعالیت سره شدید شي او له استراحت سره لږ شي د زړه په اسکیمیکې ناروغۍ باندې دلالت کوي. په اپي‌ګسټریک ساحه کې درد، چې د شیدو له څښلو سره ښه شي، په پپټیک قرحه باندې دلالت کوي. اما که دا درد د شیدو په اخیستلو سره شدید شي، د صفرأ د کڅوړې پر التهاب (cholecystitis) باندې دلالت کوي.
• یوځای پدیدې: له ناروغ څخه وپوښتئ، چې آیا کوم بل عرض یې چې د هغه له عمده اعراضو سره مل وي تجربه کړی دی؟ د بېلګې په توګه، که د نس په ښۍ علوي برخه کې د درد د حملو په تعقیب، د ناروغ سترګې ژېړې شي، د کبد یا صفراوي لارو پر اختلال باندې دلالت کوي. په قطني ساحه کې درد، چې د hematuria (په ادرار کې وینه) په واسطه تعقیب شي، په کلیوي ناروغۍ باندې دلالت کوي.
• د عرض پرمختګ: د تاریخچې له مهمو برخو څخه یو هم د عرض د پرمختګ په هکله پوښتل دي چې آیا شدید شوی دی، که په خپل لومړي حالت باندې پاتې دی.
د عرض شدید کېدل د ناروغۍ پرمختګ ښيي، چې د اخته غړي د صدمې سبب ګرځېدلی. د بېلګې په توګه، که ناروغ ته د ناروغۍ په پیل کې له متوسط فعالیت سره سالنډي پېښېدله، اما اوس د هغه سالنډي تر دې حده شدیده شوې چې آن د استراحت پر مهال هم منځته راځي، په څرګند ډول ښيي چې د سږو او زړه انساج لا ډېر تخریب شوي دي. په همدې توګه، که د سترګو ژېړوالی ډېر شوی وي، د کبد یا صفراوي لارو د تخریب په ‌ډېروالي باندې دلالت کوي.
د خبرو کولو پر مهال د ناروغ خوځښتونه: د شکایتونو د تشریح پر مهال د ناروغ خوځښتونه تر پام لاندې ونیسئ، ځکه د ناروغۍ په هکله مهم کلینیکي معلومات وړاندې کوي.
• د ټټر د درد د تشریح پر مهال، که ناروغ خپل لاس موټی کړي او د ټټر په قدام باندې یې فشار ورکړي، په قلبي درد، یعنې خناق (angina) یا د مایوکارډ احتشا (myocardial infarction) باندې دلالت کوي.
• په قطني ساحه باندې د لاسونو ایښودل او هغو ته فشار ورکول، کلیوي کولیک ښيي.
• د sternum مښل زړه سوی (GERD) ښيي.
• د ورنو او د پاسنیو برخو مښل sciatica ښيي.
• د نس شاوخوا باندې د مټو فشار ورکول، معایي کولیک ښيي.
دوهم پراګراف: په دې پراګراف کې، اعراضو پورې مربوط پوښتنې په تفصیل پوښتل کېږي، ترڅو د هغو احتمالي ناروغیو په هکله چې ډاکټر مفکوره اخیستې څرګند معلومات لاسته راشي. دا پوښتنې ځکه پوښتل کېږي، چې هغه ټکي چې له ناروغ څخه د ناروغۍ په هکله هېر شوي لاسته راشي. په دې توګه، یو شمېر ناروغۍ رد کېږي او ډاکټر ته آسانېږي چې یو احتمالي تشخیص ته ورسېږي.
د بېلګې په توګه، ناروغ له پولي‌یوریا (polyuria) څخه شکایت کوي.
د لاندې پوښتنو پوښتل تشخیص ته د رسېدو لپاره مرسته کوي:
• په ځنډ سره د ټپونو روغېدل
• د جلدي انتاناتو بیا پېښېدنه
• د وزن بایلل
• د لید اختلال
• د عجان ساحې خارښت (په ښځو کې).
پاسنیو تفصیلاتو په کتو سره، معاینه‌کوونکی دې پایلې ته رسېږي چې معاینه‌کېدونکی شخص ممکن په diabetes mellitus باندې اخته وي. په دې توګه، نورې ناروغۍ چې د پولي‌یوریا سبب ګرځي، رد کېږي.
ځانګړي معلومات
ناروغ ممکن د ناروغۍ د یو شمېر اعراضو له ویلو څخه ډډه وکړي. په دې صورت کې، ډاکټر باید د سیسټمیکو ناروغیو د عمده نښو په هکله پوښتنې وکړي. یعنې باید د قلبي‌وعایي، هضمي، تنفسي، بولي یا مرکزي عصبي سیسټمونو د ناروغیو په هکله له ناروغ څخه پوښتنې وکړي.
د هر سیسټم عمده شکایتونه په لاندې ډول دي:
د تنفسي سیسټم ناروغي:
• ټوخی (cough)
• بلغم (sputum)
• په بلغم کې وینه (hemoptysis)
• سالنډي (dyspnea)
• صدري درد/ناراحتي (chest discomfort/pain)
• ویزنگ Wheezing
د قلبي‌وعایي سیسټم ناروغي:
• صدري درد/ناراحتي
• سالنډي
• د زړه ټکان (palpitation)
• د پښو اذیما (pedal edema)
• سنکوپ/ ګنګستوب (syncope/dizziness)
د هضمي سیسټم ناروغي:
• زړه سوی (heartburn)/ بدهضمي (indigestion)/ نفخ او باد (flatulence)
• د نس درد (abdominal pain)
• خواګرځی/کانګی (nausea/vomiting)
• په کانګي کې وینه (hematemesis)
• میلینا Melena (تور رنګه غایطه مواد د علوي معدي‌معایي لارو د وینې‌تویېدنې له سببه)
• اسهال/ قبضیت (diarrhea/constipation)
• ژېړی(jaundice)
• په بلع کې ستونزه (dysphagia)
د حرکي سیسټم ناروغي
• د مفصلونو درد یا شخي (joint pain/stiffness)
• د شا درد یا شخي (back pain/stiffness)
• د مفصلونو پړسوب (joint swelling)
• په خوځښت کې ستونزې؛ یعنې په ګرځېدلو، کېناستلو، درېدلو، د سر په تاوولو، ټیټېدلو او نورو خوځښتونو کې ستونزې.
د بولي سیسټم ناروغي:
• د تبول سوځیدل (dysuria)
• د فلانک درد (flank pain)
• هیمچوریا Hematuria
• په تبول کې ستونزې؛ یعنې د ادرار درېدل، د ادرار څاڅکی څاڅکی راتګ او نور
• پولی یوریا Polyuria (د ادرار ډېروالی) یا oliguria (د ادرار لږوالی)
• د فرېکونسۍ ډېروالی؛ یعنې د تبول لپاره تشناب ته بیا بیا تګ
• په ادرار کې د تېګې بهر کېدل
د مرکزي عصبي سیسټم ناروغي:
• سردردي (headache)
• سنکوپ/ سرګنګسي/ سرڅرخي (vertigo)
• اختلاجونه
• د بدن د یوې برخې ضعف (weakness)
• د شعور ضایع‌کېدل (unconsciousness)
• د بدن د یوې برخې کرختي (numbness) او سوزېدنه (tingling)
درېیم پراګراف (د درملنې تاریخچه / Treatment history):
د مخکینیو درملنو تفصیل په کې شامل دی. د دې په څنګ کې ډاکټر سره مرسته کوي چې یو تشخیص ته ورسېږي.
د بېلګې په توګه، ناروغ له تبې څخه شکایت کوي او مخکې یې chloroquine اخیستي دي، خو ښه شوی ندی. دا ښيي چې نوموړی شخص (په ډېر احتمال سره) په ملاریا اخته ندی.
د دوايي فرط‌حساسیت تاریخچه (په ځانګړې توګه له penicillin او sulpha سره) باید وپوښتل شي.
• پخوانۍ تاریخچه (Past history): پخوانۍ تاریخچه نباید د اوسنۍ ناروغۍ له لومړنیو اعراضو سره اشتباه شي. لاندې ټکي باید د ناروغ د پخوانۍ تاریخچې د اخیستلو پر مهال په پام کې ونیول شي:
• هره پخوانۍ ناروغي، چې اوسني حالت سره تړاو ولري. لکه د پایلورس په تضیق کې د پپټیک قرحې په هکله وپوښتئ. د ماشومتوب د دورې ناروغۍ لکه روماټیک تبه (rheumatic fever)، توره ټوخلې (whooping cough)، کله‌چرک (mumps)، شری (measles) او ابتدايي ریوي ټوبرکلوز هم باید وپوښتل شي.
• د ترضیض، ټکر، جراحي، سفرونو او تسمم په هکله باید وپوښتل شي.
• پخوانۍ ځانګړې طبي تاریخچه، لکه diabetes mellitus، ژیړی، استما، ټوبرکلوز، د وینې لوړ فشار، قلبي ناروغي او صرع (epilepsy)، باید واخیستل شي.
• په روغتون کې د ناروغ د بستري‌کېدو تاریخچه.
• د جراحي عملیاتو/ ټکر تاریخچه.
• شخصی تاریخچه (Personal history): په دې تړاو باید لاندې ټکي وپوښتل شي:
• د ناروغ دنده: د ناروغ د اوسنۍ او پخوانۍ دندې په هکله باید وپوښتل شي.مهمه ده ترڅو کاري شرایط یې هم ملاحظه شي. ځکه ځانګړې ناروغۍ، لکه ټوبرکلوز، انټرکس، استما، جلدي ناروغۍ له ځانګړو دندو سره تړاو لري. لکه:
- انترکس (anthrax)، په هغو اشخاصو کې چې د څاریو پوستکو سره سروکار لري.
- استما Asthma، په هغو اشخاصو کې چې د خاورینو لوښو په کارځایونو کې کار کوي. د استما د واقعاتو سلنه په پخوونکو او اوبدونکو کې نسبتاً ډېره ده.
- جلدي ناروغۍ، په هغو کارګرانو کې چې له وړانګو، کیمیاوي توکو او نورو مخرشاتو سره مخامخ دي، ډېر لیدل کېږي.
- د سږو Silicosis، په هغو اشخاصو کې چې په کارځایونو او کانونو کې کار کوي معمول دی.
- د بزګر سږی (farmer’s lung)، د خاورو او دوړو سره د مخامخ کېدو په پایله کې منځته راځي. دا ناروغي په هغو اشخاصو کې چې، په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي ډېره لیدل کېږي.
- د مثانې کرسینوما، په هغو اشخاصو کې چې د ربړ، کیمیاوي توکو او کېبلونو د تولید په کارځایونو کې کار کوي او اروماټیک اماینونو سره معروض دي لیدل کېږي.
• د خوړلو وخت او ترتیب: د خوړو اندازه، تنوع او د خوراک څرنګوالی؛ یعنې آیا په سمه توګه پخیږي که نه؟ آیا په کافي ډول ژوول کېږي که په تلوار او بې له بشپړې ژوونې څخه بلع کېږي؟ دا ټولې موندنې د هضمي ناروغۍ په هکله معلومات ورکوي.
• د تمباکو، الکولو، یا نورو مخدراتو استعمال
سګرټ څښول د لاندې ناروغیو په رامنځته‌کېدو کې رول لري:
- د قصبو کرسینوما
- وعایي اختلالات (Buerger’s disease)
- د زړه اسکیمیکې ناروغۍ
یادونه: په تریاکو باندې روږدي اشخاص، د قبضیت په شدید ډول باندې اخته وي.
الکول د لاندې ناروغیو په رامنځته کېدو کې رول لري:
- Liver cirrhosis
- Neuropathies
- Pancreatitis
- Psychoneurosis
په الکولو باندې روږدوالی د CAGE پوښتنو په واسطه ارزول کېږي:
- آیا کوم وخت مو د الکولو د قطع‌کولو (Cut) په هکله سوچ کړی دی؟
- آیا په هغه چا چې د الکولو د څښلو له وجې پر تاسو انتقاد کوي په قهر (Angry) شوي یاست؟
- آیا د الکولو په څښلو کې د ګناه (Guilt) احساس کوئ؟
- آیا د سهار له خوا یې څښئ (د سترګو پرانیستونکی یا (Eye Opener؟
دوه یا ډېر مثبت ځوابونه ښيي، چې د الکولو څښل ستونزه‌جوړونکی دی.
• خوب: آیا تازه‌کوونکی او آراموونکی دی که نه؟ آيا ناروغ وېروونکي خوبونه ویني او خپسۍ یې نیسي که نه؟ له ناروغ څخه باید د خوب راوړونکو درملو په هکله وپوښتل شي. د خوب اختلال په اضطراب او psychosis کې معمول وي.
• جنسي تاریخچه: آیا ناروغ متأهل دی، که مجرد؟ جنسي تاریخچه د psychoneurosis په ارزونه کې ځانګړی ارزښت لري. د جنسي اړیکو تاریخچه باید واخیستل شي، ترڅو تناسلي ناروغۍ رد شي. له ښځو څخه باید د میاشتني عادت تاریخچه واخیستل شي.
• د بهرنیو سفرونو تاریخچه: د هغو ناروغیو په ارزونه کې چې په ځانګړو سیمو کې شایع دي، ارزښت لري. لکه، AIDS، leishmaniasis (بنګلدیش)، bilhariasis (مصر) او ژېړه تبه (افریقایي هېوادونه).
• د کورنۍ تاریخچه (Family history): د کورنۍ د غړو شمېر (د ښځینه او نارینه‌وو په ګډون) او روغتیا په هکله باید وپوښتل شي. د ارثي یا کورنیو ناروغیو په مشکوکو واقعاتو (لکه hemophilia، ذهني تأخر او myopathies) کې هم باید بشپړه کورنۍ تاریخچه واخیستل شي. نورې ناروغۍ، لکه ډیابټ، د وینې لوړ فشار، صرع، کلیوي او قلبي‌وعایي ناروغۍ او روماټیک تبه هم کورنۍ زمینه لري، چې باید په پام کې ونیول شي. ټوبرکلوز زمونږ په هېواد کې ډېر شایع دی، نو ځکه هره واقعه یې باید په هره کورنۍ کې ولټول شي.
• ټولنیزه تاریخچه (Social history): د ناروغ د ټولنیز چاپېریال په هکله باید مفصل معلومات واخیستل شي. د هغه سلوک له ملګرو، خپلوانو او نورو اشخاصو سره چې هغه ورسره په تماس کې دی باید وپوښتل شي، ځکه ټولنیزه تاریخچه د روحي اختلالاتو د تشخیص په برخه کې ډېر ارزښت لري.
یادونه: له معاینې څخه مخکې، ډاکټر باید ناروغ ته په لنډ ډول تاریخچه او شکایتونه مرور کړي، تر څو:
• هر څه چې غلط وي، اصلاح شي.
• هر څه چې هېر شوي وي، په یاد راوړل شي.
• وروسته ناروغ ته د فزیکي معاینې په هکله، چې ترسره کوئ یې معلومات ورکړئ.

03/03/2021

یا الله ته مو د جهنم له اور نه وساتی
امین

Address

Kabul Afghansitan
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when معلومات طبی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram