20/01/2023
د تايرويډ غده د انسان د غاړي په مخکېنۍ برخه کې موقيعت لري او زموږ او ستاسو په بدن کې د انرژي جوړيدلو سرعت کنترولوي. لدې امله د دې غدې کم او يا له اندازي زيات فعاليت په انسانانو کې ډول ډول ستونزي منځ ته راوړي. له نېکه مرغه د دې ناروغيو تشخيص او علاج په ډير اسانۍ سره کيږي. که تاسو د تايرويډ د جګ يا ټېټ فعاليت ناروغيو نښې نښانې لرئ کورته نېږدې ډاکټر ته ورشئ چې معاينه مو کړي. د دې ناروغيو تشخيص د وينې د عادي معاينې پواسطه کيږي چې د افغانستان په شمول د نړۍ په هر کونج کې کېدی شي.
⬅️ د تايرويډ غدې له حده زيات فعاليت:
- تېز يا غير نور مال د زړه ټکان
- بې خوبي
- د وزن له لاسه ورکول
- ژر وارخطا کېدل او غوصه کېدل
- د ګرمۍ احساس
- د لاس لړزه او يا رپېدل
⬅️ د تايرويډ غدې له حده کم فعاليت:
- د ستړيا احساس
- د وزن زياتېدل
- قبض
- ژور خپګان
- جنسي کمزورتيا
- د وېښتانو نري کېدل او تويدل
- د فکري او جسمي فعاليت کمېدل
Dr.Aman Shams