30/11/2025
حتماً يې ولولئ
سویډن او هالنډي ساینسپوهانو د وینې رګونو د درملنې لپاره نانو روباټونه ازمویلي — د طب په نړۍ کې نوې هیله
په اروپا کې د طب او مصنوعي ځیرکتیا ګډې څېړنې یوه نوې دروازې پرانیستې دي. د سویډن او هالنډ د University of Twente او Radboud University ساینسپوهانو په وروستیو ازموینو کې داسې کوچني «مقناطیسي مایکرو روباټونه» جوړ کړي چې د وینې په رګونو کې حرکت کولی شي او د رګ خلاصولو (clot) د له منځه وړل
وړتیا لري.
دا روباټونه د ویښتې د یوې کوچنۍ ټوټې په اندازه او screw-شکل لري. د دوی دننه یو وړوکی مقناطیس ځای پر ځای شوی چې د بدن له باندې د ځانګړو مقناطیسي میدانونو په مرسته کنټرولېږي. دا روباټ د وینې د رګ دننه حرکت کوي، بند شوی وینه ماتوي او رګ بېرته خلاصوي.
د څېړنیز ټیم په وینا، دوی دا ازموینه په پس د iliac artery (یوه لویه شریان) باندې ترسره کړې. رګ عمداً بند شوی و، او روباټ پرېښودل شوی چې دننه لاړ شي او بند شوی موارد له منځه یوسي. پایله حیرانوونکې وه:
روباټ وتوانېد د رګ بندښت مات کړي او وینه بېرته په ازاد ډول وبهېږي.
دغه ازموینه د وړو روبوټونو د ودې یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي او د ساینسپوهانو په باور، په راتلونکو کلونو کې به د زړه او شریانونو ناروغانو لپاره یو نوی غیرجراحي بدیل جوړ کړي.
که څه هم نتیجه هیله بښونکې ده، خو ساینسپوهان وايي چې دا ټکنالوژي لا د انساني کارونې پړاو ته نه ده رسېدلې. اوسني ازمویښتونه “ex-vivo” دي، یعنې په لابراتواري چاپېریال کې د رګونو پر نمونو ترسره شوي، نه په ژوندیو انسانانو.
د انسان په بدن کې د خوندي استعمال لپاره لا کلینیکي ازموینو، د بدن د دفاعي سیستم څېړنې او د خونديتوب دقیق تحلیل ته اړتیا ده.
که دا ټکنالوژي بریالۍ شي، نو په نړۍ کې میلیونونه کسان چې د زړه د رګونو بندښت، د وینې ټکر (thrombosis) یا د زړه حملې خطر لري، به پرته له جراحي او بېهوشۍ څخه درملنه ترلاسه کړي.
رګ ته به یوازې یو نری لاین داخلېږي، روبوټ به دننه کار کوي، او ناروغ به په هماغه ورځ کور ته ستنیږي.
د دې څېړنې په اړه تفصيلي مقالي په علمي ژورنال Applied Physics Reviews کې خپرې شوې دي، چې د دې پروژې علمي بنسټ نور هم قوي کوي.
ساینسپوهان وايي: «موږ لا د سفر په پیل کې یو، خو نتیجه ښيي چې راتلونکی طب د ملیاردونو کوچنیو روبوټونو په لاس کې دی.»
کاپي