18/09/2024
(Constipation) د کولمو فعالیت کمښت دی چې له امله یې ناروغ په سختۍ سره یا په کمې اندازې سره ګېډه خالي کوي. د قبضیت عامې نښې نښانې عبارت دي له:
1. د ګېډې درد یا پړسوب
2. سخته یا وچه مدفوع
3. په کمې اندازې سره تشېدل (لږ تر لږه درې ځله په اوونۍ کې)
4. د بشپړې تشېدل نه احساسول
د قبضیت اسباب:
- د فایبر یا اوبو کم استعمال
- فزیکي فعالیت کم
- د ځینو درملو کارول
- فشار یا روحي ستونزې
تداوي:
1. د فایبر زیاتول: تازه مېوې، سبزیجات او د غلې دانې وکاروئ.
2. د اوبو زیات څښل: د ورځې له ۸ څخه تر ۱۰ ګیلاسه اوبه څښل ګټور دي.
3. فزیکي فعالیت: هره ورځ فزیکي حرکت لکه مزل کول د کولمو فعالیت ښه کوي.
4. درمل: که اړتیا وي، ډاکټر د نرمونکو یا محرک درملو توصیه کولی شي.
Dr. Noor Muhammad "Muhammadi"
DrNoor MMuhammadi
مرکز تشخيص و تداوی امراض معده و جهاز هضمی، زردی سیاه و سفید نور