09/01/2021
د ملا هډوکي دردونه، ولې او له څه نه راپیدا کیږي؟
د ملا تیر/هډوکی په بدن کې د قوت بنسټ دی، په دې کې ستونزه پيدا کېدل ټول بدن دردوي، نو همدا لامل دی چې که څوک د ملا تیر دردونو او یا نورو ستونزو سره مخ شي دده لپاره د خطر زنګ دی او باید سمدلاسه یې درملنه وکړي.
ددې لپاره لومړی باید د دردونو لاملونه په نښه شي، ځکه چې انسان پخپل ورځیني حالت کې ځينې داسې کارونه ترسره کوي چې دده په ملا تير/هډوکي بد اغیز کوي. دغه حالتونه په لاندې ډول دي:
سګریټ څکول:
سګريټ د روغتیا لپاره تر ټولو زیانمن شی دی، متخصصین وایي چې سګریټ سږي له منځه وړي، خو د نویو څیړونکو په وینا دا هډوکي او بندونه هم کمزورې کوي او هم په کې دردونه پيدا کوي، چې همدا ډول د ملا په هډوکي ډېر بد اغیز کوي او د ښه صحت په له منځه وړلو کې تر ټولو زیات موثر ثابتیږي.
کږه غاړه یا سر ټيټی کیناستل:
سر ټيټي کیناستلو سره په ملا فشار راځي، چې ورسره د ملا تیر کې دردونه پيدا کیږي، او په تدریجي ډول دغه ناسته د ناروغۍ بڼه اختیاروي، دغه ډول ناروغي مبایل یا کمپیوټر ته زیات وخت کږه غاړه کیناستلو سره هم راپيد اکیږي، ځکه د اعصابو جراحي ډاکټران وایي په ځوانانو کې د ملا تیر عملیات د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي، او لامل يې د ځوانانو له لورې د ځيرک موبایل یا کمپیوټر د استعمال پر وخت کښتې خواته د غاړي کوږوالی په ګوته کړی دي.
ددې دردونو مخنیوي لپاره ورزش ډیر اړین دی، او باید کوښښ وشي چې د ناستې پر وخت ملا نیغه او سیده ونیول شي.
د ویټامن D نه جذبول:
کله چې د انسان په بدن کې د ویټامن ډي کچه کمه شي د ملا هډوکي دردونه راپیدا کیږي، د ویټامن ډي زیاتره برخه بدن کې له لمر څخه پيدا کیږي، ځینې خلک په دې توجو نه ورکوي چې له کبله یې په دغه ناروغۍ اخته کیږي، ددې لپاره باید د ورځې په اوږدو کې یوه شېبه لمر ته تېره کړئ.
د مبایل او کمپیوټر استعمال:
لکه څنګه مو چې مخکې زیاته کړه چې د مبایل او کمپیوټر استعمال ته اکثر غاړه کږه نېول کیږي، چې د ملا هډوکی یې هر وخت کش او کوږ نیولی شوی وي، چې له امله یې په هډوکو کې د فاصلې یا جداولي راتللو ګواښ جوړیږي او دردونه زیاتوي، ډاکټران وایي هغه خلک چې دموبایل، کمپیوټر یا لیپټاپ د اسعتمال پر وخت يې خپله غاړه ۴۵ درجه زاویه کې کښته نیولي وي دا ډول کسان له پورته ناروغۍ سره مخ کیږي.
کافي څښل:
که څه هم له یوه اړخه او یوه اندازه کا