17/10/2025
ناروغ X یو کال وړاندې زما کلينيک ته مراجعه وکړه، له دقیقې تاریخچې اخستنې واضحه شوه چې ناروغ د تي/سینې سرطان لري. نوموړې ناروغې ته د کابل په یو روغتون کې د التراساؤنډ پر بنياد عملیات (MRM+ALND) ترسره شوی وو. متاسفانه پرته له دې چې د ناروغ نور دقیق معاینات چې د تي سرطان د درملنې له پاره لازم دي او د هغې پر اساس درملنه پلان کېږي، نه وو ترسره شوي او ناروغ ته کیموتراپي ورکړل شوې وه. د ناروغ د تاریخچې پر اساس دوه میاشتې وروسته له کیموتراپي ناروغ ته شدید دردونه پیدا کېږي، زما کلينيک ته راځي، د ناروغ د دوسیې د مطالعې له مخې پلان نیول کېږي چې باید دقیق work up ناروغ ته ترسره او وروسته له هغې به درملنه شروع کېږي، ناروغ او پایواز ته ټول موارد تشریح کېږي، ولې ناروغ پاکستان ته ځي او هلته هم له ناروغ سره عین برخورد کېږي، ناروغ ته پرته له دې چې مکمل ورک آپ وشي، یوازې سي ټي سکن ترسره کېږي په کوم کې چې ناروغي Metastatic/Stage4 لري او سرطان سږي، هډوکي او ځیګر ته میتاستاز ورکړی وي. معالج انکولوجست ناروغ ته مستقیما کیموتراپي شروع کوي. وروسته له یوې دورې کیموتراپۍ، ناروغ بېرته وطن ته له شدیدو دردونو او اسهالاتو سره راګرځي. ناروغ بیا زما کلينيک ته راځي او دې ته قانع کېږي چې باید ټول معاینات او دقیق ورک آپ ترسره شي. ناروغ ته ټيومر مارکرونه ترسره کېږي او معلومیږي چې ناروغ Triple positive Breast cancer لري، د همدې معایناتو پر استناد ناروغ ته تر ټولو آپډېټ پروتوکول شروع کېږي، ناروغ تر کیموټارګیټیډتراپي لاندې اچول کېږي، وروسته له معينې مودې Interim CT Scan د درملنې د ځواب معلومولو په پار ورکول کېږي، په سي ټي سکن کې ناروغۍ ترټولو ښه ځواب ترلاسه کوي او Partial response ترلاسه کېږي، داسې چې د سږو نوډولونه کاملا ورکیږي، د هډوکو په لېژنونو کې التیام واقع کېږي او د ځیګر لېژنونه کمیږي. ناروغ ته عین پروتوکول توصیه کېږي، داسې چې کیموتراپي بندیږي، ټارګیټیډتراپي او نورې لازمه درملنې ته ادامه ورکول کېږي. ناروغ د دوهم ځل له پاره د ناروغۍ د حالت معلومولو په پار سي ټي سکن ته کاندید کېږي، په سي ټي سکن کې Stage 4 ناروغي کاملا له منځه ځي او ناروغ حتا په Stage 4 کې هم CancerFree کېږي. دا چې ناروغ سیستمیک ناروغي لري، نو د درملنې په تداوم کې لازمه درملو ته ادامه ورکول کېږي او له هغې وروسته به ناروغ تر سرویلانس لاندې اچول کېږي.
ډاکټر جانداد احمد وياړ مومند
د سرطاني ناروغیو متخصص
سټار طبی کمپلکس Star Medical Complex
برهکي او پروان دو ترمنځ
شنبه تر پنجشنبه
د سهار له 9بجو د ماسپښين تر 3بجو