Raza Med Guide

Raza Med Guide ستاسو روغتيا زموږ لومړنۍ هيله

وَ إِذَا مَرِضْتُ‌ فَهُوَ يَشْفِينِ
او هر کله چي تاسو ناروغه شئ پس الله تعاله به تاسو ته شفا هم درکوي
😘🩺💊😷

نن د ونو کرلو غوره وخت دی 🌱ونه یوازې ښکلا نه ده، بلکې ژوند او اکسيجن دی.ونه هوا پاکوي، سیوري برابروي، د باران سبب ګرځي ا...
25/03/2026

نن د ونو کرلو غوره وخت دی 🌱

ونه یوازې ښکلا نه ده، بلکې ژوند او اکسيجن دی.
ونه هوا پاکوي، سیوري برابروي، د باران سبب ګرځي او د ځمکې د تودوخې مخه نیسي.

که هر انسان یو ونه کښېنوي، زموږ ښار، کلی او هیواد به زرغون، پاک او ښکلی شي.

راځئ چې:

- یوه ونه کښېنوو
- د ونو ساتنه وکړو
- چاپیریال پاک وساتو

یوه ونه = د لسګونو انسانانو ژوند

نن یوه ونه د ګران افغانستان لپاره
🩺🌐💊❤️😘

23/03/2026

موسمي تبه (موسمي زکام او ویروسي تبه) دا وختونو کې ډېره خپرېږي.

نښې:
تبه، د ستوني درد، زکام، ټوخی، د بدن درد، ستړیا.

د ځان ساتنه:

- ډېرې اوبه او مایعات وڅښئ
- استراحت وکړئ
- د تبې لپاره پاراسټامول استعمال کړئ
- له ناروغانو لږ واټن وساتئ
- لاسونه په صابون ومینځئ

که تبه تر ۳ ورځو زیاته دوام وکړي، ساه لنډي، شدید ټوخی یا د ماشوم تبه لوړه وي، حتماً ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

ستاسو د روغتیا په هیله
ډاکټر رضاالله صافی

اختر مو مبارک! الله دې ستاسو ژوند د سولې، امید او روغتیا له نعمتونو ډک کړي.🎉🌙
19/03/2026

اختر مو مبارک! الله دې ستاسو ژوند د سولې، امید او روغتیا له نعمتونو ډک کړي.
🎉🌙

🦷 د مسواک ګټېمسواک د خولې د پاکوالي يو طبيعي او صحي وسيله ده. د مسواک کارول لاندې ګټې لري:✔️ غاښونه پاکوي او مېکروبونه ک...
15/03/2026

🦷 د مسواک ګټې

مسواک د خولې د پاکوالي يو طبيعي او صحي وسيله ده. د مسواک کارول لاندې ګټې لري:

✔️ غاښونه پاکوي او مېکروبونه کموي
✔️ د خولې بد بوی له منځه وړي
✔️ د غاښونو د خرابېدو مخنيوی کوي
✔️ د لثو يا وريو روغتيا ښه کوي
✔️ غاښونه قوي او ښکلي ساتي

📌 د ورځې لږ تر لږه ۲ ځله مسواک يا برش استعمال کړئ.
😘🩺🌐💊❤️

👨‍⚕️ Dr. Raza Med Guide

په کال کي يو ځلي خپل غاښونه د يونټ پر سر پليچ او کلينګ کولی شئ له هغه زيات درته نقصان لری      ❤️🩺🌐💊
11/03/2026

په کال کي يو ځلي خپل غاښونه د يونټ پر سر پليچ او کلينګ کولی شئ له هغه زيات درته نقصان لری



❤️🩺🌐💊

🦷 د غاښ تور داغونه څه معنا لري؟د غاښ پر سر تورې کرښې یا نقطې اکثره د پیل شوي کیریز (د غاښ خرابوالی) نښه وي. که په وخت در...
10/03/2026

🦷 د غاښ تور داغونه څه معنا لري؟
د غاښ پر سر تورې کرښې یا نقطې اکثره د پیل شوي کیریز (د غاښ خرابوالی) نښه وي. که په وخت درملنه ونه شي، نو وروسته د غاښ سوراخ او درد رامنځته کوي.

✅ حل:
که کیریز وي باید فیلنګ (ډکول) وشي.
که یوازې داغ وي نو د غاښ کلیننګ (پاکول) کافی وي.
سګرټ څکول بند کړئ
د شپي مخکي له ويده کيدو غاښونه برش کړئ

⚠️ مهمه مشوره:
ورځ کې دوه ځله غاښونه برش کړئ او خوږ شیان کم استعمال کړئ.



تازه مو په يو عمليات کی د ناروغ له پښتورګو دا ډبرې راباسلي دي❤️🩺🌐💊
10/03/2026

تازه مو په يو عمليات کی د ناروغ له پښتورګو دا ډبرې راباسلي دي
❤️🩺🌐💊

د خولي بدبوي څنګه له منځه لاړه شي د خولي او وريو په زخم او انتان کی ښه‌ موثره محصولد استعمال طریقه (Usage) 🦷1️⃣ شاوخوا 1...
08/03/2026

د خولي بدبوي څنګه له منځه لاړه شي
د خولي او وريو په زخم او انتان کی ښه‌ موثره محصول
د استعمال طریقه (Usage) 🦷
1️⃣ شاوخوا 10–15 ml مایع واخلئ.
2️⃣ په خوله کې یې 20–30 ثانیې وګرځوئ.
3️⃣ وروسته یې توی کړئ (مه یې تېروئ).
4️⃣ غړغړه په ورځ کې 2 ځله استعمال کړئ:
سهار د غاښونو برش وروسته
ماښام د خوب نه مخکې
ګټې ✅
د خولې بد بوی کموي
د خولې جراثیم له منځه وړي
خوله تازه ساتي
د غاښونو او لثو روغتیا کې مرسته کوي
احتیاط ⚠️
ماشومانو ته د 6 کلونو نه کم مه ورکوئ
نوټ مه یې تېروئ
که خوله حساسه شي، استعمال کم کړئ
❤️🩺😘💊

07/03/2026



Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Raza Med Guide posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Raza Med Guide:

Share

Category