Dr Faiz Muhammad Hassani /دوکتور فیض محمد حسنی

Dr Faiz Muhammad Hassani /دوکتور فیض محمد حسنی Postgraduate Resident (PGR) at Services Hospital Lahore, Pakistan. (ترینی متخصص داخله اطفال(سرورسزز هسپتال لاهور

اکسیجن (Oxygen) اکسیجن څه شی دی؟اکسیجن یو ګاز دی چې هغو خلکو ته ورکول کېږي چې په وینه کې یې د اکسیجن اندازه کمه وي او ښه...
09/11/2025

اکسیجن (Oxygen)

اکسیجن څه شی دی؟
اکسیجن یو ګاز دی چې هغو خلکو ته ورکول کېږي چې په وینه کې یې د اکسیجن اندازه کمه وي او ښه ساه نه شي اخیستلی.

کله باید اکسیجن استعمال کړو (استطباب Indications)
که چیره مریض لاندی حالاتو نه ولری:
۱) د ساه لنډوالی (Shortness of breath)
۲) د سینې درد (Chest pain)
۳) د زړه یا تنفس بندېدو حالت (Cardiac/Respiratory arrest)
۴) په وینه کې د اکسیجن کمه اندازه (SpO₂ < 94%)
۵) هره ناروغي چې د اکسیجن کموالی (Hypoxemia) پیدا کوي

د اکسیجن مقدار (بالغانو او ماشومانو ته)

۱) Nasal Cannula (د پزې پیپ)
۱) ۱–۶ لیتره په دقیقه کې
۲) ۲۱٪–۴۴٪ اکسیجن ورکوي
۳) د لږې ساه لنډۍ لپاره ښه لار ده

۲) Venturi Mask
۱) ۴–۱۲ لیتره په دقیقه کې
۲) ۲۴٪–۵۰٪ اکسیجن ورکوي
۳) د هغو ناروغانو لپاره چې دقیق اکسیجن ته اړتیا لري (لکه COPD)

۳) Simple Face Mask (عادي ماسک)
۱) ۵–۸ لیتره په دقیقه کې
۲) ۴۰٪–۶۰٪ اکسیجن ورکوي

۴. Partial Rebreather Mask
۱)) ۶–۱۰ لیتره په دقیقه کې
۲) ۳۵٪–۶۰٪ اکسیجن ورکوي

۵) Non-Rebreather Mask (NRB)
۱) ۶–۱۵ لیتره په دقیقه کې
۲) ۶۰٪–۱۰۰٪ اکسیجن ورکوي
• د سختو حالتونو یا بیړنیو حالاتو لپاره

۶) Bag-Valve Mask (BVM)
۱) ۱۵ لیتره په دقیقه کې
۲) ۹۵٪–۱۰۰٪ اکسیجن ورکوي
۳) د زړه بندېدو یا د نه تنفس کولو ناروغانو لپاره

Contraindications (کله باید ور نکړل شی)
• هېڅ مطلق منع نشته — اکسیجن تقریباً په ټولو بیړنیو حالاتو کې کارېدلی شي.

Side Effects (نقصانات )
۱) د پزې او ستوني وچوالی
۲) که اکسیجن ډېر یخ وي، تنفسی لاری تنګوی (Bronchospasm)
۳) د اور لګېدلو خطر (اکسیجن سوځېدنه زیاتوي)
۴) په شدید COPD ناروغانو کې د ډېر اکسیجن له امله Hypoventilation
۵) د اوږدې مودې او لوړې اندازې اکسیجن له امله د اکسیجن زهریت (Oxygen toxicity)



احتیاطي سپارښتنې (Precautions)
۱) د هغو ناروغانو لپاره چې تنفسي تحریک یې کم وي (لکه شدید COPD)، ډېر اکسیجن ورکول د ساه ستونزه زیاتولی شي.
۲) ډاډ ترلاسه کړئ چې د ناروغ هوا لاره (Airway) خلاصه وي او سمه ساه اخیستل کېږي — یوازې اکسیجن بسنه نه کوي که ناروغ سمه ساه نه اخلي

08/11/2025

Being as a Doctor All you should know about Snake bite د‌ مار چیچنی  په اړه
05/10/2025

Being as a Doctor
All you should know about Snake bite
د‌ مار چیچنی په اړه

04/10/2025
09/08/2025

سمیع الله جان مشهور په ( کالکولیټر )
راځی چی په طبی ژبه یی دروپیژنم :

هایپرکالکولیا
(Hypercalculia)
دا یوه ځانګړې وړتیا ده چې یو ماشوم یا فرد د خپل عمر او تعلیمي کچې څخه ډېر لوړ ریاضي محاسبات کولی شي

ځانګړتیاوې:
۱) ژر ژر ذهني حسابونه کول

۲) د حساب یا عددونو ژور درک

۳) اکثره وخت پرته له رسمي زده کړې

اړوند حالتونه: دا وړتیا کله ناکله د آټیزم (Autism)
یا سوانت سنډروم
(SavantSyndrome)
سره لیدل کېږي
ممکن د هایپرلکسیا (ژر لوستل) یا هایپرمنیزیا (ښه حافظه) سره یو ځای وي

اړوند اصطلاحات

۱) ریاضي نابغه
یو ماشوم چې د ریاضي فوق العاده وړتیا لري
۲) ریاضي سوانت
یو فرد چې ژوره ریاضي پوهه لري، اکثره د عصبي ځانګړتیاوو سره
۳) استعداد لرونکی ماشوم
د هغو ماشومانو لپاره چې لوړ ذهني وړتیاوې لري، په ځانګړي ډول په ریاضي کې

#کالکولیتر

Paediatric Drugs Dosage ماشومانو ته د درملو ورکولو مقدار
06/08/2025

Paediatric Drugs Dosage
ماشومانو ته د درملو ورکولو مقدار

03/08/2025

10 ملیارده سرمایه گذاری
واقعأ خپل وطن ته ډیر غټ خدمت دی
جزاکم الله خیرا

30/07/2025

په صحیح معنی سره طبابت کول ډیر زیات لذت لری
دا لاندی بی مودی نوزاد چی د ۲۸ هفتو یعنی ۷ میاشتو وه مونږ سره په نرسری آی سی یو کی د ۲ میاشتو لپاره بستر وه.

دا چی په داسی ماشومانو کی ډیر زیات مسایل وی او مخ ته راځی نو دی ماشوم کی هم ډیر داسی مسایل مخ ته راغلل چی زمونږ ۵ فیصد هم تمه نه وه چی ژوندی به پاتی شی دا چی دوه ځله وینتیلیتر( د ساه ورکولو ماشین ) باندی واچول شو
۴ ځلی ورته سره وینه او ۶ ځلی ورته سپینه وخیژول شوه، مسلسل یی د وینی شکر کم راتللو ، خطرناک قسم مکروب یی وینه کی وه، ورته یو زل په هډوکی کی، دوه ځله په نامه کی او یو زل ورته د ستونی رګ کی کینولا کیښودل شوه تر سو مایعات او دوایی ورته تزریق شی
۳ شپی ما ورسره شوګیر تیری کړی په خپله نوکریوالی کی، همداسی زما نورو همکارانو هم.
لنډه دا چی الله چی چا ته وغواړی ژوند ورکړی ولو کی هغه د مرګ خوله کی هم وی او چا ته وغواړی خپل ځان ته وغواړی ولو کی هیث تکلیف هم ونلری.

له ۲۵م   د سرطان څخه تر ۲۵ م  سنبله پورې د نر او مادې مارانو د جفت‌ګیرۍ میاشتي دي، او تقریباً د مارانو ټول ډولونه په دغو...
17/07/2025

له ۲۵م د سرطان څخه تر ۲۵ م سنبله پورې د نر او مادې مارانو د جفت‌ګیرۍ میاشتي دي، او تقریباً د مارانو ټول ډولونه په دغو میاشتو کې خپل مخې ته راتلونکي هر انسان او حیوان باندی برید کوي.

په دې دوو میاشتو کې د ماښام څخه تر سبا سهار پورې مارانو له خپلو ځالو راوځي. مارانو زیاتره وخت د لندبل لرونکو ځایونو یا هغه ځایونو ته نژدې چې اوبه پکې ولاړې وي، لیدل کیږي.

د کلیو خلک دې په دغو میاشتو کې ډېر احتیاط وکړي. د شپې په وخت کې دې حتماً څراغ یا ټارچ له ځان سره ولري او سترګې دې تل پر ځمکه ولري.

یاد ولرئ، په دې دوو میاشتو کې ماران په قصدي ډول پر انسانانو برید کوي، نو مهرباني وکړئ ځان ته پام وکړئ او خپلو ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

د شپې مه هېروئ، خپل ماشومان هېڅکله پر ځمکه مه پرېږدئ چې لوبې وکړي

که خدا نخواسته سوک مار چیچی نو فورا دی ځان نژدی دولتی شفاخانی ته ورسوی.

د انسان برقی سستم ( عصبی سستم)چی په دی که دماغ او د ملا تیر ( نخاع)  کنترول کونکی دی او باقی رګونه یی لکه د برق لینونه پ...
11/07/2025

د انسان برقی سستم ( عصبی سستم)
چی په دی که دماغ او د ملا تیر ( نخاع) کنترول کونکی دی
او باقی رګونه یی لکه د برق لینونه په جسم که هری ساحی ته برق لیګدوی او بیرته تری سیګنال راخلی. نو په همدی سره زمونږ د جسم هر فعالیت که هغه زمونږ په اراده که وی او یا هم غیر ارادی وی کنترولیږی

✅ د ډینګې تبه یا  DHF مخنیوي بشپړ لارښوونېلکه څرنګه چی تاسو ته معلومه ده  ډینګی تبه یوه وایروسی تبه دی چی په بعضی خلکو ک...
03/07/2025

✅ د ډینګې تبه یا DHF مخنیوي بشپړ لارښوونې

لکه څرنګه چی تاسو ته معلومه ده ډینګی تبه یوه وایروسی تبه دی چی په بعضی خلکو کی باعث د وینی بهیدل شاک او بالاخره د مرګ لامل ګرځی .
نو لاندی سو کارونه باید تر سره کړو تر سو خپل ځانونه او عزیزان مو له مبتلا کیدو وساتو.

ډینګې وایرس د Aedes aegypti او Aedes albopictus میاشو له لارې خپریږي، چې انسان د ورځې لخوا چیچي، زیاتره د سهار او ماښام وختونو کې.

۱️⃣ د میاشو د پیدا کېدو مخنیوی (د سرچینو له منځه وړل)
• ټول هغه ځایونه پاک کړئ چیرې چې اوبه جمع کیږي:
• لوښي، بالټۍ، بوتلونه، زاړه ټایرونه، او نور کثافات
• د اوبو زېرمی (تانکرونه) او لوښي پټ کړئ
• نالۍ، ویالې، او د باران اوبه روانې وساتئ
• هره اونۍ د کور شاوخوا اوبه لری کول
• د اوبو زېرمو ته لاروا وژونکي درمل لکه تیمیفوس (Temephos) استعمالول

۲️⃣ شخصي محافظت
• اوږده لستوڼي لرونکي کمیسونه او اوږد پرتوګ واغوندئ
• د بدن ښکاره برخو ته د میاشو ضد کریم (DEET یا Picaridin) استعمال کړئ
• د شپې یا د خوب پر مهال د پشه خانی درول
• د کړکیو او دروازو د میاشو ضد جالونه نصبول

۳️⃣ ټولنیزې او عامه روغتیایي هڅې
• د ټولنې صفایي کمپاینونه پیل کړئ
• خلکو ته پوهاوی ورکړئ چې څنګه د میاشو د پیدا کېدو ځایونه ختم کړي
• حکومت باید د کثافاتو اوبو او فاضله موادو مناسب مدیریت وکړي
• د مچیو د وژلو لپاره د سپرې یا فوګینګ کارول، خاصتاً د ناروغۍ د خپرېدو په وخت کې

۴️⃣ واکسن (چېرې چې موجود وي)
• د ډینګ ویکسیا (Dengvaxia) واکسین:
• یوازې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې مخکې له دې د ډینګې ناروغي ورته شوې وي
• د ځینو هیوادونو لپاره عمر محدوده ده (۶ تر ۴۵ کلونو)
• د نوو واکسینونو لکه TAK-003 د کارونې څېړنه روانه ده



۵️⃣ د بیا لپاره د ډینګې مخنیوی
• هغه خلک چې یو ځل د ډینګې ناروغ کړي، باید ډیر احتیاط وکړي، ځکه بله حمله خطرناکه وی چی اکثره باعث د وینی بهیدو کیږی (DHF)
• د میاشو له چیچلو ځان ساتل ډېر مهم دي

🔑 د DHF مخنیوي مهم ټکي

✅ د میاشو د پیدا کېدو ځایونه ختم کړئ
✅ شخصي محافظت وکړئ
✅ د ټولنې صفایي کې برخه واخلئ
✅ واکسین د مستحقو خلکو لپاره
✅ د خلکو پوهاوی لوړ کړئ

✅ د کریمین-کانګو وینې بهیدونکي تبې (CCHF) یا کانګو مرض د مخنیوي لارې چارېلکه څرنګه چی نن صبا زمونږ وطن کی د دی مرض پیښی ...
02/07/2025

✅ د کریمین-کانګو وینې بهیدونکي تبې (CCHF) یا کانګو مرض
د مخنیوي لارې چارې
لکه څرنګه چی نن صبا زمونږ وطن کی د دی مرض پیښی زیاتی شوی نو له دی معلومه ده چی زمونږ اکثره حیوانات پر دی مرض مبتلا دی باید مونږ پوه شو چی څرنګه تری ځان وساتو تر سو خپل وطن وال د مرګ سخه وژغورو.

CCH یا کانګو یوه خطرناکه ناروغي ده چی د کهنه یا شینی و (Ticks) د چیچلو، د اخته حیواناتو یا د ناروغو کسانو د وینې، غوښو یا بدن مایعاتو سره د تماس له لارې خپریږي.
چی اکثره د مرګ عامل ګرزی

⚠️ مهم مخنیوي تدابیر

۱️⃣ د عامو خلکو لپاره:

✔️ د کنه یا شینی څخه ځان ساتنه:
• اوږده لستوڼي، اوږده پرتوګ واغوندئ، او په جورابو کی یی بند کړی.
• د کنه د مخنیوي دواوې (DEET لرونکي سپرې) وکاروئ
• له بیرون څخه کور ته د راتګ پر مهال ځان ښه وپلټئ، کنه‌وې ژر لرې کړئ
• که کنه ولګیدله، په احتیاط سره د پلاس یا موچنو په وسیله لرې کړئ

✔️ د حیواناتو سره احتیاطي چلند:
• د حیوان د حلالولو یا پرې کولو پر مهال دستکشې او محافظتي جامې وکاروئ
• له ناروغ یا مشکوک حیوان سره تماس مه نیسئ
• د حیواناتو خامې غوښې یا وینه مه لمس کوئ

۲️⃣ د کروندګرو، چرواکو او قصابانو لپاره:
• د کار پر مهال د لاسونو، مخ او بدن ساتنه وکړئ
• دستکشې، ماسک او چپنه واغوندئ
• د حیواناتو له بدن څخه د کنه‌ یا شینی د لرې کولو لپاره ځانګړې دواوې وکاروئ (Acaricides)
• د قصابۍ یا ذبحې پر مهال سمه پاکه فضا برابره کړئ

۳️⃣ د ناروغیو د خپریدو پر مهال:
• د حیواناتو انتقال محدود کړئ
• ناروغ حیوانات جلا کړئ
• د عامو خلکو لپاره د پوهاوي کمپاینونه پیل کړئ
۴️⃣ د روغتیا پالانو لپاره:
• د ناروغانو سره د تماس پر مهال لازمي PPE (لاسپوښ، ماسک، ګاون، شیشې) وکاروئ
• مشکوک یا تایید شوي ناروغان جلا کړئ
• د وینې، بدن مایعاتو او آلوده وسایلو خوندي مدیریت وکړئ
• د روغتون د کالیو او سامانونو ښه پاکوالی وساتئ
• روغتیا پالانو ته د CCHF د نښو او مخنیوي په اړه زده کړې ورکړئ

۵️⃣ د لابراتوار کارکوونکو لپاره:
• د CCHF نمونې یوازې په لوړ حفاظتي لابراتوارونو (BSL-4) کې معاینه کړئ
• د انتقال پر مهال بند او خوندي کانتینر وکاروئ

۶️⃣ د عامې روغتیا اقدامات:
• د ناروغیو نظارت، ژر پېژندنه او راپور ورکول
• د عامو خلکو پوهاوی لوړول
• د ګاونډیو هیوادونو سره ګډې هڅې کول
• د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره د کنه‌ یا شینی د زیاتېدو مخنیوی

💉 د واکسین وضعیت
• دا مهال د CCHF لپاره عام او کارېدونکی واکسین نشته
• ځینې څیړنیزې واکسینې شته، خو عامو خلکو ته نه دي وړاندې شوي

Address

Kabul

Telephone

+923349433070

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Faiz Muhammad Hassani /دوکتور فیض محمد حسنی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Faiz Muhammad Hassani /دوکتور فیض محمد حسنی:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category