Medical Doctor

Medical Doctor Doctor

25/09/2025

کله چې غلام محی الدین او د هغه مېرمن نازو د هدیرې پر لور روان شول، باد له ځمکې دوړې پورته کړې.

دوی موږ ته د هغو دریو هلکانو قبرونه وښودل چې په تېرو دوو کلونو کې یې له لاسه ورکړي وو - یو کلن رحمت، اووه میاشتنی کوتان او په دې وروستیو کې هم درې میاشتنی فیصل احمد.

غلام او نازو وايي، درې واړه له خوارځواکۍ کړېدل.

نازو وايي: "ایا تاسو تصور کولی شئ چې زما لپاره د دریو ماشومانو له لاسه ورکول څومره دردناک وو؟ یوه دقیقه مو په غېږ کې یو ماشوم وي، بله دقیقه مو غېږ تشه وي."

"هره ورځ ارمان کوم، چې یوه ورځ به فرښتې زما ماشومان بېرته زموږ کور ته راولي."

د بشپړ مطلب لپاره پر لانديني لېنک کېکاږئ:
https://bbc.in/3Kj71fd

24/09/2025

له کابل او ولايتونو څخه د زاويه نيوز لوستونکي شکايت کوي، چې پرلپسې د تېلو قېمت لوړېږي.

د دوی په وينا، پخوا چې ډالر د افغانيو پر وړاندې قېمته و، تېل ارزانه و، خو اوس چې د افغانيو په مقابل کې د ډالرو قېمت راټيټ شوی، ورسره د تېلو قېمتونه لوړ شويدي: «نړيوال بازار کې هم تېل پخپل نرخ دي، خو افغانستان کې ناڅاپي په قېمته کېدو دي.»

همدا پرون تر ناوخته پټرول ليټر ۷۳ او ديزل ۷۴ افغانۍ پلورل کېدل: «هر څه د تېلو مافیا او سوداګرو په لاس کې دي. دوی چې څنګه وغواړي هغسې قېمت ټاکي، هېڅوک پوښتنه نکوي.»

24/09/2025

د امیندوارۍ څخه د مخنیوي مختلفې لارې:

1. د امیندوارۍ مخنیوي ګولۍ
دا ګولۍ د ښځو لخوا استعمالیږي چې د هورمونونو په واسطه د امیندوارۍ مخنیوی کوي.

2. د ښځو شنډول
دا عمل د فالپ نلونو (هغه نل چې د تخمدان نه رحم ته هګۍ رسوي) تړلو په واسطه ترسره کیږي، ترڅو هګۍ او سپرم يو بل ته ونه رسيږي.

3. د ف*ج حلقه
دا حلقه یو کوچنی نرم پلاستیکي وسیله ده چې د ۲۱ ورځو لپاره په ښځينه تناسلي الې کې ایښودل کیږي. دا وسیله په وینه کې د استروجن او پروجسترون هورمونونو یوه ټاکلې اندازه خپروي ترڅو د امیندوارۍ مخنیوی وشي.

4. د رحم داخلي وسیله (IUD)
دا یوه T شکل لرونکې پلاستیکي وسیله ده چې ډاکټر یا نرسه یې په رحم کې ځای پرځای کوي. دا وسیله مس خپروي او د ۵ نه تر ۱۰ کلونو پورې د امیندوارۍ مخنیوی کوي.

5. کانډوم
کانډومونه دوه ډوله دي: د ښځو لپاره کانډوم چې په ف*ج (())کې ځای پرځای کیږي او د نارینه‌وو لپاره کانډوم چې د نارینه تناسلي اله پرې پوښل کیږي. کانډومونه نه یوازې د امیندوارۍ مخنیوی کوي بلکه د جنسي اړیکو له لارې د انتقالیدونکو ځینو انتاناتو مخنیوی هم کوي.

Dr.Jinsi 👈 فالو کړئ

واټساپ ګروپ
https://chat.whatsapp.com/EqNlHFnIQqU5n6RhyNUi6F?mode=ems_copy_t

29/07/2025
29/07/2025

که د ختیځ کارابین په ټاپوګانو کې کور رانیسي، نو په دغو ښکليو سمندرغاړو کې د ارام ژوند دایمي اوسېدو لپاره پاسپورټ هم در کوي.

په ډېرو هېوادونو داسې اعلان کېږي چې وايي، د کور اخیستلو سره پاسپورټ هم درکوو. ویل کېږي، په امریکا کې د وروستیو سیاسي او ټولنیزو بې‌ثباتو وروسته دغو هېوادونو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د سیمې پنځه هېوادونه – انټيګوا او باربودا، دومینیکا، ګرېنادا، سېنټ کیټس او نیوېس او سېنټ لوشیا کې که څوک د شاوخوا ۲ سوه زره امریکايي ډالرو پانګونه وکړي، نو یاد هېوادونه تابعیت هم ورکوي. یادو هېوادونه دغه پروګرام ته د (سي، بي، ای) نوم ور کړی دی.

یعنې که یو څوک کور واخلي، نو پاسپورټ هم ور کوي، چې د بريتانیا او د اروپا شېنګن په ګډون کابو ۱۵۰ هېوادونو ته به بې ویزې سفر پرې کولای شي.

د شتمنو لپاره، دا پروګرامونه ځکه هم مهم دي چې هلته د پانګې ګټې یا میراث په اړه مالیه هم نشته. سربېره پر دې دا هېوادونه خلکو ته اجازه ورکوي چې خپل اصلي تابعیت هم وساتي.

د بشپړ مطلب لپاره پر لانديني لېنک کېکاږئ:
https://bbc.in/3IOwgVY

29/07/2025
29/07/2025

د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت څېړنې ښيي چې د ډېری محفلي کېکونو په تزیین او ډیزاین کې فلزي رنګونه کارول کېږي او د دغو کېکونو له حده ډېره استفاده کولای شي د ...

25/05/2025

د کونړ ځایي مسولین وایي، د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دیوه‌ګل درې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګېدلی چې شاوخوا ۳۰ هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.

25/05/2025

د تازه افشا شویو اسنادو پر بنسټ،‌ د بریتانیا ځانګړو ځواکونو یوه افسر په شخصي ډول د هغو ۱،۵۸۵ افغانانو د بیا میشتېدو غوښتنلیکونه رد کړي چې له ځانګړو ځواکونو سره یې د باور وړ اړیکې درلودې.

هغه فایلونه، چې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې افشا کړل، ښیي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو بې نومه افسر د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې هغه ته راجع شوی هر غوښتنلیک رد کړ، چې دا عمل "یوه چټکه لړۍ" بلل شوې ده.

د دفاع وزارت محکمې ته ویلي ښايي دا افسر له هغو قضیو سره تړاو ولري چې د ځانګړو ځواکونو د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه تر روانې څېړنې لاندې دي.

بشپړ راپور یې پر بي بي سي پښتو ډاټ کام کې په لاندې لېنک کېکاږلو لوستلی شئ:

https://bbc.in/43wsE1x

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Doctor posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category