درملنه

درملنه we always with yours in your health your health our wishes

د انسان لپاره خواړه بېلا بېل او ډول ډول دي او په بېلا بېلو خوراکونو کې موجود غذايي مواد هم يو شان دي. په هر ډول طبيعي خو...
28/09/2022

د انسان لپاره خواړه بېلا بېل او ډول ډول دي او په بېلا بېلو خوراکونو کې موجود غذايي مواد هم يو شان دي. په هر ډول طبيعي خوړه کې موجود غذايي مواد د انسان د پوره غذايي اړتيا نه شي رفع کولای. نو د انسان لپاره د اړتيا وړ پوره غذايي مواد بايد د متعددو خوراکونو څخه تر لاسه شي. نو معقول غذايي مواد د روغتيا د ساتنې لپاره يو مهم عامل ګڼل کېږي. د اړوندو کارپوهانو په نظر انسان بايد بېلا بېل او ډول ډول خوراکونه وخوري او خوراکونه عموماً په پنځو ډلو ويشل کېږي چې لومړې ډله يې د غلودانو، الوګانو او داسې نور. په دغو خوراکونو کې په عمده توګه کاربوهاديدريټ، پروتين، سلولز او د ويتامين بي ډله موجوده ده چې د انسان د اړتيا وړ غذايي موادو څخه شمېرل کېږي. دوهمه ډوله خوراکونه د ژويو څخه جوړېږي، لکه غوښه، چرګ، کب، شيدي، هګۍ او داسې نور. دغه خوراکونه په عمده توګه انسان ته پروتين، غوړي، معدني مواد او ويتامين ای او بي ډلې برابروي. درېيمه ډله خوراکونه د حبوباتو څخه عبارت دي، لکه لوبيا، نخود، باقلي او له دغو موادو څخه جوړېدونکي خوراکونه. په دغو خوراکونو کې په عمده توګه د انسان د اړتيا وړ نباتي پروتين، نباتي غوړي، نباتي سلولز، معدني مواد او ويتامين بي ډله موجود دي. څلورمه ډله خوراکونه د بېلا بېلو تازه سبزيو او ميوو څخه عبارت دي. له دغو خوراکونو څخه بدن ته نباتي سلولز، معدني مواد او ويتامين سي او داسې نور د اړتيا وړ مواد برابرېږي. پنځه ډله خوراکونه د تودوخې او انرژۍ لرونکي خوراکونه. لکه نباتي غوړي، نشايسته، بوره، شرابت او داسې نور. دغه ډول خوراکونه په عمده توګه د انسان بدن ته تودوخه او انرژۍ برابروي. دغه راز نباتي غوړي انسان ته ويتامين يي او لازم چربي او اسيد هم برابرولای شي.

د اړوندې طبي څېړنې له نتيجې نه ثابته شوې چې انسان لپاره که هره ورځ د شپږو يا اوو ګرامو په اندازه مالګه وخوري د لوړ فشار ناروغۍ به ورته پيدا شي. نو د روغتيا د نړيوال سازمان د اړوندو مقرراتو سره سم د لويانو لپاره د مالګې د خوړلو ورځني اندازه بايد په شپږو ګرامو کې وساتل شي. له دې امله چې د ډوډۍ پخولو په وخت کې که خوراکونه زيات تيار شي، حتماً به مالګه نسبتاً زياته استعمال شي، نو کېدای شي چې کورني غړي د اړتيا نه زياته مالګه وخوري. نو اړوندو کارپوهانو پيشنهاد وکړ چې د خوراکونو خوړلو په وخت کې لږ څه مالګه پکې واچوي، نو مالګه په خوراکونو کې نه ده جذبت شوې يعنی د خوراکونو دپاسه ده، د خوراکونو په دننه کې نه، نو لږ مالګه د خوراکونو خوند هم ښه کولای شي. ويل کېږي چې مالګه د انسان د ژوند سره نه جلا کېدونکې ده. مالګه تر يوې اندازې پورې د انسان د روغتيا لپاره ډېر مهم رول لري. مثلاً مالګه نه يوازې د خوراکونو خوند زياتوي، بلکې د انسان د روغتيا لپاره هم ضروري ده، ځکه د انسان لپاره د زياتو خولو په تويولو سره به په بدن کې مالګه کمه شي او د مالګې کموالی به د روغتيا د کمزورتيا سبب شي. خو بله د توجه وړ خبره دا ده چې که زياته مالګه په بدن کې موجوده وي او په عين وخت کې زياتې اوبه هم پکې پاتې وي، هم خطرناک کار دي. د علمي څېړنې د نتيجې څخه ثابته شوې چې په بدن کې د زياتې مالګې او اوبو موجوديت به د وينې د لوړ فشار سبب شي او زړه ته به يې سخت ضرر ورسوي.

په پای کې دا خبر بايد رايادېږي چې څه ډول خوراکي مالګه ښه ده؟ د مالګې د انخابولو په وخت کې ښه به دا وي چې هغه مالګه انتخاب شي چې د فابريکې له خوا توليد شوې ده. ځکه له نوموړې فابريکې څخه توليد شوي مالګه يا غذايي، کيفيت او د روغتيا ساتنې له نظره د استفادې وړ ده.

CRI

يوناني درمل دځيګر دناروغۍ لامل کيږي په نړۍ کې د یوناني درملو د بازار کلنی عاید ٦٠ میلیاردو ډالره دی چې له دې جملې نه په ...
28/06/2022

يوناني درمل دځيګر دناروغۍ لامل کيږي
په نړۍ کې د یوناني درملو د بازار کلنی عاید ٦٠ میلیاردو ډالره دی چې له دې جملې نه په سلو کې ٢٥ یې یواځې چین ترلاسه کوي.

د ځیگر د ناروغۍ د هرو پنځو پیښو څخه چې د کیمیایي موادو له اثره رامنځ ته کیږي یوه پیښه یې د یوناني درملو په کارولو پورې اړه لري.

یوې نوې څیړنې ددې خبرې په بیان موندلي دي چې تقریباً د نړۍ په ټولو هیوادونو کې په عمده توگه په آسیا او افریقا کې ددې ډول بوټو له محصولاتو څخه استفاده کیږي.

سربیره په دې د انابولیک سترویدونو نه گټه اخیستل چې په غیر قانوني او مصنوعي توگه تولیدیږي او ورزشکاران ترې د خپل بدن د غړیو د ودې او د ورزشي فعالیت د ښه کولو په مقصد استفاده کوي مخ په زیاتیدو ده چې د ځیگر ناروغي رامنځ ته کوي.

په متحده ایالاتو کې د انشتین د روغتیایي شبکې رئیس ویکتور ناوارو، د رویترز د اژانس یوې پوښتنې ته په ځواب کې په ایمل کې لیکلي دي چې په یو وخت کې د څو گیاهي درملو استعمال او یا هم د یو ډول یوناني درمل دوامداره مصرف، زیان پیښوي.

عمده ستونزه داده چې د ځیگر زیانمن کیدل تدریجي دي او ځنې وخت میاشتې او حتی کلونه نیسي چې د ځیگر ناروغي وده وکړي یعنی تر هغه چې دا ستونزه پرمختلې نشي، په ناروغانو کې د مرض هیڅ ډول علایم نه لیدل کیږي.

ددې آفت په ودې سره بیمار د ستړیا احساس کوي، د جلد خارښت، زړه بدی او کانگې او ورو ورو ژیړی، په بدن کې د مایعاتو تراکم، خونریزي او رواني تشویشونه ورته پیدا کیږي.

ښایي د عصري طب ځنې درمل هم د ځیگر د آفت د رامنځ ته کیدو سبب شي، خو هغه څه چې د طبي درملو په اړه ثابته شوي د هغې د درملنې گټور تاثیر دی، په داسې حال کې چې زیات شمیر یوناني یا د بوټو درمل پرته له دې چې گټه یې تثبیت شوی وي یواځې په دې خاطر چې په اسانۍ سره ترلاسه کیږي او د یو روزل شوي طبیب مشورې ته اړتیا نه لري، په پراخه توگه استعمالیږي.

په دې ترڅ کې د نیویارک د پوهنتون د طبي مرکز د تغذیې د متخصصې، سمنتا هلر په وینا د یوناني او گیاهي درملو ټولې غذایي زمیمې بدې او مضرې نه دي. هغه زیاتوي چې باید ددې ډول مشتقاتو خرڅوونکي پوره پوهه او صداقت ولري او د هغې رانیونکي باید هم په ناپوهۍ او خپلسر هغه استعمال نه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکوي چې د یو شمیر آسیایي او افریقایي هیوادونو شاو خوا ٨٠ فیصده اوسیدونکي د ابتدایي روغتیایي اړتیاو لپاره د یوناني طبابت او لرغونو درملو استعمال ته مخه کوي.

دغه نړیوال سازمان او د هغه غړي هیوادونه هڅه کوي چې په خپل عصري صحي نظام کې د بوټو درمل شامل کړي چې له یوې خوا د سنتي طب لارې چارې او محصولات قانوني بڼه غوره کړي او له بلې خوا ددغو خدمتونو مصوونیت او کیفیت ښه شي.

د هغو شمیرو له مخې چې د روغتیا نړیوال سازمان خپرې کړي په نړۍ کې د بوټو یا یوناني درمل په کال کې ۶۰ میلیارد ډالره عاید لري چې یواځې چین ددې بازار له څلورو برخو څخه یوه برخه ترلاسه کوي.

غه پنځه خواړه چې په بیرته گرمولو ښايي زهرجن شي13.07.2020ډيری کسان پاتې شوي خواړه گرموي او خوري يي خو هغوی نه پوهيږي چې د...
22/04/2022

غه پنځه خواړه چې په بیرته گرمولو ښايي زهرجن شي
13.07.2020

ډيری کسان پاتې شوي خواړه گرموي او خوري يي خو هغوی نه پوهيږي چې دا کار یې روغتيا ته زيان هم رسولی شي. دلته هغه پنځه خواړه درپيژنو چې د گرمولو په صورت کې کيدای شي زهرجن شي.
د نن سبا په عصري دور کې د وخت د کمښت له کبله زياتره وخت خلک د خوړو تر پخولو وروسته هغه په يخچال او يا فریزر کې ساتي. بيا د لوږې پر وخت هغه په مايکرو ويو او يا نغري تر گرمولو وروسته خوري.
خو آیا تاسې پوهیږئ چې ځيني خواړه داسې هم دي چې تر پخلي او يا په فريزر کې تر ايښوولو وروسته د گرمولو په صورت کې روغتيا ته سخت زيانمن تماميدلی شي. لاندې ذکر شوي پنځه ډوله خوراکي توکې هغه دي چې د بيرته گرمولو په برخه کې یې باید ډېر احتياط وشي.
۱-آلوگان یا کچالو
ډيری خلک آلوکان خوښوي. د آلوگانو په اړه عمومي نظر دادی چې ژر پخيږي او تر ساتلو وروسته یې سړی بيا هم گرمولی او خوړلی شي. خو په اصل کې داسې نه ده. که آلوگان تر پخلي وورسته د کوټې د تودوخې په درجه کې پريښوول شي نو باکترياوې پکې پيدا کيږي .

په فریزر کې تر يخيدلو وروسته هم دا باکترياوې له منځه نه ځي. د بيا گرمولو په صورت کې په دې کې د «کلوستريديم بوټوليم» په نامه باکتريا جوړيدلی شي چې ښايي خواړه زهرجن کړي.
د «گراڅيه» په نامه د يوې آلمانۍ مجلې په حواله تر ټولو ښه خبره داده چې آلوگان تر پخولو سملاسي وروسته وخوړل شي او په يخچال کې یې له ساتلو څخه ډډه وشي.
خو که غواړئ چې هرو مرو یې په فریزر کې وساتئ نو بيا ښه داده چې تر پخولو سملاسي ووسته يې يخ کړئ. د بيا ځلي گرمولو له پاره یې مايکرو ويو مه کاروئ بلکې په يوه لوښي کې یې پر نغري او یا د اور په واسطه گرم کړئ.
۲-وريجې
د آلوگان په څېر په وريجو کې هم باکتريا ډیر په چټکۍ خپريږي او دا په گرميدو هم له منځه نه ځي. په وريجو کې جوړ دا باکتريا بيا ښايي د خوراکي مسموميت باعث شي. د وريجو په اړه هم د کارپوهانو توصيه داده چې د آلوگانو په څیر دا هم تر پخولو سملاسي وروسته بايد وخوړلی شي او که بله چاره نه وي بيا تر پخولو وروسته ژر يخ او په فریزر کې ځای پر ځای شي.

۳-هگۍ
هگۍ چې د پروټينو د ترلاسه کولو تر ټولو ښه سرچينه ده، خو د جوش، په غوړو کې د سرو شویو او په پراټه کې د پخو شويو هگيو بيرته گرمول ښايي ډېر زيانمن تمام شي. هغه خوراکي توکي چې د پروټينو مقدار پکې زيات وي ډېر نايتروجن هم لري چی د گرمولو په صورت کې زهرجن کیدلی شي او دا ان د سرطان د رامنځته کيدو باعث هم کيدلی شي.
له دې کبله هگۍ هم د پخلي سملاسي وروسته باید وخوړل شي خو که غواړئ وروسته یې بيا وخورئ نو له گرمولو یې ډډه وکړئ.

۴-د چرگ غوښه
د چرگ ديگ يا سالن چې گرم نه وي نو مزه یې هم نه وي. خو د هگيو په څېر په دې کې هم پروټين ډېر وي. معنا دا چې تر يخولو وروسته یې بیرته گرمول له خطره خالي نه دي.
د چرگ د غوښې اجزا له يخچاله تر را ايستلو وروسته بدل شوي وي. د گرمولو په صورت کې دا زهرجنيدلی شي او د هاضمې نظام گډوډولی شي.
۵-د پخلي تيل یا غوړي
د لمر پرست یا لمر گل، شړشمو او يا د خوړو د پخولو له پاره کاريدونکي د تیلو نور ډولونه چې يخ کمپريس يا ټينگ شوي دي، بايد بيرته گرم نه کړل شي. د پخلي داسې ډول غوړي اوميگا ۳ لري چې د حرارت په مقابل کې ډیر حساس وي. طبي کارپوهان سپارښتنه کوي چې دا ډول غوړي هم بايد گرم يا سره نه شي.
©DW
درملنه ستاسو دروغتيا هيله!

د سږو د روغتيا له پاره تر ټولو غوره او ناوړه خواړه کوم ديد سږو د روغتيا له پاره کوم خواړه ګټور او څه ډول خواړه ورته تاوا...
08/04/2022

د سږو د روغتيا له پاره تر ټولو غوره او ناوړه خواړه کوم دي

د سږو د روغتيا له پاره کوم خواړه ګټور او څه ډول خواړه ورته تاواني دي؟ پر دغه موضوع وروستي معلومات په دغه مطلب کي لوستلای شئ:
ستاسي سږي کيدای شي د بيلا بیلو لاملونو له کبله، لکه التهابي ناروغيو او يا د هوا ککړتیا له وجې ناروغه شي. دغه التهاب پر سالنډۍ، برونشیت يا تنفسي ناروغيو د اخته کيدلو خطر لا زیاتوي. د (ويب م د) د رپوټ له مخې د ګټورو خوړو غوره کول کولې شي ستاسي د بدن حياتي غړو، لکه سږو کي د التهاب په کمولو کې مرسته وکړي.
ګټور: ډير فايبر لرونکي خواړه
څيړنو ښودلې چې هغه کسان چې ډير فايبر لرونکې غذا خوري د هغوی روغتيا له هغه کسانو ډيره ښه ده چې فايبر لرونکي غذا نه خوري. له ډير فايبر لرونکي خوراکي توکو څخه سبوس لرونکي ماکروني،پ خه شوې لوبیا، کرم، شين ګلپي او نور دي.
مضر: ساتل شوې غوښه
اعلان
څيړنې ښيې چې د کمزورو سږو او له پلورنځيو څخه د چمتو شوي غوښې تر منځ نږدي تړاو شتون لري. څيړونکي په دې اند دي چې په ساتل شوې غوښه کې زيات وختونه له نيتريت کيمياوي مادې څخه کار اخيستل کيږي چي د دغه ډول غوښې په خوړلو سره په سږو کي التهاب او استرس پيدا شي.
ګټور: قهوه
د قهوې مينه والو له پاره ښه خبر دا دی چي د سبا ناري پر مهال د يوې پيالې قهوې چښل د سږو له پاره ګټور دي. د کافئين ماده د التهاب ضد اغېز لري. د دې تر څنګ په قهوه کې موجود پلي فنون چې د انتي اکسیدو خاصيت لري، استرس او التهاب کموي.
مضر: د ډيرو الکولو چښل
د الکولو ډير چښل د يني يا جيګر او سږو له پاره زیان رسونکی عمل دي. په الکولو کې موجود سولفيت ماده کولای شي د آسما يا سالنډۍ علایم زیات کړي او د الکولو اناتول، د سږو حجري اغيزمنې کوي. که څوک ډيرالکول وچشي د دې امکان شته چې په ساه لنډۍ اخته شي.
ګټور: بشپړ غله جات
بشپړ غله جات يعني چي پوټکی يا پوستکی يې نه وي ورڅخه بېل شوی، لکه قهوه، وريجې، سبوس لرونکو غنمو ډوډۍ، او وربشې نه یوازي د فایبر او انتي اکسیدان لرونکي دي، بلکې د ويټامين (اي) سلنيوم او غوړو ضروري اسیدونو لرونکي هم ګڼل کيږې، چې د سږو د سلامتیا له پاره اړين دي. تصفيه شوي غله جات يعني هغه غله جات چي پوټکی/پوستکی يې ورڅخه ليري سوی وي لکه سپين وړه او سپينې وريجې خپل ډير مغزي مواد له لاسه ورکوي.
مضر: خوږ او مالګين څښاک
پر خپلو سږو ورحميږئ او هغه غير الکولي څښاک د اوبو پر ځای مه چښی چي د شکرې درلودونکي دي. يوې څيړنې ښودلې چې هغه کسان چې په ورځ کې له پنځه څخه زيات خواږه مشروبات چښي، ژر له دوامداره برونشيت او اسما/سالنډۍ له خطر سره مخ کيدلای شي .دغه راز څوک چې له حده زیاته مالګه خوري، له نورو څخه ډير په دوامدار برونشيت او آسما اخته کيږې.
ګټور: رومي بانجان
رومي بانجان د لیکوپن درلودونکي دي، چې د سږو له سلامتيا سره اړيکي لري. رومي بانجان اوبه يې په آسما د اخته کسانو له پاره ګټه رسوي او کولای شي تنفسي التهاب له منځه يوسې. د رومي بانجان په خوراک سره کيداي شی د سږو بنديدلو (ک و پ د) د ناروغ د مړينی احتمال کم شي.
DW
درملنه ستاسو دروغتيا هيله

د خوب په اړه د انسانانو معلومات لا تر اوسه ډير محدود ده او بې شماره ډيري څېړنې ورباندي رواني دي. خوب دوه مرحلې لري او ډي...
14/01/2022

د خوب په اړه د انسانانو معلومات لا تر اوسه ډير محدود ده او بې شماره ډيري څېړنې ورباندي رواني دي. خوب دوه مرحلې لري او ډيری ساينسپوهان پدې باور دي چې په يوه مرحله کې يې عضلات، هډوکې، معافيت او د بدن نوري برخي رغيږي او په بله مرحله کې يې د ورځې راټول شوی ګټور معلومات حافظې ته سپارل کيږي.
Dr.shams

د انسان د بدن کنترول د مغزو په لاس کې ده. د بدن د حرکاتو په شمول ټول معلومات په مغزو کې له يو ځای څخه بل ځای ته د برق د ...
08/12/2021

د انسان د بدن کنترول د مغزو په لاس کې ده. د بدن د حرکاتو په شمول ټول معلومات په مغزو کې له يو ځای څخه بل ځای ته د برق د جريان په شکل وړل کيږي. په نورمال حالت کې د برېښنا پدغه جريان کې د بې نظمۍ لپاره هېڅ ګنجايش نشته. خو هر هغه وخت چې په مغزو کې ناڅاپه غير نورمال برقي جريان توليد شي په انسان د ميرګيانو حمله راځي. کله چې دغه حملې دوامداره شي نو ډاکټران له يو لړ معائيناتو وروسته د ميرګي (صرع) د ناروغۍ تشخيص کوي. ميرګي د انسان د بدن د نورو ناروغيو په څير د تداوۍ وړ يوه عامه ناروغي ده. د دغه ناروغۍ علاج عموماً د عصبي ناروغيو متخصص ډاکټران چې نيورولوجېسټ Neurologist نوميږي کوي.
Copy

ليکنه دالزايمر ناروغۍ په باره کي ده هغه ناروغۍ چي نن سبا يې کچه په لوړيدا ده!ژباړه: داکترسيف الرحمن نعيمي (د الزایمر نار...
11/09/2021

ليکنه دالزايمر ناروغۍ په باره کي ده هغه ناروغۍ چي نن سبا يې کچه په لوړيدا ده!
ژباړه: داکترسيف الرحمن نعيمي
(د الزایمر ناروغي) يا عقلي زوال کوم چې د معلوماتو او افکارو په استخراج کې د شعور اوبې شعوري ارتباط ورو ورو ضعیف کیدو سره تړاو لري ، د دماغي ناروغیو یو ډول دی په کوم کې چې د ناروغ ذهني وړتیا ورو ورو کمیږي. د خوارځواکۍ ترټولو څرګند ډول د حافظې ضعف دی. د حافظې نیمګړتیا معمولا په تدریجي ډول وده کوي او پرمختګ کوي. د حافظې نیمګړتیا په پیل کې وروستي پیښو او زده شوي درسونو پورې محدوده ده ، مګر ورو ورو زاړه یادونه هم زیانمن کیږي. ناروغ څو دقیقې دمخه د پوښتنې ځواب هیر کړی او بیا ورته پوښتنه کوي. ناروغ خپل شیان له لاسه ورکوي او نه پوهیږي چې دا یې چیرته پریښي دي. هغه د پیسو اخیستلو او تادیه کولو کې ستونزه لري او نشي کولی د خپلې شتمنۍ حساب وساتي. په تدریج سره ، دا ستونزمن کیږي چې ملګري او پیژندل شوي کسان وپیژنو او نوم یې ورکړو. په تدریج سره ، د نیویګیشن ستونزه موندل کیږي ، او که یوازې پریښودل شي ، نو دا به ورک شي. په خورا سختو قضیو کې ، هغه حتی په خپل کور کې د خوب خونه ، پخلنځی ، او تشناب په پیژندلو کې ستونزه لري. د حافظې او فکر پروسې ضعیف کولی شي د ناروغ ټولنیز او شخصي فعالیت زیانمن کړي او کولی شي خپګان ، قهر او تیري لامل شي. د شیانو او جامو پورته ښکته کیدل هم د دې ناروغۍ یوه برخه ده ، د مغزو دا کوچنۍ ناروغي ، او د عقلي بشپړ هیرول د مغشوش او فریب پیښیدل دي د مثال په توګه ، ناروغ فکر کوي چې میرمن یې ورسره خیانت کړی یا دا چې د هغه ګاونډیان او نرس غواړي هغه ته زیان ورسوي او د هغه پروړاندې سازش وکړي. ناروغ ممکن د خپلو ماشومانو په اړه بدبین وي. ځینې ​​وختونه ناروغ خلک ګوري ، لکه مړه شوي والدین یا خپلوان چې شتون نلري. دوی د خوړلو لپاره فشار لري ، کوم چې ټیټ دی. په سختو حالاتو کې ، ناروغ د خپلې کورنۍ غړي نه پیژني. د ناروغ مغز کمزوری کیږي.
درملنه يې په راتلونکې ليکنه کي!
درملنــــــــــــه ستاسودروغتيا هيله
دنورو روغتيايې معلوماتو لپاره زمونږ پاڼه خوښه اوتر نورو يې ورسوٸ!

وړاندي کوونکى: سيف الرحمن نعيميټولو مسلمانو وروڼو ته د١٤٤٢هجري کال درمضان المبارک دمیاشتي دمبارکۍ له وړاندي کولوسره دتند...
12/04/2021

وړاندي کوونکى: سيف الرحمن نعيمي
ټولو مسلمانو وروڼو ته د١٤٤٢هجري کال درمضان المبارک دمیاشتي دمبارکۍ له وړاندي کولوسره دتندي دمخنيوي په موخه داڅو کرښي وړاندي کوم هیله ده چي خوښي به مو شي، په پام کي به يې ونیسي او په روژه ماتي کي به موږ په دعا کي ورسره شریک کړي.
دروژې دمبارکي میاشتي په ورځو کي دتودوخي ددرجو لوړوالی حتما روژه ساتونکی سخت تږی کوي او هغه خواړه چي روژه لرونکی يې خوري دروژ ې په مهال کي په تنده باندي دبرلاسي په راوستلو کي ستر رول لوبوي ، ددې لپاره چي تنده له مېنځه یوسو او يايې راکمه کړو باید لاندي مشورې په پام کي ونیسو .
• له هغو خوراکونو څخه تر وسه وسه ډډه وکړو په کومو کي چي مسالې زياتي کارول شوي وي په تېره بیا په پشلمي کي ځکه چي دمساله لرونکو خوراکونو له خوړلو څخه وروسته انسان دزیاتو اوبو څښلو ته اړ کېږي.
• روژه ساتونکی باید هڅه وکړي ترڅو دشپې لخوا څو څو ځلي لږ لږ اوبه وڅښي ترڅو يې په بدن کي داوبو نېمګړتیا بشپړه شي .
• دشپې لخوا او په پشلمي شنه واښه، سلاد، اوتازه مېوې وخوري ځکه چي دا ډول خواړه پخپل ځان کي زياتي اوبه ساتي، سلاد، واښه اوسبزیجات په ګېډه کي دزیات وخت لپاره پاته کېږي چي دلوږي اوتندي کچه راټېټوي .
• په سلاد او خوراک کي تل دمالګي په ځای لېمو وکاروو، ترېو والی يې په خوند کي دمالګي ځای نیسي خو تنده نه رامنځته کوي همدا راز مالګه عموما ضررونه لري خو لېمو سرچپه روغتیا ته ګټه رسوي .
• له تروو خوراکونو څخه باید ډډه وکړو لکه ترېو ماهی، اچار، سرکې او داسي نور ځکه چي دا ډول خواړه انساني بدن داوبو څښلو ته اړ باسي .
• ځېني کسان پدې باور وي چي که په پشلمي زياتي اوبه وڅښي بيا دروژې په مهال لږ او یا بېخي نه تږی کېږي خو دا بېځایه سوچ دی ځکه چي دا ډول اوبه دبدن له اړتیا څخه زیاتره وختونه زیاتي وي چي له څښلو څخه څه وخت وروسته يې پښتورګي بېرته فلټر کوي . دروژې په میاشت کي دمائعاتو زيات کارول لکه مصنوعي شربتونه ، ګازي مشروبات، په ګېډه ناوړه اغېزې کوي، معده کمزوري کوي، دهاضمې نظام ګډوډ کوي او په خېټه کي ګربړ پېښوي، په همدې ډول ځېني کسان دروژه ماتي په وخت کي زیاتي یخي اوبه څښي چي دا تنده نه کموي بلکه په ګېډه ناوړه اغېزه پرېږدي، اوبه باید برابري سړې وي، او روژه ساتونکی يې باید په نوبتي بڼه لږ لږ وڅښي، داچي يوڅوک دخوراک په مېنځ کي خواړه په اوبو تخته کوي ناسم کار دی داځکه چي هغه يې هضمولوته وخت نه ورکوي غوره طریقه داده چي خواړه په خوله کي ښه وژوول شي ترڅو يې ګېډي ته هضمول اسانه شي .
• همدا راز روژه لرونکی باید دهغو مشروباتو له څښلو ډډه وکړي کوم چي په مصنوعي موادو ساتل شوي او یا مصنوعي رنګ ورکول شوی وي، او یا يې دخوږوالي لپاره زیاته بوره په کي کارول شوي وي روغتیا پوهان وايي چي دا ډول مشروبات روغتیا ته ضرر پېښوي او ماشومانو ته حساسیتونه راولاړوي او په ځای يې باید تشي اوبه او یا دتازه مېوو نښتېځل شوي مشروبات وکارول شي٠
درملنــــــــــــه ستاسو دروغتيا هيله!!!

آیا له دوامداره تبي کړېږئ؟آیا د شپې لخوا خولې کېږئ؟آیا ډیری وخت ستړیا او کسالت لرئ؟آیا یې اشتهایی لرئ او وزن مو له لاسه ...
19/01/2021

آیا له دوامداره تبي کړېږئ؟
آیا د شپې لخوا خولې کېږئ؟
آیا ډیری وخت ستړیا او کسالت لرئ؟
آیا یې اشتهایی لرئ او وزن مو له لاسه ورکوئ؟
آیا په دوامدار ډول له ذهنې نارامۍ او فشاره کړېږئ؟
آیا د بندونو دردونه لرئ؟
که دا او یا دې ته ورته یا حتی پرمختللی ستونزی لرئ نو د نورو ناروغیو تر څنګ حیوانی محرقه یا بروسلوسیس له یاده مه باسئ..
Brucellosis حيواني محرقه
بروسلوسیز یو ژونیوټیک (له حیواناتو انسانانو ته لېږدیدونکې )ناروغي ده چې انسانانو ته د ناروغو (پسونو ، غواګانو ، وزو ، خنزیو ، یا نورو څارویو) یا د خوراکي لاسته راوړل شوي محصولاتو لکه نه ایشیدلې شیدې او پنیر سره د اړیکې په واسطه انسانانو ته لیږدول کیږي بروسیلوسس د انسانانو او حیواناتو لپاره د ناروغي لوړه وړتیا لري.
• د بروسلوسیس کلینیکي څرګندونې د تبې ، شپې خولې ، سستی ، بې اشتهایی ، د بندونو دردونه ، ستړیا ، د وزن کمیدل او ذهنی فشار یا دیپریشن شامل دي. ناروغان ممکن د تبې سره نور ډیری شکایتونه ولري. د ستونزو پیل کیدای شي ناڅاپي یا په ورو ډول وي ، چې د څو ورځو څخه تر اونۍ پورې رامنځنه کېږی. د غړو عضلي سیسټم د ښکیلتیا ترټولو عام ځایونه دي. عصبی برسیلوسیس ، د زړه اخته کېدل( اندوکارډیټس) ،او د ځیګر دانې د 1 څخه تر 2 سلنه قضیو کې پیښیږي
که یو ناروغ پرته له کوم دلیله تبه او غیروصفی شکایتونه چې احتمالي سرچینه یی د حیوانی محصولاتو (د بیلګې په توګه ، د څارویو نسجونو سره اړیکه ، د خامو شیدو یا پنیرکارول) وی د بروسیلوسس تشخیص باید په کې په پام کې ونیول شي
د بروسلوسس تشخیص لپاره لابراتوار معایناتو کې کلچر او سیرولوژي شامل دي.
په دقیقه توګه ، تشخیص د وینې یا د بدن د نورو مایعاتو لکه د هډوکي مغز ځيګر بایپسي څخه د ژوندی موجود د کلچر لخوا رامینځته کیږي. په سیرولوژيکي ازموینو کې د ټیوب ایګلوټینیشن او د انزایم سره تړلي امیونوسوربینټ معاینات شامل دي
بروسلوسیس ممکن د واکسین کولو له لارې مخنیوی شي ، کوم چې د غواګانو ، پسونو او وزو لپاره ګټور دی ، مګر د څو کلونو لپاره د واکسین دوامداره برنامې ته اړتیا لري
• په نورو اقداماتو کې د اوسېدو له ځایه د مالونو لیری ساتنه او د اخته څاروي له منځه وړل شامل دی
• د شيدو اېشونه انسانانو ته د لیږد مخنیوي لپاره هم خورا مهم دی.
درملنــــــــــــه ستاسو دروغتيا هيله!

ژباړه سيف الرحمن نعيمي:څېړنه: لمونځ د ملا دردونه کمويڅېړونکي وايي، رکوع د هغو کسانو لپاره ګټوره ده، چې د ملا ښکتنۍ برخه ...
14/12/2020

ژباړه سيف الرحمن نعيمي:
څېړنه: لمونځ د ملا دردونه کموي
څېړونکي وايي، رکوع د هغو کسانو لپاره ګټوره ده، چې د ملا ښکتنۍ برخه کې له دردونو ځورېږي.
د بریتانیا "انډپنډنټ" ورځپاڼې ویلي، یوې نوې علمي څېړنې په ډاګه کړې ده، چې د مسلمانانو د لمانځه پرمهال منظم ارکان او حرکتونه ترسره کول د ملا د کوزنۍ برخې دردونه کمولای شي.
ورځپاڼه وايي، په څېړنه کې دې ته هم اشاره شوې، چې د لمانځه پرمهال منظم حرکتونه نه یوازې د بدن ستړیا له منځه وړي، بلکې د ګونډو او د ملا د تیر دردونو کمولو کې مرسته کوي.
ورځپاڼې خپلو لوستونکو په ورځ کې د مسلمانانو پنځه وخته لمونځ په ډاګه کړی، د سجدې او رکوع څرنګوالی یې روښانه کړی دی.
ورځپاڼې د څېړنې چمتوونکي محمد الخصاونة له خولې ویلي: "دغو حرکتونو ته د یوګا او هغو تمرینونو له نظره کتل کېدای شي، چې د ملا د درد د مخنیوي لپاره سپارښتنه کېږي."
"انډپنډنټ" زیاتوي، په څېړنه کې د لمانځه د ارکانو یو ډیجیټل انځور هم خپور شوی.
ورځپاڼه وايي، دا څېړنه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پر ښځو او سړو عملي شوې او بیا یې پایلې اعلان شوې دي چې لمونځ د ملا دردونو په کمولو کې څومره رول لري.
د څېړنې پایله کې په ډاګه شوې ده، چې سجده د ملا په تیر کې د عصبي رګونه نرموي چې د درد احساس کمولو کې مرسته کوي.
پوهانو د لمانځه او ویښ پاتې کېدو ترمنځ د ټینګ تړاو درلودو خبره کړې چې له کبله یې له فزیکي اړخه انسان روغ پات کېږي.
پوهانو د لمانځه او ویښ پاتې کېدو ترمنځ د ټینګ تړاو درلودو خبره کړې چې له کبله یې له فزیکي اړخه انسان روغ پات کېږي.
ورځپاڼه وايي، دا مهال په نړۍ کې نژدې ۱٫۶ میلیارد مسلمانان د ورځې پنځه وخته لمنځونو کې مکې مکرمې ته مخامخ رکوع او سجدې کوي.
د بریتانیا برمنګهام پوهنتون پروفیسر او څېړونکی محمد الخصاونة وايي "فزیکي روغتیا پر ټولنیز ژوند او د ژوند په څرنګوالی او مذهبي فکتورونو اغېز لري. لمونځ فزیکي او اندېښنه له منځه وړلی شي، په ځینو څېړنو کې لمونځ د عصبي نارامیو درملنه کې رغنده رول لوبوونکی ګڼل شوی."
پوهانو د لمانځه او ویښ پاتې کېدو ترمنځ د ټینګ تړاو درلودو خبره کړې چې له کبله یې له فزیکي اړخه انسان روغ پات کېږي.
څېړونکو د اسیا، هند او امریکا د ښځو او سړیو د حرکتونو ډیجیټلي نمونې کتلې او د ملا د کوزنۍ برخې د دردونو نمونې یې وړاندې کړې. دوی وايي، رکوع د هغو کسانو لپاره ګټوره ده، چې د ملا ښکتنۍ برخه کې له دردونو ځورېږي.

درملنــــــــــــه ستاسو دروغتيا هيله!!!

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when درملنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram