Dr-Hidayat Amin Hammas

Dr-Hidayat Amin Hammas Doctor
working in Rokhan hospital
and also teacher at Rokhan Universcity

27/12/2022

د شپې ډوډۍ د ماښام په ۷:۰۰ بجو وخورئ. کوښښ وکړئ تر ډېره سپک خواړه او سبریجات وخورئ. د شپې ډوډۍ وختي خوړل ستاسو د خوب کیفیت ته وده ورکوي، په ښه هضم کې مرسته کوي، د وینې فشار نارمل ساتي او په ټوله کې دا یو کار کول ډېری روغتیایي ستونزې حل کوي. نور ستاسو خوښه، ښه اشتهاء او ښه شپه.

نوی زیږیدلی ماشوم ته له زیږیدو وروسته دا درې تطبیقات باید حتماً وشی👇1: د Erythromycin د سترګو قطره باید په سترګو کې واچو...
15/12/2022

نوی زیږیدلی ماشوم ته له زیږیدو وروسته دا درې تطبیقات باید حتماً وشی👇
1: د Erythromycin د سترګو قطره باید په سترګو کې واچول شی تر څو د opthalmia neonatarum څخه مخنیوی وشی.

2: د vit k ورکړه : ځکه چې د vit k مقدار په نوی زیږیدلی ماشوم کې کمه وی او همدارنګه د کولمو هغه بکتریاوې چې د vit k په جوړیدو کې رول لری هم mature نه وی، او ورکړه یې د شدیدی خونریزی څخه مخنیوی کوی.
3:د Hepatitis B واکسین.

27/11/2022

هره ورځ ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ. د صحي اوبو څښل مو د پښتورګو او زړه له ناروغیو ژغوري، څیړنې وایي؛ چې هره ورځ د ډیرو اوبو څښل د بدن د هر غړي لپاره ګټور ثابثیږي. د اوبو څښل ستاسو اشتهاء کموي، میټابولیزم ته مو وده ورکوي او د بدن د چربیو په کمولو کې مرسته کوي. اوبه یو ۱۰۰% کالوري فري څښاک دی چې د انرژي، جوس او نورو خوږو مشروباتو غوره بدیل کیدای شي.

10/11/2022

په ټپ يا زخم هېڅکله خاوره يا د سوځېدلي ټوکر ايره مه اچوئ. ټپ بايد په پاکو اوبو د پنځه د قېقو لپاره پرېمينځل شي بيا په پاک ټوکر په نرمۍ سره وچ او بيا پټ شي. که له ټپ څخه وينه بهيږي د نرم او پاک ټوکر پواسطه په زخم باندې يو څه فشار راوړئ.

د ماشومانو د غاړي عضلات ضعیف او سرونه يي درانه وي نو لدې امله د هغوۍ غاړي د دوۍ سرونه سم نشي تکيه کولای. که چيري يو ماشو...
09/11/2022

د ماشومانو د غاړي عضلات ضعیف او سرونه يي درانه وي نو لدې امله د هغوۍ غاړي د دوۍ سرونه سم نشي تکيه کولای. که چيري يو ماشوم يودم وښورول (وړچول) شي د هغه نازک ماغزه د سر په کاسه يا کوپړۍ کې په شدت سره مخ او شا ته ځي چې کېدی شي د ماغزو د زخمي کېدلو يا ويني کېدلو باعث شي. څېړني ښيي د ماشومانو يودم ښورول يا ړچول عموماً د لويانو پواسطه د غوصي په حالت کې هغه وخت کيږي چې ماشوم ډير ژاړي او نه کراريږي. که دغه ماشومان د مغزو له شديدي ضربي وروسته ژوندي هم پاتې شي نو ځني يي ړنديږي او ځني نور يي د ذکاوت د کمېدلو او ميرګيانو په شمول په وړ وړ عصبي ناروغيو اخته کيږي.

د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه په رګونو غوړ څاڅکې کښېني چې د وخت په تېريدو د ...
05/11/2022

د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه په رګونو غوړ څاڅکې کښېني چې د وخت په تېريدو د رګ په منځ کې غوړينه طبقه منځ ته راوړي. دغه طبقې په ډيره اسانۍ سره ماتېدی شي او له ماتېدلو وروسته په مات ځای د ويني غوټه يا لخته جوړيږي چې هغه د رګ د يودم بندېدو او د زړه د حملې باعث ګرزي.

د زړه له حملې د ځان ژغورني لاري چاري:
- فعال اوسئ او ورزش و کړئ
- که مو وزن زيات وي کم يې کړئ
- له سګريټو څکولو ځانونه و ساتئ
- صحي خواړه (ډيره ميوه، سبزيجات او لېږ نور شيان) و خورئ

18/10/2022

که ناڅاپي د زړه حملي له دغسي حالت سره مخ شئ نو کوشش وکړئ چي دغه طبي تجربه عملي کړئ .
ویډیو له نورو ملګرو سره هم شئير کړئ .
مننه

I've just reached 27K followers! Thank you for continuing support. I could never have made it without each one of you. 🙏...
05/08/2022

I've just reached 27K followers! Thank you for continuing support. I could never have made it without each one of you. 🙏🤗🎉
زما فالورز 27زرو ته ورسیدل ،له ټولو فالوزو څخه منننننه ،دا ستاسو مینه وای ،چې ماته انرژی راکوی.

پسته دنر سړی جنسی کمزورۍ ختموی .په پسته کښې سلینیم او زنګ دواړه شته چې دنر سړي مني(Sperm) زیاتوي . که چیرې څوک جنسی کمزو...
19/05/2022

پسته دنر سړی جنسی کمزورۍ ختموی .

په پسته کښې سلینیم او زنګ دواړه شته چې دنر سړي مني(Sperm) زیاتوي .

که چیرې څوک جنسی کمزوری لری یا دا چې په راتلونکی کښې له دغه دردونکی ستونزې څخه د بچ کیدا غوښتونکی وی نو ددې لپاره دکومې ګران بیه دوایی یا درملو د اخیستلو هیڅ ضرورت نشته ځکه چې خدای ” ج“ دیوې وچې میوې په بڼه کښې د جنسی قوت خزانه انسان ته ډالۍ کړی ده .
حکیم قدرت الله ملکزی
د ترکیې ساینس پوهانو د اولسو(۱۷) ځوانانو په اړه چې جنسی کمزورتیاوې یې لرلې یو تحقیق ترسره کړی دی چې نتیجې یې په ټوله دنیا کښې ډاکټران حیرانه کړی دی .

دترکیې ساینس پوهانو دغو اولسو(۱۷)ځوانانو ته هره ورځ سل (٥٠)ګرامه وچه پسته ورکوله او له دریو(۳) اونیو وروسته ددغو کسانو په ژوند کښې یو ستر بدلون راغی او دهغوې دجنسی کمزورتیا ستونزه ختمه شوه .

دترکیې د دغو اولسو(۱۷) ځوانانو دجنسی کمزورتیا په ختمیدا سربیره دهغوې دبدن عمومی حالت هم ښه شو .

دپسته دخوړلو په وجه دترکیې ددغو اولسو(۱۷)ځوانانو په بدن کښې ګټور کولیسټرول زیات شول او تاوان لرونکی کولیسټرول کم شول .

دترکیې ساینس پوه نائجل مشیل د تحقیقاتو د نتیجې په اړه وویل پسته یوه ډیره خوندوره وچه میوه ده او پکښې ډیر پروټین او ګټور غوړوالی شته .

هغه وویل په پسته کښې هغه برخه چې شنه وی په اصل کښې اینټی اکسیډانټ دی چې نه یوازې بدن له فاسدو موادو پاکوی بلکې ذهنی پریشانۍ هم ختموی .

دترکیې دغه ساینس پوه وویل پسته د واده شویوځوانانو لپاره خاص نعمت بللی شو ځکه چې په پسته کښې خوراکی مواد ډیر وی کوم چې د واده دیوه ښه ژوند لپاره ضروری وی .

هغه وویل په پسته کښې سلینیم او زنګ دواړه شته چې دنر سړی منی(Sperm) زیاتوی او د مردانه هارمونونو ټیسټاسیټرون مقدار زیاتوی.

گنگسیتسربدالي (انگريزي: Dizziness)یوه مبهمه او غیر دقیقه اصطلاح ده چې معمولاً د یو شمیر اعراضو لکه ضعفیت، ناتواني، سرگرځ...
19/05/2022

گنگسیت
سربدالي (انگريزي: Dizziness)یوه مبهمه او غیر دقیقه اصطلاح ده چې معمولاً د یو شمیر اعراضو لکه ضعفیت، ناتواني، سرگرځیدنې، سترگو توریدنې، د توازن له منځه تلوو، لویدو ته د تمایل، د سر د سپکتیا احساس، بې ثباته او رپنده حالت لپاره کارول کیږی.
یا په بل عبارت گنگسیت د هغه حالت څخه عبارت ده چې په هغه کې د ادراک، پوهې او توازن تشوش موجود وي.
گنگسیت د ډیرو عامو اعراضو له جملې څخه دی چې شخص طبي پاملرنې ته مجبوروي. د گنگسیت څخه بیلابیل اشخاص بیلابیل تعبیرونه کوي نو ځکه ددې اصطلاح تعریفول لږڅه ستونزمن کار دی. تقریباً ۲۰-۳۰٪ خلک د عمر په اوږدو کې له گنگسیت سره مخامخ کیږي. کولی شو چې دا اصطلاح دPre syncope ،Vertigo ،Disequilibrium، غیر وصفي احساس لکه د لویدو احساس یا د لیونتوب احساس لپاره هم وکاروو.
Dizziness څلور ډولونه لري چې عبارت دي له:
۱- Vertigo ( ۵۰٪).
۲- Disequilibrium ( له ۱۵٪ څخه کم ).
۳- Pre syncope ( له ۱۵٪ څخه کم ).
۴- Lightheadness ( ۱۰٪ ).
زیات شمیر حالات د گنگسیت لامل گرځي؛ او دا ځکه چې د عضویت زیات شمیر اعضاء د بدن د توازن په ساتلو کې رول لري لکه داخلي غوږ، عضلات، اسکلیت او عصبي سیستم.
یوشمیر هغه طبي حالات چې معمولاً گنگسیت د یوه عرض په ډول ورسره ملگری وي عبارت دي له:
۱- Benign paroxysmal positional vertigo
۲-د منځني غوږ التهاب.
۳-Meniere's disease.
۴-Vestibular neuronitis.
۵-Labyrinthitis.
۶-Ramsay Hunt syndrome.
۷-Acoustic neuroma.
۸-Chronic motion sickness.
۹-حاملگي.
۱۰-Multiple sclerosis.
۱۱-Migraine.
۱۲-د فشار ټیټوالی.
۱۳-د وینې د اکسیجن کموالی.
۱۴-وینه لږی.
۱۵-د وینې د گلوکوز کموالی.
۱۶-هورموني بدلونونه لکه د تایرویید ناروغۍ ، د نخامیه غدې ناروغۍ ، Addison’s ناروغۍ ، تحیضي دوران او حاملگي.
۱۷-depression.
۱۸- anxiety.
۱۹- hyperventilation.
۲۰-panic disorder.
۲۱-زړښت او دعمر له کبله د دید او توازن خرابیدل.
۲۲-د وینې د فشار لوړوالی.
۲۳-د زړه ناروغۍ لکه Cardiomyopathy او د وینې په انتقال کې ستونزې.
۲۴-تومورونه.
۲۵-سردردي.
۲۶-لیونتوب.
۲۷- یوشمیر درمل لکه د وینې د لوړ فشار درمل، یوشمیر انتي بیوتیک ، خوب راوړونکي درمل ، Tranquilizers ، Anti depressants ، درد ارآمونکي او مدرر درمل.
۲۸- میتابولیک آفات لکه Hypoxia ، Hypoglycemia or Hyperglycemia او Dehydration .
۲۹- داخلي وینه بهیدنه.
۳۰- زیات د بستر استراحت.
۳۱- انتانات.
۳۲- ددماغو د ارواء خرابوالی چې کیدای شي د وینې د فشار د آني ښکته کیدو اویا قلبي تشوشاتو او شریاني بندښت له کبله رامنځته شي.
۳۳- د سترگو آفات لکه د دید خرابوالی.
۳۴- جل وهنه.
۳۵- غذایي تسمم.
۳۶- بې خوبي او ستړتیا.
۳۷- د یوشمیر موادو لکه Salicylates، الکهول او سترپتومایسین توکسیک حالات.
معمولاً گنگسیت په خپله له منځه ځي او کومې درملنې ته اړتیا نه لري. څرنگه چې گنگسیت یو مرض نه بلکه یوعرض دی نوځکه د درملنې په وخت کې باید سببي لامل پیدا او له منځه یوړلی شي.

 د ويټامين ډي کموالي په بدن کښي د ټايپ 2 شکرى د مينځ ته راتګ خطر زياتوي. او د شکرى په ناروغانو کښي يى بيا د ويټامين ډي ک...
15/05/2022


د ويټامين ډي کموالي په بدن کښي د ټايپ 2 شکرى د مينځ ته راتګ خطر زياتوي. او د شکرى په ناروغانو کښي يى بيا د ويټامين ډي کموالي د وينى د فشار د لوړېدو باعث ګرځي.

ويټامين ډي نه يواځي د شکرى په ناروغانو د وينى شکره کنترولوى بلکې د انسولين د Resistance په کمولو کښي هم ډېر رول لري.

د ويټامين ډي د کمښت علامات
1. د هډوکو دردونه
2. د عضلاتو ضعف او کمزورى
3. کسالت او خستګې
4. ډپرېشن

د زيات وخت دپاره د ويټامين ډې کمښت تاسي د هډوکو په سرطان او الزايمر غوندې ناروغيو باندى اخته کولاى سي.

د ويټامين د کمښت علتونه:
1. د لمر د وړانګو سره نه تماس
2. پداسي کورو کى اوسېدل چه لمر نه ورته رالويږي.
3. د بدن د وازګي يعنى چربي د ايسته کولو عملياتونه

د ويټامين ډي د اخستلو طبيعي منابع
1. د ماهي غوشه
2. د هګۍ ږړ
3. او د لمر وړانګي
ددې باوجود د ګوليو او پيچکاريو په وسيله هم د ويټامين ډي کمښت پوره کيداى سي.

د خپل صحت خيال وساتى او د خپل سري دواوو د خوړلو سه جدى پرهېز وکړي شه مسلکى معالج ډاکټر انتخاب کړى او د هغه په مشوره درمل واخلي.

ستاسو د ښه روغتيا په هيله

Address

Kabul
Kabul
1234

Telephone

+93784953483

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr-Hidayat Amin Hammas posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr-Hidayat Amin Hammas:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category