07/09/2025
لدي وروسته به د رحمت تخصصي روغتون کې د مازدیګر له ٤-٧ بجو پوري د وطنوالو خدمت کووم، خدای ج د ماته توفیق راکړي چې د خپلو هیوادوالو خدمت وکړم.
په افغانستان کې د زړه د ناروغیو درملنې نوې دوره
رحمت تخصصي روغتون، د کورنیو او نړیوالو متخصصینو په همغږۍ، زړه د پرانیستې جراحۍ (Open Heart Surgery) رسمي پیل وکړ.
دغه نوښت د زړه، سینې او رګونو د متخصص ډاکتر امید خان ناصري په مشرۍ تر سره کېږي، چې خپلې لوړې زده کړې یې په پاکستان کې بشپړې کړې دي. په دې برخه کې اوس لاندې تخصصي او پرمختللي جراحي پروسیجرونه په معیاري ډول د هېواد دننه تطبیقېږي:
• کرونري شریان بایپس جراحي (CABG)
• د زړه د دریچو بدلون او ترمیم (MVR, AVR, DVR)
• بنتل پروسیجر (Bentall Procedure)
• د زړه د زیږنتیا نیمګړتیاوو ترمیم (ASD, VSD, PDA, TOF)
رحمت روغتون، چې د نړیوالو معیارونو مطابق عصري تجهیزات او یو مجرب، متخصص ټیم لري، ژمن دی چې د قلبي ناروغانو د درملنې په برخه کې باکیفیته، خوندیتوبمحوره او لاسرسی لرونکي خدمات وړاندې کړي.
دغه مهم پرمختګ نه یوازې د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره یو لوی ګام بلل کېږي، بلکې د ناروغانو لپاره د بهر ته د تګ اړتیا هم کموي، او د ژوند د ژغورنې لپاره یوه نوې هیله پېدا کوي.
آدرس: قصبه د موټر فروشي سړک، 15 ناحیه، کابل، افغانستان
د اړیکي شمیره: 93728998511+
واتساپ: 93728998510+
ایمیل: info@rahmathospital.af
ویب سایت: www.rahmathospital.af