Dr. Farid Makin

Dr. Farid Makin Save one life you're a hero. Save a Hundred lives you're a Doctor

اوبه څښل کوم وخت روغتیا ته ګټه لري؟دا خبره نن سبا د خلکو ترمنځ عامه ده چې د ډېرو اوبو څښل د روغتیا له پاره ګڼې فایدې لري...
28/07/2019

اوبه څښل کوم وخت روغتیا ته ګټه لري؟

دا خبره نن سبا د خلکو ترمنځ عامه ده چې د ډېرو اوبو څښل د روغتیا له پاره ګڼې فایدې لري. خو دا هم مهمه ده چې کوم وخت اوبه وڅښل شي چې د روغتیا لپاره ګټه یقیني شي.

دلته درسره هغه څو وختونه شریکوو چې د روغیتايي کارکونکو په باور اوبه څښل په کې ستاسو روغتیا ته تر نورو وختونو ډیر ښه دي.

۱. سهار وختي
څیړنې وايي: کله چې سهار له خوبه پورته شوئ؛ مخکې تر دې چې څه خواړه وخورئ؛ دوه ګیلاسه اوبه په نهره وڅښئ.

د څېړنې په باور، سهار وختي د اوبو څښل ستاسو جسم تازه ساتي او د معدې فعالیت هم ورسره ښه کیږي.

۲. له خوړو ۳۰ دقیقې مخکې

د غرمنۍ یا ماښامنۍ تر خوړو لږ تر لږه نیم ساعت وړاندې د اوبو څښلو سره معده یو څه ډکیږي چې له امله يې انسان لږ خواړه خوري؛ چې دا چاره د وزن کمولو تر څنګ روغتیا ته نورې فایدې هم لري.

۳. له لمبا کولو وړاندې

د لمبولو پر وخت د انسان د وینې فشار لوړیږي. خو که تر لمبا وړاندې اوبه وڅښل شي د لمبولو پر وخت د وینې فشار نورمال وي.

نو بل ځل مو پام وي چې تر لمبا وړاندې اوبه وڅښئ او د وینې د فشار د لوړیدو مخه ونیسئ!

۴. د ماښامنیو او غرمنیو خوړو ترمنځ

د غرمې او شپې خوړو ترمنځ چې کابو ۶ یا ۷ ساعته وقفه راځي که په دې وخت کې تاسو په مناسبه اندازه اوبه وڅښئ، نو ورسره ستاسو د وجود اوبه پوره کیږي او معده مو په ښه ډول خپل کار کوي.

څېړنې ټينګار کوي چې دا چاره ستاسو د معدې د ښه ساتلو تر څنګ صحت ته نورې فایدې هم لري.

۵. د ماښامنۍ خوړو مخکې

د شپې ډوډۍ تر خوړلو نیم ساعت مخکې باید اوبه وڅښل شي. دا چاره مو معده ارامه ساتي او خپل کار په ښه ډول سره کوي.

د څېړنو په باور، که چېرته تاسو د ورځې په اوږدو کې اته ګېلاسه اوبه څښلي وي نو دا ډېره ښه خبره ځکه ده چې ستاسو د وجود د اوبو ضرورت پوره شوی دی.

۶. د شپې تر ویده کیدو مخکې

روغتیايي کارکونکي سپارښتنه کوي، که تر ویده کیدو وړاندې یو ګیلاس اوبه وڅښل شي، نو د ګوزڼ (فلج) او د زړه د حملې په مخنیوي کې ډېره مرسته کوکۍ

د غوزانو یا چهار مغزو ۱۴ حیرانوکي ګټي.غوزان یا چهار مغز په وچوو میوو کې یوه خوندوره او ګټوره میوه ده. غوزان په ۲۰۰۳ میلا...
24/07/2019

د غوزانو یا چهار مغزو ۱۴ حیرانوکي ګټي.

غوزان یا چهار مغز په وچوو میوو کې یوه خوندوره او ګټوره میوه ده. غوزان په ۲۰۰۳ میلادي کال د FDA ( د امریکا د خوړو او درملو) د ادارې له خوا د ښه او ګټوري مادې په صفت تائید او وپیژندل سول.

۱)غوزان، چې زیات زیاتو مینرالونه یا معدني مواد، ویټامینونه او پروټینونه لري، ستاسو د روغتیا لپاره ګټور دی. څیړونکي وايي چې غوزان د مومپلیو، بادامو او پستې په پرتله ډېر صحي مغزیات دي، د لته يې پر ځینو ګټو ږغېدلي یوو:

۲)له شکري ناروغۍ څخه مو ساتي:

په یوه څېړنه کي چي د استرالیا په ولونګونګ پوهنتون کې ترسره سوې وه راغلي چي (غوزان مو د شکري د ناروغۍد پرمختیا مخنیوی کوي) البته د دوهم ډول شکري (diabetes type 2) ناروغۍ څخه چې همدا دوهم ډول یې د شکري ناروغۍ نژدې ۹۵ ٪ سلنه جوړوي.

۳)زړه مو سالم ساتي:

غوزان مو د امینو اسیدو په لرلو سره د زړه د ناروغیوڅخه ژغوري او زړه مو روغ ساتي، په ورځ کي یوازي د څلور دانو غوزانو خوړل مو د زړه روغتیا ساتي او د زړه د حملې مخنیوی کوي. په نړۍ کې نژدې ۵۰ سلنه خلګ خپل ژوند د زړه د حملې له کبله د لاسه ورکوي، همدارنګه د ویني د لوړ فشار څخه مو هم ساتي.

۴)هډوکي مو پیاوړي کوي:

غوزان د مهموشحمي اسیدونو(Essential fatty acids) په درلودلو سره د کلسیم په جذب کې مرسته کوي او په بدن کې ناکاره کلسیم له منځه وړي، نو ځکه مو غوزان د هډوکو په روغتیا کې مهم رول لري.

۵)پوست مو روغ او روښانه ساتي:

غوزان مو د ویټامین B او انټي اکسیډانټ په لرلو سره پوست د ازادو راډیکلونو د ضررونو څخه سالم او روښانه ساتي، همدارنګه مو پوست د لمر څخه د رسیدونکي زیان څخه ژغوري، د ورځي یوازي د څو دانو غوزانو خوړلمو پوست د ګونځو څخه ساتي که غواړی چي روښانه پوست ولری نو د غوزانو خوړل مه هیروی.

۶)جنسي قوت او سپرم زیاتوي:

په کلفرونیا پوهنتون کې د سوو څېړنو پر بنسټ د ورځي د ۷۵ ګرامه غوزانو خوړل د هغه کسانو سپرم زیاتوي کوم چې عمرونه یې د ۲۱ او ۳۵ کلنو ترمنځ وي،همدارنګه د دورځي د دوو یا درو غوزان خوړل مو جنسي طاقت زیاتوي.

۷)دماغ ، ذهن او حافظه مو روغه او قوي ساتي:

که غواړی دماغ مو روغ اوسي نو غوزان مه هیروی ځکه غوزان مو نه یوازی‌ذهن او دماغ روغ ساتي بلکي حافظه مو قوي ساتي اوهمدارنګه د الزایامیر (د عقل د زوال) د ناروغۍ خطر کموي چې اوس په نړۍکې ډیرې لوړ عمر لرونکي کسان په همدې ناروغۍ اخته دي او ډېری یې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

۸)ښځي د سينو(تیو) د سرطان څخه ژغوري:

په ټولیز ډول غوزان د سرطان لپاره یو له ګټورو میوو څخه ده خو یوه څیړنه چېپه مارشال پوهنتون کې ترسره سوی څیړونکي(ډوکټور ایلین هاردمن) او (جویین سي) وایي چې د ښځو د سرطان د مخنیوي لپاره د ګټور میوو څخه یو هم غوزان دیچې په ښځو کې د سینو د سرطان مخه نیسي.

۹)د بدن میتابولیزم مو چټکوي:

د سهار پر مهال د غوزانو استعمال زیاته انرژي درکوي او ورځني فعالیتونه مو منظموي، نو که غواړی په ورځنیو چارو کې فعال او چلاک واوسی نو د غوزانو خوړل مه هیروی.

۱۰)ورښتېان مو قوي ساتي:

غوزان د ويټامین B بډایه سرچینه ده، همدارنګه د بیوتین په شتون سره چې په ویټامین B7 سره پیژندل کیږي د وریښتېانو لپاره تر ټولو ګټور ویټامین دي، نو ځکه غوزان د ورښتېانو د ودې او قوي کیدو تر څنګ د وریښتېان ریزش، او د وریښتېانو د تویېدو مخنیوی کوي.

۱۱)چاغیدو څخه مو ساتي:

د هغه خبرو پر خلاف چې ځیني خلګ پر دې باور دي چې غوزان وزن زیاتوي بلکي داسي نه ده، د نوو څیړنو پر بنسټ د غوزانو استعمال وزن نه زیاتوي بلکي ستاسو د وزن د زیاتېدو مخنیوي کوي ځکه غوزان مو د بدن اړین کولسټرول زیاتوي او ناکاره کولیسټرول له منځه وړي.

۱۲)د خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبعي درمل:

په بدن کې یوه ماده ده د مېلاتونین په نوم چې د تیارې په هکله اړونده پیغامونه عصبي سیستم ته رسوي، او د خوب په تنظیم کې برخه اخلي، غوزان دغه ماده تحریکوي چې په پایله کې بدن د یو ښه خوب لپاره اماده کوي نو له دې امله غوزان د ښه خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبعي درمل دي.

۱۳)د امینداورۍ پر مهال د ماشوم او مور روغتیا ساتي:

غوزان د امیندوارۍ پر مهال د ښځي لپاره یو له غوره غذاو ګڼل کیږي چې د مور په نس کې ماشوم د باندنیو خطرونو څخه ژغوري.

۱۴)د سټریس(ورځنی فشار) او خپګان څخه مو ساتي:

دا چې غوزان د فایبر، اومیګا ۳ غوړیو ، غیر مشبوع غوړیو خصوصاً آلالینولنیک اسیدو یوه بډایه سرچینه ده نو له همدې امله ستاسو سټريس له منځه وړي په ورځني استعمال سره یې کولای سی ورځنی فشار او سټریس موختم کړی.

یادونه: د غوازانو په خوړولوکې باید افراط ونه کړئ او په ورځ کې تر ۴ یا ۵ دانو اضافه ونه خورئ، په پیردولو کې پام کوی چې تازه غوزان وپیری ځکه که چیري غوزان د ډېر وخت لپاره د پوښو څخه ایستل سوی وي، نو په ګرمه هوا کې کیدای سي غوزان خپل غوړ وباسياو ډیر ژر په ویرسونو ککړ سي نو کوښښ وکړي تازه او یا هم هغه غوزان واخلی چې د خپل پوښ څخه نه وي ایستل سوی.

شنه مرچ؛ د انسان سلامتیا دهڅېړنې ښي، چې شنه مرچ د انسان سرطاني ناروغۍ او په ځانګړې توګه پروسټانټ له منځه وړي.همدارنګه ښو...
24/07/2019

شنه مرچ؛ د انسان سلامتیا ده

څېړنې ښي، چې شنه مرچ د انسان سرطاني ناروغۍ او په ځانګړې توګه پروسټانټ له منځه وړي.

همدارنګه ښودل شوي دي، چې شنه مرچ د هاضمې د سیستم ګډوډي له منځه وړي او د میکروبي پړسوب مخنیوی هم کوي.

د انسان بدن سلامتیا د مرچ په خوړول کې نغښتل شوې ده. په یاده څېړنې کې راځي، چې مرچک د شکرې ناروغۍ د رامنځته کېدو، کلیسټرول د لوړیدو، د زړه د ناروغۍ او د رګونو د بندیدو مخه نیسي.

بل خوا پوهان وايي، هغه انسانان چې مرچ خوري د نیمسري په ناروغۍ به نه اخته کېږي.

مرچ داسې غذايي عنصرونه او مواد لري، چې په هغې سره د بدن د آرامتیا لامل ګرځي.

11/06/2019

Hello every one hope you will enjoy my page

Address

Karti New
Kabul
2500

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Farid Makin posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category