21/07/2020
ویټامین ډي
ویټامینونه د انسان د روغتیا او او ژوند لپاره،د خوړو د نورو توکو تر څنګ،خورا مهم دي.
ویټامینونه د خوړو سره تر لاسه او یاهم د ژوندي موجود په بدن کې جوړیږي.
خو د ډي ویټامین په خوړو کې خوار لږ دی او په بدن کې د هغه جوړښت د لمر د وړانګو سره ټیګه اړیکه لري.
د انسان د اړتیا وړ ویټامین ډي یواځې ۵- ۱۰ سلنه د خوړو څخه تر لاسه،او ۹۰ سلنه ئی په پوټکي کې د لمر د واړنګو په مرسته د غوړ( د کولسترول) نه جوړیږي.
د ډي ویټامین د لږ والي نښې نښانې(اعراض - علایم):
سره ددې چې دا ويټامین زمونږ په بدن کې ګڼ شمیر دندې لري او د هغو د لږوالي په وجه رنګارنګ عوارض را رامنځ ته کیدی شي،خو ځان درد(جان دردي-استخوان دردی-درد عضلات- کمر دري) اود ضعیفي او ناتواني احساس هغه ګنګ اوغیر وصفي مشکلات دي چې ګڼ شمیر خلک ېی ددې ويټامین د لږوالي په وجه لرلی شي.
ښکاره خبره ده چې دځان درد په لسګونو او سلګونو عوامل لري.خو که یو څوک چې بل مشکل نلري،،خاصتا هغوی چې د لمر وړانګې په سیخ(مستقیم) ډول نه تر لاسه کوي،کیدی شي چې د هغو د بدن دردونه د ډي ويټامین د لږوالې په وجه رامنځ ته شوی وي.دا مشکل کیدی شي چې د ویټامین ډی په مرسته په یوه اونې کې په ښکاره ښه والی پیداکړي.
ويټامین ډي د هډوکو او عضلاتو په روغتیا کې ستر نقش لوبوي.د انسان د بدن حجرات ددې هورمون اخیستنې(اخذه ها- receptors)لري.
دډي ويټامین د کلسیم دمیټابولیزم لپاره اړین او بنسټیز دی. د دې ويټامین د کموالي په وجه هډوکي کلسیم نه تر لاسه کوی.سربیره پردي، د هډوکو په جوړښت کې موجود کلسیم د ويټامین ډي د کموالې په وجه لږ شي.
****ددې کار نتیجه په ماشومانو کې د هدوکو د نرم ولي،کوږوالي(سؤ شکل استخوانها) او نشونما د تناقص باعث کیږي.دي حالت ته په طبي ژبه Rickets ویل کیږي.
په لویانو کې د ويټامین ډي د لږوالي په وجه هډوکي خپل طبیعي غلظت او کثافت(density ) له لاسه ورکوي.ددې کار نتیجه
osteoporosis and osteomalacia دی. (پدې هکله ما پخوا لیکنه کړې ده او زما ډاکترصافی،دفیسبوک په ټایم لاین کې شتون لري).
د ويټامین ډي د کموالي لاملونه:
**************************
څرنګه چې د لمر وړانګې(شعاع افتاب) په پوټکي کې د ويټامین ډي د جوړښټ بنسټیز عامل دی او د انسان د ضرورت وړ ۹۰ سلنه ویټامین ډي پدې توګه رامنځ ته کیږي،نو ښکاره خبره ده چې لاندني وګړي د ویټامین ډي د کموالي د خطر سره ،لاس او ګریوان دي:
- هغه خلک چې په دفترونو کې کار کوي او ددې وخت نه پیداکوي چې د لمر د وړانګو نه ګټه واخلي.
- هغه وګړي،خاصتا نجونې او میرمني چې دمذهبي او کلتوري دلایلو په وجه سطر او پوښل شوي دي.دا میرمني،ندرتا د کور څخه بهر ځي،او که بهر هم لاړې شي،د کالو (لباس)،ټیکري(چادر) او حتی د تر چادري لاندې داسې پوښل شوي وي چې د لمر واړنګې تر لاسه کولی نشي.
- هغه وګړي چې په سړو سیمو کې اوسیږي.
- هغه وګړي چې د پوټکي تیاره رنګ لري( پوست ګندمی مانند افغانان و سیاه مانند افریقایان).
- سپینږیري-سپینسري،هغه ناروغان چې د کور نه بهر تلی نشي،د ډیر وزن لرونکي(افراد چاق).
- دغه راز،هغه ماشومان چې تی روي،خاصتا که د هغو میندې د دې ويټامین د لږ والي سره مخامخ وي،هم د ويټامین ډي په کموالي اخته کیږي.
- په لږ (نادرن) ډول د ځیګر(لړمون) او بډوډي( پښتورګي ) مزمن ناروغان هم د ويټامین ډي په کمواله اخته کیدی شي.او داځکه چې د ځیګر په ناروغیو کې 25-hydroxyvitamin D په کافي اندازه نه جوړیږي او د بډوډو په مزمنو ناروغیو کې د ويتامین ډي د فعال میتابولیت( 1,25-hydroxyvitamin D)جوړښت په طبیعی ډول سرته رسیدی نشي.
- خورا لږ شمیر هغو ناروغانو کې چې د هضمي جهاز په پرمختللو ناروغیو(Malabsorption ) اخته وي،د ويتامین ډي جذب متاثر شي.خو باید تکرار شي چې د لمر واړنګي ددې ويټامین اساسي منبع ده او روغ ځیګر او روغ بډوډي هغه په فعال شکل عرضه کوي.
هغه ویټامین ډي چې په پوټکي کې جوړیږي او یا د خوړو سره تر لاسه شي،په غیر فعال شکل وي.غیر فعال ويټامین ډي د ځیګر د انزایم په مرسته hydroxylation مومي.پدې توګه Cholecalciferol
په (calcifediol (25-hydroxycholecalciferol
او ergocalciferol
په l، 25-hydroxyergocalciferol تبدیلیږي.
په وینه کې د (These two vitamin D metabolites (called 25-hydroxyvitamin D or 25(OH)D) اندازه کول،موږ ته د ويټامين ډي سویه راښکاره کوي.
په بډوډي کې Calcifediol بیا هم hydroxylated کیږي او پدي توګه د ویټامین ډي فعال شکل چې calcitriol یا 1,25-dihydroxycholecalciferol نومیږي،را منځ ته کیږي.
د ويټامین ډي فعال شکل (Calcitriol) د یو هورمون په توګه د وینې په دوران کې فعالیت کوی اوپه وینه کې د کلسیم او مګنیزیم د اندازې په سمون کې ستر رول لوبوي.
د ويټآمین ډي فعال شکل د حجراتو او هډوکو په طبیعی نشونا،د التهاب په لږوالي،د بدن د معافیت په سیستم او د عصبی-عضلی وظایفو په تامین کې هم نقش لري.
په کولمو،هډوکو،بډوډو او د پاراتایراید په غده کې( Parathyroid gland) د ويټامین ډي د اخیستونکو(اخذه ها- receptors) په وسیله په بدن کې د کلسیم او مګنیزیم سویه کنترولوي.البته پدې پروسه کې
د parathyroid hormone and calcitonin مرسته د یادولو وړ ده.
د ويټامین ډي د کموالې په وجه په کولمو کې د کلسیم جذب د ۷۰ سلنې څخه ۱۵٪ ته ټیټوالی مومي.
درملنه:
*****
د لمر وړانګې د ويټامین ډي ستر،مهم،بنسټیز،مجاني ،طبیعي او ترټوله ښه منبع تشکیلوي.
سره ددې چې د ويټامین ډي ټابلیټونه،کپسولونه،شربت او پیچکاري په بدن کې د ویتامین ډي لږوالې اصلاح کولی شی او پدې توګه په ماشومانو کې Rickets او په لویانو کې د هډوکو او عضلاتو در دونو نورو ناخوالو په درملنه کې ګټور تمامیږي خو: لا تراوسه ثابته شوی نده چې د ویټامین ډي تابلیتونه،کپسولونه اوشربتون یا پيچکارې، د هغه طبیعي ویټامین ډي په څیر چې د لمر د وړانګو په مرسته زموږ په پوټکي کې جوړیږي، د بدن لپاره ګټور تمام شي.
*******سره ددې چې د دواګانو جوړونکې کمپنې ادعا لري چې د ويټامین ډي اخیستنه (په هرشکل چې وي) د انسان بدڼ ته ګټور تمامیږي او د هډوکو،معافیت سیستم،قلبي روغتیا،د شکری ناروغې،ډیپریشن(ژور خفګان) او نورو حالاتو کې ضروري شمیرل کیږي خو روغتیائي څیړنو په ډاګه کړې ده چې،دا ډول ادعا ګانې د وخت څخه دمخه دی.نو پدې توګه،ټولو درنو لوستونکو او خاصتا ځوانو ډاکترانو ته سپارښتنه کوم چې ددې مشکل د درملنې په وخت کې د لمر وړانګې هیري نکړي.
څومره ويټامین ډي؟
د انسان بدن په ورځ کې ۸۰۰ یونټه ویټامین ډي ته اړتیا لری.ماشومان په ورځ کې ۴۰۰ یونټه.
که ستاسو د وینې په معاینه و يټامین ډي اندازه ډیره ټیته وي نو تاسو په متوسط ډول د دوه دري ماشتو لپاره،هر ورځ ۵۰۰۰-۴۰۰۰ یونټه ويتامین ډي ته اړتیا لری.
که لږولی متوسط وی،هر ورځ ۲۰۰۰- ۳۰۰۰ یونټه کافي شمیرل کیږي.
که لږ والی خفیف وی،هر ورځ ۱-۲ زره یونټه کافي دی.
خو ګن شمیر خلک،خاصتا هغوی چې نشی کولال چې د لمر د وړانګو نه په منظم ډول ګټه واخلي،د ژوند تر پایه هر ورځ ۱۰۰۰ یونټه ویټامین ډي ته اړتیا لري.
حامله میندي او کوچني ماشومان هم د ویټامین ډي د کمبود د خطر سره مخامخ دي.
تاسو کولای شئ چې د ضرورت وړ ويټامین ډي هر ورځ،په اونې کې یوځل( ۷۰۰۰-۱۴۰۰۰ یونټه) او یا هم په میاشت کې یوځل ( ۵۰۰۰۰ یونټه) تر لاسه کړی.دغه راز د ویټامین ډي پیچکاری هم شتون لری چې ستاسو ډاکتر به ستاسو د خاص حالت په بنسټ هغه توصیه کړي.
ويټامین ډي په بدن کې په منځنۍ ټوګه د دوه میاشتو لپاره ذخیره کیږي.
که ستاسو دویني معاینه در ښکاره کړي چې ویټامین ډي مو لږ دی،تکراري معایني ته اړتیا نشته.داځکه چې که تاسو دلمر وړانګو ته مواجه نشئ، یا ويټامین ډي وانخلې،په وینه کې د هغه سویه را کښته کیږي.
تراندازي ډیر ویټامین ډي (ګولۍ یا پيچکاري)هم ستاسو روغتیا ته تاوان رسولی شي.
پوښتنه:-ایا د وریځ (ابر) یا د ښیښې(هندارې) تر شاه د لمر وړانګې ګټورې دي؟
ځواب: هو،کیدی شي چې ،وریځ یا ځینې ډول هندارې د لمر د وړانګو په موثریت تاثیر ولري.خو بیاهم ګټور تمامیږي.
پوښتنه:- څومره لمر؟
په منځنۍ توګه په ورځ کې د ۳۰ دقیقو لپاره د لمر وړانګې دد افغانانو د بدن دويټامین ډي اړټیا پوره کولی شي.پیاد ولرۍ چې د لمر د اخیستلو په موده کي باید شخص تقریبا لوڅ وي.
پوښتنه :- ډیر لمر تاوان لري؟
ځواب: هو
که یو شخص،خاصتا هغوی چې د پوټکې رنګ ئی سپین بخن وي د لمر دوړانګو سره په دوامدار ډول مواجه شي،د پوټکي د زړښت او د پوټکي د سرطاني ناروغیو چانس ئی زیاتیدی شي.خو زموږ هیوادوال،په ټوله کې توربخن شمیرل کیږي او نباید د لمر د وړانګو نه ډیر ډار ولري.هغوی چې د ساعتونو لپاره لوڅ لغړ لمر ته پریوځي باید د لمر مضر شعاع په مقابل کې د سانتي کریم (sunscreen) استعمال کړي.سره ددې چې دا کریمونه د ويټامین ډي په جوړښت کې یوه انداز موانع را منځ ته کوي خو د پوټکې د زړښت(چملکي-و لکه ها) او د پوټکي د سرطان په مخنیويۍ کې مهم نقش لرلی شي.
بزګران،ځینې کارګران،پلورونکي او نور چې همیشه دباندې د لمر رڼا ته کار کوي،باید وپوهول شي چې د لمر د شعاع نه د ساتنې په خاطر،باید اوږده لسټوني او خولۍ ولري.
کوم ډاکټر؟
د ويټامین ډي په هکله ټول ډاکټران معلومات لري.
خو څرنګه چې ویټامین ډي پخپل ذات کې یو هورمون دی او په بدن کې مهم وظایف لري،نو د اړوند ناروغتیا په صورت کی تاسو باید د هورمونونو ډاکټرته چې په طبابت کې Endocrinologist بلل کیږي او داخلي یوه څانګه ده،مراجعه وکړئ.