03/11/2025
#روګام (Rhogam) څه شی دی او کومو میندو ته زرق کېږي؟
روګام (Rhogam) یو ډول انټي امیونوګلوبولین (Anti-D immunoglobulin) دی، چې د هغو میندو د بدن د حساس کېدو (Rh immunization) د مخنیوي لپاره کارول کېږي، چې د دوی د وینې ګروپ Rh منفي (Rh–) وي، خو د ماشوم د وینې ګروپ Rh مثبت (Rh+) وي.
#د Rh ناروغي څه ده؟
په عادي حالت کې، د مور او ماشوم د وینې حجرې د پلاسنتا (Placenta) له لارې یو له بل سره نه ګډېږي.
خو کله چې د مور وینه Rh– او د ماشوم وینه Rh+ وي، نو د امیندوارۍ یا زیږون پر مهال کېدای شي د ماشوم د وینې سره کرویات (RBCs) د مور بدن ته داخل شي.
کله چې دا وینې حجرې د مور بدن ته داخلې شي، د مور بدن دا حجرې “بېګانه” ګڼي او د هغوی پر ضد Anti-D انټي باډي (IgG) جوړوي.
دا انټي باډي د راتلونکو امیندواریو پر مهال د پلاسنتا له لارې د نوي ماشوم بدن ته داخلېږي او د ماشوم د وینې سره کرویات له منځه وړي، چې د یوې خطرناکې ناروغۍ سبب کېږي.
#د Rh ناروغۍ پایلې:
دا حالت د ماشوم لپاره ډېر خطرناک دی، ځکه چې د ماشوم په بدن کې د وینې سره کرویات له منځه ځي، او دا لاندني ستونزې رامنځته کوي:
• شدید کمخوني (Severe anemia)
• زیاته ژیړي (Severe jaundice)
• Hydrops fetalis (په بدن کې د مایعاتو زیات جمع کېدل)، چې پکې شامل دي:
• د زړه شاوخوا مایع (Pericardial effusion)
• د سږو شاوخوا مایع (Pleural effusion)
• په ګیډه کې مایع (Ascites)
• عمومي پړسوب (Anasarca)
که دا حالت درملنه ونه شي، ماشوم مړ کېدای شي (Stillbirth).
#د Rh ناروغۍ مخنیوی:
د دې خطر د مخنیوي لپاره، د Rhogam (Anti-D immunoglobulin) ټیکه کارول کېږي.
دا درمل د مور بدن ته د هغو حجرو پر وړاندې محافظت برابروي، چې د ماشوم له وینې څخه راغلي وي، او د مور بدن نه پرېږدي چې انټي باډي (Anti-D) جوړې کړي.
#د روګام د زرق وختونه:
1. د امیندوارۍ په ۲۸مه هفته کې
2. د ماشوم د زیږون وروسته په ۷۲ ساعتونو (۳ ورځو) کې.
که مور ته په دې وختونو کې روګام ورکړل شي، نو د Rh ناروغي مخنیوی کېږي او ماشوم په سلامتۍ نړۍ ته راځي.
نو روګام د هغو میندو لپاره یو ډېر مهم درمل دي، چې د وینې ګروپ یې Rh منفي وي. دا د مور د بدن حساسیت (Sensitization) نه پرېږدي او د ماشوم د ژوند ژغورلو کې اساسي رول لري.
په دې توګه، د ژیړي، کمخوني، او د جنین د مړینې مخنیوی کېږي.