Prince Ahmadzai

Prince Ahmadzai ..........................................................................
Health is Wealth. An Apple Day Keeps A Doctor Away........................

Wonderful Time
12/12/2021

Wonderful Time

31/03/2017

په ټولنه کې د ځوانانو مسوولیتونه او دندې
ددې لپاره چې په ټولنه کې د ځوانانو د مسولیتونو او ونډوپه اړه وپوهیږو، لومړی باید په دی پوه شوو چې ټولنه څه ته واېي. د انساني ژوند د ښوو چارود سمبالښت سیمه ده، چې بیلابیل انسانان پکې ژوند کوي او دغو وګړو ته د ټولنی وګړی وایي چی د وګړو له جمع کولو څخه ټولنه را منځته کيږي. په یوه ټولنه کې که هغه ډیره عادي هم وي یا ډیره پرمخ تللې وي درې ډوله انسانان ژوند کوي چې یوه برخه یې ماشومان دویمه برخه ېې ځوانان او دریمه برخه ېې مشران دي.

مونږ په داسې یوه ټولنه خبرې کوو چې هلته دویمه برخه انسانان يا ځوانان څه مسولیتونه او ونډې باید ولري.؟

که چیرې مونږ وغواړو چې ډیره یوه ښه پرمخ تللې له بدمرغیو او تاوتریخوالو پاکه او سوچه ټولنه ولرو ، د ټولنې هر یو وګړی نه یوازی ځوان دا مسوولیت او دنده لري چې خپل کار اومسولیت وپیژنی او له هغه وروسته بیا بل څوک چې د ټولنې او د ټولنیز ژوندانه جوړښت ته زیان اړوي متوجه کړو چی ستادا کار هم تا ته او هم د ټولنی نورو وګړو ته زیان اړوي لکه څرنګه چې خدای (ج) په قران الکریم کې فرمايلي(( انسان تر ټولو غوره مخلوق دی))نوددې لپاره چې خدای (ج) د انسان د خلقت په ښوالي شاهد دی انسان باید په دې پوه شي چې ده ته به شخصي او ټولنیږه برخه کې کوم مسوولیتونه او دندې متوجه دي دا سمه ده چې په ټولنه کې هم ښه او هم خراب انسانان ژوند کوي یو ډول انسانان په ټولنه کې دانساني نظام پر ضد عمل کوی او یو ډول نه غواړي چې په ټولنه کې داسې چارې تر سره کړي چې د انسانانو د ښوو صفاتو او شهرت لامل وګرځي.

اوس به وګورو چې د ټولنې د ښه سمون لپاره کوم وګړي زیات ګټور واقع کېداي شي اوهغه څوک دي؟ هغه ځوانان دي هغه ځوانان چې بادركه، با احساسه وي پوهه او علمیت ولري. که چیرې دغه ټول یاد ټکې په ځوانانو کې شتون ولري حتمي ده چې ددې ترڅنګ ځوانان انرژي، ځواک، وړتيا، صبر، حوصله او د پاک زړه خاوندان هم دي .ځوانان هیڅ کله له چا سره بې ځایه شخړه نه کوي او کله که له داسې چارو سره مخ هم شي نو له صبر او زغم څخه کار اخلي.

اوس جوته شوه چې کله یو انسان ته خدای پاک یو نعمت چې هغه ځواک، توان او پوهه ده ورکړې وي ددې ترڅنګ دا مسولیت هم ورته متوجه دی چې ددغه ځواک او توان د استعمال او مصرف پوښتنه هم ورڅخه کيږي.

کله چې یو ځوان دې ته متوجه شي چې زه په ټولنه کې څوک یم او څه مسوولیت لرم همدومره کفایت کوي چې دې ته هم متوجه شي چې دی باید څه وکړي.

لومړی هر ځوان ته لازمه ده چې خپل ځان سم کړي. یعنې زده کړه وکړي او پوهه حاصله کړي. که چیرې مونږ په ټولنه کې داسې ځوانان ولرو چې د ښوو زده کړو خاوندان وي زمونږ راتلونکی ژوند ډېر اسان دی که چیرې ځوانان خپل ځانونه د علم په ګاڼه سینګار نه کړي هیڅ کله هم نشي کولای چې دټولنې په اصلاح کې ونډه واخلي.

هغه بیا نور ډېر لوی بحث دی چې بېلا بيلې برخې لري چې ځوانان په ټولنه کې له زده کړو وروسته کومو ټکو ته بايد پاملرنه وکړي ایا مسوولیتونه يې نور هم زیاتيږي او که يوازې تر همدې بريده وو.

نن سبا چې نړۍ کې دومره لوي تخنیک او تیکنالوژي رامینځته شوې، ټول ځوانان دي چې لومړی یې علم تر لاسه کړی او بیا یې خپلې لاسته راوړنې نړیوالو ته په اړونده برخه کې ثابتې کړې دي. که علم او پوهه نه وي هیڅ کله به انسانان په ژوند کې نیکمرغه نه وي.

Exams
08/12/2016

Exams

04/11/2016
یوازی نی کس یم چی پوهیږم مینه ځه شی ده ؟یوازی توپ ځه شی ده ؟او انتظار د یو چا لپاره سنگه کیږی
28/08/2016

یوازی نی کس یم چی پوهیږم
مینه ځه شی ده ؟
یوازی توپ ځه شی ده ؟

او انتظار د یو چا لپاره سنگه کیږی

درد لرونکي دښځي مياشتني ناروغیلیکنه: داکترعبدلصمد نظری په نارمل ډول هر ښځه چه تر 50 کلني کښته وي په ميا شت يا 28 ورځو کي...
25/08/2016

درد لرونکي دښځي مياشتني ناروغی
لیکنه: داکترعبدلصمد نظری

په نارمل ډول هر ښځه چه تر 50 کلني کښته وي په ميا شت يا 28 ورځو کي پنځه ورځي د رحم څخه وینه راوځي چه دغه نارغی ته مياشتني ناروغي يا حيض ورته او څه نا څه ناراحتي او دردونه ورسره ملگر وي چه نارمل فزیلوژيکی حالت دي.

نارمل مياشتني ناروغي په ټاکلي وخت شروع کيږي په ټاکلي وخت پاي ته رسيږي خو په ځينو ښځوکي غير منظم وي ,شديد دردونه ورسره وي او ځورونکي حالت وي چه تداوي ته اړتيا لري چه په لاتین ورته دیسمنیرا وایی.

په ځيني ځايو کي چه طبي اسانتياوي شتون ولری ناروغ دستي ځان تر طبي مرکزه رسوي خو په هغه ځايو چه اسانتياوي شتون ونلری نوبیچاره ښځه د درد او تکليف خپل قسمت وگڼی او پر ځان د درد تيرولو ته مجبوره شي.

د درد لرونکي مياشتني ناروغی سره ځيني نښي نښاني ملگری وي لکه دنس په لاندي برخي کی درد , سردردي, سرچرخي او خواګرځي ورسره ملګري وي

دمياشتني ناروغي اصل ميکانيزم دادي چه په ښځه کي په مياشت کي يو ځل هرمونيک تغيرات راځي همدغه دهرمونو تغيرات د رحم داخلي طبقه د هرمونو په واسطه سوليږي او تخريب کيږي او کله چه د رحم چخه دغه تخريب شوي برخه درحم باندي ايستل کيږي نو يو مقدرا وينه هم ورسره ملګر وي.په هرښځينه کي هرمونيک تغيرات په هره مياشت کي په منظم شکل په ټاکلي وخت منځته راځي چه نارمل فزيلوژيک حالت دي.

په دغه درد لرونکي ناروغی کی د رحم د عضلاتو درد او دعضلاتو انقباض او انبساط ډير شديد وي ناراحته کونکي او ځورونکي درد وي چه بايد تداوي شي.

تداوي يي مختلفي طريقي لري زه يي هغه اسانه طريقه درته وايم څوک چه دصحت مرکزته لاس رسي ونه لري يا ځيني ليري وی لاندي د درد دواګانو څخه چه هر یوه وی استفاده کولاي شی.

فقط ددغه دواگانو چخه چه یوقسم په درملتون کی پیداکری او کیفیت یی اصلی وی د درد لپاره کیفایت کوی د لاندی لیکل شوو تولو دواگانو هدف یو دی یعنی درد کموی .ددی دوا گانو څخه باید یوقسم استفاده کری توله بايد په يوخت استفاده نکړي.

Ibuprofen tb 2×1 400mg
Ponstan fort tb 3×1
Diclofenac sodium tb 2×1
Noproxen sodium tb 3×1

ذکرشوي دوا ګاني په درد کي ډير تاثير ناکه دي او ناروغ ته صحت ورکوي دمياشتني ناروغي دشروع په اوله ورځ شورع کيږي تر څلور ورځو کيفايت کوي خو هغه ښځي چه دپښتورګي يا دزړه ناروغي يا بله شديده ناروغي ولري د درد دوا په استعمال کي باید د ډاکتر څخه مشوره وغواړي .

که چيري مياشتني دوره ترنارمل وخت اوږد وخت ونيسي او درد هم نور ادامه پيدا کړي پدي صورت کي اساسي څيړني ته ضرورت سته چه بايد اساس سبب او مشکل يي څرګندشي او بيا دهغه مطابق تداوي ورته ترتيب شي .مننه

Patient education pamphlet: Dysmenorrhea By American congress of obstetricians and Gynecologists 01.02 .2011

23/08/2016

05/08/2016

Mother:
I fought with death when I was giving you birth. I spent sleepless nights when you were sick and crying during late nights. I never took meals without feeding you. I bore so many pains to bring you to this stage that you are in today. How will you pay me back my son?

Son:
When I grow up, I will find a good job and get money for you so you can enjoy the pleasures of this world.

Mother:
Your father is doing this already and I do not expect this from you too.

Son:
I will find a pious lady and marry her so she can take care of you while I am away from home.

Mother:
It is not compulsory on her to do any service to me, neither do I expect this from her.

Son:
Tell me mother how can I repay you back?

Mother:
(With tears in her eyes) When I die give me your shoulder and bury me. Whenever you perform prayers, supplicate for me. Remember your good deeds will benefit me in the hereafter life. Will you do it my son?

Son:
He got tears in his eyes already.

What about you?

A mother is the Superior soul in One's life... A mother is one of the strongest doors of Paradise, if you wish you may pull it down, or if you wish you may protect it. May Allah bless our mother and give hidayah in our hearts to Obey her and love her to the core and protect her

Aameen ya rabul alameen
رَبَّنَا ھَبْ لَنَا مِنْ اَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ اَعْيُنٍ وَّاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِيْنَ اِمَامًا.
أمين..
.Women to Jannah..

هسی لیباسی راته خکاره شوی ای جانانه. سه می جوړ نه کړو د ستا تشی خندا نه. بیا به ستا په خوله ونکړم اعتبار ره.  که هر سو ر...
05/08/2016

هسی لیباسی راته خکاره شوی ای جانانه.
سه می جوړ نه کړو د ستا تشی خندا نه.
بیا به ستا په خوله ونکړم اعتبار ره.
که هر سو راته بار بار ووایی یاره.

Address

Ahmed SHAH Baba Meena
Kabul

Telephone

+93785339795

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Prince Ahmadzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category