Afghan medical student

Afghan medical student Medical information za da khalqo ghundi na ym na mi khalqo ghundi zrra da....
che mai yaar darta waili tar qaimata ba mai yaar yee

حافظې ته د تازه میوو او سبو گټېهغوی چې په منځمهاله عمر کې زیات سابه او تازه میوې خوري د یوې نوې څیړنې د موندنو له مخې په...
13/12/2018

حافظې ته د تازه میوو او سبو گټې

هغوی چې په منځمهاله عمر کې زیات سابه او تازه میوې خوري د یوې نوې څیړنې د موندنو له مخې په بوډاتوب کې د حافظې په ستونزو کم اخته کیږي.
پوهانو ددغې څیړنې په ترڅ کې د ٢٨ زرو نارینو روغتیایي حالت د دوو لسیزو په ترڅ کې څارلی دی. د څیړنې دغو گډون کوونکو په هرو څلور کالو کې یو ځل د سبزیجاتو، میوو او نورو خواراکي توکیو د مصرف په اړه پوښتنې ځواب کړې دي.
د څیړنې په ترڅ کې گډون کوونکو تل د حافظې ازمایشونه او معاینې کړي دي او د هغو پیښو او کارونو په اړه یې معلومات ورکړي چې پخوا او په نژدې وختونو کې یې تجربه کړي دي.
گډون کوونکي د سبزیجاتو او میوو د استعمال له مخې په مختلفو کتگوریو ویشل شوي وو، همدارنگه کله چې دوی ٧٣ کلن شوي وو د حافظې آزموینې هم تیرې کړي دي.
نتیجو ښودلې هغوی چې د عمر د منځنیو کلونو څخه تر بوډاتوب پورې یې زیاتې میوې او سزیجاتخوړلي وو ۳۴ فیصده یې د حافظې او پژندنې په سختو او پیچلو ناروغیو باندې د اخته کیدو چانس د هغو کسانو په پرتله کم و چې میوې او سزیجات یې لږ خوړلي وو.
د هارورد پوهنتون د عامه روغتیا د پوهنځي استاد او ددغې څیړنې مشر څیړونکي چنگ ‌ژنگ یوان، د رویترز اژانس ته ویلي چې د سزیجاتو او میوو نه دوامداره استفاده په بوډاتوب کې د حافظې د ښه فعالیت سره تړاو لري.

دغې څیړنې پر حافظې باندې د سبزیجاتو او میوو د مستقیم اثر په اړه جزییات ندي وړاندې کړي. همداشان پوهانو په څیړنه کې د گډون کوونکو د حافظې او فکر د مهارتونو په اړه پوره معلومات هم نه درلودل.

د میامي د پوهنتون د طب د پوهنځي څیړونکي هنا گاردنر، د رویترز اژانس ته ویلي چې په سزیجاتو او میوو کې موجود ویټامینونه، منرالونه او انتي اکسیدانتونه پر دماغ باندې د اکسیداتیف فشارونو په کمولو او د بدن د دغه غړي د رگونو د سم فعالیت په تامین سره د حافظې په ستونزو باندې د اخته کیدو خطر راکمولی شي.
خو ښاغلي گاردنر ټینگار کوي چې یواځې د سزیجاتو او میوو خوړل د حافظې او دماغ د سلامتیا ضمانت نه کوي بلکې د هغه په وینا فزیکي فعالیتونه، پوره او منظم خوب، د دخانیاتو د استعمال نه ډډه کول، مطالعه او د دماغ په کاراچول هم پدغې ستونزې باندې د اخته کیدو د مخنیوي لپاره مهم او اساسي شیان گڼل کیږي.

افغانې ښځې د سینې د سرطان په هکله څومره پوهیږي؟د سینې سرطان په نړۍ کې د ښځو لپاره یو له وژونکو او خطرناکو سرطانونو څخه د...
30/11/2018

افغانې ښځې د سینې د سرطان په هکله څومره پوهیږي؟

د سینې سرطان په نړۍ کې د ښځو لپاره یو له وژونکو او خطرناکو سرطانونو څخه دی ، خو د افغانستان ښځې پدې هکله ډیر لږ معلومات او پوهاوی لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرطان ناروغۍ د کنټرول پروگرام مسول ډاکتر میهن عبدالله، وایي د سینې د سرطان په اړه د ښځو د خبرتیا نشتون ددې سبب کیږي چې هغوی ډیر ناوخته ډاکتر ته مراجعه وکړي او کله چې دغه ناروغي ډیره پرمخ تللې وي، نو درملنه یې سختیږي.

ډاکتر میهن د امریکا غږ ته وویل "هر کال د افغانستان شاوخوا ٢٠ زره اوسیدونکي د سرطان په مختلفو ناروغیو اخته کیږي چې د ٣٠٠٠ تر ٣٥٠٠ پورې یې د سینې د سرطان پیښې دي".

د سینې د سرطان ناروغۍ لاملونه څه دي؟

ډاکتر میهن عبدالله وایي د سینې د سرطان عوامل په علاج کیدونکو او علاج نه کیدونکو عواملو باندې ویشل کیږي.

ډاکتر میهن ژنیتیکی عوامل، د عمر زیاتوالی، د ١٢ کلنۍ دمخه په ښځو کې د میاشتني عادت پیل او له ۴٥ یا ٥٠ کلنۍ وروسته د میاشتني عادت نه دریدل د سینې د سرطان هغه عوامل بولي چې مخه یې نشي نیول کیدای.

اضافه وزن درلودل، ماشومانو ته د سینې شیده نه ورکول، د حمل د مخنیوي له درملو نه بیځایه استفاده کول (په ځانگړې توگه وروسته له ۴٥ کلنۍ څخه)، د ٣٥ کلنۍ نه وروسته د لومړي ماشوم زیږول، غیر صحي خواړه، ورزش او فزیکي فعالیت نه کول د سینې د سرطان د مخنیوي هغه عوامل گڼل کیږي چې د پاملرنې په صورت کې مخه نیول کیدلای شي.

د وهاج خصوصي روغتون مسؤل ډاکتر محمد هاشم وهاج، چې د سرطان د ناروغۍ متخصص هم دی وایي ددغو ذکر شویو عواملو سربیره ککړ چاپریال هم د سینې د سرطان په ناروغۍ باندې په اخته کیدو کې رول لوبوي.

ښځې څنگه پوه شي چې د سینې په سرطان اخته دي؟

ډاکتران وایي د سینې د سرطان د تشخیص لومړنۍ لار پخپله د ښځو له خوا د سینې معاینه ده. ډاکتر محمد هاشم وهاج وایي هره ښځه باید هره ورځ خپلې سینې (تي) معاینه کړي او په سینه کې د هر ډول بدلون په لیدلو سره ډاکتر ته لاړې شي.

زرغونه یوه میرمن ده چې د سینې د سرطان نه خلاصه شوې. هغه وایي یوه ورځ یې په تي کې د یوې کوچنۍ کتلې رامنځ ته کیدو ته متوجه شوه او دغه مسئله یې د خپل میړه سره چې ډاکتر دی شریکه کړه او وروسته یې د تشخیص لپاره یې د جمهوریت په روغتون کې د سرطان مرکز ته مراجعه وکړه.

زرغونه وایي چې په کابل او هند کې له درملنې وروسته ښه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرطان د ملي پروگرام مسؤل هم وایي چې د ٣٥ نه تر ٥٠ پورې سرطانونه د مخنیوي وړ دي چې د سینې سرطان هم په کې شامل دی.

په افغانستان کې د سینې د سرطان د تشخیص مرکزونه

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت وایي اوسمهال په افغانستان کې د سینې د سرطان دوه مرکزونه فعالیت کوي.

ډاکتر میهن عبدالله وایي چې په کابل کې د سرطان د تشخیص دوه مرکزونو څخه یو یې په استقلال روغتون او بل یې په جمهوریت روغتون کې دی. همداراز د سرطان د تشخیص یو مرکز په هرات ولایت کې هم موجود دی.

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې په کندهار او بلخ کې هم د سرطان ناروغۍ د تشخیص مرکزونه جوړ کړي.

د سینې د سرطان په هکله د پوهاوي زیاتېدل

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي د سینې د سرطان د پوهاوي په اړه یې جدي پروگرامونه تر لاس لاندې نیولي دي او غواړي ددغو پروگرامونو له لارې ددغې ناروغۍ په هکله عامه پوهاوی زیات کړي.

د عامې روغتیا وزارت د سرطان د کنټرول د ملي پروگرام مسؤل وایي چې هغوی د سینې د سرطان په اړه د پوهاوي لپاره د تلویزیوني او رادیویي خپرونو او همداشان د ټولنیزو شبکو له لارې خلکو ته معلومات ورکوي.

CNS Drawing 👍👍👍
27/11/2018

CNS Drawing 👍👍👍

26/11/2018

یوه نوې څیړنه ښیي چې له پنځو خوراک او څښاک توکیو نه ډډه کول د شپې د ښه خوب او د خوشحاله سهار ضمانت کوي.

ښه خوب د هر انسان غوښتنه ده، خو ډیر کسان د بیلابیلو ستونزو او ناروغیو له کبله سم خوب نشي کولاې.‌ د روغتیايي چارو کارپوهان ټینګار کوي‌ چې د جسمي او روحي سلامتیا لپاره،‌ ښه خوب کول یوه اساسي اړتیا ده.

له ناروغیو پرته،‌ ځیني نور داسې شیان شته چې که پاملرنه ورته وشي، د ښه خوب کولو سره مرسته کولاې شي. په ځانګړې توګه،‌ لاندني پنځه شیان ډیر ګټور ګڼل کیږي.‌

١. کافئين

ښایي ډیرو ته د شپې له خوا له خوب دمخه د یوې پیالې قهوې یا چایو څښل خوندور وي، خو کیدای شي همدا ستاسې د بې خوبۍ یو دلیل وي. کافئین په بدن کې د هغو کیمیاوي موادو مخه نیسي چې خوب راوړي.

د خوب یو کارپوه ډیو گیبسن چې د "خوب ویبپاڼې" بنسټ ایښونکی هم دی وایي دا بهتره ده چې د کافئین ورځنی مصرف راکم کړئ. هغه مشوره ورکوي چې "په کافئین باندې یو مشخص بندیز ولگوئ او د غرمې ډوډوۍ وروسته د کافئین څښاک بند کړئ. د هغه په وینا د ورځې د دوه پیالو قهوې نه زیات مه څښئ.

٢. سره غوښه

سره غوښه د نورو خوراکونو په پرتله ډیر وخت نیسي چې هضم شي. کله چې ناوخته ډوډوۍ خورئ نو سپک شیان وخورئ. ښاغلی گیبسن وایي د دراندو شیانو د خوراک او د خوب کولو د وخت ترمنځ څلور ساعته واټن وساتئ. خو که د خوب دمخه وږي یاست نو په مستو، شیدو او سبزیو باندې گزاره وکړئ چې د پریشانۍ د راکمولو کلسیم لري او تاسې اراموي.

٣. الکول

الکول کیدای شي چې خوب ته یوه انگیزه شي خو کله یې چې اغیز یې په کمیدو شي ښه خوب نشي تضمین کولای.

کارپوهان وایي الکول "په ژور خوب باندې منفي اثر کوي" په ځانگړې توگه د شپې په دوهمه نیمایي کې. پدې معنی چې ډیر امکان شته پدغه وخت کې د الکولو د استعمال په وجه زمونږ خوب گډوډ شي.

۴. مساله دار خواړه

د خوب د چارو یوه کارپوهه لیزا ارتیس وايي چې د مساله دارو خواړو له خوړلو ډډه وکړي. د هغې په وینا د تریخوالي خصوصیت په مرچو کې کیدای شي تاسې ناراحته کړي.

ښاغلی گیبسن بیا خبرداری ورکوي چې مساله دار خواړه کیدای شي ستاسې د بدن حرارت لوړ کړي او تاسې له ناراحتۍ سره مخامخ کړي چې دا کار ستاسې خوب گډوډوي.

٥. خواږه

ښایي د شپې ناوخته مو خوږو خوړلو ته هوس راشي، خو زیات خواږه خواړه ښایي داسې انرژي درکړي چې له امله یې ستاسې خوب گډوډ شي.

میرمن ارتیس وایي د خوږو پر ځای د بیلابیلو حبوباتو نه جوړ شوي مواد وخورئ چې بوره په کې کمه ده او ستاسې د وینې په جریان کې د امینواسید په نامه اړین مواد زیاتوي چې د خوب سبب کیږي.

RAAS System
26/11/2018

RAAS System

23/11/2018

د څيړنى لوستل له لاسه مه ورکوي.
څېړنه: د ورځې له دوه ساعته زیات ټلویزیون کتل مو له وخته مخکې وژلی شي.
یوې تازه تر سره شوې څېړنه کې ټلویزیون ته د کېناستو زیانونه مالوم شوي او له دوه ساعتو زیات کېناستل ورته وژونکي ښودل شوي دي.
سکاټ لېنډ کې تر سره شوې څېړنه وایي، د ورځې له دوه ساعتونو زیات ټلویزیون ته کېناستل نه یوازې روغتیا ته تباه کوونکي دي، بلکې له وخته د مخکې مړینې لامل هم کېدای شي.
په ګلاسکو پوهنتون کې شوې څېړنه کې ویل شوي چې په ساعتونو ټلویزیون ته د کېناستو عادت لکه د تمباکو، شرابو او ناسالمې غذا په څېر د زړه د ناروغیو ګواښ زیاتوي.
د څېړونکو په وینا، ډېر ټلویزیون کتل او لږ خوب د روغتیا (د خرابۍ) او د ژوند د لنډېدو لامل کېدای شي.
تېر کال د امریکا د مشیګن پوهنتون له لوري په یوه څېړنه کې هم ویل شوي وو چې هره ورځ د څو ساعتونو له پاره د ټلویزیون کتل د خوب معیار زیانمنوي، د زیاتې ستړیا او د بې خوبۍ لامل کېږي.
موده وړاندې یوه بل څېړنیز مرکز ویلي وو، هره ورځ درې نیم ساعته ټلویزیون کتل نه یوازې د سرطان او د زړه د ناروغیو ګواښ زیاتوي، بلکې د شکر، نمونیا او د ځګر د ناروغیو لامل هم کېږي.

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan medical student posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram