11/02/2026
په درملنه کې افراط او تفريط
په درملنه کې افراط (زياتوالى) او تفريط ( کموالى) دواړه د ناروغ لپاره زيانمن دي٠
ځينې وخت خلک بې ضرورته ډېر درمل اخلي، ډېرې ازموينې ترسره کوي او يا بې مشورې بيلابيلو ډاکټرانو ته ځي، چې دا کار د بدن، جيب او ذهن لپاره تاوان لري٠ بل لور ته، ځينې تنان درمل په وخت نه اخلي، درمل نيمګړي پريږدي او يا يې په خپل سر بندوي، د ناروغۍ نښې جدي نه نيسي، د ډاکتر مشورې او سپارښتنو ته ارزښت نه ورکوي او يا هم علاج نيمګړى پريږدي، چې دا هم د ناروغۍ د جدي کېدو او ستونزو لامل ګرځېدى شي٠
اسلام مونږ ته د اعتدال لار ښودلې ده٠ نو غوره دا ده چې درملنه د باوري ډاکتر په مشوره، په منظم ډول او له صبر سره ترسره شي٠
د روغتيا ساتنه د الله تعالى امانت دى، نو بايد د افراط او تفريط څخه ځان وساتو٠
ډاکتر هدايت الله
د زړه داخله متخصص
کاري وخت: د سهار ٩ بجو تر ماسپښین ٢:٣٠ بجو
ثناء معالجوي روغتون
ادرس: شهر نو، عصمت مسلم کوڅه، د حج او اوقافو وزارت تر څنګ