قاری محفوظ حنفی

قاری محفوظ حنفی بې پردې مو چاته مه کړې ذوالجلاله
ناکامي ته مو ډیر خلک انتظار دي !
(1)

02/12/2025

#حافظې او اړينې #محاسبې

مزل کوو د غرونو خو په مخ کې آينې لرو
سترې حافظې لرو ضرور محاسبې لرو

ژمن په تعامل يو د نړۍ له هيوادو سره
هوډ هم د ساتنې بيا د خپلې جغرافې لرو

مونږ لکه آلماس په ټکيدو قيمتي کيږو لا
مونږ د کړاوونو څه بې رحمه خاطرې لرو

څوک که د انصار په‌نوم نقاب ځان ته ورآغوندي
خواست ورته ضرور بيا د تاريخ مطالعې لرو

وايه په کوزه کې سيلابونه دي ټينګ کړي چا
څومره چې آرام يو دومره سترې هم څپې لرو

دې د غرور څلي د ساتنې که اړتيا وشي
هم ورته نيزې لرو او هم يې حوصلې لرو

وايه حنفي څوک په دامونو زمري څنګ نيسې
مونږه يې مهار ته شرايط لرو مادې لرو

د مرستې او تسليت غږد تيرې شپې سختو زلزلو له امله په کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار دره کې سلګونو هېوادوالو ته درنه مر...
01/09/2025

د مرستې او تسليت غږ

د تيرې شپې سختو زلزلو له امله په کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار دره کې سلګونو هېوادوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. د افغانستان د رسمي رسنیو د راپور له مخې د *شهیدانو شمېر تر اوسه نږدې ۷۰۰* تنو ته رسېدلی، خو کره شمېر یې لا نه دی معلوم.

د سیمې ډېری وګړي بېوزله دي او یوازې د کروندو پر مټ خپل ژوند پر مخ بیايي. له همدې امله د داسې لوی ناورین دروند زیان د هغوی له وسه پورته دی.

موږ په ټولو شتمنو هېوادوالو، ملي سوداګرو، د بهرنیو او کورنیو مرستندویو موسسو، نړیوالو ادارو، ملي اتلانو او شتمنو مسلمانانو غږ کوو، چې د زلزله ځپلو کورنیو سره د خپلې وسې او توان په اندازه مرسته وکړي. دا یوازې یو بشري او ملي رسالت نه دی، بلکې زموږ ستر اسلامي مسوولیت هم دی.

د مرکز تعلیمی موج رسالت او میراکبری معالجوی کلنیک له لوري ډاډ ورکول کېږي چې ډېر ژر به د دغو دواړو مرکزونو ځانګړی ټیم د زلزله ځپلې سیمې ته ورسېږي او د مرستې بهیر به پرانیزي.

هیله ده چې هر هېوادوال او هر تاجر د خپلو زیانمنو وروڼو او خویندو د لاسنیوي لپاره خپله برخه ترسره کړي.

راځئ، په ګډه د دغو مظلومو خلکو د زړونو د تسکین او د ژوند د بېرته رغېدو لپاره مرسته وکړو.
۰۷۶۶۵۰۴۰۰۰
۰۷۳۰۱۱۰۲۲۲

ستورو تــه کاته مې چې صبا به شيخوب مې که الله کوه ریښتیا به شیخوښ په دې اســره به ومــه زه چېسپینو نه دا تور گــوندې جلا...
27/05/2025

ستورو تــه کاته مې چې صبا به شي
خوب مې که الله کوه ریښتیا به شی

خوښ په دې اســره به ومــه زه چې
سپینو نه دا تور گــوندې جلا به شي

را به شــي جانان به وي ودان به شم
ژوبلو خـــاطرو ته مـې ښکلا به شي

رڼې بــه ړندې سترګـــې یعقوبي شي
هغـــه یوسف مخــــي را پیدا به شي

بــــوې د یوسف راوړ شمـــالــونو خو
پټې دي ! ها ما چــې ویل بینا به شي

دا ؤبــــــه شـــــــي کنه د فکـــــر ټاله
ووایه په خدای به شـــي په تا به شي

ډاریږمه اوس ځکه چې خدای مه کړه
دا څــــــــانګې د هیلو مـې تالا به شي

ومې وایې خیال راته جواب کــې چې
بس " منهاجه " بس درتــه ګناه به شي

1404 2 12 کارته نو کابل

 په عمرا رانه کشر خو په محنت او تلاش او د کورنۍ د پرمختګ په هلو ځلو کې رانه مشر ورور مېعبدالهادی منیب اکبری  د لسانس په ...
02/05/2025



په عمرا رانه کشر خو په محنت او تلاش او د کورنۍ د پرمختګ په هلو ځلو کې رانه مشر ورور مې
عبدالهادی منیب اکبری د لسانس په کچه خپل سند د درمل جوړونې (فارمسي) څانگه کې په ویاړ سره تر لاسه کړ.
دا صرف یو سند نه بلکه د ګران ډاکتر صاحب د کلونو هلو ځلو او ستړیاوو خوږه ثمره ده چې د دې ثمرې مبارکي ګران ورور ، کورنۍ ، ځان او ټولو دوستانو ته وړاندې کوم الله ج نه ورته د لا بریا غوښتونکی یم او د خپلې کورنۍ لپاره یې ویاړ او نیک پالي او د جامعې لپاره یې د خدمت ذریعه بولم
بیا هم

د پیــــو رنگ ته ورته دې اوس میــــنه ده مجنونه اوس ګــــــرانه د لیلا نــه درتـــه وینــه ده مجنونه اوس دې شبګیرې خالصې...
30/04/2025

د پیــــو رنگ ته ورته دې اوس میــــنه ده مجنونه
اوس ګــــــرانه د لیلا نــه درتـــه وینــه ده مجنونه

اوس دې شبګیرې خالصې نه دي پکې چل ښکاري
شیبه دې اوس پــه بل حسن رنګیــــنه ده مجنونه

اوس دې په خیــالاتو کې څه خامې ارادې ښکارې
اوس تللې دحـــق لیکـــه دې تندي نه ده مجــنونه

نه درته ښکــــاریږي تفـــــاوت او نه بدلـون د رنګ
د ذهن آییــــنه دې اوس خـــــــاورینه ده مجـنونه

ښکـــاري منحـــــــرف لـــــه حقیقته دې تکـل راته
شیـــبه چې د مجــــاز دې اوس زرینه ده مجـنونه

"منهــــاجه" ادا نه به کــړې تاوان د دې بدلـون دې
لـــږ پام کړه دا بهـــاء ډیـــره سنګـــینه ده مجنونه

 #کتابونه مل یې وي په بده او په ښـــــه کې کتابونه ســـــاتي چـــې د ذهن آینه کــــــې کتابونه خامخــا هغه به د عـــــرو...
05/11/2024

#کتابونه

مل یې وي په بده او په ښـــــه کې کتابونه
ســـــاتي چـــې د ذهن آینه کــــــې کتابونه

خامخــا هغه به د عـــــروج تر پـــولو رسي
چــا چې وي منلي په خپل زړه کې کتابونه

ښکار د تــوهم بـــه کله نه شــــي هغه فکر
رسم چـې یو وار یې وي نقشه کې کتابونه

ښکاره به یې تاثیر وي وګــړو کې له ورایه
وي چې د سِـتار په ځاې کوټه کې کتابونه

ساتو که وطن نو دا مو ذهن باید جوړ شي
وه لرو د ځـــان سره چانټه کـــــې کتابونه

غواړو کـــه سیالي مو برابره په جهان شي
کیږدو د هـــر کور په دروازه کــــې کتابونه

زړه مې دې اختر کې حنفي منهاجه غواړي
وویشـــو یو بل ته په تحفه کـــــې کتابونه

07/10/2024

#خبرتیا

که د دغه مریض ورور په اړه چاسره څه معلومات وي نو د انسانیت او خواخوږۍ په خاطر یې مونږ سره شریک کړئ تر څو د مرکز تعلیمی موج رسالت له خوا یې مونږ د درملنې اړین اقدامات وکړو
زمونږ د رابطې نمبرونه
0730110220 د موج رسالت ښونیز مرکز دفتر
0766504000 دقاری محفوظ حنفی شخصي رابطه
زمونږ ادرس کابل ١٧ حوزه د بوستان سرک پر غاړه د موج رسالت ښونیز مرکز او دارالایتام

این هم UDEF 28 اردوی مشاوره اعضای گسترده ما با موفقیت به پایان رسید.!ما نه تنها کار دانشجویان بین المللی انجام می دهیم، ...
29/09/2024

این هم UDEF 28 اردوی مشاوره اعضای گسترده ما با موفقیت به پایان رسید.!

ما نه تنها کار دانشجویان بین المللی انجام می دهیم، بلکه پایه های یک ساختار آگاهانه را برای آینده امت تقویت می کنیم این گردهمایی چیزی فراتر از یک جلسه مشاوره است این گواهی بر اتحاد سازمان ها ماحول یک مأموریت مشترک است.

با اذن خداوند ج هر قدمی که ما به عنوان UDEF برمی داریم به آینده امت و ایده آل ساختن جهانی زیست پذیرتر کمک خواهد کرد آمید است که خداوند ج تلاش های ما را بپذیرد و پروژه های ما نتایج ثمربخشی داشته باشد.

قهرمانی او میړانه په عمر جنسیت او قواره نه ده قهرمان هغه دی چې د ژوند په لوړو ژورو کې په میړانه مبارزه وکړي .نن ورځ مو د...
16/09/2024

قهرمانی او میړانه په عمر جنسیت او قواره نه ده قهرمان هغه دی چې د ژوند په لوړو ژورو کې په میړانه مبارزه وکړي .
نن ورځ مو د موج رسالت ښونیز مرکز دارلایتام څانګه کې د دغو قهرمانو ګلالیو فرشتو سره خوشالې شیبې تیرې کړې.

موج رسالت تل په تعلیمی او اجتماعي ډګر کې د هیواد والو تر څنګ حضور لري

0730110222
ناحیه ۱۷ کوتل خیر خانه نبش سزک بوستان

 !مرکز تعلیمی موج رسالت  در طول دوره سه ساله گذشته همواره در تلاش بوده تا در بخش تعلیمی سهولت های بیشتری را برای قشر محر...
24/08/2024

!

مرکز تعلیمی موج رسالت در طول دوره سه ساله گذشته همواره در تلاش بوده تا در بخش تعلیمی سهولت های بیشتری را برای قشر محروم جامعه فراهم نماید و هم اکنون برنامه ویژه ای را برای اطفال یتیم راه اندازی نموده که شامل مزایای باور نکردنی برای اطفال یتیم نازنین است و این رسالت شما است که اعلان ما را به گوش خانواده های انها برسانید و برای ما معرفی نمائید!

0766504000 / 0730110222
ادرس: ناحیه ١٧ کوتل خیرخانه نبش سرک بوستان

https://chat.whatsapp.com/L8Wq5lGG2KYK5jbPKKHcvm

 :زویه دوا ته اړتیا لرم.زوی یې په ژړا، ژړا،  له کوره ووته؛ ځکه روپۍ ورسره نه وې، کله چې زوی بیرته کورته راځي ګوري، چې دم...
15/08/2024

:

زویه دوا ته اړتیا لرم.
زوی یې په ژړا، ژړا، له کوره ووته؛ ځکه روپۍ ورسره نه وې، کله چې زوی بیرته کورته راځي ګوري، چې دمور پر تندې یې کنډ، کنډ خولې پرتې دي؛ پر مخ یې څو تازه اوښکې ډنډ پاتي دي او نوره مړه شوې ده، زوی په چغو ـ چغو وژړل د مور پښې او لاسونه یې سم کړل، اوښکې یې ور پاکې کړې، څادر یې ور په سر کړ.

سر ته یې هک حیران کیناست، د مور ښۍ ډډې ته یې پر کاغذ سترګې ولګیدې را وا یې خیست پر کاغذ لیکل شوې و:

"ای زما دزړه ټوټې!"
زه پدې ښه پوهیدم، چې ته زما تداوۍ لپاره په جیب کې یوه روپۍ هم نه لرې، هغه وخت چې ته ما دوا پسې لیږلې، هلته زما زنکدن نږدې شوی و، ما غوښتل چې زما زنکدن او مرګ ونه ګورې هسې نه راسره په تکلیف شي، خو ستا لپاره مې یوه ستره خزانه پریښوده او هغه هم زما رضا"

پخوانۍ ژباړه
نوټ. که مور لری نو په ژوند يي قدر وکړي
او د چاچی نشته الله د وبخی
امين

کاپی

Address

Bostan Kotal E Khairkhana
Kabul
1101

Telephone

+93766504000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when قاری محفوظ حنفی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to قاری محفوظ حنفی:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram