12/01/2022
د روژې د مبارکې مياشتې د راتګ په اړه د مبارکی پيغام
رمضان المبارک
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ.(ألبقرة/١٨٣)
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی. په تاسو روژه فرض ده ، لکه چې تر تاسو نه په پخوانیو خلکو فرض وه ، دا ددې لپاره چې پرهیزګاران شئ .
خوښ يو چې په يوه مسلمانه او متدينه ټولنه کې ژوند کوو، هغه ټولنه چې د دولت او ملت اډاڼه يې په اسلامي اصولو ولاړه ده. د اسلام د مبارک دين د درېيمې بنا ( روژې ) راتګ دې ټولو افغانانو او مسلمان ملت ته مبارک وي.
روژه د عبادتونو او برکتونو مياشت ده، روژه د خير او ثوابونو مياشت ده، موږ ته لازمه ده چې په دې مبارکه مياشت کې خپله ډېره پاملرنه د الله ج د رضا حاصلولو، ثواب تر لاسه کولو او بېوزله وګړو سره لاسنيوي ته واړوو.
د خدای ج له درباره غواړو چې سږنۍ روژه مو په هېواد کې د سولې، ملي پخلاينې او يووالي زېری له ځانه سره راوړي.
#رمضان #روژه