Important Medical Issues

Important Medical Issues Medical Issues

06/12/2023

دالله ج کور او بنده کور!
د بنده کورته ډیر ورتګ سره دانسان عزت کميږي.د الله ج کور ورتګ سره دانسان عزت زياتيږي.د بنده دکور پرځائ د الله ج کورته ډیر ورشئ او عزت مو ډیر کړئ.

21/11/2023

مغرور او جاهل څنګه پيژندل کيږي؟
هرڅومره چې يي احترام او عزت کوې ،نور هم مغروره اومتکبرکيږې.خدايه (ج) دغسې خلک سم کړې اوکه نه سمېږي،کم يي کړې.

23/10/2023

په رواني ناروغيو کې د نيوروزيس(Neurosis) او سايکوزيس(Psychosis) اصطلاحات ډيرکارول کيږی ددی دواړو ترمنځ لاندي فرقونه موجود دي.
______________________________________________

1: په نيوروزيس کې ناروغ حقيقت درک کولی شي او په سايکوزيس کې د حقيقت سره اړيکه له منځه ځي.

2: په نيوروزيس کې د شخصيت اړوند ستونزی نه پيداکيږي اما په سايکوزيس کی د شخصيت ستونزه موجوده وي.

3: په نيوروزيس کې ناروغ خپله ناروغی مني اما په سايکوزيس کې ناروغ خپله ناروغی نه مني.

4: په نيوروزيس کې دناروغ افکار,خبری او محاوره ډير نه متاثره کيږی اما په سايکوزيس کی افکار,خبری او محاوره خرابيږي.

5: په نيوروزيس کې ناروغ ډيلوژن(هزيان) او هلوسنيشن(برسامات) نه لري اما په سايکوزيس کي وي.

6: په نيوروزيس کې جنتيکی فکتورونه ډير مهم ندي اما دسايکوزيس په منځته راتګ کې جنتيکی فکتورونه ډير زيات مهم ګڼل کيږي.

7: د‌ نيوروزيس په منځ ته راتګ کې د سټريس څخه ډک حالتونه ډير رول لري اما سايکوزيس کی دومره مهم ندي.

8: نيوروزيس تداوي اسانه او د سايکوزيس سخته ده.

نيوروزيس مثالونه : انزايټي, ډپريشن, OCD, Somatoform disorder او داسي نور.

سايکوزيس مثالونه : سکيزوفرينيا, Delusional disorder او داسي نور
©

04/08/2023

د حاملګی د دوران میکروب چې د ماشوم ضایع کیدو سبب کیږی یا TORCH infection !

◀️ آیا دا میکروب پیژنی ؟
◀️ څه ډول میکروب دی او ولی مینځ ته راځی او کومی بدی پایلی مینځ ته راوړی ؟
◀️ آیا ددی میکروب تداوی امکان لری ؟

↩ ددی پوسټ په لیدو به مو ټول سوالونه حل شی !

ټارچ اینفکشن یا TORCH infection : د حاملګی د دوران اکثره او مهم انتانی ناروغی ده چې نن سبا اکثره حامله میندی د همدی انتانی ناروغۍ څخه رنج وړی ، چې عامیانه اصطلاح کی ورته دحاملګی د دوران د وینی مکروب وایی . دا ناروغی خپله یو سنډروم دی چې لاندی انتاناتو څخه مینځ ته راغلی دی :
1 - Toxoplasmosis .
2 - Other infection like ( Chlamydia ,HIV , Syphillis , Coxasacki virus , Hepatotis B , Chicken pox ) .
3 - Rubella .
4 - Cytomegalo virus .
5 - Herpes simplex virus 2 .

◀️ پورتنئ ټولی ناروغۍ د حمل په محتوی باندی بدی اغیزی مینځ ته راوړلی شی . د حمل په دوران کی نوموړی انتانات د پلاسنټا څخه تیریږی اود Fetus په وده او نمو باندی بده اغیزه کوی .

د ټارچ اینفِکشن تاثیرات :

① که چېری یوه حامله مور په ( 11 - 20 ) هفته کی په دی مکروب اخته شي نو % 90 د لاندي سنډروم احتمال شته دی :
☞ Congenital Rubella Syndrome .

② په % 25 واقعاتو کی هغه ماشومان چې مور یی د حاملګۍ په لمړی دری میاشتو کی په روبیلا انتان اخته شوی وی نو ماشوم کی لاندی مشکلات مینځ ته راځی :

1 - Cataract .
2 - Hrart defect ( PDA ) .
3 - Poor eye sight .
4 - Hearing loss .
5 - Movement disorder .
6 - Mental retardation .

③ همدا رنګه د لاندی ناروغیو د پیدا کیدو باعث هم ګرځی :

1 - Meningitis .
2 - Pneumonia .
3 - Anemia .

ددی میکروبی نارغۍ کلینیکی نښی :

◀️ کله چې یوه حامله مور په دی ناروغئ اخته شي نو لاندی کلینیکی څرګندونی پکی مینځ ته راځی :
1 - Flue .
2 - Petechial Rash on the skin .
3 - Fever .
4 - Poor feeding .
5 - Enlarged Liver and Spleen .
6 - Jaundice .
7 - Muscle pain .
8 - Fatigue .
9 - Some time cough and tonsilitis .

د ټارچ اینفکشن تشخیص :

1 - Clinical finding .
2 - Comlete physical exame
3 - Blood exame for TORCH infection .

17/07/2023

*⭕ د انسان د بدن په اړه ښکلی معلومات !*

① معده ( Stomach ) هغه وخت په تکلیف کی وی کله چې انسان د سهار ناشته نه کوی .

② بښتورګی ( Kidneys ) هغه مهال د خطر احساس کوی کله چې انسان په ۲۴ سعاته یو ګلاس اوبه هم نه څښی .

③ تریخی ( Gall Bladder ) هغه وخت په مشکل کی وی کله چې انسان د شپی تر ۱۱ بجو نه ویده کیږی او له لمر راختلو مخکی راپورته کیږی نه .

④ کوچنی کولمی ( Small Intestines ) هغه وخت پریشانه وی کله چې تاسی یخ مشروبات څښئ او سړه ډوډۍ خورئ .

⑤ غټی کولمی ( Large Intestine ) هغه مهال ستړی وی کله چې انسان ډیر زیات سور شوی یا مصاله لرونکی خواړه خوري .

⑥ سږی ( Lungs ) هغه وخت زیات تکلیف احساسوی کله چې تاسی د سګریټ او بیړۍ له دود ډکه فضا کی ساه اخلئ .

⑦ ځیګر ( Liver ) هغه وخت تکلیف احساسوی کله چې تاسی ډیر درانه خواړه او فاسټ فوډ خورئ .

⑧ زړه ( Heart ) هغه وخت د مشکل سره مخ کیږی کله چې انسان ډیر کولیسټرول لرونکی خواړه وخوري .

⑨ سترګی ( Eyes ) هغه وخت په تکلیف کیږی کله چې په تیاره کی پر هغوی د کمپیوټر او موبایل تیزه رڼا پریوزی .

⑩ دماغ ( Brain ) هغه مهال ډیر ستړی وی کله چې تاسی منفی فکر کوئ.
🥀 ꕹؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖ≛⃝🍷🥀‎

06/07/2022

یازده نوع غذا است که به شکل طبیعی وال (شریان های) قلب را باز میکند...
اگر برای خواندنش وقت نداری شیر کن تا بعدا بخوانی...
با دوستان تان به خاطر ثواب و خدمت به مردم شریک سازید:
1.ماهی: گوشت ماهی با داشتن روغن امگا 3 سبب جلوگیری از تشکیل پلاک های وال های قلب میشود.
2.پالک (اسفناج): غنی اسید فولیک و پتاسیم است و برای فشار خون بالا بسیار مفید است. و از تشکیل کلسترول جلوگیری میکند. و از نارسایی های قلب به شکل درست و متداوم حفاظت میکند.
3.سیر: فواید سیر در طب بسیار بوده و از ان برای درمان امراض مختلف به کار گرفته میشود, سیر برای فشار خون بالا و امراض قلبی بسیار مفید است.و تحقیقات نشان داده که سیر بخاطر شریان های قلب بسیار مفید است.
3.جوس کرین بری (نوع میوه): جوس کرین بری از بندش وال های قلب جلوگیری میکند.
4.روغن زیتون:روغن زیتون برای جلوگیری کلسترول بسیار مفید است. و تحقیقان نشان داده که روغن زیتون با داشتن عناطر خاص از تشکیل کلسترول LDL و کلسترول منفی جلوگیری میکند.
5.بادنجان رومی(گوجه فرهنگی): با داشتن لیکوین فراوان از بندش وال های قلب جلوگیری میکند, و تحقیقت نشان داده است خوردن بادنجان رومی به شکل خام از امراض قلبی و بندش وال ها جلوگیری میکند.
6.جو:حاوی فیبر محلولی است که مانع تشکیل کلسترول در بدن میگردد .
7.انار: سرشان از انتی اسیدان است یگانه میوه بسیار قوی است در جلوگیری از بندش وال های قلب.
9-8.:کیوی و تربوز(هندوانه):شما وال های قلب تان را با خوردن کیوی و تربوز روزانه میتوانید شفا ببخشید.
10.انگور:سرشار از فلانویدها و رسوراترول و کوئرستین ها میباشد که در جلوگیری اسیدا و کلسترول و از بندش وال های قلب رول مهم را بازی میکند.
11- چار مغز هم خیلی مفید است 6 دانه چارمغز صبح قبل از غذا توصیه میشود.
در ضمن ورزش را نیز فراموش نکنید

13/04/2022

د یوه طبي پیغام ژباړه او لنډیز:
زمونږ په خوشحالۍ کې لاندې څلور هورمونونه رول لري:

1. Endorphins اينډارړفين
2. Dopamine ډوپامين
3. Serotonin سيروټونين
4. Oxytocin اکسي توسين
اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشحېږي او له ورزش څخه پیدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. همدارنګه نوموړی هورمون د ټوکو ټکالو د اورېدو پر مهال هم ترشحېږي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ هره ورځ نیم سات ورزش وکړئ او په ورځ کې یو ځل د کوم مشهور کومیډین یوه نیمه ویډیو وګورئ. دا به ستاسو په بدن کې د اینډاورفین کچه لوړه وساتي او خوښ به یاست.
(اینډاروفین د بدن داخلي او طبیعي درد ضد هورمون دی چې د خارجي مورفین غوندې کار کوي. هغه کسان چې د مورفینو معتاد دي، د ورزش او د ژوند د سټایل په بدلولو کولای شي چې د بدن د اینډارفینو کچه لوړه کړي او پدې توګه د خارجي او مضرو مورفینو، داخلي، طبیعي او بې ضرره بدیل پیدا کړي.)
ډوپامین زموږ په بدن کې هغه مهال ترشحېږي چې موږ په ژوند کې خپلو وړو یا لویو موخو ته ورسېږو. نوې دنده، نوی موټر او نوی کور اخیستل ټول هغه عوامل دي چې د ډوپامین په ترشح کې مرسته کوي او موږ خوشحال ساتي. د کور میرمنې ځکه زیاتره مهال خپه وي چې دوی د خپلو کارونو په مقابل کې له سړیو څخه وړ ډاډ او داد نه ترلاسه کوي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ د خپلو وړو او لویو موخو د تکمیل لپاره هڅې وکړئ او نورو ته هم د هغوی د کار و زیار په مقابل کې معنوي ډاډ او داد ورکړئ. دا کار به ستاسو د ډوپامین کچه لوړه وساتي او خوشحالي به مو ملګرې کړي.
سیروټونین زموږ په بدن کې هله ترشحېږي چې د بل لپاره کوم کار وکړو. ځینې وخت زموږ هڅې زموږ لپاره هیڅ مادي ګټه نلري خو پوهېږو چې خلکو او ټولنې ته یې خیر رسي. دا بې بدیله هڅې چې صرف د نورو د خیر و رفاه لپاره کېږي، په انساني بدن کې د سیروټونین کچه لوړه ساتي او د یوه پټ وجداني سرور سبب کېږي. نو که خوشحالي غواړئ، صرف د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم ژوند وکړئ.
او بلاخره:
اوکسي ټوسین په انساني بدن کې هغه وخت زیاتېږي چې انسان له کوم بل انسان سره نږدې شي. خپل ماشوم، خپله کورنۍ او یا کوم دوست په غېږ کې ونېسي او یو بل ته مینه ورکړي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ له خپلو ماشومانو، کورنۍ او دوستانو سره مینه وکړئ او هغوی په غېږ کې ونېسئ."
یادښت: د مزمنو دردونو او ډیپریشن پرمهال په بدن کې دغه هورمونونه کم وي. د ټولو نارکوټیکو دردضد او ډیپریشن ضد درملو د کار میکانیزم دا دی چې په بدن کې پورته ذکر شوي هورمونونه زیاتوي. خو د بدن فزیولوژیک قانون دا دی چې که موږ د هورمونونو تولید د خارجي منابعو لکه درملو پواسطه زیات کړو، نو داخلي او طبیعي تولید یې درېږي. له بلې خوا د نارکوټیکو او ډیپریشن ضد درملو زیات استعمال ګڼې نورې څنګزنې ستونزې را ولاړوي. نو پدې لحاظ د خوشحاله اوسېدو لپاره د درملو پر ځای ولې طبیعي او ډېرې ساده لارې چارې و نه لټوو؟ داسې لارې چارې چې بیخي اسانې او تر درملو سل چنده زیاتې اغیزناکې دي.
له لویه سره د خوشحالۍ او سرور ټولې چینې زموږ په بدن کې دي، موږ ورپسې هسې بهر منډې وهو.
د حافظ خبره په سرو زرو لیکل پکار دي چې:
سالها دل طلب جام جم ز ما میکرد
انچه خود داشت ز بیگانه تمنا میکرد
او:
پخپلو زړونو کې یې ولټوئ!
تر څو په یار پسې بهر ته به ځو؟
- ډاکټر احسان الله درمل

روژه ماتي څخه وروسته د سګرټ څکولو سره یو ناڅاپه د مرګ خطر شتهترکیې هېواد کې نوو طبي څېړنو ښودلې ده چې د روژه ماتي څخه ور...
04/04/2022

روژه ماتي څخه وروسته د سګرټ څکولو سره یو ناڅاپه د مرګ خطر شته

ترکیې هېواد کې نوو طبي څېړنو ښودلې ده چې د روژه ماتي څخه وروسته نژدې د سګرټ څکولو څخه بل خطر ناک څه د انسان ژوند لپاره نشته.

د مالوماتو له مخې د روژه ماتي په وخت کې انسان اوبو، ګلوکوز او زیات اکسېجن ته ضرورت لري. د سګرټ څکولو د یو دم سره د سګرټ لوګی د انسان شیریانونو ته داخلېږي چې بیا په اسانۍ سره اکسېجن په کې حرکت نه شي کولی.

د دغه کار د تکرار سره د انسان رګونه بندېږي او بیا وینه په اسانۍ سره په رګونو کې حرکت نه شی کولی چې همدا کار په لومړیو کې د وینې د ګنډه کېدو، فشار لوړېدو، د وینې د غوړېدو د زیاتوالي او په پای کې د انسان د زړه د حملې لامل کېږي.

دغې څېړنې یو ګډونوال ډاکټر ویلي دي چې د روژه ماتي پسې په لنډ وخت کې د سګرټ څکول د انسان د بدن د فلج لامل هم ګرځي.

د دغې څېړنې څېړونکو ډاکټرانو ویلي دي چې که په لنډو ټکو کې ووایو د روژه ماتي پسې لنډ وخت کې د سګرټ څکول د مرګ لامل کېږي.

څېړنه وایي، که د سګرټ د زیانونو سره بیا هم تاسې سګرټ څکوی نو د روژه ماتي څخه ۳۰ـ۴۰ دقیقو پورې وخت څخه وروسته سګرټ وڅکوئ.
کاپی

28/03/2022
15/03/2020

Address

Kabul

Telephone

+93799692540

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Important Medical Issues posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram