Tariq safi

Tariq safi Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Tariq safi, Medical and health, 0093775557367, Kabul.

29/06/2022
28/06/2022

فارمکالوژي:
څلورم درس :
بيټالکټم ميکروب ضد درمل .
د میکروب ضد درملو څخه لومړی ګروپ درمل.
پينــــــسليــــــن penicillin.
دا د میکروب درملو له ډلۍ څخه لومړنۍ کورنۍ ده
پينسلین په ګرام مثبت ميکروبو قوي تاسير نسبت ګرام منفي ته البته ځنو ګرام مثبتو ميکروبونو هم تاسير لري .

د پينسلين پيژندنه:
پينسلين په لاندې ګروپونو تقسیم شوې دي

لومړی کمزوري تاسير کونکي پينسلین
Penicillin G
penicillin V
Nefacillin
oxacillin
Cloxacillin
dicloxacillin
flucloxacillin
methacillin
)
دویم پراخه یا قوي تاسير لرونکي پينسلين
Ampicillin
Amoxycillin
Bacampicillin
Talapcillin
carbapencillin
ticracillin
Azlocillin
mezocillin
pipracillin
.
پينسلينو کلينکي استعمال ځایونه.
پورتنیو درملو څخه مهم درمل اموکسيلین او امپسلين تر ټولو مهم دي او ډير استعماليدونکي درمل دی.

اول استعمال. د تنفسي سيسټم انتاناتو کې استعمال لکه برانشيټس، انفلونزا، سټريپټوکول نمونیا.

دویم استعمال .اموکسيل او امپسلین دواړه د شدیدو انتاني حالت کې د خولی او د رګ لارې استعمالولای شو لکه نمونیا ( سينه بغل ) مينیجايټس( سحایاو التهاب یا دماغ پردو ميکروب ).

دریم استعمال:اموسکیلین + ميټرونیډازول+ppi د معدې میکروب ايچپالوري درملنه معدې په زخم کې استعمالولای شو.

څلورم استعمال:اموکسلین +پوتاشیم کلونینلیټ یا تجارتي نوم AUgmentin هغه میکروبي حالت کې استعالو کله چې د اموکسلین پر وړاندې مقاومت ولري لکه انفلونزا، ایکولي، کلبسيله .

پينځم استعمال: د بولي لارو میکروبونو کې، د غوږ په میکروب کې، او د ساینسونو په التهاب کې استعمالولای شو .

د درملو جذب اطراح.

دا درمل د خولی د لارې که استعمال شي د امپسلین په نسبت اموکسلین خه جذبیږي او خواړه د اموکسلین جذب کې کوم بد تاسیر نلري.
د بدن انساجو ته رسیږي په ځيګر کې په استقلاب رسیږي او د پښتورګو لارې خارجیږي.

درملو دوز يا اندازه
اول: امپسلین: کپسول 250 او 500 ملي ګرامه څلور وخته خولی دلارې
شربت یې125/250 mg /5 ml
انجيکشن يې 500 to تر 1000 mg خطرناکو انتاناتو کې 6 نه تر 12g پورې د رګ د لارې استعمالولای شو په څلورو دوزونو کې.
او ماشومانو ته بیا 25 څخه 50mg پر کیلوګرام ورکوو څلور دوزه په ورځ کې.

دویم: اموسکلین:
کپسول: 250څخه تر 500mg.درې وخته خولی د لارې.
شربت: 125/250mg/ ml .ماشومانو ته 20څخه40 ملی ګرامه پر کیلو درې دوزه د ورځې.

دریم کو اموکسلین:
کو اموکسلین: 375. 625 تر 1000mg دوه یا درې وخته د ورځې.

جانبي عواض یا بد تاسير يې.
کانګه .
اسهالات.
الرجي یا حساسیت.

نه استعماليدونکي او احتياطي حالت .
الرجي پينسلینو سره.
پينسلينو کورنیو درملو څخه اموکسيلین په حمل کې محفوط ترین درمل دي .
د پښتورګو مزمنو ناروغیو کې باید درملو دوز برابر.کړی شي.
ليکونکي ډاکټر طارق حبیب
ریفرینس👇
Essential pharmacology 9th Editon

Address

0093775557367
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tariq safi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram