17/09/2019
د ژمني سره سم د ګټورو درملو په هکله هر آړخیز معلومات:
پدغه شربت یا درملو کې چې کوم طبیعي منابع کارول شوې د
لرغوني چین او جاپان په طبابت کې به د اعصابو د تقویې او ګڼو رواني ستونزو په مخنیوي،درملنه او کنټرول کې ترې کار آخستل کیده.
پدغو درملو کې پر موجودو طبیعي منابعو او شنو بوټو اوسنیو ساینسې څیړنو لاندې ګټې په ګوته کړي.
څوک باید له دغه درمله ګټه واخلي؟
انټی اوکسډانټ antioxidants:
هر انسان په خپل بدن که د ژوندي پاتي کیدو لپاره انرژۍ ته اړتیا لري او دا انرژي په بدن کې د یوې پیجلې پروسې په ترڅ کې تولیدیږي.لکه څنګه چې ماشین تیل سوځوي او د حرکت انرژي تولیدوي مګر د انرژۍ د تولید لپاره باید یو څه ذهري او زیانمن مواد هم تولید کړي لکه دود،غبار،او....همدا ډول په بدن کې هم د انرژۍ د تولید په ترڅ کې ځینې زیانمن مواد د فري راډیکال free radicals په نامه جوړیږي او دا د سالم وجود لپاره ذهرجن دي،په دغو درملو کې د همدغو ذهري موادو ضد عُصاره په ډیره کچه کارول شوې، نو دا چې هر بدن انرژي او فري راډیکال دواړه تولیدوي نو د هر انسان لپاره ګټور ده ولې په منظم او ټاکلي مقدار باید وکارول شي.
دویم:
د اعصابو د حجراتو د تقویت:لپاره خورا ګټور ثابت شوې،بالخصوص هغه انسانان چې مطالعه ډیره کوي او یا د ژوند مغلق او پیچلی مصروفیت لري باید حد اقل د خپل د ژوند د مصروفیتونو د ښه منجمنټ لپاره د اعصابو حجرات تقویه او ماړه وساتي
دریم :
د ناروغیو د رملنه:
د عصبي سیسټم هرې ناروغۍ ته ګټور ثابت شوی بالخصوص رواني ستونزې،لکه ژور خفګان چې له بده مرغه نن سبا د هیواد حالاتو موږ ټول په رواني ستونزو آخته کړې یو لنډ مثال یې وایم:ډيری انسانان په رواني ناروغۍ آخته دي خو لا پوه ندې چې ناروغان دي لکه ژر قهریدل،ژر بیرته پښیماني د شپي چې سملو نو سوچونه او فکرونه کو حتی د سرو زرو ماڼي پکې جوړې کړو مګر سبا چې د خویه راپورته کیږو نو حتی د ادوس کولو یا د مخ پریولو وس هم رانکي نه وي.وطندار ګُلم که د وطن حالات یا د ژوند نیمګړتیاوی نشو بدلولی نو حد اقل د بدن غړي خو یې پر وړاندې تقویه او قوي وساتئ نور به له خدایه خیر غواړو.
دویم:
د کولمو د التهاب لپاره ګټور دي،ښه د کولمو وظيفه د هضم شویو خوړو جذب ده که چرته التهابي شي نو خپله نورماله وظیفه به سرته نه رسوي معنی دا چې جذب به نکوي نو ناروغ به یا قبضیت سره مخ کیږی یا اسهال سره او په دواړو حالاتو کې د نس بادونه شته دي.
دریم:
د مفاصلو یا د بندونو د التهاب په درملنه او مخنیوي کې اغیزمن ثابت شوي.
څلورم:
د ښځمنو په میاشتنۍ عادت کې د PMS یا premenstrual syndrome په نامه ناروغي موجوده وي لکه د میاشتنۍ ناروغۍ نه څو ورځې وړاندې او د ناروغۍ په دوام کې د سر درد،ژر قهریدل او بې حوصلګي او ورسره په نس،ملا او حتی ټول وجود کې رواني دردونه
ددغې ناروغۍ په آرامتیا کې مثمر او ګټور ثابت شوې.
پنځم:
په نارینه کې د جنسي غریضې د تقویت سبب ګرځي.
اخري علمي ضوابط نومړې طبعي منایع د ساه لنډۍ په درملنه کې هم ګټور بللي.ا .
ان شأالله چې دې لړۍ ته به دوام ورکوم او همدا ډول ګټورو درملو په هکله به زه لمړی خپله علمي څیړنې کوم او بیا به یۍ درته لیکم نور نو انمالاعمالُ بنیات.ب